طالبان ولې له او بند څخه ډاريږي

انتظار خادم

0 46

طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل سره سم تل د اوربند په اړه هم غږونه پورته شوي دي، مګر د طالبانو له خوا په پرلپسې توګه د اوربند مسئله رد شوې، دا چې طالبان ولې له اوربند څخه ډاریږي او ولې یې تل د اوربند پر وړاندې منفي غبرګون ښودلی، په دې اړه د ننني افغانستان اونیزې د پښتو برخې مسول امید اڅک د ځوان سیاستوال انتظار خادم سره مرکه کړې چې ستاسو پام ورته را اړوو:

امید اڅک: طالبان ولې تل د اوربند په نه کولو ټينګار کوي؟ له اوربند څخه د طالبانو د ډار اصلي علتونه کوم دي؟ د افغانستان جګړه د نورې نړۍ د جګړو سره څنګه پرتله کولی شو؟

 انتظار خادم: هره جګړه د ځان لپاره خپل قانون لري، د جګړې د دوام لپاره دلایل لري او د حلارو لپاره یې خپل خپل شرایط، یعنې هیڅ جګړه د بلې جګړې سره نشي پرتله کیدی، په دې کې هم شک نشته د مسائلو د حل لپاره د جګړې د تاریخ په اړه نړیوال معیارونه موجود دي، خو د افغانستان جګړه د شکل او نوعیت له مخې د نورو جګړو سره توپیر لري، کوم ځانګړی فرمول نشته چې طالبان یې باید تعقیب کړي او ددغه فرمول په بنیاد باندې سوله وکړي.

 کیدی شي چې اوربند اول اعلان شي وروسته خبرې شروع شي، کیدی شي اول خبرې پیل شي وروسته اوربند اعلان شي، یعنې د خبرو د پیل د شرط په توګه د اوربند وړاندیز ناکام فرمول دی.

دا چې طالبان ولې له اوربند څخه ډاریږي دوه عوامله لري، ځکه چې طالبان په دوه برخو باندې ویشل شوي دي، یو د طالبانو رهبري ده او بل جګړه ییز طالبان دي، رهبري د سنګر طالبانو ته رهنمایي کوي او جګړییز طالبان د رهبري ملا ور تړي.

که چیرته یو ځل اوربند وشي نو کیدی شي د طالبانو د جګړه ییز ماموریت جنګیالي بې زړه شي، له جګړې زړه تورن شي، اوربند د جګړې په نسبت غوره وګني، په همدې اساس د طالبانو د رهبرۍ انګیزه کمیږي او موقف یې هم ورسره ټیټیږي، نو طالبان ځکه د خبرو د پیل څخه مخکې اوربند نه غواړي.

 طالبان غواړي چې لومړی یو څو قدمونه واخلي، پرمختګونه وشي او بیا د هغه په مقابل کې اوربند اعلان شي، دا د طالبانو تکتیکي فرمول دی.

دویمه اساسي مسئله دا ده، چې طالبان په امریکایانو او د افغانستان په حکومت باندې شکمن دي، هغوی  د افغانستان په حکومت باور نه لري، د هغوی په آند د افغانستان حکومت په خپله خوښه تصمیم نشي نیولی او په خپله خبره نشي ودریدی او د امریکا په حکومت ځکه باور نشتي کولی چې هغوی هم هر وخت بدلیدی شي.

 امریکایان افغانستان ته په خپله خوښه راغلل، له عراقه په خپله خوښه ووتل، په افغانستان کې په خپله خوښه باندې جنګ کوي، په افغانستان کې په خپله خوښه جګړه ودروي، یعنې هدف دای چې امریکایان په یو ټویټ باندې هر څه له منځه وړی شي، لکه د تیرو نهو میاشتو مذاکرات یې چې په یو ټویټ له منځه یوړل.

یوه ستونزه د امریکایانو هغه هویت دی، چې د طالبانو په ذهن کې یې بې اعتمادي ایجاد کړې ده او دویم دا چې طالبان فکر کوي، چې امریکایان په ټوله دنیا کې ځان له قانون نه پورته ګڼي، هر وخت یې چې زړه شي په یو هیواد باندې حمله کوي، هر وخت یې چې زړه شي له یو هیواده راوځي، هیڅ داسې قانون نشته چې امریکایان ورته ځان پابند وګڼي، نو د مخالفت په صورت کې به دوی چاته مخ را اړوي.

 مثلا کله چې ټرمپ بریالی شو، ویې ویل چې د جون له اولې نیټې نه به د ملګرو ملتونو د کار نوعیت بدل وي، د ناټو غړي هیوادونه باید له منځه ولاړ شي،  دا هغه څه دي چې طالبان یې ددوی پر وړاندې بې باوره کړي دي.

