روسيه [پوتين او کابلوف] ته په ځواب کې

سيد حسين پاچا

0 164

روسيه [پوتين او کابلوف] ته په ځواب کې :

پر حامد کرزی حساب کول مو ناسمه محاسبه ده

که امريکا پرې ښاده شوې وي، نو روسيه به پرې هم ښاده شي

افغانستان نن د کرزي له ناسمو کړنو نه ځوريږي، أم الفساد د فجايعو زېږنده ده. له خدای و رسول خو لا څه ان چې له خپل ضميره هم نه شرميږي

نوټ : داسې برېښي چې پاکستان دا ځل روسيه [پوتين وکابلوف] هم د کرزي – خليلزاد او د طالب په ګډه لوبه کې زموږ د شپولې د اقبال لېونی غوندې چې د ارواښاد کاکا ((قصاب باچا)) په قصابۍ کې د نر غويانو/پسونو/سيرلکيو … پر سربانډو ((تناسلي آلو)) اموخته (روږدی) شوی وو. اګر چې هغه خو دا نه خوښووله، خو ډېر سرزوره لېونی وو او په زوره لاس لګولو يې ترې غوښتله. که يې نه ورکوله جنجال يې ورسره کولو، خو مجبوريت وو، نو ستاسې د دواړو څه مجبوريت دی چې د تورو پنجابيانو هسې تش په نوم تناسلي آلو خوړلو ((ستراتيژيک واقتصادي تړونونو)) ته په تمه ياست؟ تاسې د پاکستان برخې ته په تمه ياست که څنګه؟ ګومان نه کوم چې چين درباندې خپله برخه په دواړو تړونونو کې وپلوري. له فقهي پلوه خو دا ډول د راکړې ورکړې ((بيع وشراء)) له وخته فسخه ده، خو په سياست کې يو بېځايه قمار دی.

قاضي فضل الله مفسر پخپله تفسيري شننه کې د مدارسو د مهتممانو په تړاو داسې وايی :

  • يو هغه دی چې له خدايه وېريږي، خو له خلکو نه،
  • دويم هغه دی چې له خلکو وېريږي، خو له خدايه نه،
  • درېيم هغه دی چې له خدای ومخلوق دواړو نه وېريږي،
  • څلورم هغه دی چې نه له خدای و له مخلوق دواړو نه – نه وېريږي.

زما د تنکي ژوند له يادښتونو نه:

ارواښاد قصاب باچا:

[ښاغلي سيد منتظر شاه پاچا ته به هم ښايي چې د ماشتوب ځينې صحنې پر ياد وي.]

ښاغليو پوتين او کابلوف،

زموږ په شپوله کې څلور لېونيان ول. اګر چې هغوی زموږ له شپولې نه ول، بلکې له اړوندو کليو او قريو نه راغلي ول. دا ځکه چې دلته ورته خلکو لږ تر لږه پاملرنه کوله، ډوډۍ، کالي ولباس به يې ورکول. لېونيان هم خوشاله ول او په دوکانو کې به هم خلکو يو نيم خوراکي شيان ومېوه ورکوله.

  • مختار لېونی
  • ګلاب لېونی
  • سيدال (سيدو) لېونی
  • او اقبال لېونی

زموږ اروښاد کاکا (قصاب باچا) به د شپولې له ښوونځي سره په خوا کې د سدې د مستې ويالې پر غاړه دوکانو کې قصابي کوله او خلک به له اړوندو کليو او قريو څخه ان تر غلنۍ او معين کس پورې راتلل او دلته به يې غوښه او نوره سودا کوله. د موټرو تمځای هم وو. موږ د دوه ولسواليو په مينځۍ کې پراته وو چې د يوې ولسوالۍ پای او د بلې شروع وه.

ارواښاد باچا به چې کله قصابي کوله او څاروی به يې حلال کړ، نو اقبال لېونی به ورته راغی چې ((موروپلار)) زما برخه پرېږده!

او که به يې حلاله کړې وه، نو پوښته به يې چې زما برخه دې پرېښې؟

هله ژر کوه، ما ته مې خپله برخه د غويي سربانډې ((تناسلي آله)) راکړه چې ځانته يې پخه کړم او ويې خورم.

