لیکنه ولې بې خونده کېږي؟

 اجمل میاخیل

0 45

په اغلب ګومان چې د استاد شپون خبره ده (یا یې مه لیکه یا یې ښه لیکه) ډېره پر ځای خبر ده. زه له دې خبرې داسې مطلب اخلم، چې لیکنه دې د لیکنې په اصولو او معیارونو برابره وشي، له ټول ځواک څخه دې په کې کار واخیستل شي، تر څو غوره توب او نوښت په کې ولیدل شي. هرهغه څه چې ستا لیکنه پوره، غښتلې او ښکلې کولی شي، که په ډېر زیار سره هم تر لاسه کېږي او وخت غواړي سترګې ور باندې مه پټوه، ځکه ستا په لیکنه کې هره جمله او په جملو کې له لغتونو سره لوبې، ستا د وړتیا، پوهې او ځواک ښکارندویي کوي.

پورتنۍ خبره دې داسې نه تعبیر کېږي چې څوک له دې ډاره چې نشم کولای ښه لیکنه وکړم، نو نه یې لیکم، ځکه زه په دې باور یم چې که څوک د لیکلو وړتیا لري هغه ته د لیکلو احساس هم ورشي، نو ضرور ده چې لومړی له ځانه ډار لرې کړئ. دلته خبره دا ده چې لیکنه خو کوې خو هغه په هره ممکنه معنا ځواکمنه کړه، داسې هم نه ده چې ته دا کار نشي کولی، خو که وغواړې او زیار وباسې او د خپل ذهن په کار اچولو څخه نیولې تر مطالعې او د موادو تر راټولو پورې هڅه او زیار وګالې، نو هرومرو توانیدلی شي.

اوس به لاندې په هغو اړخونو وغږیږم چې په لیکنه کې پام ورته اړین دي:

په موضوع د برلاسۍ نشتوالی:

په لیکنه کې لومړی شرط په موضوع برلاسي ده. په همدې برخه کې ډېره مطالعه پکار ده، د نورو لیکوالو په همدې او آن نورو اړوندو مسلکونو پورې. تر څو له پخو لیکوالو څخه د تر سره شویو کارونو او پرمختګونو زده کړه وکړو او خپله لیکنه د کیفیت او نوښت له مخې تر هغو غښتلې کړو. که نه نو کېدای شي لوستونکي په دې اړه له لیکوال څخه په ډېر څه وپوهیږي، بیا نو هغه ته د دې لوست ګټه څه ده؟ د موضوع اړوند معلومات تر لاسه کول موږ ته د لیکلو او نوښت ځواک راکوي، هغه که د یوې لویې موضوع په اړه وي او که د موضوع په نورو وړو اړخونو کې. مطلب که په یوه موضوع لیکنه کوو نو د هغې څانګې دې بې ارزښته نه شمیرل کېږي، ځکه سمه ده چې ونه په خپل ډډ او ریښو ولاړه ده خو میوه بیا ښاخونه نیسي. ځینې وختونه د یوې موضوع په شکلي جوړښت ډېرې خبرې وشي، خو محتوایي اړخ یې د پوره معلوماتو نشتوالي له کبله رانه پاتې وي. خبره وشي خو د خبرې پایله ناڅرګنده وي له همدې امله هره موضوع باید له سره تر پایه وڅیړل شي او روښانه شي.

بیړه:

