د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛

لیکوال سرا ج الحق ببرک زی ځدراڼ

0 197

د یوه هیواد پال افغان لخوا د پاکستان لومړۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه؛

 

دریمه برخه

شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د افغانستان د ملي خپلواکۍ نومیالی غازي شهید ببرک خان ځدراڼ کشر زوی، د مرزک خان ځدراڼ لمسۍ او د سردارفتح خان ځدراڼ کړوسۍ دی.

په ۱۲۹۹ هجري شمسي کال کې د خوست ولایت د نارشاه کوټ ولسوالۍ د ګیډوري په کلی کې زیږیدلي. د سید اکبر ببرک زي هیواد پاله مجاهده کورنۍ د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالی د ګیډوري په سیمه کې د افغانستان په محاصر تاریخ کې په ملي او نړیوال کچ ستر شهرت موندلی دی.

سیدا کبر ببرک زی د خپلو نهه وروڼو کورنیو سره د یوې پلان شوې سیاسي توطېې له مخې چې ویل کیده، دوی غوښتل غازی شاه امان الله خان بیرته خپل سلطنتي تاج او تحت ته ورسوي،د افغان شاهي دولت تر وسله وال برید لاندې راغي او برتانوي هند ته فراري او تبعید کړل شو.

په ۱۹۴۷ کال د جنوري په میاشت کې اتل سید اکبر خان ببرک زی د خپلو دوو وروڼو سره برتانوي هند ته واوښت.

د انګریزي امپراتورۍ اړوندو ځواکونو لومړۍ درې واړه وروڼه په وزیرستان کې ونیول شول او بندیان کړل. دوی سمدلاسه د برتانوی هند څخه سیاسي پناه وغوښتله او سیاسي پناه ومنل شوه. انګریزان پوهیدل، چې څومره دا خلک د ډیورنډ له کرښې څخه لرې وساتل شي، په هماغه کچه به ترینه ارامه وي. سید اکبرخان او ورونه یې د برتانوی هند ایبټ اباد ښار ګوټې ته ولیږدول شول او هلته مېشت شول.

د شهید اتل سید اکبر خان ببرک زی کورنې پېژندنه او د افغان شاهي دولتونو سره د دې سترې کورنۍ اړیکو ته یوه لنډه کتنه

شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د غازی ببرک خان ځدراڼ په نهو زامنو کې تر ټولو کشر زوی و. د غازی ببرک خان ځدراڼ د زامنو نومونه په لاندې ډول دي، مشر زوی دیني عالم مولوي شیرک خان ببرک زی ځدراڼ، نایب سالار زمرک ځان ببرک زی ځدراڼ، قومي مشر وکیل شیر محمد خان ببرک زی ځدراڼ، یارو صیب عبد الله ځان ببرک زی ځدراڼ، مشر نعمت الله خان ببرک زی ځدراڼ، مشر میر افضل خان ببرک زی ځدراڼ، مشر عبدالرحیم خان ببرک زی ځدراڼ، ډګروال مامون خان ببرک زی ځدراڼ او په خپله مېړنی غیرتمن ملي اتل ځوان شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ دی.

د لویې پکتیا په تاریخ کې غازي ببرک خان د ځډرانو قبیلې یو وتلی ملي مشر پېژندلي شوي دی. هغه د خپل قام چوپړ لپاره د خانۍ ریښتېنې پګړۍ په سر تړلي وه. د شهید سید اکبر خان پلار نومیالي غازي شهید ببرک خان نه یوازې د ځدرانو قبېلې، د لویې پکتیا یو وتلی او پیژندل شوې قومي ملي مشر خان و، بلکې دی د لوی افغانستان د بیا جوړولو په تاریخ کې یو مخکښ سپېڅلې ملي مبارز پېژندل شوي دی.

