له ايرو څخه سپرغۍ /ډاکټړ عبدالرحمن زماني

0 36

پر اماني دورې د مشهور کتاب  د ليکونکې  د افغانستان د سفر يوه خاطره

د «فاير اين افغانستان» يا «اور په افغانستان کې» د مشهور کتاب ليکونکې « ريا تالي  سټيوارت» د غازي امان الله خان د تاريخ د څيړنې په ترڅ کې افغانستان ته  د ۱۹۶۷ کال د سفر يوه خاطره په لاندې ډول ليکي :

د امريکې په کتابخانو کې امان الله خان دومره لږه پيژندل شوې څيره وه، چې د هغه په هکله  د يوې ډراماتيکې دسيسې د غټو غټو ټکو نه پرته په بل څه نه پوهيدم . زه  له الوتکې ښکته کيدو سره سم پوه شوم چې د امان الله خان د کيسې د پاتې برخې تر لاسه کول څه آسانه کار نه دئ .   کله چې افغانانو واوريدل چې زه څه ليکل غواړم، نو په ځير به يې راته کتل او ويل چې “ښه، نو خدای دې وکړي چې واقعيتونه بيان کړې ».  ډيرو کسانو وويل چې زه پوهيږم چې واقعيتونه  – په هر حال، ددوې واقعيتونه – هيڅ کله  ويل شوي نه دي. په لاره کې يوه ځوان سړي، چې زه يې له يوه کبرجن پوليس وژغورلم، وويل، «کله چې مې واوريدل چې بلاخره يو کس غواړي د امان الله خان په هکله څه وليکي، ته به تصور ونکړې چې زما زړه څومره ټوپونه ووهل».

دا د جشن وخت ؤ، د هغې خپلواکۍ د لمانځلو ورځې چې امان الله خان  د افغانستان د پاره گټلې وه . سره له دې ما د امان الله خان نوم نه اوريدلو. ما د آتشبازۍ ننداره وکړه، او ددې نندارې په وروستۍ چاودنه کې يو کوچنې بيرغ په هوا کې وليدل شو چې د پراشوت په ذريعه له هوا څخه کرار کرار ښکته کيدو. په ځينو بيرغونو کې د ظاهرشاه پاچا عکسونه ليدل کيدل او په ځينو کې د هغه د پلار نادرشاه، چې ښکلې مقبره يې له ورايه ځليدله، او هغه پاراشوتونه چې خلکو ورته په چک چکو سره احساسات ښودل، د پښتونستان د بيرغ علامه، چې لمر د راختلو په حال کې ليدل کيده، معلوميدل . پښتونستان هغه سيمه ده چې بريتانويانو ورته آزاده سيمه ويله  او افغانانو به تل ويل چې د دوې سيمه ده. خو په يوه بيرغ کې هم د امان الله خان عکس ونه ليدل شو . ما سوچ وکړ چې که د امان الله خان د عکس لرونکې بيرغ ناڅاپه په هوا کې څرگند شوې وای، د خلکو عکس العمل به څه وای .

د امان الله خان نوم تقريباْ  په بشپړه توگه د افغانستان د تاريخ د کتابونو څخه له منځه وړل شوې ؤ، خو په يوه خاوره کې چې هلته په لسو تنو کې يوازې يو تن سواد ولري، دې کار دومره فرق نه کاوه ، په بازارونو کې د خلکو پر ژبو، د هغو قبايلي خلکو پر ژبو ، چې د جشن سيل ته راغلي وو، امان الله  خان هغومره ژوندې ؤ، لکه څومره چې نورې افغاني تاريخي څيرې ژوندۍ  وې. يوې بيسوادې ښځې ماته وويل  چې «امان الله خان زمونږ بهترين پاچا ؤ». که څه هم د بازار په ډيرو غرفو کې به د ظاهرشاه خورا لوې عکس ځوړند ؤ، خو ډيرو به د امان الله خان رسم شوي وړوکي عکسونه هم  ځړول .

