سوله که درغلي- (دریمه برخه)

شاه ولی ارین

0 84

د سولې په پروسه کې په تیرو دوو برخو کې موږ د امریکا او طالب چارواکو په درغلیوو او تیروتنو لنډ معلومات لوستونکو ته وړاندی کړل.

اړینه بولم چې د سولې په پروسه کې د افغان دولت،په دولت کې دننه او له باندې اپوزیسیون، سیاسیونو او سیاسي احزابو چې په ټوله کې د هیواد سیاسي نظام تشکیلوي لنډ بحث وکړم.

طالبان د افغانستان د نظام پر ضد جنګيډله ده چې د بهرنیو هیوادو له لارې چې مرکزیتیې پاکستان دی په مادی او معنوی لحاظ تجهیز،تمویل کیـږی او د افغانستان د نظام پر ضد فعالیت کوي، دولت، اپوزیسیون، سیاسیون، سیاسيگوندونه او افغانان په ټوله کې له وژنو، سوزونو او ورانونو نه خلاص نه دي او د طالب چلند د دوی په مقابل کېیو شان تر سره کیږي.

اوس راځو د نظام څوګونې چلند ته د طالب په مقابل کې.

اپوزیسیون:

په نړی کې په ډیرو هیوادو کې د دولتونو، حکومتونو په مقابل کې سیاسي اپوزیسیون شتون لری. چې د دولت یا حکومت هغه کړنی او سیاستونه چې د اساسی قانون یا نورو قوانینو د نه په نظر کې نیولو سره تر سره کې او یا داسی کړنی چې هیواد د بحران لورته بیایې د غونډویا میډیاله لاری نقد یا نیوکې پرې کوي او د اصلاحاتو غوښتنهیې کوي، د اصلاحاتي او ښو برنامو نه یې ملاتړ کوي،د راتلونکو انتخاباتو له پاره ملت ته خپلی تګ لارې او پروګرامونه وړاندې کوي او داسې نورې سوله ایزې هلېځلې تر سره کوي.

خو زموږ په هیواد کې اپوزیسیون هغه شمیر او کسان دي چې په دولت یا نظام کې شریک وزارت، معینیتیا ولایت به لري، خو کله چې د حکومت د اړتیاوو پر بنسټیا تبدیل شي او یا له دندېګوښه شي سمدلاسه اپوزیسیون شې، نه به کوم پلان لري،نه به کومه برنامه خو یوازی به دولت او د دولت مشران په مختلفو غیر مسؤلانه کلماتو او الفاظو ټکوی اوهر ډولګواښونو نه ورته کوي، نور خو نه کومه برنامه لري او نه کوم اصلاحاتی پلان.

زموږ په هیواد کې د اپوزیسیون بل غیر معمول موجودیت د دولت په دننه کېځنی لوړ مقامات دی، چې د دولتی ارګانونویا حکومت له ټولو امتیازاتو نه ګټه پورته کوی اوحتا چې دخپل کاری نیمګړتیاوو پړه هم د نورو په غاړه اچوی چې غوره مثال یې اجرائیه ریاست او د باندنیو چارو وزارت  او ځنی نوری لوړ رتبه اداری دی.

اپوزیسینون دلته هغه کسانو نه جوړ شوی چې د هیواد او خلکو جایدادونهیې غصب کړی، کانونه او بانکونه یې لوټ کړی،په میلیونونو افغانېیې چوروچپاول کړی، او هر څه چې کوی د هیواد د لوړوګټو په خاطر نه، بلکه د ځان د ګټو د ساتلو په خاطر. که چیری هیواد د بربادی په لور همځي پروا یې نه شته، نو ځکه نا امنې او ګډوډې په ټولنه کې د دوی شتون تضمینوی او امن د دوی نه حساب او کتاب غواړی.

دوی د دی لپاره هم  د سولی په پروسه کې د نظام او دولت تر څنګ نه بلکه د طالبانو سره د نا مشروع ارمانونو د تحقق په خاطر ګډی هلیځلی کوی تر څو د دولت او نظام موقف ضعیف کړی.

همدوی دی چې په مختلفو څیرویې د ټاکنو بهیر تحریم کړ. د افغانانو د قانونی حق یانی رایو په مقابل کې ودریدل او په مختلفو بهانو د دغه نیم بنده دموکراسي چې نتیجهیې د یوه نسبی قانونی حکومت د منځ ته راتلو لار ده مخه و نیسي مګر اوس افغان ولس ډیر لږ خپل دوست او دښمن پیژندلی شي.د دې لپاره چې د دغه ټیپ کسانو نومونه وار، وار اخستل شوی دا ځلیې د نومونو له اخیستلو نه تیریږم.

