عبدالله او ګلبدین؛ خانان بیا سره خانان شول

ضمیر ساپی

0 64

د جمعیت اسلامي ګوند نوماند عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا لېدنه کړې ده. دواړو د دې ناستې انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې د ناستې پر مهال یې د ولسمشریزو ټاکنو، د هېواد وروستیو سیاسي تحولاتو او ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې دوی هم ورته لېدنې کړې وې او تر ټولټاکنو وړاندې یې هم د رسنیو په مخ کې یو بل ته لکۍ ښوروله. دوی له پیله داسې ښکارېدل چې یوه ورځ به حتماً د خپلو شخصي او ګوندي ګټو د خوندي ساتلو لپاره ګډ دریځ غوره کوي.

که څه هم دوی ظاهراً د ستونزو د حل په اړه خبرې کوي، خو په اصل کې دوی خپله د ټاکنو جنجالي کولو او سیاسي بحران مهم لوبغاړي دي، ځکه دواړه نوماندانو له پیله په ټاکنو کې د درغلیو په اړه نیوکې پیل کړي دي چې دا ملي پروسه تر پښتنې لاندې راولي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې تورنوي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیزې ډلې پلوي کوي.

عبدالله عبدالله چې د پخوانیو مشهورو جنګ‌سالارنو مسعود او رباني تر وژلو وروسته، ځان د هغوی ځای ناستی بولی او دا خبره ظاهراً همداسې هم ده، ځکه هغه په جمعیت او شمالي ټلواله کې له تېرو اتلسو کلونو راپدېخوا تر نورو په لوړو پوسټونو کار کړی، هر ځل یې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی او په شمالي ټلواله کې تر نورو مخکښ هم ګڼل شوی دی.

د کورنیو جګړو بل اصلي لوبغاړی ګلبدین حکمتیار چې لا هم د خپل ګوند مشري تر غاړې لري، ډاډه یم چې تر مرګه به دا ځای پرې نږدي او که له دې ځایه پورته کېږي هم، لکه د رباني په څېر به د دې ګوند مشري خپلو اولادونو ته په تلپاتې میراث پرېږدي.

اصلي خبره دا ده چې عبدالله سږ کال د جمعیت اسلامي ګوند نوماند و او ګلبدین هغه څوک دی چې په نوي یمو کلونو کې د قدرت پر سر د نه جوړجاړي له کبله د کورنیو جګړو ستر عامل وبلل شو او د کورنیو جګړو پایله دا شوه چې موقت حکومتونه، نظام، ټول بنسټونه ړنګ او کابل لوټي-لوټې شو.

زه د کورنیو جګړو په وروستیو کلونو کې زېږېدلی یم. که دا وحشت مې لکه ستاسې د ډېرو کسانو په څېر په خپلو سترګو نه‌وي لېدلی، خو په رښتینو او مستندو کیسو او د تاریخ په کتابونو کې مې د دې ګوندونو د خونړيو وحشتو او سترو جنایتونو په اړه ډېر څه لوستلي دي چې بښل یې د هېڅ انسان په زړه کې ځای نه‌لري.

د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د مشرانو تر منځ د قدرت پر سر په کابل او نورو ولایتونو کې کور په کور داسې جنګونه پیل شول چې د افغانستان په تاریخ کې یې چا تصور نه‌شو کولای.

د دوی د جګړو له کبله هېواد اوږد‌مهاله بحران ته یوړل شو، دومره بې‌ګناه افغانان وربړول شول او نور له هېوده وتښتېدل چې د نړیوالو جګړو پر مهال به هم دومره ستر وحشت د خپلو هېوادوالو تر منځ نه‌وي ننداره شوی.

یو وخت مې د کلید ګروپ «عدالت لپاره غږونه» د یوې ځانګړې مجلې یوه ګڼه چې د کورنیو جګړو قربانیانو ته ځانګړې شوې وه، لوستله. په دې ګڼه کې د لطیفې په نوم د کابل اوسېدونکې یوې مېرمنې د تریخ ژوند کیسه راخېستل شوې ده.

لطیفه چې د کورنیو جګړو په اور د عزیزانو او خپلو خپلوانو مرګ يې په خپلو سترګو لېدلی، غم لړلې خاطرې ورته یادې دي او ډېر تاوتریخوالی یې زغملی دی وايي، داسې وخت کې اوسېدلې چې له هر لوري یې پر کور او کورنۍ مرمۍ ورېدې.

