د یوه افغان لخوا د پاکستان لومړنۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه

لیکوال : سراج الحق ببرک ځدراڼ

0 795

د یوه هیوادپال افغان لخوا د پاکستان لومړنۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه، د ډیورنډ کرښې کړکیچ او افغان ولس ته د ناموس سپکاوي قضیه

لومړي برخه

سریزه :

د نوې زیږیدلي پاکستاني دولت لومړنۍ وزیر اعظم لیاقت علي وژنه ټولو سیاسي او جنایې کارپوهانو او اړوندو اړخونو ته یوه تاریخي معما پاتې شوې ده. د دې سیاسي وژنې انګیزې په اړه ډیرو پنجابي او نړیوالو، کارپوهانو او لیکوالو خپلي ګوماني تیورېکي توطيې او دسیسې لیکلي دي. خو تر اوسه یوه تیوریکي لیکنه په دې نه ده توانیدلي، څو ثابته کړي، چې د پاکستان وزیر اعظم لیاقت علي د وژل کیدو انګیزه او علت څه شي وه ؟.

دا پیښه له نن څخه ۶۸ کاله مخکې پیښه شوي ده. تر اوسه د دغې وژونکی پیښې اصلي علت او انګیزه ټولو ته سم نه ده روښانه شوي. کله چې سړی د پاکستاني لیکوالو لیکني ولولي، دوی په خپلو تيوریکې توطئو او پروپاګنډونو کې د لیاقت علي څخه د نړیوال سیاست یو غټ هیرو جوړ کړ دی. دوی دومره درواغ لیکي دي، چې ریښتیا په کې بالکل پټ ساتل شوي دي. دوی په خپلو دورغجنو رسنیو کې لیکلي دي، چې لیافت علي د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح نږدې ملګری د امریکا او افغانستان حکومتونوپه مرسته وژل شوي دی. کله ویلي شوي دي، چې ګورنر جنرال غلام محمد د لیاقت علي په وژلو کې لاس لرلو، کله ویلي دي، چې د لیاقت علي د قتل ټول اسرار، د پلټني ټول لاسوندونه او شواهد د الوتکو د لویدو سره سم سوځیدلي دي. که څه هم هغمهال پاکستاني حکومت خپلو رسنیو ته په کلکه ګوټڅنډنه کړي وه، چې د لیاقت علي وژنې او د افغان سید اکبر په اړه به څوک په رسنیو کې رپوټونه او لیکني نه کوي.

په ډیر خواشینۍ سره دا هم د یادونې وړ ده، څومره چې پاکستاني او نړیوالو سیاسي څېړونکي او شنونکي د دې مهمې وژنې په اړه څېړنې او لیکني کړي دي، هغومره افغان لیکوالو او شنونکو دې مهمې موضوع ته لږ پام اړولي دی او ډیرې لږې لیکني پرې لیکلي دي.

په دې لیکنه کې د لیاقت علي د وژنې په اړه د پاکستاني لیکوال برسیره د دوو بهرنيو لیکوالو د دسیسو یا توطئو تیورېکې لیکني هم تر خپل وسه را ژباړل شوي دي.

شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ زما (لیکوال) د مور او ارواښاد پلار تر ټولوکشر تره و. موږ ته مور او پلار د ده د شخصیت، پوهي، سرښندنې او میړانې په اړه ډیرې کیسې ویلې شوي دي. په دې لیکنه کې یوه هڅه کیږي، څو د شهید سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ د قتل شالید، علت او انګیزه د ده په سیاسي، ټولنیز، کډوالې او د ده د ملتپالنې د عالي احساس په چوکاټ کې وڅیړل شي.

