سوله د کمزورۍ نه، بلکې د دواړو غاړو د قوت په مانا ده

0 39

 

مطیع الله سحر

 

له څلوېښتو کلونو راهسې چې په افغانستان کې کومه جګړه روانه ده، پاکستان د مجاهد او طالب په نامه لا تر نن ورځې همغسې روانه ساتلې. چې د دې  جګړې قربانیان دواړو خواو کې افغانان دي، مګر له بده مرغه ګټه یې پاکستان او نورو ته رسېږي. له همدې امله پکار ده چې د جګړې د پایته رسولو په اړه اساسي فکر وشي او د جنګ پرځای د سولې لاره اختیار شي.

په دې کې شک نشته چې جنګ ګټونکونکي او بایلونکي نه لري او نه هم طالبان او نور د جګړې له لارې واک ته رسېدلی شي، نو ښایي چې واک ته د رسېدو لپاره د جنګ پرځای سوله ییزو لارو ته مخه کړي. په لومړي قدم کې سوله وکړي او په دویم قدم کې د انتخاباتو له لارې د خلکو باور ترلاسه واک ته ځانونه ورسوي.  

په دې کې شک نشته چې پاکستان به په اسانۍ په افغانستان کې پیل شوی او نیابتي جنګ ونه دروي، مګر که افغانان له عقلانیت څخه کار واخلي او طالبان او حکومت په خپلو کې د سولې مذاکراتو سره کېني، نو باور دی چې بیا به نه پاکستان، نه ایران، نه روس او نه هم چین په افغانستان کې د تحمیلي جنګ د دوام وس ولري، ځکه دوی هم د افغانانو له بدبینۍ، بې اتفاقۍ ، اختلافاتو او نورو مسایلو څخه په استفادې وسله وال طالبان او نور د جګړې لپاره استخدام کړي او خپل هیوادوال ورباندې وژني.

حتی د افغانستان پر وړاندې خو د پاکستان او په ځانګړي ډول د پنجاب دښمني دومره مشهوره او ژوره ده چې وایي یوه ورځ د پنجابي په کور کې مار راوتی و، ښځې یې ورته وویل چې مار به څوک مړ کړي؟ پنجابی لاړ افغانی یې ورته راوست چې مار مړ کړي. ښځې یې ترې پوښتنه وکړه چې هسې نه دا افغانی وچيچي او مړ شي. مېړه یې ورته وویل چې پروا یې مه لره که مار مړ کړي او که افغان دواړه زمونږ دښمنان دي. اوس په جګړه کې هم همدا کيسه روانه ده که طالبان وژل کېږي او که افغان حکومت دواړه افغانان دي او پاکستان دواړو ته د دښمن په سترګه ګوري او یوازېنۍ هيله همدا ده چې افغانان په خپلو کې سره ووژني.

 

د حل یوازینۍ، مناسبه او ګټوره لاره د سولې بین الافغاني مذاکرات دي، حتی له امریکایانو سره د تړلو دروازو تر شا د سولې مذاکرات هم بې مانا او بې ګټې دي، ځکه جنګ د افغان دولت او افغان وسله والو طالبانو ترمنځ دی، نو د سولې مذاکرات هم باید د دوی تر منځ ترسهر شي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات غښتلي شوي او د سولې لپاره برابره شوې زمینه هم د دوی د قوت له برکته ده او له دغه فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي. د سولې مذاکرات د یوې او بلې غاړې د کمزورۍ او تسلیمۍ په مانا نه دی، بلکې د دواړو غاړو د قوت په مانا ده او دغه قوت د افغانستان د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لپاره حتمي او ضروري دی.

 

Comments
Loading...