سوله که درغلي- (څلورمه او وروستۍ برخه)

شاه ولی ارین

0 68

په تیرو دریو برخو کې مو د افغان سولي په اړوند د امریکا، طالبانو،دولتي نظام، اپوزیسیون او سیاسي ګوندونو د نقش، تیروطنو او درغلیو په اړوند معلومات د لوستونکو مخې ته کیښودل.غواړم دلته د دائمی سولي لپاره هغو عملي لارو، فاکتورونو، واقعیتونو او ګامونو ته اشاره وکړم چې اړین یې بولم، تر څو د هیواد د اوسنۍ غمیزې او جګړې هر لوری یې د عملي کولو له پاره ګام پورته کړي او تر اوسه چې یې دغه پروسه له خنډ سره مخ کړی، دا وار د ریښتینو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره ورته عملي ګامونه واخیستل شېي.

ټولو ته جوته ده چې د افغان د اوسنی جګړې اصلي لامل د امریکا گټې او د امریکا پر وړاندې خنډونه او د امریکا سیاسي نظامي رقیبان دي، ځکه چې پر افغانستان یې یرغل وکړ د طالبانو نظام یې ړنګ او پر ځای یې د خپلي خوښې حکومت د قدرت په ګډی کیناوه.

د بن په کنفرانس کې یې د هیواد عینی شرائطو ته پام ونه کړ د طالبانو او اسلامی ګوند ګډون یې په کنفرانس کې له نظره وغورځاوه. دا هغه ستره تیروتنه وه چې امریکا یې اوس مني خو دا اتلس کاله یې بیه افغانان ورکوی.

د امریکا د سترو تیروتنو نه یوه بله دا وه چې د ۹ پړاو خبرو په نتیجه کې یې هغو پاشلو طالبانو ته دومره ډير امتیاز او مورال ورکړ چې د جګړه ایز انسان وژنکی موقف تر څنګ  یې د دپلوماتیکو اړیکو د تآمین لوړو پولو ته ورسول.

امریکا ته اړین و چې تر ټولو له مخه یې د افغان دولت، اپوزیسیون او مطرح سیاسی ګوندونو سره چې دا ټول د اشغال محصولات دی د یو سیاسی شریک او ستراتیژیکو ملګرتیاوو د قرارداد په نظر کې نیولو سره سیاسی اجماع جوړه کړی وای او د ټولو افغانانو نه یې په ګډه د یو واحد نظر او عمل د راجوړولو په نظر کې نیولو سره بیا له طالبانو سره د خبرو اترو میز ته ناست وای.

امریکا د افغان حکومت سره د تفاهم په نتیجه کې کولای شوول چې له طالبانو سره رڼي هغه خبری وکړی چې د طالبانو د موقف او موقیعیت په نظر کې نیولو سره ضروری او لازمی وی.په دغه صورت کې هم د سولی پروسه په چټکتیا په مخ تله او هم د طالبانو غوښتنی د دوی د موقف او موقیعیت نه لوړی نه تلی.

تر هغه ځایه چې د هیواد روانه جګړه د جګړی د دخیلو سترو هیوادو او ګاونډیو هیوادو د ګټو د ویش جګړه ده، نو ځکه امریکا باید د افغان دولت او طالب چارواکو سره د خبرو له نتیجو وروسته بین المللی اجماع د روسیی، چین،هند، جرمنی بریتانیا سعودی عرب سره په سیمه کې د دوی د ګټو په نظر کې نیولو سره یو بین المللی تفاهم تر لاسه کړی وای، همدا ډول په سیمه کې د ګاونډیو هیوادو نقش تر ټولو اړین دی ځکه طالبان اوس هغه پروني طالبان نه دی چې یوازی د  پاکستان تر اثر لاندی وی، همدا اوس له طالبانو سره د پاکستان پرته ایران، روسیه او چین استخباراتی، نظامی او مالی مرستی تر سره کوی، چې د امریکی د ۹پړاو خبرو او تیروتنو په نتیجه کې یې دادی اوس دپلوماتیکی اړیکی اوهمکاری نوری هم پیاوړی شوی.نو ځکه سیمه ایزه اجماع او د افغانستان د ټولو ګاونډیو هیوادو مشروع ګټی او غوښتنی د افغانانو د ګټو په نظر کې نیولو سره د سولی د پروسی د عملی کولو بل ډیر اړین شرط دی.

