طالبان یوازې په غندلو له مسوولیته نه خلاصېږي

0 279

 محمدروښان ښاد

 

په کابل کې د واده پر مراسمو د خونړي تروریستي برید په پایله کې چې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله واوښته او قتل عام پېښ شو، نو وسله والو طالبانو نه یوازې د دغه برید مسوولیت ونه مانه، بلکې دا پېښه یې وغندله، مګر په دغسې غندنو او انکار سره وسله وال طالبان له مسوولیتونو څخه اوږې نشي سپکولای.

په دې وطن کې چې هره چاودنه، انتحار، انفجار، ترور او وحشت ترسره کېږي، نو وسله وال طالبان مستقیما یا په کې ښکېل دی او یا یې هم پړه او مسووولیت لري، ځکه چې دې هر څه ته دوی زمینه برابره کړې ده، دوی د دولت، ولس او حکومت پر وړاندې بغاوت کړی، د ترور او وحشت لاره یې اختیار کړې، له سولې یې انکار کړی او همېشه یې ملکي وګړي او ځایونه په نښه کړي دي.

ولسمشر  غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې وویل: ” طالبان با انکار از دست‌داشتن در این حمله از بار ملامتی شانه خالی کرده نمی‌توانند، تهداب این چنین کشتار و قتل‌های بی‌رحمانه را آنان نهاده اند. طالبان بارها این چنین حملات ظالمانه، وحشیانه و بی‌رحمانه را در مساجد، مکاتب و اماکن عامه انجام داده اند و مسئولیت آن را نیز به دوش گرفته اند.

د طالبانو او نورو تروریستانو وحشتونه د ټول ولس په حافظه کې ثبت دي، د بې دفاع وګړو د تلفاتو اصلي مسوولین طالبان دي او نورو تروریستي ډلو ته هم طالبانو د فعالیت بستر او زمینه برابره کړې ده.

دا یو واقعیت دی چې هرې ورانکارې، تروریستي او جنایتکاره ډلې ته یا طالبانو زمینه برابره کړې او یا هم له دوی سره تړاو لري، ځکه اکثر جنایتکاران په پټه جنایتونه او وژنې کوي او بیا لاس په طالبانو پاکوي، نو د دغه ناولي بستر د ټولولو لپاره دا حتمي او ضروري ده چې وسله وال طالبان دې خپل لوری او جهت معلوم کړي، یا دې د جنایتونو او وحشتونو پړه او ملامتیا ومني او یا دې له جنایتونو څخه لاس واخلي، د ترور او وحشت لاره دې پرېږدي او له افغان ولس سره دې یو ځای شي. عادي او سوله ییز ژوند ته دې ور وګرځي.

پخوا هم په ځلونو داسې شوي دي چې وسله والو طالبانو په ولسي غونډو، لاریونونو، عامه ملکیتونو او ټولګټو ځایونو بریدونه کړي دي، مګر کله چې تلفات زیات شوي، نو دوی یې د مسوولیت له منلو څخه انکار کړی دی. اوس ولس هوښیار او بیدار دی او په هر څه پوهېږي. که طالب رښتیا هم افغان وي او په خپل ولس یې زړه درد کوي، نو هیڅ جنایتکار او ورانکارې ډلې ته دې د وراني او تباهي پلمه نه ورکوي، له ظلم او وحشت دې لاس واخلي او د سولې لاره دې اختیار کړي. ځکه زموږ جګړه ځپلی ولس نور د دغسې ماتمونو، ویرونو، وحشتونو او جنایتونو د زغملو تاب نه لري. طالب دې خپل مسوولیت له جنایتونو او حشتونو څخه انکار پورې نه محدودوي، بلکې دوی دې په اساسي توګه د وحشتونو او جنایتونو مخه ونیسي او د همدې لپاره دې د سولې بین الافغاني مذاکرات ومني او اوربند دې اعلان کړي.

 

Comments
Loading...