کله ناکله به د اقبال لېوني پښو کې پرتوګ هم نه وو او لوڅ به وو، هغه ارواښاد به ورته وويل :

اقباله! نن بيا درباندې څه شوي دي؟

ولې دې پرتوګ پښو کې نشته؟

دا خو يخني ده، ساړه دي، ژمی دی. دا شپه درباندې څنګه تېره شوه؟

ورته يې ويل :

موروپلار، بس غم يې مه کوه، بېګاه شپه داسې غونج (راټول) پروت وم، لکه سپی چې په پروړه کې غلی او غونج (راټول) پروت وي. هغه (ارواښاد) به ورته ويل داسې بيا مه کوه. ما ته وايه چې زه درته بړستنه پيدا کړم او د شپې يې اغونده چې له سړو نه پرې بچ يې. هغه به تل په ژمي کې بېکاليو او بې بړستنې نه پرېښووه، خو بيا به يې چيرته ايسته غورځولي ول.

کله به ترې پرتوګ د انساني حاجت په وخت کې هملته پاتې شوی وو. اګر چې هغه وخت غريبي هم وه او خلکو به ورسره د لباس نيمه مرسته هم کوله، خو اقبال دومره د خپل ځان خيال نه ساتلو او سړو به هم ښه ځپلی (ګيچپيچ / بېسيکه) کړی وو.

ارواښاد قصاب باچا به چې ډنګر حلال کړ، نو دڅاروي (ډنګر) تناسلي آله ورته پرېښووله. کله به چې وږی وو، تر پوستکي ايستلو پورې يې وار نه کېده او ويل به يې هله ژر شه ما ته مې خپله برخه (خپل شی) راکړه چې ژر يې پخه او خېټې ته کړم. اګر چې باچا صاحب ورته نوره ښه غوښه هم ورکوله، خو دا يې ترې په لاس لګولو غوښتله.

دا به يې په هغه توره لوګيو وهل شوې پتيله (دېګ) يا د غوړيو په کوتالۍ کې له اوبو سره يوځای وروغورځوله او اور به يې ورلاندې بل کړ. لاسونه به يې هم د اور تاو ته نيولي ول چې تاوده شي. لږ ساغت وروسته چې ايله اوبه به وخوټېدې او زګ (ځګ) به پرې راواوښت، نو په ټوپو او خوشالۍ به شو چې بس پخه شوه. هغه به پخه کله وه. خامه خيشته (نيمژوبلې) به يې راويسته او ترې تاو به شو.

سترګې به يې ورته پټې او سر به يې ورته کله يو او کله بل لورې کوږ کړ او د غويي سربانډه (تناسلي آله) به يې کش کړه چې غوڅه يې کړي، خو هغه نه غوڅېده، ځکه چې خامه به وه يعنې پخه شوې به نه وه. بيا به يې لوښي ته ورواچوله. هغې به لا بيا زوښ خوړلی نه وو چې ده به راويسته او بيا به ترې تاو شو.

خلکو به ورته ويل، واقباله! دا څه کوې؟

خلک يې هم ځانته نژدې نه پرېښوول او په سره به وو. که نژدې ورتللې، نو پر کاڼو به يې ايشتلې. دوکاندارانو او خلکو به ورته ويل، اقباله لږ وار ورکړه چې پخه خو شي. ده به د چا خبره نه اورېدله او په غوسه کېده به او ښکنځل به يې هم کول چې ستا له ما سره څه کار دی؟ زه پوه شه او کار مې.

ان تر دې چې خلکو به ويل، اقباله دا خو ايسته د غورځولو ده، نو ولې يې خورې؟ لږ وار وکړه، موږ ته له کوره سباناری / غرمنۍ راځي، نو تا ته به هم ترې ډوډۍ درکړو. هغه به ويل، نه، ما ته مې خپل شی (تناسلي آله) خوند راکوي.