غازی ببرک خان د امیرعبدالرحمن خان پام هغه مهال ځانته راواړولو، کله چې ځوان ببرک خان د خپلو ملګرو سره د خپل افغاني ننګ او غیرت پر ځای کولو لپاره او د خپلي پښتني افغاني احساس له مخې، د پښتو او پښتونولي د اصولو په چوکاټ کې نه یوازې انګریزانو ته اجازه ورنه کړه، چې زموږ د ویشلي شوي را پاتې خاورې ته را دننه نشي، بلکې د ډیورنډ تحمیلي کرښې په بله غاړه کې د برتانوي هند په سیمه کې پر انګریزي یرغلګرو پوځونو غلچکي یا چیریکي بریدونه هم کول. هغه د انګریزانو پوځې تاسیسات، پوځې چوڼې او پوځې مرکزونه تر برید لاندې نیول. دا مهال د ډیورنډ استعماري کرښه تازه په کاغذ کې کښل شوي وه. د انګریزي استعماري کرښه ببرک خان ځدراڼ او د هغه پکتیاوالو ځوانو ملګرو ته د منلو وړنه وه. دوی د نوې استعماري کرښې خلاف په خپلواکه توګه په انګریزانو باندې بریدونه کول. انګریزانو ته د ببرک ځان ځدراڼ خپلسري بریدونه په برتانوي هند باندې بریدونه ګڼل کیده. دوی ته یې په سیمه کې ستر سرخوږۍ رامنځ ته کړي وه. له ډیرو بریدونو او تاوانونو اړولو ورسته انګریزانو افغان شاهي دولت ته د ببرک خان د بریدونو په اړه د لیکل شوې پروټوکول له مخې رسماً شکایت وکړو. څو د لاسلیک شوي پروټوکول له مخې د ببرک خان د جګړییزو تحرکاتو مخه ونیول شي. امیر عبدالرحمن خان د لوېې پکتیا حاکم اعلې سردار شریندل خان ته یو فرمان ولیږلو، څو ببرک خان ځدراڼ کابل ته احضار کړي. ببرک خان ځدراڼ پرته له کومې وېرې د کابل په لور روان شو او د امیر حضور ته حاضر شو. تر دې لنډې لیدنې کتنې ورسته امیر عبدالرحمن خان د ببرک خان په میړانه، صداقت، اطاعت او افغاني ولسي پوهه او سرښندنه باندې ډاډمن شو. په خپل امر د پکتیا حاکم اعلی ته یو فرمان ولږه، څو د ځدراڼو د المرې په سیمه کې دولتي ځمکه ببرک خان ته ورکړل شي او هم د ملکې غونډ مشر رتبې په څنګ کې د لویې پکتیا په سیمه کې د ډیورنډ کرښې صفري نقطې څارنه او ساتنه هم ور په غاړه کړل شوه. ببرک خان سمدستي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دوولس تاڼې جوړې کړې او په خپله سیمه کې یوه ستره جنګې کلا جوړه کړه. د دې ځانګړي فرمان له مخې ببرک خان ته رسماً د سویلې سیمو څارنه وروسپارل شوه. ٬٬د تاج التواریخ  په کتاب  کې هم ترینه یاده ونه شوي٬٬.

د افغانستان د خپلواکۍ ملي اتل غازی ببرک خان ځدراڼ د خپلو ځامنو او د خپلې شتمنیۍ سره د دین او وطن، د خپلي خاورې خپلواکۍ، د افغانیت او اسلامیت د ساتلو په لاره کې په سیاسی، ملي، پوځې او تاریخي ډګرونو کې سترې کار نامې ثبتې کړی دي.

افغانستان در مسیر تاریخ کتاب کې د انګریزانو په وړاندې د افغانستان د استقلال په غزا کې د غازي ببرک خان او د هغه دوو زامنو حاجي شیرک خان او نایب سالار زمرک خان د هیواد د نورو نامتو جنګیدونکي نوموتې سپیڅلې غازیانو په کتار کې یاد کړي دي.

کله چې غازي ببرک خان د خپلو دوو زامنو سرمولوي شیرک خان او نایب سالار زمرک خان د افغانستان د خپلواکۍ په غزا کې د ډیورنډ کرښې په بله خوا کې د ټل په محاذ کې پر انګریزي پوځونو برې وموند او په لومړۍ ځل د ډیورنډ کرښې په بله خوا کې د افغانستان ملي بیرغ د انګریزانو د ټل پر جنګې کلاه باندې ورپاول شو.

غازی ببرک خان په سویلې محاذونو کې د پرنګي یرغلګرو خلاف ځښت ډیر جنګیدلی دی. هغه د لویې پکتیا د غازي قومونو سره په ګډه د ډیورنډ کرښې په وړاندې د ډیورنډ کرښې په وړاندې د پرنګې ټولې پوځې چوڼې چې اغزن سیمونه ترینه تاو شوي وه، د سیمه ییزو غازیانو په مرسته او ملاتړ له منځه وړې دي.

د ببرک خان ملي اتلوالي او د هیواد پالنې میړانه د افغانستان دولت ته هغهمهال ثابته شوه، کله چې غازي ببرک خان ځدراڼ د ټل جنګي کلاه نیولو ورسته د پیښور د نیولو په لور د تیارۍ په حال کې شو. هممهاله په سیمه کې د انګریزانو په وړاندې پاڅونونه پیل شول، د انګریزانو په لیکو کې ماتې ورګډه شوه. په پیښور کې د افغان مجاهدینو او غازیانو په پلوی خوځښتونه پیل شول، سمدستي انګریزانو د متارکې او اوربند اعلان وکړ او د افغانستان ملي خپلواکۍ پېژندلو وړاندیز وکړ. له دې برخلیک ټاکونکی جګړې او بری ورسته افغانستان خپله بشپړه ملي او سیاسي خپلواکې نړیوالو ته اعلان کړه.

