سوله که درغلي- (لومړۍ برخه)

شاه ولی ارین

0 95

د تیرې اونۍ په لړ کې مې د هیواد د بېلابیلو تلویزوني چینلونو د تودو بحثونو، ګردي میزونو او نورو پروګرامونو له لارې د سیاسي کارپوهانو خبرې اترې واوریدې، د ډیرې خواشنۍ ځای خو دادی چې کاش زموږ میډیا یا تلویزونونو دغه د کار پوه لوړه کلمه، د هغو کسانو په اړوند استعمالولی چې پنځوس سلنه یې ارزښت درلودای.

تر هغه ځایه چې لیدل کیږي په هېواد او تر هیواد د باندې د افغانستان په اړوند دوه ډیري اړینی موضوع ګانی انتخابات او سوله ده.

باید وویل شي چې دواړه ارزښتونه یو له بل سره اړین تړاو لري او بې تفاوته برخورد چې د هر چا له لوري ورسره وشي، له هیواد او خلکو سره ستره جفا ده.

جنګ او سوله دوه متضادې پدیدې دي چې د څیړلو لپاره یې باید د هرې یوې په هکله اړین تعریف تر سره شي، عوامل یې وڅیړل شې،ابعاد یې معلوم شې، عاملین یې په دقیق ډول وپیژندل شي، هدف یې روښانه شي، کورني او بهرني لوبغاړي یې تشخیص او وپیژندل شې. په دغه صورت کې هم د جنګ او هم د سولې پیل او له منځه وړل به دومره ستونزمن کار نه وی.

زما له انده د هیواد څلویښت کلنه جګړه په خاص ډول وروستۍ اتلس کلنه جګړه نه د افغانانو جګړه ده او نه افغانانو پیل کړی ده.

دا جګړه امریکا په دغه سیمه او جغرافیا کې د خپلو موخو او ستراتیژیکو ګټو د لاسته راوړلو په خاطر پیل کړې او کورني لوبغاړي یې هم د امریکا او پردیو د ګټو له پاره د دغې نیابتي جګړې د اور لګولو پلتې او تیل دي چې کله تیزې شي او کله سړې.

که داسې نه وي، نو راځئ چې تیر ته پام وکړو چې د طالب د جوړیدو پروژه د امریکا، انګریز، سعودي عرب او پاکستان یوه ګډه پروژه نه وه؟

ایا امریکا د همدې طالب پروژې او سیمه ایزو انډیوالانو په مټ خپل تربیه کړي لاسپوڅی جمعیت، شورای نظار او ورسره نور په نوم د مجاهدینو مشران استفراق نه کړل؟

زه د طالبانو پلوي نه کوم او نه به یې وکړم، خو طالبانو په خپل وخت کې ځنې هغه کارونه وکړل چې امریکا او متحدینو یې هیڅ تصور نه شو کولای.

طالبانو په ډیرو لږو امکاناتو یو مقتدر نظام جوړ کړ چې د یو مشر له لوري اداره کیده، طالبانو اداري فساد، رشوت، او د مخدره توکو تولید او قاچاق په هغه وخت کې مردود کړ. چې دغه اعمال او حرکتونه د امریکا او ورسره انډیوالانو د پا لیسیو او سیاست سره په ټکر کې وو، نو ځکه په دې فکر کې شوول چې نور یې تقویه نه کړی او په یو بل مناسب بدیل یې کار وکړي.

پورتني مسائل تفصیلی بحث ته اړتیا لري، خو غواړم اساسي ټکو ته د لوستونکو پام راواړوم.

د امریکا د هغه وخت په ستراتیژی کې د طالبانو وهل هدف وو،که چیری د سپتمبرد ۱۱می پیښه شوی وای او کنه دا کار یې تر سره کاوه.

ځکه استعماری ځواکونه د خپلو ګوډاګیانو مقتدر حکمتونه نه شې ځغملی نو ځکه یې باید بدل کړی،مګر د یو بل فرصت له پاره یې د کل په صورت کې له لاسه نه ورکوی او ساتی یې.

