طالب قوماندان ملا منصور : د سولې خبرې تر هغه نه کوو

0 310

طالب قوماندان ملا منصور :
تر هغه د سولې خبرې نه کوو چې د امريکا ټول سرتيري له افغانستانه ونه وځي
ترڅو چې پنجاب له هر اړخيز پلوه له پښو ونه غورځيږي د منصور غوندې احمق ولوده طالب به همداسې اپلتې وايی

د خليلزاد د يو کال کوړکي پايله ايله همدا شوه چې ملا منصور روښانه کړه. د خليلزاد خوسا هګۍ د څارګرې ادارې د ديسي ماشين لاندې د ملا منصور غوندې خوسامار چرګوړي راوزېږول

نوټ : طالبي مشر مولوي هيبت الله، ملا عبدالغني برادر، شېرمحمد عباس ستانکزی، سهيل شاهين، عبدالحکيم، قلم الدين ترابي او داسې نور دې لږ په دې خپل ګرېوان کې يوځلې سر کښته کړي چې کرنيل امام يې د مشر ملا صاحب لمن څنګه پر سر وراړولې ده؟ ترابي چې پر نورو شرعي احکام پلي کول، نو د کرنيل امام په دغه رسوايي او لمنه پر سر وراړولو ته څنګه پرتوګ وراغوندي؟
نوموتی ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايی : ((پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان د دولت پر ضد موازي حکومت کېنولی)). خرډګ ملا منصور د رنجو په استحبابي مساله کې دومره ډوب شوی چې د حرام وحلال توپير خو لا څه ان چې لا دا هم نه شي درک کولی چې زه د چا د ګټو بلهاري يم؟ د امرالله صالح هغه يوولس شرايط يې هډو اورېدلي نه دي. له يو لورې د پنجاب ستراتيژيکې موخې مخته وړي او د افغانستان د پرمختګ مانع او له بل لورې يې هلته د پښتنو او بلوڅو حقوق د CPEC په پروژه کې د پنجاب لپاره غصب کړل. د ملا وطالب او د اسلام په جامه کې د پنجابي غاصب مستخدم وړيا نوکر به کله خپل ځان وپېژني؟ خرډک طالب به کله خپلو ملي – اسلامي ګټو ته راوګرځي او کله به خپل ملي سياست پلی کړي؟

طالب قوماندان ملا منصور :
تر هغه وخته پورې د سولې خبرې نه کوي چې د امريکا ټول سرتيري له افغانستان څخه وځي
ياغي ډلې له ټولو بهرني ځواکونو څخه غواړي چې د حکومت په خبرو اترو يا اوربند موافقې دمخه له هېواده ووځي.

الضروريات تبيح المحضورات
له خرډګ ملا منصوره يوه پوښتنه :
ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فيها (۱) وغضب الله عليه (۲) ولعنه (۳) وأعد له عذابا عظيما (۴). [النساء: ۹۳]
…من قتل نفسا بغير نفس أو فساد في الأرض فكأنما قتل الناس جميعا ومن أحياها فكأنما أحيا الناس جميعا [المائدة: : ۳۲]

داسې بريښي چې خرډګ ملا منصور لا تراوسه په مساله د اباحت، جواز، تحريم وتحليل او داسې نورو سر نه دی خلاص شوی. هېښنده لا دا چې کرنيل امام د همدې کتاب په يو بل ځای کې داسې وايی چې هغوی (مجاهدين / طالبان) هم زما غوندې جاهل دي. زه د دغه خرډګ ملا منصور په شمول د افغانستان وپاکستان لا څه ان چې په نړيواله کچه علما او ټول ديني بنسټونه ننګوم که دوی داسې څه لري چې د ((الضروريات تبيح المحضورات)) هغه هم د آی ايس آی د افسرانو له خولې وينا د الهي کلام دغه روښانه او په زغرده احکام ننګولای شي، نو مهرباني دې وکړي ثبوت دې راوړاندې کړي او کنه، نو زما مشوره خپل دغه خرډګ ملا منصور ته دا ده چې خپل ځان، ډله او مشران دې يو ځل د اسلامي ارزښتونو [قرآن وحديث] په رڼا کې او خپله اخلاقي هېنداره کې وګوري چې د کرنيل امام او د پنجاب د آی ايس آی په جګړه کې خو به تېروتلي نه وي؟
افغان ولسمشر او بړيڅي او نور افغان مشران وجهاديان دې دېته هم سوچ وکړي چې د کرزي نظام ملحد وو او که نه؟ کنه جاهل مرکب کرنيل امام څنګه او د کوم علمي صلاحيت له مخې د ولسمشر کرزي نظام ملحد بولي؟ کرزی دې هم لږ پخپل ګرېوان کې سوچ وکړي!