غازي ببر ک خان د لویې پکتیا د مشرانو په استازیتوب د غازي امان الله خان څخه خپل بیعت اعلان کړو. شاه امان الله خان له یو شمېر صلاح مشورو ورسته د انګریزانو خلاف جهاد کولو لپاره د دریو محاذونو قوماندانان وټاکلو. پالوڅی جنرال ببرک خان ځدراڼ یې د سپه سالار جنرال محمد نادرخان

په مشري د جنوبې محاذ قوماندان وټاکلو.

غازی پاچا اعلیحضرت امان الله خان د افغانستان خپلواکۍ تر لاسه کولو ورسته کله چې د اروپا له سفره راستون شو، په یو شمیر سمونونو او ریفورمونو باندې لاس پورې کړو.

د اماني مډرن دولت په وړاندې لومړنۍ شورش په خوست کۍ پیل شو. غازی ببرک خان د اماني دولت په پلوي د همدې شورش په کرارولو کې د هیواد د جاهلو دښمنانو لخوا په شهادت ورسول شو. شهید ببرک خان ځدراڼ د خپل هیواد د یو اتل سپاهي په توګه د خپل ګران افغانستان د دفاع او ژغورنې په لاره کې تر ورستۍ سلګۍ پورې مبارزه وکړه او خپل خوږ ژوند یې د خپل هیواد او هیوادولو لپاره په ۱۳۰۴ هجري شمسي کې په ۶۳ کلنۍ کې په سخته توده روانه جګره کې د خپل یو ټپې شوي‌ همسنګر ملګري په مرسته کولو او ژغورلو کې خپل سر هم قربان کړو. اروا یې ښاده او یاد تل زموږ سره وي.

د پښتنو د دود او دستور له مخې د مشر خان مشر زوی د هغه ځیناستي کیږي. د غازي ببرک خان ځدراڼ تر شهادت ورسته باید د هغه مشر زوی مولوي شیرک خان د خپل پلار ځای ناستي شوي واې. خو حاجی شیرک خان د خپلي سپیڅلتیا او دیني علمیت له وجهې نه غوښتل د خپل قوم مشری په غاړه واخلي. ځکه مولوی شیرک خان یو ډیر دینداره او پرهیزګاره دیني عالم ګرځیدلي وه، هغه نه غوښتل په قومي شخړو کې لاسوهنه وکړي. د غازي ببرک خان دویم زوی نایب سلار زمرک خان د خپل قام مشري په غاړه واخیسته او د ځدراڼو خاني پټکی په سر وتاړه.

سید اکبرخان ببرک خان کورنۍ څنګه له افغانستان څخه برتانوی هند ته جلاوطنۍ ته مجبوره کړل شوه ؟.

افغان شاهي دولت ته په پر لپسي توګه د ځینو مضرو اشخاصو لخوا راپورونه ورکول کیده، چې غازي امان الله خان د دولتي واک او تاج و تخت بیرته نیولو لپاره لویه پکتیا ته راغلي دی او د غازی ببرک ځان ځدراڼ په جنګي کلاه کې پټ ځاې په ځای شوي دی. د همدې راپورونو پر بنسټ د افغان شاهي دولت چارواکې او استخباراتې مامورینو دوه ځلې د ببرک خان کلاه او میلمستونونه د ګیډوري سیمه کې د غاري امان الله خان د موندلو په لټه کې تلاشي کړل. هغمهال زما مرحوم پلار (لیکوال) په خپله د ببرک خان د کورنۍ د یو مشر ځوان په توګه د کابل څخه د راغلي پلټونکې پلاوي ته د خپلې کلاه دړه یا دروازه ورخلاصه کړي وه. دې ناببره راغلي استخبارتې مامورینو په کلاه کې د امان الله خان په اړه هیڅ ډول شواهید ونه موندل او بیرته په هماغه لار چې راغلي و، کابل ته لاړول.

افغان شاهي دولت په دې پوهیدو لکه څنګ چې په لوی کندهار کې د محمدزیو کورنۍ د ستر موم او نښان خاونده ده، همدارنګه د غازي ببرک خان کورنۍ د ځدراڼو په قبېله او لویه پکتیا کې د ښه نوم و نښان او له ولسي ملاتړه برخمنده کورنۍ ده .

افغان شاهي دولت په لویه پکتیا کې د ببرک خان له کورنۍ څخه په ځینو مهمو دلیلونو وېریده، د دولت د همدې ویرې له امله دغه هیواد پاله ملي کورنۍ جلا وطني یا تبعید ته اړه کړل شوه. کله چې اماني دولت د یو شمیر ورسته پاتو عناصرو لخوا، کوم چې د انګریزي استعمارګرو له لوري ملاتړ کیدو، نسکور شو او په پاېله کې د سقو زوی په کابل کې واک ته ورسید. اعلیحضرت محمد نادر شاه لومړی د سقو زوی نسکورولو لپاره د برتانوي هند له لارې لویې پکتیا ته د ببرک خان جنګې کلاه ته راغي. سپه سالار محمد نادر خان د لویې پکتیا له مشرانو سره د یوې جرګې په ترڅ کې دا پرېکړه وکړه، چې د دوی ټولې هڅې او هلې ځلې به د سقو زوی له وحشت او بربریت څخه د کابل ژغورل وي او د افغانستان شاهي دولتي واک او تاج و تخت به بیرته اماني هیوادپال نهضت ته ورسپارل کیږي.

