صالح خوله خلاصه کړه، خو کرزي لا تړلې

0 51

احمدشاه ساحل-

صالح تېره اوونۍ د پاکستان له خورا مضرو غوښتنو/موخو پرده پورته کړه! دا د ۲۰۱۱ م کال کيسه ده، هغه وخت چي ښاغلي حامد کرزي په ارګ کي استراحت کاوه او امرالله د حکومت يو مامور و. ل

ه دې کيسې يا خبرو امرالله نن په (افغان امن) نړيوال کنفرانس کي پرده پورته کړه، ده وويل چي، هغه وخت پاکستان افغان حکومت ته د افغان سولي په هکله ويلي وه، که چيري د دوی وړانديز ومنل سي، نو طالب/مالب به په ۶ مياشتو کي ختم کړي.

لکه څنګه يې چي په ۲۰۰۱ کي يو ځل ختم کړ، خو بيا چي يې امريکا ګټي خوندي نه کړې، بيرته يې منځته راوړی او د بل چانس لپاره يې وساتی. ستاسو ياد نه دي، همدې پاکستان سلام ضعيف امريکا ته بربنډ ونه سپاری؟؟؟ له دې وړانديزه ښکاري چي، دا کار اوس هم ممکن دی، خو په دومره توپير چي دا ځل به د ضعيف پر ځای د پاکستان انتخاب ملا برادر يا عباس ستانګزی وي. په دې وړانديز کي د صالح په وينا لاندي شرطونه داخل وه، چي ما په لنډ ډول راخيستي. افغان حکومت دي ډيورنډ کرښه د سرحد په توګه ومني، د کونړ سيند د اوبو پر سر دي د پاکستان سره تړون وسي؛ داسي چي اسلام اباد زيانمن نه سي، افغان حکومت به د ډيورنډ کرښي د هغي غاړي له مشرانو سره هيڅ راز اړيکي نه ساتي، پاکستان به د افغانستان له لاري منځني اسيا ته ځي؛ خو افغانستان به خپلي اقتصادي اړيکي يوازي له پاکستان سره ساتي او له پاکستانه به د ترانزيټ لاري په توګه استفاده نه سي کوای، افغان حکومت به د خپل نظام يوه برخه فوځ، پوليس او استخبارات د پاکستان په فوځي رکزونو کي روزي، د افغانستان د طبعي زيرمو استخاراج به يوازي چينايي او پاکستانۍ کمپنۍ کوي، افغان حکومت به د امريکا سره اړيکي نه ساتي او د ياد هيواد ځواکونه به له خپل هيواده باسي، د ISI او NDS ترمنځ به ډيري نژدې اړيکي وي؛ يعني افغان استخبارات به د پاکستاني استخباراتو تر انحصار لاندي وي او افغان حکومت به خپلو ولايتو کي د هند ټولي قونسلکرۍ بندوي؛ يوازي به په کابل کي د سفارت اجازه ورکوي، همداشان به د هند هيڅ شرکت او موسيسې ته په افغانستان کي د فعاليت اجازه نه ورکوي.

زه لومړی دا وايم، چي دا شرطونه نه يوازي هغه وخت، بلکي اوس هم پر خپل ځای پاته دي. خو دا چي اسلام اباد يې تطبيق مشکل ګڼي، نو ددې پر ځای يې د طالب ډلي د بيا راتګ هڅه کول، تر څو د دوی همدا غوښتني پوره کړي. لکه څنګه يې چي طالب ډلي ډيری پخپل دور کي پوره کړي هم وې.

دوهم دا چي دې شرطونو کي ډيری څه يوازي په اکثريت قوم پښتنو پوري مربوط وه او تر ډيره يوازي د دوی په زيان وه؛ مثلا لکه د ډيورنډ کرښه د سرحد په توګه منل، يا د کرښي له هغه غاړي مشرانو سره اړيکه نه ساتل؛ نو دا ټول هغه مسايل دي، چي پښتون پکښي تر بل هر چا تاواني وه دی.

خو ښاغلی حامد کرزی چي لويه ورځ يې په اعلاميو تيريږي، پر دې هر څه تر ننه چپ و، په داسي حال کي چي دی پښتون دی او صالح تاجک! لومړی خو کرزي ته پکار وه چي، دا هر څه يې ملت په خاص ډول پښتنو ويلي وای، خير که دا کار يې په خپل دور کي د مصلحت يا بلي وجهي نه سو کوای، نو نن خو يې ورځي دي. نن ولي پرې چپ دی؟ ډير څه نور هم پټ دي، هغه خو دي افشاه کړي. ملي مشر؟ دا ناځوانۍ بايد نه وای کړي. (غير ډيورنډ)

Comments
Loading...