سیاسي نومونه او کرغېړني لوبي / عبدالباري جهاني

0 38

په افغانستان کي پر ښوونځیو، موسسو، لارو کوڅو او حتی ښارونو باندي د نومونو ایښودل او بیا ایښودل نسبتا اوږده تاریخچه لري. لکه څرنګه چي د مخدره موادو په قاچاق او د اداري فساد په څېر منفي کارونو او کارنامو کي مو په نړۍ کي سیال نه دی پرې ایښی او له هر چا څخه مو میدان ګټلی دی؛ په دې برخه کي هم چنداني څوک سیالي نه سي راسره کولای. که څه هم چي نومونه پخوا هم ایښودل کېدل او بیا، زیاتره وختونه، د سیاسي ملحوظاتو له امله لیري کېدل او نوي کېدل؛ خو د خلقیانو او پرچمیانو په وختونو کي، په دې برخه کي، افراط پیل سو او حتی حفیظ الله امین خو د لښکرګاه او جلال آباد تاریخي نومونه هم په نواب ښار او تړون ښار واړول. مجاهدینو او طالبانو، په خپل وار، د سیاسي نومونو د ایښودلو په میدان کي خپل آسونه وځغلول.

نوي ډيموکراټیک نظام، چي په دې څه کم شلو کالوکي، له اداري فساد، د مخدره موادو له قاچاق، انسان وژني، بې امنیتیو او د خپل سرو بدماشانو له ظلمونو څخه پرته بله هیڅ کارنامه نه لري، د نومونو، په تېره بیا سیاسي نومونو، په ایښودلو کي تر بل هر چا افراط وکړ. خپل وژل سوي او وفات سوي مشران او شریکان یې د ملي قهرمان، اولسي قهرمان، د خلکو قهرمان اوپه نورو نومونو ونازول او تر ټولو نازولو قهرمانانو ته یې، پسله مرګه، د خلیفه له جېبه، لويي لويي غونډۍ وبخښلې او ورثې یې پر شاوخوا باندي اغزن سمیونه را تاو کړل څو یو څه وخت وروسته له دې قېمتي مځکو څخه په سوونو میلیونه ډالر ترلاسه کړي.

په دې لاره کي به هر چا هرڅه کړي وي خو اشرف غني، د یوه پخواني پروفیسر او ډاکټر په حیث، چي خپلو فیسبوکیانو ته د نړۍ د دوهم متفکر حیثیت لري، په دې کرغېړنه لوبه کي تر هر چا زیات افراط وکړ. پرون د پنجشنبې په ورځ، د اګسټ پر لومړۍ نېټه یې، د لوی کندهار له مشرانو سره د خبرو په ترڅ کي د کابل د پولیسو اکاډیمي د جنرال عبدالرازق په نامه کړه. خپل د امنیت سلاکار ته یې وظیفه ورکړه چي دا کار ژر ترژره وکړي. لومړی خو دا څرګنده خبره ده چي دا نوم یې په کندهار کي د اڅکزیو د رایو د ترلاسه کولو لپاره انتخاب کړی دی او کنه نو د هغه له وژل کېدلو څخه خو څه کم لس میاشتي تیري سوي دي ولي یې اوس ورپام سو؟ دا، د انتخاباتو په وخت کي، له خپل نفوذ څخه د بدي او ناوړي استفادې لپاره هغه امکانات دي چي د ده په مقابل کي نورو کاندیدانو ته مساعد نه دي او لا نه ده معلومه چي تر هغی نېټې پوري به نور کوم شهکارونه وکړي. په عین وخت کي یې د کندهار د هوايي ډګر واټ هم د جنرال رازق په نامه کړ او د پوپلزیو د رایو د جلبولو لپاره یې د کندهار هوايي ډګر د احمدشاه بابا په نامه کړ. د کندهار هوايي ډګر څه باندي پنځوس کاله مخکي جوړ سوی او اشرف غني په تازه وختونو کي کندهار ته څو ځله تللی دی؛ څرنګه یې دې نامه ته اوس ورپام سو. که یې ښه مشاور درلودلای نو حتما به یې په غوږ کي ورته ویلي وای چي د الکوزیو د خوشالولو لپاره د خان محمدمجاهد په نوم یوه لېسه جوړه کړي او یا د کوم بل مکتب نوم ورته بدل کړي.

د کابل د پولیسو اکاډیمي د یوه بې سواده سړي په نامه کول، چي خپل نوم لیکل یې زده نه وه، د یوه اکاډیمیک شخصیت او متفکر جمهورریس لپاره د شرم خبره ده. لومړی خو د نومونو تغییرول او نويو سیاسي نومونو ایښودل د هیچا هیڅ درد نه دوا کوي او که چیري د نوي نامه د ایښودلو ضرورت سي نو د کابل د پولیسو د اګاډیمی په څېر یوې مهمي تعلیمي او امنیتي موسسې لپاره د نامه په انتخاب کي یو څه سوچ په کار وو. که څه چي زه یقین لرم چي دا کار به اشرف غني ته نه د اڅکزیو او نه د پوپلزیو رايي راوړي خو ځانته یې یو تاریخي شرم ضرور پرېښود. که څه هم چي زما د ژوند د وروستیو شپو تجربو را ښودلې ده چي زموږ سیاستمدارانو او مشرانو ته نه تاریخي نوم، نه تاریخي افتخار او مسوولیت او نه تاریخي شرم کوم ارزښت لري. بس لنډه په لنډه سودا کوي.