د نوی افغان شاهي دولت جګپوړی چارواکی سپه سالار غازي محمد نار خان د غازی ببرک ځان زوی نایب سلار زمرک ځان سره په خپله کړي ژمنه پېشیمانه شو او د خپلې پرېکړې څخه پشا شو دا قومي پرېکړه هغمهال ترسره شوي وه، کله چې جنرال محمد نادر خان په لویه پکتیا کې د سقو زوی حکومت د پرځولو پلان جوړولو. د نایب سالار زمرک خان ځدراڼ او د پکتیا قومي مشرانو او جنرال محمد نادرخان سره دا پرېکړه وه، چې د کابل فتحه کولو او د سقو زوی شر او فساد حکومت د نسکورولو ورسته به دولتي واک بیرته غازي شاه امان الله خان ته ورسپالرل کیږي.

کله چې جنرال نادر خان د پکتیا قومي مشرانو په مرسته کابل فتحه کړو. سپه سالار محمد نادر خان له خپلې ژمنې او پرېکړې واوښت او خپله پاچاهي په کابل کې اعلان کړه. د افغان شاهي دولت د واکمنۍ کورنۍ او د غازي ببرک خان کورنۍ ترمنځ د غازي امان الله خان د بیرته راتګ او واک سپارلو له امله یو ستر اختلاف پیل شو .

د افغانستان د خپلواکې په جګړه کې د ببرک خان غازی ببرک ځان برخلیک ټاکونکې رول او په لویه پکتیا کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوولسو تاڼو د ساتلو مسوولیت او د برتانوي هند له چارواکو سره د ډیورنډ کرښې په ایستلو کې د امیرعبدالرحمن خان ځانګړی استازی نومول کیدل وه، همدا مهال د امیر عبدالرحمن خان د پاچاهي پرمهال نوموتې غازي ببرک ځان ته د غونډ مشرۍ پوځي رتبه ورکړل. همدارنګه د غازي امان الله خان په شاهي دولت کې پښې لوڅې غازي ببرک خان ته د اعزازي جنرالي رتبه ورکول. غازي ببرک خان ته د افغانستان د خپلواکۍ بیرته ګټلو کې مهم رول ولوبولو. له دې امله د غازی شاه امان الله خان لخوا غازي ببرک خان ته د افغانستان تر ټولو لوړ عالي لوړ دولتي نښان د المر اعلې نښان ډالۍ کیدل.

دا مهال غازي ببرک خان ځدراڼ په سیمه کې یو پیاوړی اغېزمن قومي او ملي شخصیت پیژندل. کیدل . غازي ببرک خان ځدراڼ د شاهي دولت له اوامرو څخه د خپلي پښتو او پښتونولي په چوکاټ کې اطاعت کول، له دې ځانګړتیاو له امله د ببرک خان کورنۍ د امان الله خان او امیرعبدالرحمن خان په دربار کې یوه با نفوذه، هیواد پاله او د هیواد ملي ګټو ته یوه ژمنه کورني پیژندل شوي وه. خپله امیر عبدالرحمن خان د ببرک خان هیواد پالې او ملتپالې

کورنۍ په نامه د کابل تخت نیشنانو یا واکمنو ته داسي یو بیساري وصیتلیک لیکلې وه. غازي ببرک خان ځدراڼ او د ده کورنۍ د وطن ډېره مخلصه وفاداره او صادقه کورنۍ ده، دا زما وصیت دی: څوک چې د کابل پر تحت تکیه وهي د ببرک خان ځدران له کورنۍ سره به ښه مېنه کوي او د یوه صادق او د وطن د خدمتګار په توګه له دوی څخه د وطن په خدمت کې کار واخلي. دا وصیتنامه اوس هم د کابل د ارګ په ارشیف کې شتون لري..

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې افغانستان ته د انګریزي او شوروي اتحاد امپراتوریو ګواښونه

د دویمې نړیوالې جګړې پای کې متحدینو د نړۍ د نورو هیوادونو تر څنګه له افغانستان څخه هم وغوښتل، چې نازی المان په دویمه نړیواله جګړه کې ماته خوړلي ده. په افغانستان د مات شوي جرمني ډیپلوماتان او اتباع دې د جګړې یرغمل شویو کسانو په توګه دوی ته وسپارل شي. څو له دوی سره د جنګې اسیرانو په توګه چلند وشي. د جرمني دیپلوماتانو د نه سپارلو په صورت کې به د شوروي اتحاد امپراتورۍ د افغانستان پر شمالی سیمو برید وکړي او همدارنګه د انګریزانو ښکېلاکګرې امپراتورۍ به د افغانستان په سویلې سیمو برید وکړي.