امریکا په داسی حساس وخت کې د طلبانو د له منځه وړلو له پاره په هیواد کې د طالبانو د اسلامی تشدد او ځینو منفی کړو وړو نه په استفادی، چې یو شمیر افغانان نور تری نارازه شوی و، بیرته د هغه جعیت ،شورای نظار او نورو سره رابطه ټینګه کړه چې د طالبانو په راتګ کې یې له پامه غورزولی وو، خو د یوه ریزرفی وریانټ په توګه یې ساتلی وو.

سره له دی چې امریکایانو د جمعیت او مجاهدینو د مشرانو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره خورا زښت زیات ډالری دوی ته د طالبانو دوهلو له مخه په اختیار کې ورکړی ولی بیا هم په تشویش کې و چې د طالبانو په راوړلو کې یې له دوی سره نا مناسب چلند کړی و.

نو ځکه یې د دوی تر څنګ په دووم وریانت هم فکړ کړی وو.

یو شمیر هغه تکنوکراتان چې د (سی ای یې) په اخور کې تر بیه شوی وو دوی یې هم ورسره یو ځای کړل تر څو مطمئن شې چې لوبه سل په سلو کې د امریکا په لاس کې وی.

اوس نو د سپتمبر پیښه هغه طلائی بهانه وه چې د امریکا له پاره یې زموږ د ګران هیواد د اشغال زمینه برابره کړه او د اتلس کلنی جګړی اور ته یې لار پرانسته.

د بن منحوس کنفرانس د امریکا د شومو پلانونو له پاره هغه خائنانه تهداب و چې تر اوسه یې لړی دوام لری.

اصلی خبره خو داده چې د امریکا اشغال او اتلس کلنی جګړی زموږ هیواد او افغانانو ته څه په لاس ورکړل:

– اتلس کلنه بی معنی نیابتی جګړه چې په کې د دواړو لورو نه په لکونو بی ګناه انسانان ووژل شوول او همدا اوس هم دغه ناورین دوام لری.

– قومی، سمتی،مذهبی تعصباتو ته دومره لمن وهل چې ملتی ارزښت خو اصلا وجود نه لری بلکه میلیتی او قومی ارزښتونه یې هم سره پاشلی دی چې ددی ارزښتونو بیرته احیا کول د افغانانو د خلاصون اړین لامل دی.

 ـ په لوړه کچه د مخدره توکو کښت،قاچاق او استعمال چې د کابل او د هیواد په ولایتونو کې په زرګونه ځوانان له دی ناوړه پدیدی نه چې د امریکا د شوم سیاست یوه برخه ده رنج وړی.

ـ د قوم، سیمی، ګروپ او تنظیم په نامه د مافیائی قدرتونو تشکیلول مرکزی دولت کمزوری کول او ګواښل.

ـ د مختلفو دسیسو او وسیلو له لاری د هیواد د ملی ارزښتونو سپکاوی.چې دا ټول ددی له پاره چې افغانان په خپلو منځو کې سره اخته وساتی او دوی خپلی موخی په اسانې سره سر ته ورسوی.

پوښتنه دلته دا ده چې ولی امریکا د اتلس کلنی جګړی وروسته دی ته حاضر شو چې له طالبانو سره سوله وکړي، مګرداسی سوله چې مذاکرات یې د افغان دولت له موجودیت پرته تر سره کیږی.

زما په اند د امریکا او طالبانو تر منځ د سولی د خبرو په هکله امریکا دوه اساسی موخی لری:

۱ ــترامپ د خپل ځان د انتخاباتی کمپاین له پاره چې په ۲۰۲۰کال کې تر سره کیږی خپلو خلکو ته د افغانستان نه د یو شمیر قطعاتو کښل او ګویا په افغانستان کې د سولی د راوستلو په خاطر نو ځکه غواړی دا پروسه اوږده کړی او د خپلو د ټاکنو تر درشله یې وغزوی.

۲ــد افغانستان د اتلس کلنی جګړی نه ځان خلاصول، پښی سپکول او په افغانستان کې د یو ګډوله داسی یو حکومت جوړول چې د امریکا او د سیمی د ستراتیژیکو ملګرو ګټی وساتی او هره لحظه چې امریکا او سیمه ایز انډیولان یې وغواړی بدلولی یې وشي نو ځکه امریکا او متحدین یې په افغانستان کې د یو ځواکمن او با ثباته حکومت د جوړیدو.اراده نه لری د اوسنیو ټاکنو بحران د نتائجو ځنډ یوی ورخي نه بلی ته چې ممکن ټاکنی قصدآ دوم پړاو ته ویسی او د دوم پړاو د مالی لګښت نه شتون د ګډوله حکومت له پاره په خپله لار هوارول دی.