خير په همدې خبرو خبرو کې به تناسلي آله هم خلاصه شوه او وبه يې خوړله او بيا به د ارواښاد قصاب باچا خوا ته راغی او خوشاله خوشاله به ترې تاوېده چې خېټه يې ورته ورمړه کړې وه. د هېچا خبرې پرې تاثير نه کوه، خو د هغه خبرې ته به يې غوږ نيولو او هغه به ورته بيا په سباري، غرمنۍ او ماښامنۍ هر شي کې خپله برخه پرېښې وه او هغه به يې هم ورکوله.

په کابل کې د امن کنفرانس :

[[ښاغلي صالح وويل، په پاکستان کي د اسامه بن لادين د وژلو وروسته، دغه هيواد افغان حکومت ته وړانديز وکړ چي د څو شرطونو په مقابل کي تيار دی چي په شپږو مياشتو کي طالبان ختم کړي او په افغانستان کي سوله راولي.

نوموړي زياته کړه، چي :

  • لومړی شرط د ډيورنډ کرښي منل وو،
  • همداراز پاکستان ويل، چي په کندهار، هرات او ننګرهار کي به د هند کونسلګري تړل کېږي،
  • د افغان پوځ دريمه برخه به په پاکستان کي روزل کېږي،
  • د افغانستان او پاکستان استخبارات به يو کېږي،
  • افغان حکومت به په بشپړه توګه د غربي نړۍ سره اړيکي پرې کوي او پر ځای به ئې د پاکستان او چين سره ستراتيژک تړون کوي،
  • د هند او افغانستان سوداګريزي او سياسي اړيکي به پرې کېږي،
  • افغانستان به منځنۍ اسيا ته تلونکې لار د پاکستان پر مخ بشپړه خلاصوي،
  • او بل شرط داوو چي په افغانستان کي طبيعي زيرمو د قرارداد حق بايد يواځي چين او پاکستان ولري.

ښاغلي صالح زياته کړه، که چيري دغه شرائط افغان حکومت ومني، همدا نن به سوله راسي، خو دا د ذلت او غلامۍ سوله ده چي افغانستان به په لوی لاس د پاکستان غېږي ته ور اچول کېږي .]]

ښاغلی کرزی خو د دې توان و جرئت هم نه لري چې په دې تړاو خپله خوله خلاصه کړي، نو ستاسې به پرې څه ښه وشي؟

نو ښاغلی پوتين اوس راځم دېته چې :

  • ستراتيژيک تړون به يوازې له پاکستان او چين سره کوئ
  • د طبيعې زيرمو تړونونه به يوازې د چين وپاکستان سره کوئ

نو تاسې يا په بله مانا روسيې ته او شخصًا تاسې دواړو ته څه پاتې کيږي؟

تاسې خو لکه چې زموږ د شپولې اقبال لېوني ته ورته ياست چې د ارواښاد قصاب باچا له سخاوته به يې هسې پر خامه او نيمژوبله تناسلي آلې باندې شخوند وهلو او ځان به يې مړولو. هغه خو لا بيا هم ورځه لېونی وو او د خپل مړښت په پار به يې پلځنه تناسلي اله خوړله، نو تاسې ته خو په دې شرايطو کې داسې کومه پلځنه تناسلي آله هم نشته چې شخوند پرې ووهئ. ځکه چې د قرارداد (تړون) حق يوازې او يوازې د پاکستان او د چين حق دی، نو بيا تاسې ولې د کرزي – طالبانو او د پاکستان خوا نيولې ده؟ ايا پاکستان خو به خپله برخه پر تاسو له وخته مخکې پلورلي نه وي؟

تېر ته په کتو پاکستان خو د هندوپاکستان د وېش په وخت کې خپلې اوبه هم خرڅې کړي، ځکه خوسختدريځه اسلامپاله يې په کشمير کې رامينځته کړي چې اوبه پرې برمته کړي او زموږ مجاهدين وطالبان يې هم همدېته ورته او نورو موخو لپاره روزلي چې هر څه پرې برمته کړي، نو دا خو لا لاسته نه دي ورغلي، نو تاسې څه ته په تمه ياست؟ چين خو لا اوس هم ګيله کړې چې امريکا د افغانستان په اقتصادي ګټو کې موږ له پامه غورځوي، نو تاسې لږ سوچ وکړئ.