 زه په جلال آباد کې څو وارې دده قبر ته لاړم، هغه د خپل پلار تر څنگ ښخ دئ  … هر ځلې چې ما له قبر څخه ليدنه کوله، يو تازه گل به مې د امان الله خان او بل به مې د امير حبيب الله خان پر قبر باندې ليدل، عنايت الله خان به لا د پامه غورځيده . زه يو ځلې په سپيده چاو کې لاړم، خلک په هغه ځاې کې په  دعا کولو بوخت وو، او ماته يې اشاره وکړه چې بوټان وباسم . دا د هغو قبايلو خلک وو چې امان الله خان يې له تخته غورځولې ؤ.

د امان الله خان د پيښو په هکله ټولو افغانانو يوه نظريه درلوده، هغه دا چې انگريزانو په لوې لاس دسيسه جوړه کړه چې د هغه له شره څخه ځان خلاص کړي .

کله چی زه لندن ته د هندی دفتر کتابخانی ته لاړم چې دهغه وختونو اسناد مطالعه کړم، ما تمه درلوده چې هغه لیک به ووينم چې:   «راځی چې د امان الله خان له شره څخه ځان خلاص کړو».

خو ما په داسې آسانۍ سره هيڅ شی تر لاسه نکړل.  د آرشیف نفر راته خبر داری راکړ چې« دجاسوسۍاو هر هغه شی په باره کی چی شخص یا هیواد ته تاوان ور سوی»، هيڅ سند هم د محرميت څخه آزاد شوې نه دئ . په حقیقت کی ما د جاسوسانو ډير رپوټونه  پیدا کړل، د جاسوسۍ د طریقو په  هکله مې ډيرې پټې کتنې او ډير داسې  اسناد هم پیدا کړل کوم چی « د رارسیدلو معلوماتو له مخی» په زړه پورې جملې پیل شوي وو.  تر کوم ځايه چې د زيان رسوونکو اسنادو په مخنيوي پورې اړه لري، نو دا يوازې په انگريزانو پورې مربوط وو، نه په نورو ملتونو پورې .

کومه کيسه  چې ماته څرگنده شوه، له هغی کیسی څخه زیا ته  غولوونکې  او ماهرانه وه، چې ما يې توقع  درلوده .  ما وليدل چې بريتانويانو څرنگه امان الله خان، پرته له دې چې پوه  شي، له منخه وړلاې شو.  او وروسته، کله چې په ويتنام کې د امریکې د لاس وهنې په هکله د پنتاگون اسناد  بر ملا شول، د ويتنام د جمهور رئيس «انگو  دن دیم» سره مې  د موضوع مشابهتونه  ولیدل .

کله چې ما د خپلې څيړنې په هکله  له يوه پوه افغان سره بحث وکړ ،  هغه فکر نه کوو چې ما د موضوع ټول اړخونه راخيستي وي . هغه مسلمه گڼله چې هيڅ يو ملت به د خپلې ډيرې بې اعتبارۍ  لمنه دومره زياته  اوچته نکړي .   زما د موادو د اساسي شيانو د لټون نه وروسته هغه د پيښو مختلفه ترجمه ليدله . د انگريزانو په پيشگويي کې د امان الله خان د تلواره ډک اصلاحات د هغه د سقوط معنی ورکوله ، هغه داسې شواهد لیدل چې  انگريزانو  د امان الله خان د دغه نسکورولو  دسيسې جوړولی . او دا هغه نتيجه گيري وه چې  د روسانو د استخباراتو ادارې  هم  لا پخوا د هغو اسنادو له مځې کړې وه، کوم چې  دوې  په پټه تر لاسه کړي وو.  په ۱۹۳۰ کال کې په کابل کې د روسانو د جاسوسۍ د استاد جورج آقابکوف چاپ شوي خاطرات  هغه مشخص اسناد ذکر کړي کوم چې ما وپيژندل ، سره لدې چې دا اسناد تر ۱۹۶۸ کال پورې لوستلو ته تيار نه وو.

پر دې برسيره زما افغاني دوستانو وويل، د کومو افغانانو نومونه چې ما په دسيسه کې ياد کړي دي، يو تن يې هم  پرته له دې چې په بهر کې طرحه شوي وي، د داسې پروژې د لارښوونې قابليت نه درلود .

(پای)

سرچينه

Rhea Talley Steward: Fire in Afghanistan 1914-1929 (2nd Edition). ISBN-13: 978-0595093199

ISBN-10: 0595093191 (Pages 581-582).

Comments
Loading...