کرنيل امام :
داستان جهاد افغانستان
کندهار، ۱۹۹۴ کال او زه
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې زما يو پخوانی دوست و او زمونږ د خپلو همکارانو ترمنځ د مشورې دېره هم هلته وه. وخت ناوخته به مو سره ليدل، زما دوست پخوانی جهادي قوماندان وو او د مولوي صيب خالص په حزب کې يې جهاد کې برخه درلوده.

يو وخت هغه په کويټه کې يو مشکل کې ګير و او ما ورسره مرسته وکړه هم هغه و چې تل يې د امر خدمت سينه راته ډبوله.
يوه ورځ مې زړه وغوښتل چې شپه مې دغه ملګري ته ورسوم؛ هغه د میوند ولسوالۍ د مرکز واک په لاس کې درلود. له حوض مدد سپين جمات نه ملا صيب خپل څو ملګري راسره کړل.

په دوی کې دهغه يو ډېر اعتباري ملګری ملا عبدالستارو، دوه نور طالبان ول او يو هم يو ځوانکی هلک وو. په کندهار کې دا ډېره ساده او عامه خبره ده. هلته مالداره او زورواکي اشخاص ځان سره هلکان ګرځوي، په هغوی ډېر پام کوي او زړه بدوالي ته يې نه پريږدي.

په کندهار کې خلک د هلکانو په ساتلو وياړ او افتخار کوي او دا د ځان له پاره هېڅ شرم نه ګڼي، خو ما له پاره دا ځکه د حيرانتيا وړ وه چې دلته مې لومړی ځل وکتلو. هغې د ملا عمر د جومات د نورو طالبانو برعکس زيات وېښته درلودل، کندهارۍ خولې يې په سر وه او يو ډول ابي رنګه سترګې يې وې، جګ ملا ويل چې د ملا عمر اخوند له خاصو شاګردانو دی او هغه پرې ډېر خفه کيږي. ما جګ ملا ته ورغبرګه کړه چې د ملا صيب خاص شاګرد خو ډېر خاص دی.
هغه ويل: ولې ملا اخوند زړه نه لري که څنګه؟ او په دې سره ټولو ملګرو وخندل.

کله چې د ميوند ولسوالۍ مرکز ته ورسېدلو خبر شو چې په يو پاټک زما د ملګري د وسله والو او د استاد سياف د ګوند د يوه قوماندان استاد عبدالعليم پر دوی بريد وکړ، زما ملګری چې په کندهار او هلمند کې د ميشت لوی نورزي قوم څخه وو ډېر په قهر شو او د ملا عبدالستار او نورو ملګرو ته يې هلته د مرستې له پاره د ورتګ سپارښتنه وکړه.

په دغه بريد کې د استاد سياف قوماندان د حاجي نورزي په دغو وژل شويو کسانو کې د ملا عبدالستار او د ملا عمر مجاهد خاص او هغه ښايسته شاګرد هم وژل شوي وو، چې همدې پېښې د طالبانو د اصلاحي کمېټې او ملګرو قهر او غوسه را وپاروله.

ملا عمر مجاهد د خپلو ملګرو په مرګ ډېر زيات غمژن وو. ما ته ياد شي چې د خپل څادر په پيڅ که به يې اوښکې پاکولې. د ملا عبدالستار او خپل شاګرد جنازو ته ودرېده او ښه ډېر يې وژړل. بيا يې حاجي نورزي ته کړل چې د دوی غچ به اخلې همداسې به يې نه پريږدې.

په پښتنو کې غچ او انتقام يو عجيبه دود دی. دوی هرڅه کوي، خو انتقام چاته نه پریږدي. پښتانه وايي : يو چا سل کاله وروسته انتقام اخېستی وو بيا هم خلکو ورته ويل چې عجله دې وکړه، خو ملا عمر او ملګري يې دومره قهر شوي وو چې سل کاله څه چې لس ورځو ته يې هم صبر نه کولو.