لومړۍ پوښتنه دا ده، ولې سید اکبر ببرک زی ځدراڼ د پاکستان لومړي وزیر په سټیج کې د وینا پر مهال د زرګونو خلکو په منځ کې د تومانچي په ډزو ووژلو ؟ ولې په دا دومره خلکو کې سید اکبر خان د لیاقت علي وژلو ته چمتو شو ؟  ایا دا یوه سیاسي پلان شوي امریکايې وژنه وه، لکه څنګه چې پاکستانیان ادعا لري، که دا وژنه د لیاقت علي د بدي خولې، افغانانو ته د سپکاوي او د افغان ملت سره د بدنیت درلودلو له امله د یو میړاني خپلواک افغان د پښتونوالۍ د ننګ او غیرت په دایره کې یو بیړنې غبرګون وه؟

ولې افغان شاهي دولت په لویه پکتیا کې پرته له کوم وسله وال بغاوته د شهیدسید اکبر خان پلار نومیالي غازي شهید ببرک خان په کورونو او کلاګانو د توپونو ډزې او بریدونه کړل؟ د شهید سید اکبر خان پلار د خپلواکۍ په جګړه کې ټل جبهي فاتح غازي ببرک خان نه یوازې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې برخلیک ټاکونکي رول لوبولي وه، بلکې مشر خان د غازي امان الله خان په پلوي شهید شوي و. ولې د افغانستان د خپلواکۍ ملي اتل غازي ببرک خان کورنۍ له افغانستانه فرار ته مجبوره کړل شوه؟

ولې سید اکبر خان په ۱۹۴۷ کال کې د خپلو وروڼو سره مرور برتانوي هندته ولاړ ؟  بیا هلته د انګریزانو د ۱۸۱۸ کال د بنګال قانوني فرمان له مخي توقیف یا تر نظارت لاندې ونیول شو. د پاکستان په دوسیو کې شهید سیداکبر خان د افغان وسله وال پوځ یو پوځي ډګرمن ښودلي شوي دی. ولې سید اکبر او د هغه مشر ورور نایب سالار زمرک خان قسم یاد کړي وه، تر څو په افغانستان کې د نادر خان کورني په واک کې وي، دوی به افغانستان ته بیرته لاړ نشي ؟

ولې ۲۹ کلن سید اکبر خان د خپلو اووه وروڼو سره برتانوي هند ته فراري شو؟ ولې سید اکبر خان د خپل مشر ورور سره د لويې پکتیا د قامونو مشر نایب سالار زمرک خان سره په برتانوي هند کې پاتې شو او نور وروڼه یې بیا بیرته افغانستان ته راوستل شول؟.

څنګه پاکستاني استخباراتو هغه مهال د افغان شاهی دولت د ناراضيانو یا مخالفینو څخه خپله سیاسي او پوځي ګټه پورته کوله او دوی د ډیورنډ کرښې په کړکیچ کې د پاکستان د ګټو لپاره کارول ؟ هغمهال د سید اکبر خان ټول کړه وړه او تګ راتګ په پیل کې د انګریزانو او بیا ورسته د پاکستاني استخباراتي مامورینو لخوا تر څارنې لاندې و. ولې د رابلل شویو میلمنو په ډله کې دی هم د غوندې ته رابلل شوي و او سټیج ته مخامخ په لومړي قطار کې د خپل یوولس کلن زوی او د مسلم لیک له ۱۳ غړو سره په ټاکلي ځای کې ناست و؟ دی ولې په رابلل شوي غونده کې د پولیسو یا استخباراتي چارواکو لخوا ونه پیژندل شو ؟

د داسي نورو ډیرې پوښتنې په ځوابیدو سره د سیداکبرخان ببرک زی ځدراڼ د وژنې انګیزه یوه اندازه ثابتیدي شي او د هغه د هیواد پالنې، ملتپالني، افغانیت او اسلامیت احساس ترینه څرګندیداې شي.پاکستاني پولیسو د سید اکبر تر وژنې ورسته د هغه په کور کې ډیر ادبې علمي اثار وموندل. دا ترینه څرګندیږي،چې سیدا کبر شخصاً د مولانا جلال الدین رومي او اقبال لاهوري د اشعارو او ادبیاتو مینوال و او سخت ترینه اغیزمن شوي و.