زما په آند لیکنه په دویم سر کې بې غوري او بیړه (تلوار) بې کیفیته کوي، بې خونده کوي یې او دا بیا د دې لامل کېږي چې د لیکنې معیارونه رانه پاتې شي. ما تجربه کړې چې څومره مې په یوه لیکنه بیاځلې راغلی یم، هومره پخه شوې، واضح شوې، روانه شوې او اړینې نا ویلې مې په کې ځای کړي او بیکاره خبرې مې تر لرې کړي دي، نو لیکنه خو به خود له پخوا غښتلې کېږي. له دې ور اخوا هره لیکنه او څېړنه ځان ته د خپلې موضوع له مخې کیفیتونه او ځانګړنې لري چې باید وپيژندل شي، غور او پاملرنه ورته وشي، تر څو لوستونکو ته د سوال ځای پاتې نه شي. دا خبره په دې معنا که غواړو په ژبپوهنه کې په یوې موضوع یوه لنډه خبره وکړو، یو لنډ نظر ور کړو، یو پراګراف ولیکو، یوه مقاله ولیکو او یا یو کتاب او څېړنه تر سره کړو، نو هر یو په خپل ځای جوړښت لري، که څه هم په بېلابېلو عنوانونو جلا شوې او یا نه وي جلا شوې خو باید هر هغه څه چې غواړو ویې لیکو، پوره پام ورته وشي تر څو مو موخې ته که په یوه جمله، پراګراف او یا یو کتاب کې وي پاملرنه وشي او واضح شي او که یوه خبره په یوه جمله کې وي او که یوه لویه موضوع په یو کتاب کې وي باید واضح او روښانه شي. مطلب دا چې لږ تر لږه لوستونکي وپوهېږي چې موږ غواړو څه و وایو، مطلب مو په کومه موخه، څه دي او هم په هماغې موضوع پورې تړلي اړینې خبرې باید ولیکل شي. لکه: موږ که چیرته یو کتاب لیکو باید پام وکړو چې د کتاب موضوع پورې اړوندې خبرې په بېلابېله توګه په جلا عنوانونو باندې وویشو، تر څو واضح شي، خو که چیرته د یوه پراګراف په اندازه نظر وړاندې کوو او یا یوه مقاله لیکو نو بیا هم ضرور ده چې موضوع پورې اړوندې اړینې خبرې په کې ځای پر ځاي او واضحه شي، که نه نو لیکنه به مو بې کیفیته او بې خونده وي. دا بیا ځانته په وخت ورکولو سره کېږي، په یو او دوه ځله کتلو، یو او دوه رنګ غلطۍ له لیکنې ایستل کېږي او په ډېر ځل ویلو مو ډېرو غلطیو ته پام کېږي.

د کره او پخو سرچینو نشتوالی:

په لیکنو کې سرچینې هغه دې چې را اخیستنه ترې کېږي، د خپلې خبرې د تائید په خاطر د نورو پېژندل شویو لیکوالو نظرونه او پيژندنې په همدې اړه او نور. زموږ فکر او نظر هم چې د مطالعې او پوهې په پایله کې د کره توب له مخې او د ژوندیو مثالونو په راوړلو سره وي په خپله منبع ګرځي. هغه که تجربه وي که لیدني، که نور. لکه: که موږ د ګرامر په برخه کې لیکنه کوو او د ګرامر پيژندنې (تعریفونه) له بېلابېلو کتابونو څخه را اخلو دا اخیستنه شوه چې د سرچینې ذکر ورسره ضرور ده او که د کومې نوې موضوع په اړه څرګندونه او څیړنه وي او دا مو خپل تخلیق وي نو دا باید د باوري سرچینو، قاعدو او معیارونو له مخې وي. دا مو لیکنه غښتلي کوي، او له دې سره کره او پاخه معلومات لوستونکو ته وړاندې کولی شو.

په زړو موضوعګانو بیا لیکنه چې نوښت ونلري:

زړې موضوعګانې چې ارزښت یې له لاسه ورکړی وي او ډېرې لیکنې ورباندې شوې وي هغه وپېژنئ. نوې موضوع د لیکنې لپاره پیدا کړئ او یا په پخوانیو کې په زړه پوری نوښت وکوئ، نوې خبره باید په سر کې وي او همدا دې عنوان وګرځولی شي، تر څو لوستونکې پيدا کړي، که نه نو د پخواني عنوان په اړه لوستنه شوې. په داسې موضوع لیکنه چې ارزښت ونلري او یا یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وي دا په دې معنا ده چې ډېرې لیکنې ورباندې شوې او یا زړه شوې او اوس د کارونې وړ نه ده، یا موضوع مړه شوې یا یې ځای بلې ته پرې ایښی. لکه د پخوانیو لیکوالو، شاعرانو، د دوی د ژوندانه، لیکبڼو، آثارو، توپيرونو او نورو په اړه چې څومره معلومات شته و هغه ټول را لیږدول شوې بیا څه ضرور چې یو بل څوک را پاڅيږي په همدې موضوعګانو بیا وغږیږي. له دې به دا ښه وي چې په یوه نوې لیکوال لیکنه وشي. هو! که د هغوی په اړه داسې معلومات چا ته په لاس ورشي او یا یې پيدا کړي چې تر اوسه چا نه وي انعکاس کړی، نو بیا ښه خبر ده.