افغان شاهي دولت د متحدینو روسانو او انګریزانو د غوښتنو او ګواښونو له امله بیړنی حالت اعلان کړلو، ورسر د هیواد له ګوټ ګوټ څخه ته۱۸۰۰ کسیزه دودیزه لویه جرګه کابل راوبلله. په دې لویه جرګه کې د افغان دولت لوړ پوړې چارواکو سربیره د بهرنیو هیوادونو سفیران او دیپلوماتان هم ګډون وکړی وه. که څه هم د جرګې ځینې ګډونوال په دې اند و، جرمنان دې وروسپارل شي، ځکه له افغانستان سره د دې توان نشته، چې د دویمې نړیوالي جګړې ګټونکې متحدینو زبرځواکو مقابله وکړي.

نایب سالار زمرک خان ببرک زی ځدران د لویې جرګې مشر په توګه د لویې جرګې په تالار کې له خپل کمربنده پیشقبضه راویستله، د قالینې یوه څنډ‌ه یې را پورته کړه او په پیشقبضه د قالینې څنډه سورۍ شوه، بیا په لوړ غږ داسي وینا وکړه.

زما ګرانو هیوادوالو او د هیواد درنو استازو؛ دې خاورې ته که روسان راځي او که انګریزان دا باید په ژوره توګه واورې چې افغانان به یې په خنجر باندې داسي زړونه سوري سوري کړي لکه د قالینې دا څنډه چې سورۍ شوه. انګریزان باید په افغانستان باندې خپل پخواني تېري تجربه کړي‌ وي او هغه یې باید په یاد وي او روسان باید هم په افغانستان کې د انګریزانو له پخواني تاریخ څخه درس اخیستي وي. نایب سلار زمرک خان د خپلو احساساتې او جذباتي خبرو کې دا هم ورزیاته کړه، چې یوازې د شرقي جبهاتو د جنګ ټول صارف د درې کلونو د باره په غاړه اخلم، نو غوره به دا وي چې لویه جرګه په دې اړه لازم تصمیم ونیسي او حکومت دې د هغې فیصلې پر بنسټ اجرآت وکړي، د نایب سالار زمرک خان ببرک زی دې احساساتې او جذباتې خبرو سلطنتي کورنۍ له سخت تشویش سره مخامخ کړه او د ببرک خان ځدراڼ له کورنۍ څخه یې د وېرې احساس وکړو، چې بیا ورسته د دې پر کورنۍ د حکومت د یرغل یو بل دلیل دا هم و. سرچینه ٬٬ د غازیانو اتلانو یاد٬٬ کتاب ۲۲۲ پاڼه . نایب سالار زمرک خان ببرک زی خپلې خبرې داسي وغزولې: په فغانستان کې ټول المانیان د دې ملت میلمانه دي او د دوی عزت زموږ عزت دی. د افغانستان باشهامته او غیرتې ملت د خپل میلمه سپکاوی او بې عزتي نه غواړي او نه د هغوي بې عزتې زغملي شي، که المانیان خپلې خاورې ته تلل غواړي، نو تر هغې به د روس او انګریز سفیران په کابل کې له موږ سره یرغمل پاتې وي، ترڅو پورې چې ټول جرمنیان په ابرو او عزت سره خپل هیواد ته ورسیږي خو که د لارو په اوږدو کې زموږ میلمنو ته کوم تکلیف ورسیږي، هغه تکلیفونه او کړاونه به د روس او انګریز سفارتونه په خپلو ځانونه وزغمي.

لنډه دا چې ترځو پورې چې د المان د حکومت له خوا موږ ته د دوی د اتباعو د ډاډمن رسیدلو په اړه خبر نه وي راکړل شوې، تر هغې به د دوی سفیران له موږ سره یرغمل وي، چې کله د نایب سالار زمرک خان ببرک زی و ینا پای ته ورسیده، بیا د هرات ولایت وکیل پاڅیدو، هغه هم له احساساتو ‌‌ډکه جذابه وینا وکړه او د نایب سالار زمرک خان ببرک زی نظر یې تائید کړ، ورسته لویې جرګې په دې نظر باندې رائیه وغوښتله او د رائیو په نتیجه کې په غوڅ اکثریت سره دغه نظریه تائېد شو او د دې غونډې د عملي کولو حکم یې صادر کړ او بیا د افغانانو د دې فیصلې په نتېجه کې په افغانستان کې اوسیدونکي المانیان په خورا عزت او درناوي سره خپل هیواد ته روغ رمټ ورسیدل او هم په هیواد کې بیړنی حالت پای ته ورسید او د هر څه پریمانۍ شوه.