ما له خپله دوسته وغوښتل چې د ملا عمر اخوند ملاتړ وکړي او هغه ته امکانات ورکړي. حاجي نورزي ملا عمر او ملا عبدالصمد ته وويل چې زما ټول امکانات او وسله وال ستاسو په امر کې دي همدا ډول څو موټر يې هم هغوی ته وښودل چې استفاده ترې کولای شي.
دا لومړی هغه پېښه وه چې ملا عمر مجاهد قومانده په لاس کې واخېسته او په خپله د يو حرکت مشر شو. يوه ورځ مې له جګ ملا پوښتنه وکړه چې اخوند صيب څنګه دی؟ هغه ويل ډېر په قهر دی. هره ورځ د خپل شاګرد قبر ته يو ځل د دعا له پاره ورځي او وايي چې غچ به يې اخلي.

دا چې د ميوند ولسوالۍ واک د طالبانو لاس ته ولوېده، نو په هغه سيمه کې چې ملا محمد عمر مجاهد په په دغه سيمه کې د ديني علومو د زدکړو له پاره يوه وړه ديني مدرسه هم جوړه کړې وه؛ دا د حوض مدد په نوم مشهوره وه چې طالبانو په کې د راتلونکو فعاليتونو له پاره يو مرکز جوړ کړ.

د ملګرو او همکارانو پلان دا وو چې له دې ځای طالبان کولای شي د هلمند او کندهار ترمنځ په لاره پراته پاټکونه ټول کړي.

دې پاټکونو مونږ ته هم سرخوږی جوړ کړی وو په ځانګړې توګه د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي اړوند قوماندانانو مونږ ته مشکلات جوړول. هغه کسان چې زه يې پېژندلم راباندې يې نيوکې کولې چې زه د طالبانو ترشا يم، نو له دې کبله په هلمند ولايت کې زما کارونه يو څه ستونزمن شوي وو، نو ځکه اړينه وه طالبان هرڅه منظم او په بيړه تر سره کړي. مونږ ډېر وخت نه درلود چې له هلمند، نېمروز او د کندهار د ځينو سيمو لرې او ناخبره پاتې شو. اخوا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د سرک له پاره چارې هم بايد په بيړه ترسره شوی وای، خو طالبانو زمونږ کار اسانه کړ او دا فعاليتونه د دې سبب شول چې مونږ ته څه هيلې پيدا شي.

طالبان زمونږ ريښتيني دوستان دي. دوی پاکستان سره مينه لري او پاکستان د اسلام قلعه بولي. دوی په دې خاوره کې ژوند کړی او دومره نمک حرامه نه دي چې د پاکستان د خلکو او حکومت ښيګڼې يې هېرې کړی وي، خو بيا هم يو بد دماغه جنرال ((پروېز مشرف)) زمونږ د کلونو خواري په اوبو لاهو کړه او امريکايانو ته يې زمونږ هغه ملګري وسپارل چې د پوځ هومره يې د پاکستان د دفاع له پاره کار کولای شول.

کله چې زمونږ له هندوستان سره په کشمير اړيکې کړکېچنې شوې د طالبانو مشرانو ماته وويل چې امام صيب امر وکړه څومره مجاهدين درسره وليږو؟

د طالبانو مشرانو ويل مونږ هر وخت د پاکستان له پاره قربانۍ ته تيار يو. دوی به ويل چې زمونږ نيکونو هندوانو ته شکستونه ورکړي دي او بيا به هم مونږ دوی ته د بت شکن محمود غزنوي تاريخ راژوندی کوو او له دوی څخه به د اسلام دفاع کوو، خو د پاکستان حکمرانانو د پاکستان همدا خواخوږي لاس تړلي او په ډېره بې شرمۍ امريکا ته وسپارل چې دا يې د پاکستان سره لوی خيانت وکړ.

خبره مې د حوض مدد په سيمه کې د طالبانو د تياريانو کوله لومړی نقشه چې مونږ د جګړې له پاره جوړه کړه هغه د ميوند ولسوالۍ اړوند په کولک سيمه کې د حزب اسلامي د يو قوماندان په پاټک بريدو و.

*** *** ***

کرنيل په بل ځای په ۴۸ – ۵۲ مخونو کې وايی :
مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو ”لنډرانو“ په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.
مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ نو نه يې نه کوله.

د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.
په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې له مولوي صيب محمدي نه د همداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.
د عيسوي کال ۱۹۸۵ د مئ مياشتې ۷ مه نېټه مې د روزنې لومړۍ دوره پيل کړه.

