له طالبانو سره د ټرمپ ناوړه معامله

0 323

سرچینه؛ پولیټیکو

داسې ښکاري چې د امریکا اداره د سولې لپاره د خپل استازي زلمي خلیلزاد په مشري اراده لري ټول هغه څه له لاسه وباسي چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته يې د هغو لپاره په افغانستان کې جګړه کړې ده.
تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر زلمي خلیلزاد په واشنګټن کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال له دې امله سختې نیوکې وکړې چې هڅه کوي خپل ځان د افغانستان د «موقت حکومت» «وایسرای» معرفي کړي. وروسته بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خلیلزاد ټینګه ننګه وکړه او ویې ویل چې پر خلیلزاد نیوکه، د بهرنیو چارو پر وزیر مایک پمپیو نیوکه ده.
محب دا خبرې قصداً کړې دي او دا د ټرمپ د ادارې پر پلانونو د افغان حکومت ژوره بې اعتمادي ښيي. هر څوک پوهېږي چې ټرمپ له افغانستانه وتل غواړي او افغانان هم پوهېږي چې له طالبانو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معاملې «سوله» نه‌شې را وړلای، خو بیا هم خلیلزاد له ځینې هغو جهادیانو سره غږېږي چې دا شل کاله يې له امریکا سره جګړه کړې ده.
طالبانو هر وخت افغان حکومت نامشروع «لاسپوڅي یاد کړی او له دې حکومت سره هر ډول خبرې نه مني خو له امریکا سره بیا غږېږي. د خلیلزاد ډيپلوماسي د طالبانو داعیې ته اعتبار ور بښي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تل ویلي چې» د افغانانو په مالکیت او مشري» پر خبرو باور لري، خو داسې ښکاري چې خلیلزاد ته تر اوسه چا دا خبره نه وي کړې. هغه د طالبانو دې غوښتنې ته تسلیم شو چې غوښتل يې له امریکا سره یو اړخیز مذاکرات ولري. افغان حکومت دې خبرو ته ور و‌ نه غوښتل شو او دوی د موافقې یوه «مسوده» را منځ‌ ته کړه. «بین الافغاني خبرې» یوازې وروسته له هغه افغان حکومت را ګډوي چې له امریکا سره د طالبانو خبرې «نهايي شي.»
طالبان د یوه تمامیت خواه اسلامي امارت د راوستلو لپاره جکړه کوي او همدا اوس یې سیوری حکومت «shadow government» جوړ کړی دی او نه غواړي چې له منتخب افغان حکومت سره واک شریک کړي. دوی خپل دې هدف ته پر افغانستان د امریکا د اکټوبر ۲۰۰۱ له بریده وروسته نن بیا ډېر نږدې شوي دي. څنګه چې امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه د وتلو چمتووالی نیسي؛ نو ولې طالبان د سولې په اړه جدي وي؟ دوی پوهېږي چې د فتحې تر ټولو لوی خنډونه په لرې کېدو دي.
لکه څنګه چې محب پر خلیلزاد بې باوره دی، امریکایان هم باید اندېښمن وي، ځکه امریکايي پوځ به تاسو ته وايي چې طالبان موږ په زور د مذاکرې مېز ته را کش کړي دي خو دا خبر غلطه ده، ځکه د افغانستان له نیمايي ډېره خاوره د طالبانو په کنټرول یا تر اغېز لاندې ده. د دې ساحې ډېري سیمې کلیوالي دي، خو طالبانو د ډېرو ولایتونو له مرکزونو کړۍ را تاو کړې دي او په تمه دي چې لاندې یې کړي. امریکا د دې کار د ممانعت لپاره ډېره کمه اراده لري؛ نو امریکا طالبانو ته د مذاکراتو لپاره زارۍ کړې، نه طالبانو. پایله يې دا ده چې جهادیان د قوت له موقفه مذاکرات کوي، او پر دې خبره پوهېږي هم.
له طالبانو سره سوله د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته پر جګړه ځپلیو امریکایانو تعرض دی. دا چې ولې، دلته يې تشرېح کوو.
خلیلزاد د طالبانو سره له تضمینونو رضایت ښوولی دی. حال دا چې له طالبانو پرته به څوک راضي نه وي، په تېره بیا چې د طالبانو او القاعدې ناولې تاریخچې ته وکتل شي.