همدا ټول د ټولو توافقاتو د تر لاسه کولو وروسته د یادو هیوادو او ګاونډیو هیوادو سره د توافق په نتیجه کې بین المللی ضمانتونه اړین دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، د اسلامی کنفرانس شورا او اروپائی شورا یې ضمانت وکړی.

په ضمانت کې څو لاملونه ډیر اړین دی:

۱-  د جنګ د دواړو لورو کلک تعهد چې جنګ او جګړه د حل لار نه ده.

۲ـ په نظام کې د طالبانو، افغان دولت او ټولو افغانانو ګډ مشارکت د یوی باصلاحیته شورا تر رهبری لاندی له شپږو میاشتو نه تر یوه کاله پوری او بیا د سراسری انتخاباتو په لور ګام پورته کول او د ملګرو ملتونو د څارنی لاندی د تر سره شوی انتخاباتو پایلو ته غاړه ایښوول او یو بل ته د مشارکت لاس ورکول.

۳ـ په سیاسی نظام، اساسی قانون، مسلحو قوواو، دولتی ساختار او نورو ټولو برخو کې د هیواد د ملی ګټو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د غښتلتیا بدلونونه او بشپړوالی.

۴ـ د نړی ستر د قضیی دخیل هیوادونه د ګاونډیو هیوادو په شمول د ټولو په سر کې امریکا او روسیه باید اخلاقآ د هیواد په بیا رغاونه، د اقتصادی منابعو، زراعت، فابریکو او کانونو د فعالولو او لوړتیا په هکله اوږدی او دوامداره مرستی نه سپمول.

۵ـ د تعلیم او تربیی په هکله چې دغه نهادونه کلونه د جنګ په نتیجه کې له منځه تللی او یا زیانمن شوی باید د بین المللی مرستو په نتیجه کې احیا او په بیا جوړونه کې یې ضروری هلی ځلی تر سره کول.

۶ـ طالبان هم باید له دغه طلائی چانس نه اړینه او افغانی ګټه پورته کړی، ځانونه د پردیو له اغیزو نه خلاص کړی سره متحد شې د دوی خپلمنځی یووالی هم د دوی د سیاسی موقف په ګټه دی او هم په هیواد کې د واقعی سولی او راتلونکی ګډ نظام او سراسری سولی مؤثر لامل کیدای شې.

په ټوله کې افغانان د طالبانو په ګډون باید په دی پوه شې چې بل هیڅوک دوی ته سوله راوستلای نه شې، او نه هم غواړی چې سوله راشی. ځکه بهرنیانو ته خپلی ګټی ارزښت لری. جګړه، کمزوره او دوی پوری تړلی حکمتونه، ضعیف اقتصاد،بی اتفاقی او یو پر بل بی باوری د دوی ګټو او موخو ته د رسیدو غوره او اسانه لار ده.

یو وار بیا په افغان دولت، طالبانو، اپوزیسیون او سیاسی ګوندونو غږ کوم چې د هیواد د روانی غمیزی نه د خلاصون یوازنۍ لار د ټولو افغانانو ملي یووالي دی. راځی که حکومت یې که طالبان که اپوزیسیون یې که سیاسی ګوندونه د خپل وجدان په حکم د ځان او پردیو د ګټو د ساتلو په خاطر خپل هیواد وال مه وژني خپل هیواد سره مه ورنوي، تاریخ ته نور ځانونه مه محکوموی د هیواد د لوړو ګټو په خاطر لاس سره یو کړی، ملی یو والی تآمین کړی چې سوله ګرنتی کولای شېد تاریخ له تورمختیا ځان خلاص کړی که چیری مو دا کار په سمه تر سره کړ، ملت ډیر لوړ او غټ زړه لری د بښلو او زغملو حوصله لری او وبه مو بښي.

پای

Comments
Loading...