مولوي محمد نبي محمدي ماته د ۵۰ ځوانانو يو ليست راکړ او همدا ډول يو ليست ځوانان مې په نورو ځايونو کې په نښه کړي وو، خو د ۶۰ ځوانانو له دې ډلې مې ۳۵ ځوانان بيل کړل، دا هغه ځوانان ول چې د ټريننګ په لومړي پړاو کې مې وموندل چې د کار خلک دي او زمونږ له پاره ډېر څه کولای شي.
اوس دا د امريکا په ډالرو روږدي پاکستان دشمنه کسان راشي او مونږ ته د ترهګرو سره د تعلقاتو پېغور راکوي.

دوی سوچ هم نه شي کولای چې مونږ څه وکړل او څنګه مو وکړل؟ تاسو باور وکړئ له دغه ۶۹ ځوانانو د ۳۵ ځوانانو را بيلول او په دې کې زمونږ د کار خلک پيدا کول دا وړه خبره نه وه. شپه او ورځ محنت وو. دا په مونږ انتقاد کوونکي دې راشي د پاکستان له پاره دې دومره قرباني ورکړي. زه بيا وګورم چې د دوی په زړه څه تيريږي.

دې ۳۵ ځوانانو ته بايد ما څو ټريننګونه ورکړای وی، يو خو ”په ملک کې د ((ګډوډۍ جوړولو destabilising skills)) مهارتونه وو چې څنګه په يوه جوړه ټولنه کې د خپل اثر او رسوخ پيدا کولو له پاره او د يو ملحد نظام ړنګولو له پاره خلک په ځان راټول کړای شي او يو شورغوغا جوړه کړي“.

نصيرالله بابر هوبهو همداسې هيله لرله.
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

دويم: چريکي جنګونه هغه څه وو چې ديوې ۳۵ کسيزې ډلې بايد زده کړی وای. په دې ټرينېنګ کې مو دې ډلې ته ځانګړي عصري د چريکې جګړې مهارتونه ور زدکړه کړل. افغانان په چريکي جګړو کې ډېر تکړه دي. ما د افغانانو تاريخونه ولوستل او پيدا مې کړه چې په دغه مهارت که افغان ځوانان وروزو، نو زمونږ له پاره يوه اوږده جګړه پرمخ وړلای شي.

تاسو يقين وکړئ دغه ځوانان چې اکثره يې په مدرسو کې په زدکړو بوخت ول په غرونو او رغونو کې داسې روزنې ترلاسه کولې چې د ستړتيا نوم يې نه اخېست او نه هم په شا کېدل. همدا وو چې زما دلچسپي هم
ورسره زياته وه او د هغوی پرمختګ ته به من من غټېدلم.

درېيم: دې ډلې ته مو ور زده کړل چې په مشکل وختونو کې څنګه دوی د ځان له پاره اکمالات وکړي، ضرور نه ده ټول عمر دې پاکستان يا امريکا يا سعودی عربستان دوی له پاره پيسې ورکوي او دوی دې بيا جګړه مخ ته وړی. دوی بايد داسې روزنه ليدلی وی چې په خپلو کمو امکاناتو باندې جګړه مخ ته يوسي – يعنې يوه ارزانه جګړه وکولای شي نه دا چې په وړه جګړه هم ملا ماتوونکي مصارف او لګښتونه راشي.

په دې برخه کې د عشر او زکات د ټولولو له لارې (۱)، د حکومتي او اينجييوز د کار کوونکو د اغوا کولو له لارې (۲) او د خلکو ترمنځ د روغې جوړې کولو له لارې د پيسو او زمانتونو اخېستل (۳) بل هغه څه وو چې دوی ترې خپل امکانات برابرولای شول.

دې ډلې يوه ورځ سخته پوښتنه کې راګېر کړم او ما فکر هم نه کولو چې کله به مې خپل شاګردان هم را بندوي.افغانستان کې کوکنار او چرس ډېر دود دي، نو د آپين او چرسو د قاچاق کوونکو او کاروباريانو سره شريک کار کول (۱) او يا هم د هغوی سره د مرستې کولو (۲) او د هغې لارې د پيسو پيدا کولو په اړه دوی سره غږېدو، چې پوښتنه يې وکړه دا خو حرام دي استاده، نو مونږ څنګه له دې لارې پيسې راوړو؟

ما کوشش وکړ، خو پوی شوم چې ناکام يم او دوی ته سم ځواب نه شم ورکولای.
مونږ سره په د آی ايس آی په يو بل ګروپ کې ځينې افسران ملګري وو چې د هغوی مجاهدينو سره په ديني او دهغوی د ذهن جوړولو برخه کې کار کولو.