اڅک: طالبانو هر کله د اوربند پر وړاندې منفي غبرګون ښودلی دی، تاسو هم په دې اړه وضاحت ورکړ، مګر په دې څو ورځو کې داسې ښکاري چې طالبان د پردې تر شاه د اوربند په اړه له ښکیلو خواو سره کومې موافقې ته رسیدلي دي او په دې اړه د سیمه ییزو او نړیوالو قوتونو له خوا هم په همغږۍ سره خبرې کیږي، ددغه نرمښت او منلو علت څه شی دی، څه وشول؟ 

 خادم: اوربند په خپل ذات کې پنځوس فیصده د طالبانو د ماتې په معنی ده، یعنې طالبان په تکتیکي لحاظ په همدې باور دي.

 دا چې طالبانو ولې پخوا اوربند ته غاړه نه ایښوده او اوس لږ ملایمت ښيي، ګمان دا دی چې امریکایانو په یو ډول طالبانو ته اعتماد ورکړی دی، چې کوم شکوک تاسو په موږ باندې لرئ، هغه ناسم دي او یا هم که چیرته موږ فرار کوو تاسو ته دغه ضمانتونه د ګیلې، یا د شکوې یا د اعتراض ځایونه دي، چې تاسو پرې باور کولی شئ او موږ چې کومې وعدې درسره کو، که مو پوره نه کړل نو بیا ملامت یو.

 د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې کومه معامله چې لغوه شوه، نو له هغه وروسته یو شمیر پټې او ښکاره ناستې وشوې.

 مثلا په پاکستان کې د طالبانو، خلیلزاد او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته، همدا رنګه د امریکا، چین روسیې او پاکستان ناسته، چې په هغه کې د امریکا لپاره چین، روسیه او پاکستان یو خوله و، چې باید تاسو خبرې بیرته شروع کړئ.

 هلته امریکایانو ته دا هم ویل شوي و، یوازې دانه چې خبرې شروع کړئ؛ بلکه داسې یو میکانیزم  رامنځته کړئ چې په هغه کې د اعتماد فضا رامنځته شي، نو فکر کوم چې د طالبانو لپاره به یو شمیر اعتماد سازي شوي وي.

اڅک: ستاسو په نظر به ممکنه اوربند اوږ مهالی وي او که لنډ مهالی؟ که یې د بڼې په اړه خپل نظر موږ سره شریک کړئ. 

خادم: اصلا د اوربند، مذاکراتو او سولې مسئله د مرګ او ژوند ترمنځ انتخاب دی، معنی دا چې په دې سره د مرګونو لړۍ بندیږي او د باثباته او امید څخه ډک ژوند مرحله پیلیږي، دا دواړه متفاوت دریځونه، مختلفې لارې او مختلفې اغیزې دي.

  اوربند باید تل پاتې وي، دا سمه ده چې اوربند مختلف پړاوونه لري، باید په لومړي ځل یا یو میاشت، یا درې میاشتې او یا د څو ورځو لپاره اوربند وشي، مهمه دا ده، چې د څومره وخت لپاره سره صلاح کیږي.

د اوربند په دوران کې سره خبرې کوي، معاملې کوي، شاید نتیجې ورسیږي او شاید هم نتیجې ته ونه رسیږي، که نتیجې ته ونه رسیږي نو اوربند هم له منځه ځي او که پایله ترلاسه شي ، اوربند هم غزیږي.

هر فرمول چې موږ د سولې د راتګ او یا مذاکراتو لپاره وړاندې کو، دا په خپل ذات کې د تغیر وړ فرمولونه او شاخصونه دي، هیڅکه یو فرمول په بل چوکاټ کې قابل د عمل نه دی، خو ورڅخه استفاده کیدی شي.

بله مسئله د مذاکراتو هغه درې مسئلې دي، چې د مذاکراتو څخه مخکې مسئله، د مذاکراتو په منځ کې او د مذاکراتو څخه وروسته مسایل په کې نغښتي دي.

د مذاکراتو لومړۍ مرحله د اعتماد سازۍ مسئله ده، چې اوس تر ډیره حده اعتماد سازي له سوال سره مخ ده، زما په فکر د طالبانو او امریکایانو د رهبرۍ تر منځ بحث همدا دی چې دوی څنګه اعتماد سازي وکړي.

اعتماد نشته، نو ځکه د اوربند خبرې کیږي، امریکایان اوربند غواړي او طالبان اوربند نه کوي، معنی دا چې دوی یو پر بل باندې بې باوره دي.

امریکایان وایي که چیرته موږ خبرې شروع کړو او اوربند ونه شي تاوان کو.

طالبان وایي، که چیرته اوربند وکړو او خبرې ونه شي نو موږ به تاوان وکړو، نو هره مرحله په خپل ذات کې مهمه وي، خو تر ټولو مخکې په کې د مذاکراتو څخه مخکې مرحله ده او دا به د یو بنیاد په توګه د خبرو یوه پیلامه شي.

Comments
Loading...