ښاغلي اشرف غني د مسلمانو اولسونو، او په تېره بیا مُلایانو د رایو د جلبولو لپاره، څو ورځي مخکي، ژمنه وکړه چي په یوه میاشت کي به د هیواد په بېلو بېلو سیمو کي دېرش جوماتونه آباد کړي. البته له هغې ژمني څخه یې تر اوسه پوري دوې هفتې تیري سوي دي او د یکي یوه جومات خښته نه ده ایښودله سوې. لومړی خو له ده څخه هیچا پوښتنه ونه کړه چي د نویو جوماتونو جوړېدلو ته ضرورت څه دی.  ته که نر یې د زړو جوماتونو د ورانېدلو مخه ونیسه. دوهم دا چي دې خبري ته دي ولي اوس پام سو؟ په هیواد کي جوماتونه کم دي؟ ته که نر یې په هیواد کي د بېکاریو، دربدریو، په مخدره موادو د څه باندي درې میلیونه ځوانانو د اعتیاد، له وطنه د ځوانانو د فرار، د خپلو جنګ سالارانو، چي د یوه لاس یې هم نه سې پېچلای، د خود سریو او نورو په سل ګونو اجتماعي رنځونو علاج وکړه او که یې علاج نه سې کولای نو، د دغي ریاکارۍ پر ځای، لږترلږه هغو ستونزو ته  اشاره قدر وکړه.

اشرف غني څه موده مخکي له عُمرې څخه راغلی وو او خلکو ته یې ویل چي په ورځ کي یې له پنځوسو څخه تر سلو لمونځونو پوري کول. ما خپلو دوستانو ته وویل چي که مي دا خبره پخپله د هغه له خولې اورېدلې نه وی نو د هیچا په خبره مي باور نه کېدی. هیڅ سلاکار یې، چي زه یقین لرم ټول به تر ده بېخبره وي، ورته ونه ویل چي په اسلام کي تر پنځو لمونځونو زیات نسته. او د لمانځه په ادا کولو د افتخار ضرورت څه دی. ځکه چي دا خو فرض عین دی او د هر مسلمان وظیفه ده چي خپل پنځه وخته لمونځ وکړي. که څه هم چي یو وخت یې حُسین د خدای لمسی وباله موږ وویل پروا نه لري خوله یې خطا وتله. اشرف غني د خپل مسلمان اولس د رایو د جلبولو او دوهم ځل قدرت ته د رسېدلو لپاره هر څه وايي او د هیڅ خبري پروا نه لري.

دوې درې ورځي مخکي یې په ارګ کي را غونډو کړو خلکو ته وویل چي که بیا جمهورریس سي نو د عُمر او علي د وخت عدالت به قایم کړي. لومړی خو چا نه سو ورته ویلای چي که په هیواد کي عدالت نه وي نو دا پنځه کاله دي ولي قایم نه کړ او که عدالت پخپله قایم وي نو پر موږ باندي احسان ولي کوې؟ که دي په پنځو کالو کي عدالت ټینګ نه کړای سوای نو په نورو پنځو کالو کي هم د داسي عدالت، چي د اسلام په تاریخ کي یې بل مثال لیدل سوی نه دی، قایمول ستا لپاره هم غیر ممکن دی.

اشرف غني د عُمر د عدالت سره سمدستي د شیعه وروڼو رایو ته پام سو او د هغه سره یې د علي نوم هم یاد کړ. له ده څخه څوک پوښتنه وکړي چي که دي د اسلام تاریخ لوستی وي نو په تاریخ کي خو عُمر په عدالت او علي په توره، جنرالي او هوښیاري مشهور وو. د اسلام په ټول تاریخ کي حتی یو ځل هم د علي له نامه سره د عدالت کلمه نه ده یاده سوې او په اسلام کي یوازي اموي عمر بن عبدالعزیز دی چي په ثاني یا دوهم عمر مشهور وو. لازمه نه ده چي د شیعه ورڼو د رایو د جلبولو لپاره د اسلام په تاریخ کي خپله بې خبري وښیې.

اشرف غني د کندهار په هغه غونډه کي دغه راز وویل چي د اوبو مدیریت، د کندهار د زېربنا جوړولو او رغولو او پر دغه ښار پانګي اچوني ته به خاصه توجه وکړي. له ده څخه باید پوښتنه سوې وای چي دې ستونزو ته یې څرنګه اوس د رایه ګیری په موسم کي ورپام سو. دا ستونزي که موجودي وي نو دا خو ډیري زړې دي او د دې ترڅنګ په هیواد کي داسي ډیري سیمي دي چي تر کندهار لس چنده زیاتي ستونزي لري. هغه دي خاوره نه ده او که لا د کمپاین لپاره ورغلی نه یې؟

اشرف غني دغه راز وویل چي پر افغانستان باندي د تپل سوي جګړې د پای ته رسېدلو وخت را رسېدلی دی. په داسي حال کي چي د دې تباه کونکي جنګ لږترلږه پنځه لس کاله کیږی. وخت یې ولي اوس را ورسېدی؟ انتخابات را نیژدې دي؟ او اشرف غني پخپله پنځه کلنه دوره کي د سولي لپاره څه اقدام کړی دی؟ پرته له دې چي د سولي شورا یې د تر ټولو نااهلو خلکو په لاس ورکړه. د سولي لپاره یې د هیواد فاسد ترین انسانان د عالي سلاکارانو په حیث وټاکل او بالاخره یې د سولي لپاره یو وزارت د هیواد له فاسد ترینو کسانو څخه جوړ کړ. البته د کمپاین په وخت کي، په تېره بیا چي سړی د لاپو شاپو لپاره ښه زمینه ولري، هر څه ویل روا دي؛ منتهی اشرف غني به یو څه افراط کړی وي.

Comments
Loading...