افغانستان نن د نړیوالو ترهګریزو ډلو کور دی، القاعده او داعش دواړه پکې دي او طالبان د داعش پر هغه وسلواله سیمه کنټرول نه ‌لري چې د افغانستان او پاکستان په پوله پرته ده. داعش د طالبانو پر وړاندې منظمې جګړې کوي او د دوی مشروعیت نه مني او همدا ډول له امریکا سره ډغره وهي. طالبان د داعش ضمانت نه‌شې کولای! ډېره مهمه دا ده چې طالبان فکر کوي د القاعده د نړیوالې اجنډا مخه به نیسي او خلیلزاد هم ورته خوشاله دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوه راپورونه موندلې چې د طالبانو او القاعده اوږدې اړیکې اوس هم نږدې او ټینګې دي. د القاعده مشران افغانستان ته د پناځای په سترګه ګوري او طالبانو ته د پوځي او مذهبي مشورو په ورکړې سره په جګړه مارې کې د مضاعفې قوې رول لوبوي. په حقیقت کې، القاعده د هېواد په ډېری ولایتونو او هغو سیمو کې چې د طالبانو په لاس کې دې فعالیت کوي.
حقیقت ته په کتو، خلیلزاد د امریکا خلکو ته نه دې ويلي چې ولې پر طالبانو د القاعدې د مخنیوي په برخه کې باور کوي. د معاملې په پای کې به له طالبانو بیا غوښتل کېږی چې له القاعده سره خپل رسمي موقف مشخص کړي.
دلته موږ د طالبانو او القاعده د اړیکو په تړاو څلور کلیدي اړخونه بیانوو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید هغې ته ځواب ووايي. که دا خبرې له طالبانو سره د القاعده په نهايي معامله کې را نه‌شي؛ نو هوکړه به بیا یوازې یوه مسخره بازي وي.
لومړی؛
طالبانو هيڅکله په القاعده پسې په نامه بد نه‌ دې ویلي؛ نو که د تضمین لپاره باید طالبان رسماً القاعده تکذیب او له هغو څخه انکار وکړي، بیا به د طالبانو رښتینولي مالومه شي. که مو په یاد وي طالبانو په ۲۰۰۱ کې له اسامه بن لادن ننګه کوله او امریکا ته يې نه ور سپاره.
د ۱۹۹۸ په اپريل میاشت کې طالبانو د ملګرو ملتونو یوې ډلې ته چې امریکايي هیيت یې مشري کوله ویلي وو، دوی ته د اسامه ځای نه‌ دی ور مالوم او اسامه د امریکا لپاره کوم ګواښ نه را منځ ‌ته کوي. طالبانو دروغ ویلي وو، حال دا چې القاعده لا له وړاندې د امریکا پر ضد جګړه اعلان کړې وه.
د ۱۹۹۸ د اګسټ په اوومه القاعدې د امریکا د کېنیا او تانزانیا پر سفارتونو ځانمرګي موټر بمب بریدونه وکړل او سلګونه تنه يې ټپیان کړل. امریکا د غچ په ډول په افغانستان او سوډان کې د القاعده په روزنځایونو توغندي و ورول. اسامه ژوندی پاتې شو خو د طالبانو دروغ روښانه شول. بن لادن د امریکا لپاره یو ښکاره ګواښ و.
د ۲۰۱۶ له ولسمشریزو ټاکنو «په امریکا کې» یو څو ورځې وړاندې امریکا د القاعدې یو مهم کس، فاروق القحطاني، د افغانستان په ختيځ کې وواژه. هغه به طالب جګړه مارانو ته پيسې او وسلې ورکولې او پر ايتلافي ځواکونو به یې د برید پلانونه ورته جوړول.
نو ځکه خلیلزاد باید د القاعدې پر مساله له طالبانو سره د خبرو پر مهال تمرکز وکړي.
دویم؛
خلیلزاد له طالبانو سره د هوکړې پر مهال د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د هغه بیعت وضعیت هم روښانه کړی چې د طالبانو له مشر هیبةالله اخوندزاده سره يې کړی دی. هغه د طالبانو له وژل شوي امیر منصور سره بیعت کړی و. د القاعده غټ مشران د ۲۰۰۱ را هیسې د طالبانو له امیر سره بیعت لري. القاعده په‌دې عقیده لري چې طالبان د نړۍ یوازنۍ مذهبي مشروع ډله ده او ملا عمر ته به یې امیرالمومنین وایه. د داعش مشر ابوبکر بغدادي هم په ۲۰۱۴ کې ځان ته امیرالمومنین خطاب کاوه. اسامه دا کار وکړ او د نړۍ نور مسلمانان يې هم تشویقول چې دا کار وکړي.
که څه هم هیبت الله اخوندزاده رسماً د طالبانو بیعت نه ‌دی منلی، خو القاعده بیا هم په نړیواله کچه د جهاد د مشر په سترګه ورته ګوري. که هیبةالله له القاعدې سره اړیکې وشلوي؛ نو د القاعدې هغه بنیادي اسطوره به کمزورې کړي.