په دې کې هیڅ شک او شوپیان نشته، چې د سقو زوی پرځول، د کابل او ارګ فتح کول د وزیرو، مسعود، ځدراڼو، ځاځیو او منګولو قومونو د ګډو همکاریو او قربانیو پرنه ناشونې وه. د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ کې پیاوړي مجاهد، بریالي غازي او نامتو جرنیل محمد خان وزیر د خاطراتو په کتاب کې د زمرک خان ببرک زی ځدراڼ څخه په وار وار یادونه کړي ده، جنرال محمد خان وزبر د خپل کتاب په یوه برخه کې داسي لیکي: کله چې موږ د ارګ دیوالونو ته له نږدې شو، د یوې وینا پرڅ کې خپله جنګي کړنلاره خپلو مجاهدینو ته  داسي اعلان کړه، جنرال وویل. زه دا غوره ګڼم چې د ارګ دیوالونه په خپلو وینو ورنګوو او هغه صورت کې چې موږ په سنګرونو کې مرو، دا به ښه وي، چې په سلو کې پنځوس د ارګ په فتح کې ومرو اوس ستاسو مشرانو خوښه او اختیار دی چې زما دې وېرې او اندېښنې ته څرنګه ځواب ورکوي، هغه د وینا سره ټول مشران یوه شیبه په فکر کې شول، تر ټولو لومړی محمد ګل خان چې یو د ډیر حساس فکر خاوند و او زمرک خان ځدراڼ چې د خپل غیرتې پلار ببرک خان په څېر په جنګي مسایلو کې پوه او اګاه و، څرګنده کړه،

يارمحمد خانه! ستا دا ندېښنه او وېره پر وخت او پر حق ده، زموږ هم خوښه ده چې په یوه ځل پر ارګ باندې برید وکړو او دا سلطنت غاصب د خپل عمل په جزا ورسوو. د محمد ګل خان او زمرک خان څخه ورسته ټولو په دې موافقه وکړه، چې د ۱۳۰۸ لمریزه هجري کال د میزان د شلمې له سپیدو چادو سره دې په ارګ باندې په ګډه فیصله کوونکی برید وشي او حمله وشي، د پرېکرې سره سم ارګ په شدت د ټوپونو په ګولیو وویښتل شو او د ارګ څخه د اور لمبې او دودونه اوچت شول ۳۲۲ پاڼه د افغانستان د خپلواکۍ او نجات تاریخ کتب

لنډه دا چې د همدې لاملونو پر بنسټ په کابل کې د محمد زیو شاهي کورنۍ او د نایب سالار زمرک خان په مشرۍ د ببرک ځان کورنۍ ته په لویه پکتیا کې د یو ګواښ په څیر کتلو. له یوه لورې د هیواد په سویلې محاذ کې د لویې پکتیا ولسونو په ملاتړ د ببرک خان په مشرۍ د افغانستان د ملي خپلواکۍ د بیرته اخیستلو کې ستره ونډه اخیستل له بلې خوا د ببرک خان زوی نایب سالار زمرک خان ځدراڼ په کابل کې د سقوې زوی په پرزولو کې د سپه سلار محمد نادر خان سره ستر برخلیک ټاکونکې ونډه درلودل وه.

د غازي ببرک خان هیواد پاله کورنې څنګه له افغانستانه برتانوي هند ته تبعید کړل شوه ؟

د افغان شاهي دولت او د ببرک خان کورنی دویم مشر زوی نایب سلار زمرک خان سره اړیکې د غازي شاه امان الله خان د بیرته راوستلو د ګونګوسو له امله هم ځښتې ډیرې کړکیچنې شوي او تر بې اعتباري تر پولې پورې رسیدلې وې.

په همدې ترڅ کې ناببره افغان شاهي دولت د صدراعظم سردار محمد هاشم خان په امر د لوا مشر جعفر خان تر قوماندې لاندې پرته له کوم ثبوت شوي جرم او ملي خیانت د ببرک ځان ځدراڼ په کورنې او شخصي حریم باندې د ګیډورې په سیمه کې د ټوپو ډزې، د هوایې ځواک له بمباريو سره مل یو وسله وال برید پیل کړل شو. د ببرک خان کورنۍ چور او تالان پیل شو. د شهید ببرک ځان زمنو څو ورځو د خپل ننګ او ناموس ساتلو له کبله دومره مقاومت وکړو، څو دوی خپلې ښځینه او ماشومان یوې امنې سیمې ته وباسي. د لوېې پکتیا د قومونو مشران او قومې لښکرې هم د منځګړتوب لپاره سیمې ته راورسیدې. دوی مجبوره شول وزیرستان ته د انګریزې امپراتورې سیمې ته واوړې.

د همدې ناروا برید په ترڅ کې د کابل څخه د راستولي شوي پوځی قطعې یو قوماندان نادر شاه ووژل شو، چې بیا ورسته د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د همدې وژل شوي قوماندان په نامه ونومول شوه.