د لیکنې په معیارونو نه پوهیدنه:

د بهرنیو لغتونو کارونې څرنګوالي، د ریاضي معدلو کارونه، د چارټونو او ګرافونو ځایونه، همدارنګ مقالې، ژباړې، قاموسونه، کتابونه، پروژې او د بېلابېلو مسلکونو کتابونه ځانته په خپل محتوایي او شکلي جوړښت او معیار لیکل کېږي. ګرامر، املا، د غونډلو (جملو)، پراګرافونو او د ټولې لیکنې له جوړښتونو سره پوره پام کيږي. په لیکنه کې ډېری معیارونه په ټولو کې یو دي خو د مسلک له مخې ځينې یې توپیر هم لري. ځکه یوه لویه پروژه د یوه څېړنیز کتاب سره او بیا له شعري ټولګې سره، د طبي او بیولوژي برخې له کتاب سره توپير لري، خو ضرور دا ده چې وپوهیږو زموږ لیکنه په کوم مسلک پورې اړوندیږي، بیا وګورو چې هلته کوم معیارونه ټاکل شوي.

په ګرامر نه پوهیدل:

ګرامر د هرې لیکنې لپاره بنسټیزه دنده تر سره کوي، د هر یو لغت، جملې او پراګرافونو جوړښت، نومونه او ډولونه یې، ګردانونه، فعلونه، نومځرې، قیدونه، مختاړي، ورستاړي، لیکنښې او دې ته ورته نور چې د لیکنې په ښکاره (شکلي) او محتوایي جوړښت کې له موږ سره مرسته کوي، له ګومانونو مو اوباسې، ډاډه کوي مو، د خبرې پای دا چې د ګرامر له مخې سمونه را ته کوي. غیر له دې که یوه جمله په لوستونکو ښه ونه لګیدله او یا یې په کې ستونزه پیدا کړه بیا په ټولې لیکنې بې باوری کېږي او نوره دا لیکنه نه لولي.

لیکنښو ته پام نه کول:

دا د ګرامري سمونې یوه برخه ده چې موږ یې په خپله لیکنه کې کوو، د لیکنې اسانه لوستنې ته ګټه رسوي او زموږ موخې هغه څنګه چې موږ یې غواړو په سمه توګه لوستونکو ته رسوي. که چېرته موږ مخامخ له چا سره خبرې کوو نو خپل احساسات، غم، غوسه، حیرانتیا، آن سوال، ځواب او نور حالتونه ورته د تندي په تریوولو، د سترګو، شونډو او وریځو په اشارو سره، د سر او لاسونو په خوځولو او خندا په مرسته رسولی شو، خو که همدا حالتونه بیا په لیکنه کې غواړو ولیږدوو، اړ یو چې له لیکنښو مرسته واخلو.

د کره مثالونو، شواهدو، د ښکاره (عیني) شاهدانو خبرې او نورو نه راوړل:

په دې سره مو لوستونکي په دې باوري کوئ چې موږ د دې لیکنې لپاره هر اړخیزه څېړنه کړې او هغوی ته تر پایه د لوست روحیه ورکوئ، لیکنه هم په زړه پورې کېږي چې له بېلابېلو سرچینو ګټه اخیستل شوې وي.