درېیم؛
د خلیلزاد تړون باید د القاعدې او حقاني تر منځ د لسیزو اوږده ملګري پای‌ ته ورسوي ځکه حقاني د طالبانو یوه برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې د حقانې شبکې مشر له سراج‌ الدین حقاني د تړون د نهايي کولو په پار وغواړي چې د القاعده د نه منلو اړوند یوه اعلامیه خپره کړي. دا کار په لاندې دلایلو مهم او اړین دی؛
سراج‌ الدین د جلال‌ الدین حقاني زوی دی، او جلال‌ الدین د بن‌لادن یو ټینګ متحد و. همدا جلال‌الدین و چې د القاعدې لومړنیو جګړه مارانو ته يې د جهاد پر مهال په ۱۹۸۰یمو کلونو کې ځای ورکړ. د القاعدې ځینې لومړني مشران د حقاني په کمپونو کې روزل شوي دي. حقانی په ۲۰۱۵ کې د طالبانو دویم کس پېژندل کېده او په طالبانو کې ډېر ځواک لري.
نو ښکاري چې حقاني دې له القاعده سره اړیکې پرې کړي او یا دې له نړیوالو انکار وکړي.
په ۲۰۱۶ کې حقانې شبکې یوه ویډیو خپره کړې چې په هغه کې یې له القاعدې سره خپلې اړیکې نه پرې کېدونکې بللې وې. کله چې جلال‌ الدین حقاني تېر کال ومړ، القاعدې د تسلیت پیغام خپور کړ او له القاعدې سره يې د حقاني په ورورولي ټینګار وکړ. سراج‌ الدین اوس د حقاني شبکې مشر او د طالبانو مرستیال مشر دی او القاعده وايي چې هیبةالله او سراج‌ الدین زموږ امیران دي.
امریکا د سراج الدین پر سر ۱۰ میلیونه امریکايي ډالره جایزه ټاکلې ده او ملګرو ملتونو په ده او د دې شبکې په ډېری غړیو بندیز لګولی دی. دې شبکې په کابل او افغانستان کې خونړي بریدونه کړي دي او د پاکستان په شمال کې قوي مرکزونه لري.
څلورم؛ 
دا تړون باید القاعده او له القاعده سره د تړلیو هغو جګړه مارانو په اړه هم وضاحت وغواړي چې له طالب جګړه‌ماري سره کار کوي.
په ۲۰۱۴ کې القاعدې د هندي نیمه لويې وچې برخه را منځ ‌ته کړه چې په جنوبي اسیا کې فعالیت کوي. دې برخې هڅه کړې چې پر هندي او امریکايي سمندري کښتیو توغندي وتوغوي او یوه خونړۍ نړیواله شخړه را منځ‌ ته کړي، خو بیا دې کار کې بریالي نه ‌شول.
دغه برخه د القاعدې له طالبانو سره همکاري کوي او اول ظواهري او بیا هیبة‌الله ته وفاداره دي. په ۲۰۱۵ کې امریکايي او افغان ځواکونو د القاعدې د دغې منحوسې څانګې پر دوو مرکزو د کندهار په شورابک کې بریدونه وکړل. ویل کېږي چې دغه کمپ ۳۰ میله مربع مساحت درلود. د کمپ پلټنو وښوده چې له دې ځایه به يې جګړه ماران نورو نږدې هېوادو او بنګلدېش ته لېږل.
د القاعدې د دې څانګې مشر عاصم عمر نومېږي چې لا وړاندې يې په افغانستان کې د امریکا ماته اعلان کړې ده. په ۲۰۱۷ کې يې په یوه اوږده او تبلیغاتي مقاله کې ویلي وو چې د ټرمپ «لومړۍ امریکا» شعار په‌ دې مانا دی چې امریکا د «نړۍ له مشرۍ لاس په سر کېږي» او دا يې د امریکا کمزوري ګڼلې وه، خو له افغانستانه يې د امریکا وتل د القاعده لپاره بریا ګڼلې وه. له القاعده سره نورې تړلې ډلې، د مرکزي اسیا او ایغور ډلو په ګډون، له امریکا وروسته افغانستان ته سترګې په لاره دي تر څو د خپلو جهادي پروژو تخمونه دلته لا ښه وشیندلای شي.
ایا له طالبانو سره د خلیلزاد معامله به له القاعدې سره د اړیکو اړوند مسالو ته ځواب ووايي؟ او یا دا چې خلیلزاد به د طالبانو هغه انکار چې په کلونو يې کړی دی ومني؟
افغان حکومت پر خلیلزاد د باور نه کولو اړوند خپل دلایل لري، خو د پمپیو ډيپلوماټان دې هم پر طالبانو باور نه کوي.

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...