لطیفه د کورنیو جګړو د عینې شاهدې په توګه کیسه کوي، هغه وخت ډېر بد حالت و، هره ورځ او هره شېبه د مرمیو او راکټونو غږونه یې تر غوږو کېدل. دوی د نورو خلکو په څېر ډېر بد حالت درلود، مېړه یې محمد اصف مرزایار د ډېرې بې‌وزلۍ له کبله اړ و چې شپه و ورځ کار وکړي، خو یوه ورځ د همدې ړندو راکټونو ښکار شو. په اوونیو اوونیو یې د مېړه مړی ورک و او هغې ته د شپږو کوچنيو اولادونو سرپرستي یوازې تر غاړې شوه.

دا یوازې د لطیفې زړه بوږنوونکې کیسه ده. په هغه مهال کې د مړو نڅاوې ننداره شوي، د خلکو په په سرونو کې مېخونه ټک وهل شول او ان له مېرمنو تیونه پرې شول چې د نړۍ په هېڅ جګړه کې د هېوادوالو تر منځ داسې وحشت نه‌دی ننداره شوی.

د کورنۍ مشران مو کیسه کوي، هغه مهال حالات داسې و چې عامو سړیو نه‌شوای کولای د کابل له یوې ناحيې بلې ته څوک لاړ شي، ځکه که به يې داسې وکړل؛ د جګړې ښکېلو غاړو له لورې به له مخالف ګوند سره د اړیکو په تور وژل کېدل.

هغه مهال له هر لوري راکټونه ویشتل کېدل، خو ډېر کم يې خپل هدف ته رسېدل او زیاتره يې د بې‌ګنا خلکو پر کورنو لګېدل دا هغه وخت و چې د جګړو له امله راغلې بې‌وزلي خپل وروستي حد ته رسېدلې وه او افغانان د ظالمو ګاونډیو تر حم ته پاتې شول.

د کورنیو او حزبي جګړو پر مهال په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته شخصي دښمنیانې پیدا شوې. یو کس به خپل د تره زوی د همدې ګوندونو لپاره تر تېغ تېراوه، بل خپلوان به خپل نږدې دوستان د خپلو ظالمو رهبرانو لپاره وژل او نورو کسانو هم داسې کارونه د دې ګوندونو لپاره وکړل چې د دوی تر منځ د لسیزو شخصي بدي یې ان اوس خپلو لمسیانو او کړوسیانو ته پاتې ده.

له دې ټولو ویجاړیو، ناخوالو، بحرانونو، کړاوونو او مرګ ژوبلو سربېره دا دی خانان بیا سره خانان شول، عبدالله او د رباني زوی د ګلبدین حضور ته په ډاډه زړه ورځي او هلته ورته لکه د یوه نږدې او خواږه مېلمه په څېر ښه راغلاست ویل کېږي.

ګلبدین هم د عبدالله کور او صلاح‌الدین مرمرینو ماڼیو ته په مسکا سره ور ننوځي او هلته یې هغوی هم لکه د کلونو مسافر ښه راغلاست ویل کېږي. د نورو ګوندونو مشران چې په کورنیو جګړو کې یې د یو بل د وینو تږي وو، خو اوس په خنداګانو او او مېلو سره د یو بل مېلمانه کېږي، ځکه ټوله خبره قدرت ته د بیا رسېدو او د شخصي ګټو ده.

دې خلکو د قدرت لپاره کابل ایرې-اېرې کړ، لسګونه زره هېوادوالو ته یې مرګ‌ژبوله واړوله، خو دا دی نن بیا ښه ټینګ سره جوړ دي او د هېڅ رهبر زوی او لور ته په دې بحرانونو کې زیان نه‌دی رسېدلی، بکلې برعکس هر یو له هېواده بهر ښه عصري تعلیم کړی دی، خو افسوس ځای د هغوی لپاره هغوی لپاره دی چې نن تر تورو خاورو لاندې پراته دي او د دوی په په انډوخر کې لکه د رامبېل چمبېل ګلونه په څېر توی شول.

که خلک غواړي نور ورته شخصي بدي پیدا نه‌شي، خپل تاند ځوانان د دې تکراري او ازمایل شویو څېرو لپاره خپل ځانونه ښکار نه‌کړي او د دې ګوندونو شومې موخې په نطفه کې وچې کړي، د دې ګوندونو پر ځای دې لومړی د خپل نظام، ملي ځواکونو او په ټوله کې د هېوادنیو له ګټو ملاتړ وکړي او د هغه چا تر شاه دې ودرېږي چې په رښتینې توګه د ولس غم ورسره وي، ځکه د دې ګوندونو لپاره که ولس هر څومره قرباني ورکړي، په هېڅ یې حسابوي او یوازې خپلې شخصي او ګوندي ګټې ورته تر هر څه معتبرې دي.

Comments
Loading...