د لیاقت علي سیاسي وژنه څنګه پیښه شوه

په ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په شپاړسمه نېټه د پاکستان لومړی وزیر د راولپنډۍ په کمپني باغ کې د سید اکبر ببرک زی ځدراڼ لخوا د مسلم لیک په یوه سترې رابلل غونډې کې د تومانچي په ډزو ووژل شو. په دغه ورځ وزیر اعظم لیاقت علي غوښتل د مسلم لیک یوې غونډه ته وینا وکړي. لیاقت علي د څلور بجو په شاوخوا کې پوڼې ته ورسید. کله چې وزیراعظم دریځ ته وخوت او خپله وینا پیل کړه، د غونډې په لومړي قطار کې یو افغان د سید اکبر خان ببرک زی ځدراڼ په نامه ورته ناست وه. هغه په خپله تومانچې شپږ درې او ځینې وایې نه دوه ډزې وکړې. لومړنې ډز د وزیر اعظم په ټټر کې زړه ته نږدې ولګید، دویمه ګولي د هغه په نس کې ولګیده. وزیر اعظم په ځمکه نسکور شو. هممهاله په فضا کې د مایکروفون غږ بند شو داسي بریښیده، لکه چې د مایکروفون څپې د تل لپاره غلي شوې وې. لږ شیبه ورسته بیا د پښتو ژبې په یوه لهجه کې یوه جمله واریدل شوه، دا څوک وه ؟  په پیل کې لومړې غږ یا خبره د ایس پې نجف خان وه. هغه په پښتو ژبه کې په امریه تونده لهجه کې په زغرده وویل؛ چا ډزې وکړئ ؟ امر ورکړو: هغه ووهئ.

نهه ثانیې ورسته د نهه ملي متره تومانچې ډزې واریدل شوې. ورپسې د یوې بلې تومانچې Waverley –Revolvers   څخه درې نورې ډزې وشوې، بیا ورپسې په د راتلونکي پينځلسو ثانیو کې د همدې مختلفو تومانچو څخه په پرله پسې توګه د ډزو او ګولیو اور ته تر هغه دوام وکړل شو. څو خلکو پر وژونکی باندې کنټرول تر لاسه کړو. لږ شیبه ورسته نجف خان په خپله تومانچه افسر محمد شاه پینځه ګولي وویشت.

لومړی وزیر لیاقت علي په ډیر بیړنې نارک او بد حالت کې د غوندې له سیمې څخه ویستل شو. لیاقت علي د کشمیر ایالت د چارو وزیر نواب مشتاق ګورماني په موتر کې یو نږدې پوځي روغتون ته یوړل شو. چیرې چې هغه د خپلو ټپونو له امله مړ شو.

د پاکستان په تاریخ کې د لیاقت علي خان وژنه یوه تر ټولو نه هیریدونکي، عجیبه وغریبه او له سیاسي معما ډکه پټه پیښه ده. د لیاقت علي د وژنې انګیزه تر اوسه سمه نه ده روښانه شوي. که روښانه شوي وي، هغه پاکستاني چارواکو د خپلو ناروا پټو سیاسي موخو له امله پټه ساتلي ده.

