فوځي فلسفي

ګلاب بهار

0 42

د هېواد د ودانۍ او پرمختګ لپاره د نورو پرېمانه شیانو ترڅنګ تر ټولو زیات د سپېڅلو فوځیانو پالنې او روزنې ته اړ یو…او لکه څنګه چې یو پلار مسوولیت لري ترڅو د خپلو بچیانو ساتنه او حفاظت وکړي، په ورته ډول یو لوړ رتبه افسر هم دا مسوولیت لري ترڅو د خپل لاس لاندې عسکرو ساتنه او حفاظت وکړي.
ځکه یو وتلی او پر هېواد مئین سرتېری تل د حق مبارزه کوي، په سرو غرمو، ګرمه هوا او د غره پر سر شپې او ورځې تېروي، خو د شته ریزالت او ګډوډۍ مخه نیسي.
دوی په ډار نه پوهېږي، تل د جګو غرونو پر سر، په لوړ سر سره ګرځي، خپل سر له خپل هېواد نه په لیوالتیا سره قربانوي او د دښمن په زړه کې لوی ډار وي.

Comments
Loading...