افغانان په دی باید پوه شې چې امریکا هیڅ کله موږ ته سوله نه راولی،خو که افغانان د یو واحد ملت په توګه په یوه واحد غږ په امریکا فشار راوړی دائمی سوله راتلای شې.

امریکا ددی له پاره چې افغانان په واحد ملت او واحد غږ بدل نه شې د سولی په لار کې یې لادینیو درغلیو نه د خپلو راتلونکو موخو د عملی کولو له پاره کار واخیست:

ــ که چیری امریکا ریښتینی سوله غوښتئ نو لومړی یې باید د افغان حکومت ،د حکومت اپوزیسیون او سیاسیونو سره مشوری او تفاهم تر سره کړی وای د کور دننه ځواکمنه اجماع یې رامنځ ته کړی وای.حال داچې دا کار خو یې ونه کړبلکه امریکا د خپل او د سیمی د انډیوالانو د استخباراتی چینلونو له لاری د موجوده حکومت او اپوزیسیون تر منځ دومره فضا خړه پړه کړه چې دا په خپله د سولی په لار کې ستر خنډ یادولی شو.

ــهغه طالب چې نور په څو ډلو ویشل شوی وو،د جبهه ایز جنګ توان یې له لاسه ورکړی و، د امریکا د درغلیز سیاست په نتیجه کې چې د خلیل زاد د ۹ پړاو خبرو پروسی کې یې د طالبانو هری غوښتنی ته لبیک وویل طالبانو ته یې بیرته د یو نطامی او سیاسی قدرت او قووت په توګه تبارز وکړ، بین المللی اعتبار یې تر لاسه کړ او د افغان دولت په پرتله یې په سیاسی او دیپلوماتیکو اړیکو کې تله ور درنه کړه.

ــ د امریکا بله تیروتنه او درغلی د سیمه ایزو ګاونډیو او بین المللی هیوادو سره چې د افغانسان د روانی کشالی دخیل اړخونه وو د مشورو او تفاهم پرته له طالبانو سره خبری او توافق پیل کړ.

ــ همدا ډول د افغانانو لپاره د نه بښلو ستره درغلی د امریکا له لوری په هیواد کې د جمهوری ریاست د ټاکنو او د سولی د پروسی هم زمان پیل وو، چې افغان ولس یې د سترو ګواښونو سره لاس اوګریوان کړ.یو شمیر یې د ټاکنو سره د اختلاف له امله منډو ته وهڅول چې د طالبانو دروازی په قطر، روسیه او پاکستان کې وټکوی اویو شمیر یې وهڅول چې ټاکنی ضروری دی، دغه دوه ګونی سیاست د طالبانو مورال نورهم ځواکمن کړ او د امریکا د پیشبینی خلاف د طالبانو غوښتنیې نورې هم امرانه او د اسلامی امارت کچې ته لوړی شوې.

اوس راځو اساسی ټکی ته: که چیری موږ افغانانو د امریکا نیت او موخی سمی پیژندلی وی چې د امریکا اتلس کلنه جګړه د تالبانو سره مشروع جګړه وه او که هسی افغان وژنه نو راځئ چې د افغانانو په توګه په خپلو منځونو کې د یو واحد ملت په توګه له امریکا نه دا پوښتنه وکړو چې جنګ تا پیل کړی او د پای مسؤلیت یې هم ستا دی،او د جګړی د دواړو لورو افغانانو د وژلو مسؤلیت هم ستا دی، ځکه دا جګړه تا او ستا د سیمه ایزو انډیولانو او بین المللی ستراتیژیکو ملګرو او مخالیفینو د دسیسو او لاسوهنو محصول دی نو ځکه به تاسو ټول په ګډه دا جګړه له منځه وړی، سیمه ایز او  بین المللی تضمینونه به راکوی او د افغان وژنو او ورانونو غرامات به راکوی.

   نور بیا

Comments
Loading...