د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه (لومړۍ برخه)

0 64

-پوهنمل حاجي محمد نوزادي

د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه

(لومړۍ برخه)

په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد په Aarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې لومړۍ برخه  :

      د نننۍ پرتمیني غونډي درنو ګډونوالو ، آغلو او ښاغلو!

د ویاړه ډګه خبره بولم چي د غربت د ټولو کمزوریو او محرومیتونو سره سره ، ډنمارک میشتي افغانان پدې توانیدلي چي دهیواد د استقلال سلمه کالیزه په ویاړمنه توګه ولمانځي . د غونډي د جوړولو ستړیاوي که تر لویه بریده د افغانستان د ملی تحریک پرغاړه وي ، خو هر افغان باید پدې اړه پر خپله ونډه او ګډون باندي و ویاړي .

زه غواړم پدغه مهمه ورځ د امان الله خان یوې تاریخي بیانیی ته ستاسی پام را واړوم . دده ددغي بیانیي څخه موږ دقیق حدس وهلای شو چي ځوان او نوی خپلواکی ته رسیدلی پر وطن مین واکمن د خپل هیواد راتلونکې  په څه کي لیدل :

      داستقلال تر لاس ته راوړلو وروسته ، شاه امان الله د کابل په جامع جومات کی یوه تاریخی بیانیه ورکړه چی متن یې وتلی مورخ عبدالرحمن زمانی د برټانیوی هند د محرمو اسنادو له ارشیف نه تر لاسه کړی دی. غواړم ددغي ویاړلی ورځي د سلمي کلیزي په لمانځغونډه کي د نوموړی بیانیی برجسته ټکی د ګډونوالو سره شریک کړم . دلته څو خبري د یادولو وړ بولم : د ځوان شاه په بیانیه کي یو شمیر ترمینونه یا اصطلاح ګاني لکه ملت ، حکومت ، دولت او نور دهغه مهال د پوهاویو له مخي کارول شویدي . شاه امان الله کله چي ددغي بیانیي په ترڅ کي د ازادی معنی تشریح کوی ، دی د ازادی یو مهم شرط دا بولی چی یو  ازاد هیواد باید د نړۍ د لویو قدرتونو له ډلي نه وګڼل شي . البته دده موخه دا وه چی واړه اوکمزوره هیوادونو ته لکه څنګه چي ازادي تر لاسه کول سخته ده ، همدرانګه یې ساتل ورته اسانه کار ندی . ځکه نو ده پتیئلی وه چی خپل ګران هیواد افغانستان ته باید هر اړخیز پرمختګ ورکړي ، څو و کولای شي ځان د نړۍ د لویو قدرتونو سره سیال کړي . دی پوهیدی چی هیواد یې یوازی د اقتصادی اونظامی توان په درلودلو سره خپل استقلال ساتلای شی او د نورو اړمنو اولسونو سره مرسته کولای شي . ځکه یې نو د معاصرو غوښتنو سره سم د پیاوړتیا او پرمختګ پلانونه تر لاس لاندي و نیول .

      راشئ چي دا هر څه پخپله دده له خولي نه واورو .

په نوموړی مسجد کي چي خورا ډیر خلګ حاضر وه ، ده خپله تاریخي وینا په ډیر ویاړ او برم سره د وطنپالني تر احساساتو لاندي داسی پیل کړه :

    « ای زما هوډمن ملته !

     ستاسو به ښه په یادوی چی ما دخپل سلطنت په پیل کی، شاهی تاج پدی شرط پر سر کښیښود چی د افغانستان بشپړه داخلی او خارجی آزادی به تر لاسه کوم ».

    هغه وخت لوستی قشر دومره پراخ نه وو . پدې خاطر ده غوښته چي اولس یي دده ددغه هوډ په مانا او منځپانګه باندي و پوهیږي ، نو یې خپلو خبرو ته داسی دوام ور کړ :

     « اوس غواړم تاسو ته څرگنده کړم چی د یوه هیواد خارجی او داخلی آزادی او همدارنگه د یوه خارجی هیواد تراسارت لاندی والی څه معنی او مفهوم لری ؟ یوه هیواد ته هغه وخت په خارجی او داخلی چاروکی آزاد ویل کیری چی و کولای سی د نړی له لویو قدرتونو څخه وشمیرل سی، دا حق ولری د هر حکومت سره په سیاسی او سوداگریزو چارو کي هوکړی لاسلیک ، دخپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره وحدت او د اړتیا پر مهال مرستی ور سره وکړی او په نړۍ کی د بل هیڅ هیواد تر نفوذ لاندی نه وی. پدی توگه د خپل هیواد په ټولو چاروکی د آزاد لاس درلودل او دخپل هیواد په گټه د هری چاری د اجرا کولو توان ته استقلال ویلای شو » . دا وه دده له نظره د ازادۍ او استقلال مانا چی د خلګو د فهم سره یې سم توضیح کړه . وروسته یې د اسارت د تشریح کولو په موخه خپلي خبري داسی و غځولې :

    « د بل لوری نه تر اسارت لاندی والی وهغه څه ته وایی چی د نړی د قدرتونو څخه ونه شمیرل شی، دنورو هیوادونو سره د سوداګریزو او سیاسی هوکړو اجازه ونلری او ونه شی کړای د خپلو هم مذهبو او هم نژادو وړونو سره مرستي وکړی او همدارنګه دا حق ونلری چی د هغه هیواد داجازی نه پرته ، چی تر نفوذ لاندی یی دی ، دکوم بل هیواد سره اړیکي او سرو کار ولری ». پدې وخت کي یې د برټانیا سفیر ته د هغه هیواد د ناوړه نیت او کړنو پخاطر پدې ډول پیغور ورکړ :

    « . . . . که څه هم نفوذ لرونکی هیواد ښایی په ظاهره او سربیرن ډول ځان دوست وښئی، مګر په واقعیت کی به یی دښمن وی او جرړی به یی باسی » . ددغه پیغور سره سم یې دا هم وښودل چي استقلال یې د نورو هیوادونو لخوا په ښه توګه بدرګه شویدي او زیاته یې کړه :
« زه نن د خپل خدای نه شکر باسم چی خپل هدف ته یی ورسولم .همدا اوس زموږ د هیواد استقلال د ترکیی ، المان ، برټانیی، روسیی ، اطریش، او بخارا د هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل سوی دی. زه نن دغه لاس ته راوړنی تاسو ته اعلانوم او ددغو ټولو بریالیتوبونو مبارکی درته وایم » ( اوږدی چکچکی او ستاینیز شعارونه ) .
د لومړۍ برخي پای . نور بیا .

Comments
Loading...