یو نواښته لیکنه:

خپله لیکنه په خپله نورو ته په زړه پورې کړئ، ارزښت ورکړئ او لوستونکي راکاږئ. دلته د لیکنې د آنداز بدلولو خبره ده او دا بیا ریښتیا هم تر یوه بریده زیار ته اړتیا لري، که دا د یوې مقالې په کچه هم وي، په کتاب کې خو ضرور ده. یو نواښته لوست سړی ستړی کوي. نو یوه برخه دې داسې وړاندې شي لکه معلومات چې ورکوئ، بله داسې لکه کیسه چې کوئ، بله خپله تجربه وګرځوئ، لکه ګوتنیونه چې کوئ، ستاینه کوئ، بله لکه چې لارښوونه کوئ، لکه غوښتنه او امر چې کوئ، یا له چا سره چې مخامخ غږیږئ، بل څوک مخاطب ګرځوئ او داسې نور چې ستا په ذهن کې ګرځي او دا بیا کېدای شي موضوع ته په کتو سره تنظیم کړئ. بله دا چې د یوې موضوع د دویم او درېیم او نورو پراګرافونو او په پراګرافونو کې د ورپسې جملو پیل په دې خبرو وکوي: له بلې خوا، له بل اړخه، داسې ښکاري چې، همداسې/هسې چې، د دې برسېره، له دې ور اخوا، ویل کېږي چې، لکه چې وویل شو، ویل شوې، منل شوې، د باوري سرچینو په مټ/ له مخې، تجربه شوې چې، تجربه ښيي چې، په همدې اړوند، له همدې مخې، په همدې سبب، دې ته ورته، ښه ده چې، ښایي چې، نو دې پایلې ته رسیږو، نو پایله دا شوه چې، سمه ده چې، منم چې، له دې که مخ ته لاړ شو نو، لکه چې، نو، ځکه، بیا، او، خو، …. دا مو لیکنه له یو نواښتوبه را وباسي، روانښت ورکوي، جملې او پراګرافونه هم سره نښلوي او لکه نومځري د تکرار مخنیوی کوي.

چې هنریت او روانښت ونلري:

هنریت هغه دی چې باید داسې لیکنه وکړې تر څو په لوستونکو اغیز وکړي او هغوي خپل ځان ستا په لیکنه کې پیدا کړي. که څومره هم ستوغه (کلکه) موضوع وي خو که په لیکنه کې روانښت وي، په ساده او اسانه ژبه ویل شوې وي، لوستونکې د ستړې کېدو په ځای ترې خوند اخلي. ته باید د لیکنې په وخت کې له ځان ممثل جوړ کړي نو چې یوه صحنه خلاصه شوه بیا راشه د لیدونکي په ځای کینه او نیمګړتیاوې را پیدا او سمې یې کړه. د لیکنې هنر او په لیکنه کې هنریت همدا دی. خپله لیکنه ولولئ هر ځای کې مو چې ستونزه او بندښت احساس کړ لغتونه بدل کړئ او که نه شوه بیا ټوله جمله واړوئ.

په بې ځایه خبرو د لیکنې اوږدول:

یوه خبره چې په یوه جمله کې واضح کېږي، د هغې اړول را اړول، څو ځله په بېلابېله جمله بندۍ کې د هماغې یوې خبرې تکرار لوستونکی ستړی کوي، نو که څو جملې چې هماغه یو مطلب رسوي سره ګډې شي، ښه به شي. او یا ځینې وخت چې یوه موضوع باید به تفصیل سره وویل شي خو د معلوماتو نشتوالي او کموالي له کبله ګُنګه وړاندې کېږي، د لوستونکو سر چې خلاص نه شي له لوست زړه تورن شي په دې سره هغه پوهیږي چې لیکوال کمزوری دی، لټ دی او دا لیکنه ورته بې ارزښته وه. په هر حال که لوستونکې وپوهیده چې دا د لیکوال د کمیو له کبله ده نو هغه یو څه په دې برخه کې پوهه لري او که نوې زده کوونکی هم و، په دې ګومان چې څه ترې اخیستلای نه شي، دواړه نوره برخه نه لولي.