زه د کابلوف پروا نه لرم، ځکه چې هغه بې لکۍ خر دی، خو پر تاسې مې د روسيې د ساتلو او بيرته پر پښو او ځان بسيا کولو او سيالۍ ته راوتلو مې دا نه لوريږي چې تاسې يوه پخه سټه د تور پنجابي په دروازه کې دومره خوار (ذليل) هغه هم د يوې دروغژنې ژمنې په پار چې لا څه لاسته ورغلي نه دي او تاسې يې هم ورته وار له مخه په تمه کړي ياست ودرېږئ نه لورېږئ. زموږ د متل له مخې :

ورکه دې هغه مينځه شي چې د بلې لاسته ناسته وي.

که تاسې ځانته د مينځې حيثيت ورکوئ، نو سمه ده.

ايا کرزي خو به داسې کومه معامله له تاسې سره نه وي کړي چې تاسې يې دومره ملاتړي ياست او د دريځ ملاتړ يې کوئ، ولې؟ تاسې خو دېته هم وګورئ چې کرزی چا راوستی او چا پر موږ واکمن کړی وو؟ کرزی دې ځان کې د پاکستاني واکمنانو، اردوغان او نورو غوندې توان نه ويني او نه يې دومره څوک خپلسرۍ ته پرېږدي.

تېر ته په کتو زموږ د شهيد سردار محمد داوود خان يو بهرنی سفر چا ونه شو زغملی او برېژنيف ترې پوښتلي وو چې ولې زموږ له مشورې پرته تللي واست؟ او همداسې حفيظ الله امين درواخله. همداسې غازي امان الله درواخله چې د اروپا يو سفر يې چا ونه شو زغملی او هغسې لوبه ورسره وشوه چې لا تر ننه پرې ملايان او ځينې پرديپال ګوزارونه کوي.

همداسې له نجيب سره دوه مخې لوبه چې ملګري ملتونه پرې لا تراوسه چوپ پاتې دي. د ښاغلي کرزي لپاره به داسې لوبه چې د سلالې پوستې په پېښه کې زرداري تهران او ګيلاني بېجينګ ته منډه کړه او هر يو يعنې چا له تهرانه او چا له بېجنګه غږ کړ چې ((د ايران دښمن زموږ دښمن دی)) او د ((چين دښمن زموږ دښمن دی)). موږ خواران خو د سليم ساپي د يوې مرکې په پار په ارګ کې ورټل شو، نو نورې لوی لوبې زموږ له لاسه کله کيږي او نه يې توان وچالاکي په ځان کې وينو.

د ولس غوښتنه له طالبانو او کرزي نه دا ده چې تاسې به څه کوئ؟

  • تر څو به لېرې لېرې ګرځئ؟ [طالب ته]
  • تر څو به لالچ کوئ؟ [کرزي ته]

د طالب وپاکستان جنګ له ولس سره دی او ولس ته بايد ځواب ووايی. ستونزه يوازې له امريکا سره نه، بلکې لومړی و اخر له ولس سره حليږي. خوښه د طالب چې ځان له تلپاتې اسارت وذلالته خلاصوي او که پکې پاتې کيږي. خوښه يې خپله چې خپل بايللی اعتبار او هم اقتصادي ګټه ولس ته ورکوي او که هغه چا ته چې تر اوسه يې پخپلو غوجلو کې ساتلي دي. د کرزي سياست د ولس په ګټه نه دی.

ولس له خليلزاد، ملا برادر او له کرزي نه هم د ځينې چلوټه مبهمو لوبو پوره سپيناوی غواړي او دوی بايد په روښانه ټکو ولس ته ځواب ووايی، هسې اوبه له بوسو لاندې تېرې نه کړي.

په درنښت

سيد حسين پاچا

روسيه وايي، د افغان سولي په تړاو د حامد کرزي د دريځ ملاتړ کوي

https://larawbar.net/52818.html#.XZWK8kZKiUk

روسيه: غرب په افغانستان کې ناکام دی، موږ د حامد کرزي پلوي يوو

http://www.taand.com/archives/136174

Comments
Loading...