فکري مجبوریتونه

ليکوال: بخت مرجان بختيار

0 38

انسان عموما د عمر په هغه پړاو کې چې ځان د بحث په یوه لوري کې ویني، د مفکورې یوه لوري ته میلان کوي، زما د درک له مخې دا په اکثرو انسانانو کې له ۱۵ کلنۍ تر ۲۲ کلنۍ پورې وخت وي، چې د متضادو مفکورو یو لوری نیسي، غواړي ټکر وکړي او فاتح راووځي. 

د ارواپوهانو له آنده خو د انسان روزنه آن د مور له ګېډې پیلېږي، که لږ ښه مخته لاړ شو، نو د کوروالۍ پر وخت د ښځې او نر له سوچ او فکره را شروع کېږي، اکثر ارواپوهان همدغه دوره ټاکونکې هم بلي؛ خو د سترو سترو فکري او عقیدوي کړیو چوکاټ ته په داسې بڼه ور لوېدل، چې غواړي دفاع ترې  وکړي، هغه وخت پیلېږي، چې انسان ځان د بحث یو لوری وبلي.

دې وخت کې هر انسان نهایي مرستې او روزنې ته اړتیا لري. که هره فکري خوا یې را ونېوه، تر ډېره ښایي د ژوند تر اخره په هماغه کړۍ کې پاتې شي، بل خوا ته ترې د اوړېدلو او یا د هماغې رسۍ سوچه پرېښودلو امکان ډېر لږ وي. 

دا امکان ځکه لږ دی، چې بیا دغه انسان تل هڅه کوي، د خپلې فکري یا عقیدوي کړۍ تقویت ته حتا ډېر واړه دلایل هم بیامومي او هغه دلایل یا تحلیلونه چې د ده له مفکورې سره بنسټیز ټکرونه لري یا عموما د ده مفکوره محوه کولای شي، نه یې اوري، که ورسره مخ شي، په غیر ارادي توګه یې ژر هېروي.

مثلا یو کس دی، د عمر په همدې پړاو کې یې د جګړې مفکوره و اخېسته، د دې انسان غیر ارادي خاصه دا وي، چې که هر څه لولي، اوري او یا ګوري، د خپلې حوزې تقویت ته دلایل پکې مومي، له هغو دلایلو عموما تېز تېرېږي یا ژور فکر نه پرې کوي، چې جګړه ماتونې او یا د سولې او مینې بحثونو ته لمن وهي. 

یا فرضا یو کس د جمهوریت پلوی دی، په هېواد کې هره شتمني او د هر انسان هوساینه ورته د جمهوریت برکت ښکاري، بل یې مخالف دی، که هره ناکړده راځي او له هر لوري راځي، ذهنا یې پر جمهوریت ور اړوي. 

د دوو ټکر لرونکو مفکورو یا عقیدو پلویانو په درون کې عموما د (نه منلو) یوه انګېزه تقویه کېږي؛ یعنې زړه یې نه غواړي، چې هغه دلایل او افکار ومني، چې د ده فکري یا عقیدوي کړۍ ته صدمه ور ورسوي. که مطالعه کوي، که خبرې اوري او که کار کوي، هغه حوزه کې ځان لیدل غواړي، چې د ده فکري او عقیدوي جنبه ور پیاوړې کړي.

یوه ورځ کوم ځای کې چاودنه شوې وه، په هماغه  ورځ باران وورېده، فسبوک کې مې دوه رقمه پوسټونه ولیدل؛ یو کس چې په چاودنه یې خوښي ښوده، لیکلي ول، چې چاودنه وشوه، زموږ پر غازیانو خدای خپل رحمت را ووراوه، بل کس چې دا کار یې وحشت باله، لیکلي ول، چې چاودنه کې غونډ بې ګنا کسان وژل شوي دي؛ خدای پرې رحمت اوروي. 

د دلایلو په زور د افکارو او عقیدو جزوي بدلونونه اسان دي، یعنې یو کس د متضادې مفکورې/ عقیدې په یوه لوري کې دی، په هماغه پلو کې د دلایلو او تحلیلونو په زور په اسانۍ بدلېدلای،را بدلېدلای شي؛ خو که یو څوک غواړي چې بیخي یې له یوې فکري یا عقیدوي کړۍ بلې ته را واړوي، دا بیا یوه اوږده، سنجیده او چالاکه پروسه غواړي.

زه چې هر وخت یوه تشه حس کوم، هغه د فکرسازۍ په برخه کې د کار نه شتون دی. دلته د روانې بدمرغۍ ستر لامل تاندو ځوانانو ته د فکري تدریس نه شتون دی. که د هر هېواد دولت د خپلو وګړو پر افکارو کار ونه کړي، یوازې د زدکړو زمینه مساعدول به داسې مانا ولري، لکه په لوی لاس چې خپل نالوستي دوښمنان باسواده کوي؛ یعنې مخکې چې له کم خطر سره مخ کېږي، اوس به ستر خطرونه مني؛ ځکه یو لوستی دوښمن یې مقابلې ته را کوزېږي. 

له بده مرغه چې افغان پلرونه هم خپل بچیان د عمر په دې پړاو کې بیخي ازاد پرېږدي، له هغه سره د فکر په برخه کې هغه رقم کار نه کېږي، څرنګه چې پکار وي، هغه په ډېرې اسانۍ سره د متضادو خواوو یوې داسې خوا ته ځي، چې هم یې کورنۍ ته او هم ټولنې ته سرخوږی جوړوي. زموږ د ټولنې پلار، مور او ورور هم د خپلې مفکورې اظهار یا ترویج ته یوازې نصیحتي بڼه کاروي، چې په دې سره د خپل بچي په ذهن کې لا حسد او کېنه روزل کېږي او بالاخره له وړې ستونزې د سرطان ناروغي جوړېږي.

Comments
Loading...