د یوې موضوع تشریح په ډېرو عنوانونو کې:

دا لیکوال هم ستړی کوي. څومره چې عنوانونه ډېر ورکوو، هومره اړ یو چې هر عنوان ته یو څه ولیکو، په دې سره خبرې تکراري راځي. که څه هم څومره چې یوې موضوع ته پراخوالی ورکول شي هومره واضح کېږي خو زه خپله خبره بیا کوم چې که یوه موضوع عنوان نشي ګرځيدلی هغه په عنوان مه اړوئ، حال دا چې په پورتنیو عنوانونو کې دې ته اشارې شوي، ځکه له یو بل سره اړخ لګوي. هلته مو هم د همدې موضوع په اړوند روښانوونکې خبرې کړي، دا خبره په دې معنا نه ده چې یو لوی عنوان په نورو وړو عنوانونو مه ویشئ، لکه: ژبپوهنه، دوه عمومي څانګې لري ۱. نظري ژبپوهنه چې (تاریخې ژبپوهنه، مقایسوي ژبپوهنه، مقابلوي ژبپوهنه، تشریحي ژبپوهنه، ډیالکتولوژي او سایکولوژیکه ژبپوهنه) یې څانګې دي او ۲. تطبیقي/ عملي ژبپوهنه چې (زده ګړییزه ژبپوهنه، ټولنیزه ژبپوهنه، مقابله یي ژبپوهنه، فلسفي ژبپوهنه، سیمه ییزه ژبپوهنه، جغرافیایي ژبپوهنه او اروایې ژبپوهنه) یې څانګې دي. دا هر یو، یو عنوان ګرځولی شو، خو بیا د عملي ژبپوهنې په زده کړییزه څانګه کې نورو عنوانونو ورکولو ته اړتیا نشته، چې د زده کړییزې ژبپوهنې ارزښت، د زده کړییزې ژبپوهنې کارونې ځای، د زړه کړییزې ژبپوهنې ریښه، د زده کړییزې ژبپوهنې پیدایښت، د زده کړییزې ژبپوهنې اهمیت او داسې نور عنوانونه که هرې څانګې ته ورکړل شي نو له یوې وړې مقالې به کتاب جوړ شي، کېدای شي دا ټول په هماغه لومړني عنوان کې د یو یو پراګراف په لیکلو سره واضح کړو.

د لوړو او ټیټې درجې ادبیاتو کارول:

خپل لوستونکي (مخاطب) باید وپیژنو چې څوک او د پوهیدا کچه یې څومره ده، زموږ ادبیات هضمولی شي که نه او که لیکنه مو بېخي د ادبیاتو له چوکاټه وځي، لکه هسې چې څوک خبرې کوي. د لوړې درجې یا په سوچه ژبه لیکنه لکه د استاد مجاور احمد “زیار” لیکنې چې هر څوک یې هضمولی نه شي او له بلې خوا که د ادبي ژبې نښې (هنریت، روانښت، د مطلب روښانتیا او نور ټول د دې لیکنې وړاندیز شوې برخې) ونلري هغه بې ارزښته ښکاري، ادبی ژبه مطلب غښتلی کوي، غیر له هغې بیا کمزورې او بې خونده بریښي.

په لیکنه کې له نورو کتابونو را اخیستنه:

ځینې خلک د بېلابېلو کتابونو څخه برخې را واخلې او یو کتاب ترې جوړ کړي. هغه کتابونه بیا اکثرو لوستي وي نو ستا لیکنه ورته تکرار شي. مطلب مې دا نه دی چې د نورو پخو لیکوالو له لیکنو څخه د خپلې خبرې د تائید په خاطر ګټه مه اخلئ، مګر د مأخذ په ذکر سره، هغه هم په ځینو ځایونو کې، نه چې په ټوله لیکنه کې ځینې ځایونه ستا وي.