داسې کسان چې ماښام کې به مونږ کله کله د مشرانو لخوا د شپې ملسمتيا برابرېدله، نو دوی به شراب هم څکل او سهار به بيا د کار په ځای کې داسې ول چې سم پاخه ملايان به ښکارېدل. ما به ورته ويل چې دومره دوه مخی ژوند کول به تاسو ته تجربه کيږي چې څومره ګران دی، خو هغوی خندل او ويل به يې چې بس اوس مونږ ملايان يو.
نو هلته مې د يو غټ افسر نه د دې پوښتنې د هواري له پاره پوښتنه وکړه هغه يو ساده مثال راکړ او دا بيا زما دې ډلې بيخي قبول کړ.

هغه ويل چې ورته وايه د خدای لاره کې جهاد له پاره هرڅه روا دي. کله چې ته د خدای ج د دين ساتنه کوې، نو هغه بيا ستا داسې وړو وړو غلطيو ته نه ګوري.

دهغه د خولې يوه عربي جمله خدايزده چرته يې ياده کړې وه اوس هم راته ياده ده او دا مجاهدين پرې راضي شول. هغه جمله څه داسې وه.
(الضروريات تبيح المحضورات) يعنې ضرورتونه بنديزونه رفع کوي.
*** *** ***

په ز کال کې د پاکستان لپاره پينځه چاڼسه شته چې پاکستان پرې له سخت اقتصادي ستونزو راوتی شي :
• افغانستان
• هند
• اقتصاد
• ډيجيټيلايزشن (برېښنايي کول)
• او سمون (اصلاحات)
پاکستان بايد له ۱۹۷۹ ز کال راهيسې خپل څلوېښت کلن نااعلان شوي جنګ ته د پای ټکی کښېږدي.

Five opportunities for 2020:
There are five opportunities available to Pakistan and its leaders for transformational change in the year 2020: Afghanistan (1), India (2), the economy (3), digitalization (4), and reform (5). Let us take stock of what is required to convert the latent hope these opportunities represent into the kinetic outcomes they can become.

The first is a meaningful end to the forty-year conflict in Afghanistan, or what we might call the bounty of peace. No country has greater stakes in an end to Afghanistan’s forty-year war than Pakistan. Since 1979, Afghans have had to endure three generations of war. In each of these three wars, Pakistan has had to choose sides, and in the process become a permanent villain, for Afghans themselves, for the principal protagonists in any given war, and most importantly, for a large segment of Pakistanis that have been affected by this four-decade long nightmare.

A peaceful Afghanistan has an immediate positive impact on Pakistan, in terms of improved trade and commerce, and improved security in the newly merged districts of Khyber Pakhtunkhwa. In the medium term, it also has the potential to limit the ability of Pakistan’s adversaries to use Afghans and Afghan soil for terrorist activities aimed at Pakistan.

لنډه دا چې زموږ د خرډګ ملا منصور غوندې طالبانو او د مشرانو يې لا په دې سر سم خلاص شوی نه دی، خو د پاکستان نامتو اقتصاد او سناتور سياستوالو دا درک کړې ده چې افغان ولسمشر يو عادي سټه نه ده او خپلو چارواکيو ته يې مکرر مشوره ورکړې چې له غني سره خپلې اړيکې له سره ورغوي. غني هغه څوک دی چې پخپل خاموش سياست يې د ګردې نړۍ د اقتصاد دروازې د پاکستان پر مخ وتړلې. نو زما خرډګ ملا منصور کله پر داسې مسايلو سر خلاصيږي؟ که زموږ خرډګ طالب يې نه پېژني، نو پاکستانی اقتصاد پوه ډاکټر رياض احمد چوهدري يې پېژني چې هغه څوک دی او څه کولای شي؟

اظهارات دکتر رياض احمد “چوهدری” کارشناس مشهور اقتصادی و سناتور پاکستان در باره محمد اشرف غنی
https://rohi.af/fullstory.php?id=79985

Five opportunities for 2020
https://www.thenews.com.pk/print/591074-five-opportunities-for-2020

Taliban commander warns no peace talks until all US troops leave Afghanista
https://news.sky.com/story/taliban-commander-warns-no-peace-talks-until-all-us-troops-leave-afghanistan-11898074

Taliban: No peace until all US troops leave Afghanistan
https://www.youtube.com/watch?v=-nB2frkvsqo

کرنيل امام : داستان جهاد افغانستان
file:///G:/داستان%20جهاد%20افغانستان.pdf
افراسياب خټک: پاکستان، په اسلام اباد کې د افغانستان د دولت پر ضد موازي حکومت کېنولی
https://www.taand.com/archives/141597

Comments
Loading...