سیاسی ګوندونه:

د هیواد اساسی قانون اود حزبونو په قانون کې سیاسیګوندونهځانتهځانګړي تعریف لری. د سیاسیګوندونو دموجودیت ، شکل فعالیتونو او مالي عوایدو د سرچینو، لګښت لپاره قانون روښانه بیلګې وړاندی کړی دې.

د هیواد د عدلیې وزارت د تائید له مخی۶۹ رسمی ثبت شویګوندونه موجود دی. خو نن چې د هیواد په مهمو او اړینو مسائیلو کېیاد او مطرح ګوندونه ناری، سوری وهې برخه او امتیازات غواړییوازی هغه ګوندونه دي چې موجودیتیې د قانون پر بنسټ هیڅډول مشروعیت نه لری.

دغهګوندونه په زرهاوو میله سلاح، مهمات،مسلح ځواکونه، تجهیزات او په میلیونونوډالرو سرماله، شرکتونه او مؤسسات لری چې، منابع یې هیڅ کله دولت او ملت ته نه دی روښانه شوی.لکه د ګلبدالدین حکمتیار اسلامیګوند، د جمعیتیا شورای نظار اسلامیګوند د صلاح الدین ربانیپه مشری، د حاجی محمد محقق وحدت اسلامی کوند د سیاف دعوت اسلامیګوند، د محمد کریم خلیلی وحدت اسلامیګوند،د سید اسحق ګیلانی نهضت همبستګیګوند، د سید منصور نادری پیوند ملیګوند، د سید حامد ګیلانی د ملی محاذ ګوند، د جنرال دوستم د ملی جنبش ګوند او داسی نور.

هغه سیاسیګوندونه چې د قانون پر بنسټ فعالیت کوی په هیواد کې د دولت د غیر قانوني چلند او نه همکاریو په نتیجه کېڅنډی ته شوی، نه یېڅوک نظر اوری اونه ورته پاملرنه کیږی.د غیر مشروع ګوندونو کړنې هم د اپوزیسیون شانته د خپلو شخصیګټو پر محور څرخی،ځکه چېګټییېد اپوزیسیون سره یو شانته دی، تل د دولت د مثبتو کړنو په لار کې  خنډونه جوړوی چې حتا د سولی په پروسه کېیې هم د دولت په مقابل کې ستونزی جوړی کړی او د طالبانو د دریځ ملاتړیې وکړ.د ټاکنو په پروسه کې هم د دوی نقش منفی او کوښښ کوی چې د انتخابی دولت مخنیوی وکړیترڅو د یو قووت په توګه د سولی په پروسه کې خپل نقش و نه شې لوبولای.

سیاسیون:

دغه اصطلاح هم اوس په نظام کې د دولت د مخالیفینو له لوری د اپوزیسیون، سیاسیګوندونو تر څنګ د موضوع د عمق او پراخوالي په خاطر استعمالیږی، حال دا چې په دی نامه کوم څه نه شته همغه څو منفی مهری او څیری دی چې دم ګړییې پخواني جمهور رئیس حامد کرزی رهبری کوی کله د سیاسیګوندونو په نامه، کله د اپوزیسیون او کله د سیاسیونو په نامه سر راپورته کړی، مشروع غوښتنی هیڅکله نه لری، د نظام د بی ثباتي او خپلو شومو موخو له پاره فضا خړوی او د کبانو د نیولو هڅی کوی، مګر دا چې اوس دوی هیوادوالوښه پیژندلی هڅییې کوم ځای ته  نه شی رسیدلای.

دولت (سیاسی نظام):

دا یوحقیقت دی چې هرهغه هیواد چې د استعماری تاقت تر نیواک لاندی وی حکومتونه یې مستقل نه شې کیدایو استعماری قدرتونه تل هلیځلی کوی چې د خپلو موخو د عملی کولو لپاره په نظام کې خپلی اصلی مهریځای پر ځای کړی چې د دویګټی په سمه توګه وشی سا تلای.