په لیکنه کې ګډوډي:

د یوې لويې موضوع عنوانونه دې یو بل پسې راوړل شي، مطلب و دې اوډل شي او لومړیتوب دې ورکړل شي د ارزښت له مخې، د کارونې له مخې، د اړوندتیا له مخې؛ عنوانونو ته چې شمیرې ورکوئ دې ته هم پام ولرئ که د لومړي عنوان څانګې بیا نورې وړې څانګې لري چې سره ګډې وډې نه شي، غیر له هغې له سړي لار ورکه شي چې د لومړي عنوان شمیرې کوم ځای کې ختمې شوې او د دوهم تر کوم ځایه دوام لري؛ اصله خبره نیغ په نیغه په سر کې وکوئ، ضرور نه ده هر عنوان مقدمه ډوله خبرې ولري، مګر لوی عنوانونه چې اکثر د هر څپرکی (فصل) پیل پرې کېږي؛ په یوه موضوع کې بله مه ورګډوئ، ځینې وخت یوه موضوع لا ختمه نه وي چې بله ورپسې راشي او دومره اوږده شي چې یا در څخه د لومړۍ موضوع نورې برخې پاتې شي او یا له لوستونکې لومړۍ موضوع ورکه شي؛ بله دا چې د یوې موضوع یوه برخه په سر، بله په منځ او بیا د لیکنې په پای کې هغه هم ګډوډ واضح کول د لیکوالۍ د اصولو خلاف خبره ده.

ناسم جوړښت:

اوس هم راځم د یوې لیکنې نیمګړتیاوو ته چې د جوړښت له مخې باید په پام کې ونیول شي او غیر له هغې لیکنه نیمګړې، بې کیفیته او بې خونده کېږي. که څه هم موږ د موضوع محتوا اړوند تر ډېره بریده هڅه کړې او څېړنه مو د تیرو لیکنو په پرتله غښتلتیا لري او خبره مو نوې ده خو که چېرې یو اړخ را نه پاتې کېږي نو ټوله لیکنه مو په هر حال نیمګړې شوه. دغه جوړښت په شکلي او محتوایي باندې ویشو چې په محتوا کې د یوې لیکنې نوم (لوی عنوان) او د وړو عنوانونو ټاکنه د منځپانګې له مخې، د متن او عنوان همغږي، د متن غښتلی کول او اړینو موادو ځایول، او هم د دې سوال ځواب چې موخه مو له دې لیکنې څه شي ده او دا هم باید ښکاره شي چې لیکنه مو د پراګراف نه نیولې تر مقالې او کتاب پورې په کومه کچه ده تر څو هماغومره پراخه او لنډه شي. لکه که موږ غواړو یو کتاب ولیکو چې (ژبپوهنه څه شي ده؟) او بیا یوازې نظري ژبپوهنه او څانګې یې تشریح او واضح کوو خو عملې ژبپوهنې ته پام نه کوو دا لویه نیمګړیتا شوه، که غواړو په همدې عنوان مقاله ولیکو او د نظري ژبپوهنې دوه درې څانګې واضح کوو او نورې د موضوع او یا لیکنې د اوږدیدو په خاطر پریدو او یا ورته یوازې اشاروي کتنه کوو نو بیا هم لیکنه نیمګړې شوه.

نو زما په آند د حل لاره دا ده چې که غواړو کتاب ولیکو نو لازمه ده چې ټول اړوند اړخونه په پام کې ونیول شي او که غواړو مقاله ولیکو (مطلب غواړو لیکنه لنډه وکړو) نو لازمه ده چې عنوان ورته لنډ وټاکو، لکه: (د ژبپوهنې په نظري څانګه کې ټولنیزه ژبپوهنه څه ته وایي؟) او د عنوان مطابق لیکنه تر سره کړو.

همدارنګ په شکلي جوړښت کې ښکاره (ظاهري) بڼه په معیارونو برابریږي. له پښتۍ نه نیولې تر اصل متن په خپل جوړښت او ځای، ځای پر ځای کېږي، عنوانونه له متن بیلیږي، لیک بڼې او فاصلې په پام کې نیول کېږي، د لیک اندازه او نور ټاکل کېږي.

Comments
Loading...