کله چې د ببرک خان زامنو د نایب سالار زمرک خان په مشري په یوه بیړنې استراري حالت کې وزیرستان ته پناه یوړه، د وزیر قبیلې مشرانو د پښتو او پښتونولۍ د دود دستور له مخې نایب سلار زمرک خان او د هغه وروڼو ته په خپلو کورونو کې ځاې او پناه وکړه.

انګریزي نړیوالي امپراتورۍ د افغان شاهي دولت د لاسلیک شوي پروټوکول په بنسټ دوی تر تعقیب لاندې ونیول شول، انګریرانو لومړۍ د وزیر قبیلې ته خبردارۍ ورکړو، څو د خپلي سیمو څخه راغلي میلمانه وباسۍ. د وزیر میړنې قبیلې د انګریزانو خبردارې ته کوم غبرګون ونښود، له هغې ورسته انګریزانو د خپلو ځانګړو الوتکو له لارې پر وزیرستان باندې له هوا څخه ګلابې رنګه اخطاري پاڼې وشیندلې. په پښتو ژبه لیکلي شوي وه، تاسو ته خبر درکول کیږې، که د افغانستان شاهي دولت مخالفین له خپلې سیمې ونه باسئ، دوی به په ټاکلي شوي سیمه باندې بمباري وکړي. انګریزانو خپل ګواښ ریښتنې کړو، د وزیرو په سیمه باندې بمباري وکړي. زما مور او پلار د (لیکوال) د دې بمباري عیني شاهدان وه، دوی د غره له یوې سمڅې څخه د انګریزانو د جنګي الوتکو د بمبارې تماشا کوله. انګریزانو په وزیرستان باندې اخطاريه پاڼې په داسي مهال وغورځولي، له یوې خوا د وزیرستان ستر غازي میزاعلی خان ایپې فقیر د انګریزانو دې بې رحمه بمباري ته سخت غبرګون وښودل او له بلې خوا په لوی وزیرستان کې د میړنې وزیرو قومونو او د لوېې پکتیا د قومونو مشران په جرګه بوختیدل. انګریزانو په سیمه کې د وزیرستان جرګوالو راغونډیدل او د ببرک ځان کورنۍ مشرانو شتون یې خپلې امپراتورۍ لپاره یو ګواښ ګڼلو. جرګه والو په روانه جرګه کې د یو متقابل وسله وال پاڅون پرېکړې ته نږدې شوي وه، خو نایب سالار زمرک خان د خپلو وروڼو په مشرۍ د وسله وال پاڅون پرېکړه رد کړه. هغه نه غوښتل؛ چې د ځان او د خپلې کورنۍ د بې عزتي په بدل کې د افغان شاهي دولت په وړاندې وسله وال پاڅون پیل وکړي. هغه پوهیدو چې د یو ناسم پوهاوي یا د هغوي د مخالفینو له خوا پر دوی د یوې پلان شوي دسیسې طرحې له مخې ناروا تور لګولي شوي دی. تور داسي لګول شوي وه، ګڼې د ببرک خان کورنۍ د غازي امان الله خان بیرته واکمنولو هوډ لري.

د ځدراڼو مشران پوهیدل چې له دوی سره د غازي امان الله خان د بیرته راوستول هیڅ کوم پلان نشته. د ببرک خان ځدراڼ کورنۍ یوازې د یوه بې بنسټه تور لګولو له امله خپلو کورنیو واړو او زاړو سره بې ګناه کډوال شول.

د همدې قومي جرګې د پریکرې ورسته د شهید ببرک خان زامن سره وویشل شول. ځکه د دوی ته د کابل څخه د افغان شاهي دولت له لورې د بیرته ستنیدو بلنه د یو فرمان په ترڅ کې لیږل شوي وه. په همدې بیړنې حالاتو کې شپږ وروڼه له یوې مودې ورسته بیر ته افغانستان ته راستانه شول او درې نورو وروڼو نایب سالار زمرک خان، ډګروال مامونه خان او سید اکبر خان په خپلو کې قسم یاد کړو، تر څو په افغانستان کې د نادر خان شاهي کورنۍ واکمنه وي، دوی به افغانستان ته بیرته ستانه نه شي.

کله چې د ببرک خان شپږ زامن بیرته افغانستان ته راغلل، دوی د شاهي دولت لخوا له ونیول شول او له دوی سره ډیر بد چلند وشو. کله چې زما (لیکوال) نیکه مولوی شیرک خان ببرک زی د وزیرستان څخه د شاهي دولت د یوه فرمان له مخې بیرته افغانستان ته راغي، دی د قبایلو په ریاست کې بندي او نظربند کړل شو. زما مرحوم پلار به هره ورځ زما مرحوم نیکه ته له کوره پخه ډوډۍ وروړه.