په هیواد کې۱۸ کلن حاکمیت په خاص ډول تر ۲۰۱۴میلادی کال پوری د امریکا او غربی استعمار تربیه شوو مهرو له ټولو هغو امکاناتو نه چې نړیوالو د دوی په اختیار کې ورکړی لس سلنه هم د هیواد د موجودو ستونزو او د هیواد والو د ژوند د هوساینو په لار کې ونه لګولی، بلکه  ځانونه یې تر ستوني ماړه هیوادیې برباد خو خپل باداران یې خوشاله وساتل او د استعمار د پایښت لپاره یې نور هم شرائط برابر کړل.

د سولی او ملییووالی لپاره چې هیواد او خلکو ورته جدی اړتیا درلوده هیڅ کار او توجه ونه کړه ولسمشر کرزی خپلو همکارانو او د دولت او حکومت غړو ته د رشوت فساد اجازه ورکړه خو شرط یې دا و چېپه هیواد کېیې مصرف کړی.زه فکر کوم چې د نړی په تاریخ کې به داسی فاسد حکومت او اداره ونه لیدل شې چې جمهور رئیسیې د رشوت او چور اجازه ورکړی.

د۲۰۱۴میلادی کال له تقلب او ناندرو ډک انتخابات چې په نتیجه کېیې د جان کیری له لوری د ملییووالی حکومت رامنځ ته شو نورییې هم د هیواد او خلکو ستونزی زیاتی کړی او هغه وعدی او برنامی چې دواړه کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین په دوره کې ولس ته ورکړی وییوه هم عملی کولای ونه شوی.

د دغه دوری د ستونزو او ناکامیو سره-سره څو لاسته راوړنو ته اشاره باید وشی، د نظام دریګونی نظامی برخی،څارندوی اردو او ملی امنیتځواکونه پیاوړی او تر زیاته حده د ملی دریځ کیدو لورته روان دی او رزمی او هیوادني مورال یې ورځ تر بلی مخ په لوړیدو دی.‎

د هیواد د ګمرکاتو، بهرنی سفارتونو عوایدیوڅه د ښه والی لورته روان دی او د پخوا نه یوڅه تر کنترول لاندی راغلی دی. سیمه ایز او منطقوی سیاست کې د پاکستان او ایران په هکله په تجارتی وضعیت کېښه والی تر سترګو کیږی،تجارتی لاری او هوائی دهلیزونه د ښه والی په لور روان دی. تر یوه حده د زورواکو او سلاواکو مخنیوی شوی دا هغه څه دی چې هیڅوک تری سترګی نه شې پټولی.

حقیقت دادی چېډیری نیمګړتیاوی او د دولت ناکامې شته چې باید تر سره شوی وای تر ټوله له مخه سوله.

سوله د هیواد او هیواد والو لپاره تر بل هرڅه حتمی او ضروری وه او ده چې په دی رابطه هره ورځ په هیواد کې په سلګونه بیګناه انسانان د شپنیو عملیاتو او د طالبانو د مایونونو اوځانمرګی بریدونو په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکوی،د دولت تر ټولو لومړنۍ دنده د سولی په لار کې هلیځلی دی. دغو هلو ځلوځکه تر ننه لاسته راوړنی نه درلودی چې له ډیرو نیمګړتیاوو سره د سولی غږ پورته کیده، او هغه شرائط چې د سولی د عملی کیدو لپاره اړین وو له پامه غورزول کیدل.

د سولی د عملی کیدو لپاره تر هر څه له مخه اراده حتمی شرط دی.د سولی د طرفینو تر منځ صداقت او ایمانداری،د هیواد او ولس لوړیګټی په نظر کې نیول، د پردیو له اسارت نه ځان کښل او مستقلانه عمل کول. اور بند عملی کول، بین الافغانی مذاکراتو ته مخه کول یو بل ته تیریدنی،د تفاهم او هوکړی په نتیجه کې دواړه لوری په ګډه بهرنیو قووتو ته د وتلو ګډ منشور اعلانول او زمانی جدول ورته ټاکل.

د دولت له پاره تر ټولو اړینه موضوع په نظام کې د ټولو اړخونو سره د یوی ستری اجماع رابلل، په موجودو واقیعیتونو باندی عینی بحثونه تر سره کول د هیواد د لوړوګټو په خاطرټول اړخونه د یو واحد ملت په توګه سولی ته د رسیدو په خاطر له طالبانو او بهرنیانو سره په یوه ژبه او واحد عمل څرګندیدل د اوسنیو ستونزو د حل او دائمي سولې د راوستلو یوازینې لار ده.

نور بیا

Comments
Loading...