د ۱۹۵۱ د اکتوبر په شپاړسمه نېټه راډیو پاکستان د همدې غونډې په اړه یوه خپرونه چمتو کړه، څو د راوړلپنډې له کمپني باع څخه د لیاقت علي وینا په ژوندۍ بڼه خپره کړي. په سټیج کې د راډیو ټول سامانونه پر یوه میز باندې ایښودلي شوي وه. کله چې لیاقت علي وژل کیږي، میز سره د راډیو ټول سامانونه ښکته را غورځول کیږي. سربیره پردې بیا هم د راډیو خپرونې په ژوندي بڼه دوام درلودي. دغه راډیو یوه دقیقه او ۴۳ ثانې د ډزو مختلف غږونه ثبتوي او ورسره د خلکو ګڼه ګونه هم خپروي. دغه ثبت شوي ډزې او خبرې څو څو وارې د پیښې پلټونکي یا څیړونکي کمیسیون ته وړاندې شوي او اوریدلي شوي هم دي. د لیاقت علي ډیرې ویناوې په راډیو پاکستان کې ثبتي دي او تر اوسه شتون لري، خو دغه مهمه ثبت شوې وینا نه په راډیو پاکستان کې او نه د پاکستان په نورو راډیوګانو کې شته .دغه وینا ځکه پټه ساتل شوي ده، څو دا ترینه ثابته نه شي چې لیاقت علي په خپلي وینا کې ګوستاخي کړي وه او د افغانانو د ناموس سپکاوی کړي و، چې له امله ووژلي شو.

پاکستان کې د لیاقت علي د وژنې څرنګوالی په څه ډول وڅیړل شو

غلام نبي پټان ( د هغمهال د مسلم لیک د ګډ سکریټریت په مشر تابه کې وه)، د هغه په وینا: د لیاقت علي د وژنې په اړه نه ایف .ای. ار .درج شوي وه او نه د هغه د وژنې په اړه محکمې ته د پلټنوکومه مقدمه وړاندې شوي وه. یوازې د محکمې لخوا یوه قضایې پلټنه د قاضي منیر او اختر حسین په مشري تر سره شوه. خو د دې پلټنې موخه په ځای د دې چې د لیاقت علي خان قاتلین و پیژندل شي، د دوی لخوا د وژنې په تړاو د خوفیه ادارو غفلت وڅېړل شو. د میرمن بیګم لیاقت علي په وینا: د حکومت لخوا د دې انتصابي کمیسیون ټاکل یوه عمدي یا غیر عمدي تیروتنه وه.

د پلټنو پایله دا شوه، د پنجاب او صوبه سرحد پولیسو په ځای د دې چې خپل ټول تمرکز د قاتلینو موندلو ته واړوي، دوی د ادارې غفلت د تورنو سپینولو باندې بوخت شول .

له دې امله د دې پلټونکي کمیسیون پایلې خورا مبهمي او په لویه کچه بې مانا وې، د بیلګې په توګه:

الف ) موږ نشو کولي د بیان شویو پیښو په بنسټ یوه پایله راوباسو. موضوع تر څيړنې لاندې ده. د پلټنو افسر د څو تیوري په ارزونه باندې بوخت دی.

ب) په دې اړه تراوسه درې تیوریکې توطئې یا سازشونه پېژندلي شوي دي. دوه يې یو له بله سره تړاو لري او دریمي توطئه د مرکزي حکومت او صوبې حکومت ترمنځ یو تړاو شته. موږ د توطئو یا سازشونو په اړه له توضیحاتو ورکول ډډه کوو، ځکه افشا کول، د عامه خلکو په ګټه نه پریوځي .

ج) په هر صورت، سید اکبر د کوم سازش یا توطئې سره ونه پيژندل شو، خو د پولیسو یو تکړه افسر په پلټنو بوخت دی. موږ باور لرو، چې یوه یا دوه توطئې به د سید اکبر سره د تړاو درلودلو په اړه اریکي وموندل شي.

د ) که سید اکبر ژوندي نیول شوي واې، موږ به په ډاډ سره ویلي واې، چې موږ د دا ډول وحشي جنایتي دسیسو موندلو توان درلود.

د سید اکبر د وژونو په اړه د پولیسو په راپور کې د انسپکټر محمد شاه په ډزو وژنه یادونه هیڅ نه ده شوي. د دسیسې موخه د پولیسو غفلت یا درغلي ښودل کیداې شي.

د لومړي برخې پای

Comments
Loading...