زما د پلار له خولې یوه ورځ سر دار شاه محمود خان د امیر عبدالرحمان خان وصیت نامه مولوی شیرک خان مخې ته ایښودلي وه، وویل، د کابل تخت نیشنانو له لورې د ستاسو ملي کورنۍ ته د یوې با اعتماده او باورمندې کورنۍ په څېر ګتل کیده، تاسو ولې خپل ملي اعتبار او باور له لاسه وکړو؟ نېکه په ځواب کې ورته ویلې و، دغه وصیت نامه تاسو ته لیکلي ده، تاسو باید د سردار محمد هاشم خان څخه پوښتنه وکړي. چې ولې زموږ هیواد پاله کورنۍ پرته له کوم جرم او ګناه څخه چور، تالان کړه ، فراري کړه او موږ مو اوس بندیان کړي یو؟

کله چې د ببرک خان مشر زوی مولوي شیرک خان ته د حکومت لخوا یوه توبه نامه وړاندې شوه، څو دی لاسلیک پرې وکړي، هغه د توبه لیک له لاسلیکولو څخه انکار وکړو او هغه په توبه نامه کې ولیکل، چې کړي مې څه دي ؟ ولې توبه لیک لاسلیک کړم ؟ له دې امله دی ډیره موده نور په بند کې پاتې شو، بیا ورسته د مخورو قومي مشرانو په وساطت او منځګړتوب له بنده خوشي کړل شول.

د لیاقت علی د سیاسي وژنې په اړه د ځینو ورځپاڼو لیکنو او تبصرو ته یوه کتننه

د پاکستان صدراعظم لیاقت علی تر ووژل کیدو دوه ساعته ورسته د پاکستان حکومت د دې وژونکې پېښې په اړه یوه اعلامیه خپره کړه: برید ګر افغان سید اکبر د افغانستان د خوست اوسیدونکې دی. سید اکبر د افغانستان د خوست ولایت د ځدراڼو قبیلې مشر ببرک ځان زوی دی. سید اکبر خان هیڅکله د تورنو کسانو په لیسټ کې نه وه شامل. د هغه پلار د غازی امان الله خان په پلوي او د امانی سلطنت یا دولت په پلوې جګړه کې وژلې شوي دی.

امان الله خان د افغانستان لومړنې خپلواک پاچا وه. د سید اکبر کورنې د اماني دولت پلوه فراکسیون کې شامله کورنۍ وه. سید اکبر خان د افغان وسله وال پوځ کې یو ډګرمن وه.

په ۱۹۴۷ کال د جنورې په میاشت کې سیدا کبر خان ببرک زی د خپلو دوو وروڼو سره برتانوی هند ته کډوال شو. هغهمهال د برتانوي هند حکومت لخوا سید اکبر خان ببرک زی ته او د هغه د کورنې نورو غړو ته سیاسي پناه ورکړه. د هغه په ایبټ اباد کې یو کور کې مېشت شو. د برتانوی هند حکومت له خوا دوی ته د میاشتې ۴۵۰ روپې معادل ۱۵۵ امریکایې ډالر د سیاسي کډوالې معاش په توګه ورکول کیدې. همدغه پیسې بیا د پاکستان د نوی حکومت له لور ي هم ورکول کیدې.

سید اکبر خان ببرک زی په ایبټ اباد کې لومړې د انګریزي امپراتورۍ د استخباراتو بیا ورسته د پاکستان له جوړیدو سره جوخت د پاکستانې استخباراتو مامورینو سي آې ډي له دریو کلونو راهېسې په پرلپسې توګه تر خپل تعقیب او نظارت لاندې نیولې وه.

په ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په شپاړلسمه نیته د پا کستان ډیوان اخبار کې هم د صدراعظم لیاقت علي وژونکی سید اکبر یو افغان تبعه وبلل شوي دی او دا پوښتنه راوچته کړي ده، چې هغه د نیولو پر ځاې ولې هغه ووژل شو.؟

د نیویارک ټایمز ورځپانې خپل یو رپوټ کې لیکي، کله چې هغه دوه مرمۍ وویشتل شو، د هغه څنګ ته ناست خلک په خپلو کې سره ونښتل. خلکو په سید اکبر باندې ګوزارونه وکړل، هغه ووهه، په هغه یې ډزې وکړې او لږ تر لږه ځینې خلک په ډزو کې وویشتلي شوه، یوه ګولې د پولیسو د یوه افسر لخوا ویشتل شوي ده.

اخبار لیکي، د دې پېښې ورسته د افغان حکومت ویاند سمدلاسه ادعا وکړه، چې سید اکبر خان د خپل ملت سره دښمني فعالیتونو له امله د افغان تابعیت څخه بې برخې شوې دی، له دې امله برتانوي چارواکو هغه ته په صوبه سرحد کې پناه ورکړي وه. د برتانوي هند حکومت له لوري سید اکبرخان ته یوه اندازه معاش هم ټاکل شوي وه.

د دریمې برخې پای

Comments
Loading...