د چېکوسلواکیا په ځنګل کې د ببرک کارمل د پټ ژوند کیسه

پامیر ساحل

0 319
په کراسلېڅې کې د کارمل استوګنځای

په کراسلېڅې کې د کارمل استوګنځای

 

د هغه وخت چېکوسلواکیا چارواکو د نوموړي او کورنۍ د ژغورلو لپاره د ختیز جرمني له پولې سره نېږدې په یوه ځنګلي سیمه کې ورته کور ورکړ.

د چېکوسلواکیا د پخواني استخباراتي پولیسو په ډاګه شوي ۳۷۰ پاڼې اسناد په لومړي ځل د کارمل د پټ ژوند کیسه کوي.

د چېک جمهوریت حکومت د هغه وخت پټ اسناد اوس په ډاګه کړي.

د مشال راډیو د خبرو نو مرکزي څانګه لیکي، پر ۱۹۷۹ز چې د افغانستان خلق ډېموکراټیک ګوند کودتا وکړه نو تر هغې څو میاشتې وروسته یې په جولای کې ببرک کارمل چېکوسلواکیا ته د سفیر په توګه واستاوه.

کارمل به له کورنۍ سره ډنډونو، غرونو او ځنګله ته چکر واهه

کارمل به له کورنۍ سره ډنډونو، غرونو او ځنګله ته چکر واهه

د خلق ډېموکراټیک ګوند اصلاً د دوو چپیو سیاسي ډلو اېتلاف وو چې یو یې پرچم او بل یې خلق نومېده.

د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې رپورټ وايي، د هغه مهال ولسمشر نور محمد تره کي د پرچم ډلې سلګونه غړي او ملاتړي ووژل او مخکښه مشران یې بهر هېوادونو ته د سفیرانو په توګه واستول. کارمل د پرچم ډلې مشر وو.

کارمل چې د چېکوسلواکیا پلازمېنې پراګ ته د سفیر په توګه ورسېد نو پر خلقیانو یې د کودتا پلان جوړ کړ، خو کابل یې له ارادې خبر شو او په سېپټېمبر کې یې هغه له دندې لرې کړ او هېواد ته یې وروغوښت.

په چېکوسلواکیا کې د کارمل د سیاسي پناه غوښتنه

د هغه وخت د چېکوسلواکیا د پټو پولیسو اسناد ښيي چې کارمل چارواکو ته وویل، ژوند یې په خطر کې دی او که افغانستان ته ولاړ نو ښايي ووژل شي.

له چېکوسلواک چارواکو څخه د نوموړي د سیاسي پناه غوښتنې هغوی په مشکل کې واچول ځکه چې چېکوسلواکیا خپله د پخواني شوروي اتحاد تر اغېز لاندې کمیونسټ او د تره کي حکومت ملاتړی هېواد وو.

اسناد ښيي چې د چېکوسلواکیا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال دوشان سپاچېل په پراګ کې د شوروي اتحاد په سفارت کې د “نوفيکوف” په نوم له یوه ډېپلوماټ سره ولیدل او مسکو چې ورته مثبته اشاره ورکړه نو حکومت کارمل او کورنۍ ته یې پناه ورکړه.

کارمل د چېکوسلواکیا له چارواکو سره، ۱۹۷۸-۷۹ز کال

کارمل د چېکوسلواکیا له چارواکو سره، ۱۹۷۸-۷۹ز کال

چېکوسلواکیا هغه مهال تره کي ته درواغ وویل چې کارمل “د زړه په رنځ اخته دی او اوږدې درملنې ته اړتیا لري نو ځکه یې غوښتنه نه شوه ردولای.”

په کابل کې چېک سفیر چې تره کي ته دا خبره وکړه نو هغه وویل: “د کارمل ناروغي جعلي ده او باید کابل ته ستون شي ځکه چې د ګرفتارۍ امر یې صادر شوی.”

اسناد ښيي چې د سېپټېمبر په پای کې چېکوسلواک چارواکو کارمل، د هغه ښځه او څلور بچي له پراګه شاوخوا ۱۶۰ کیلومیټره لرې کراسلېڅې سیمې ته ورسول چې غرییزه او ځنګلي سیمه ده.

حکومت استخباراتي پولیسو ته دنده وسپارله چې حفاظت یې وکړي او پر کارمل نظر وساتي.

د کارمل د وژنې لپاره ډله

د ۱۹۷۹ز کال د جنورۍ پټ اسناد ښيي چې له کابله ښايي “درې کسان چېکوسلواکیا ته لېږدول شوي ول چې د کارمل د اوسېدو ځای معلوم کړي او ویې وژني.”

په اسنادو کې راغلي چې کابل په چېکوسلواکیا کې نوی “افغان سفیر هم ښايي خبر کړی وو” او ورته یې د استول شویو کسانو “د مالي او نور ملاتړ ویلي ول.”

اسناد وايي، د کارمل وژلو لپاره کسان “د زده کوونکو، کاروباریانو او سیلانیانو” په توګه ورغلي ول.

د چېکوسلواکیا استخباراتي پولیسو ته په هېواد کې د ټولو افغانانو د معلوماتو غونډولو، هېواد ته د ورتلونکو افغانانو د څارلو او د کارمل د کور د امنیت ټینګولو دنده وسپارل شوه.

کارمل بیا په ۱۹۸۱ز کال کې د ولسمشر په توګه پراګ ته ورغی

کارمل بیا په ۱۹۸۱ز کال کې د ولسمشر په توګه پراګ ته ورغی

استخباراتي پولیسو کارمل ته وویل په دوو پوسټکارډونو کې ولیکي چې چېکوسلواکیا پرېږدي. دا کار هغوی د دې لپاره وکړ چې افغان سفارت وغولوي.

خو په هغه وخت کې کارمل او کورنۍ یې د کراسلېڅې سیمې د غرونو، ځنګلونو او ډنډونو سیل کاوه.

حکومت د سیمې د ځنګلونو رییس یرژي یلېنېک ته د هغوی د اړتیاو پوره کولو ویلي ول.

د یلېنېک زوی چېنېک د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ته ویلي چې له خپل پلار سره یې د کارمل کورنۍ ته پام کاوه.

دی وايي، کارمل او کورنۍ یې د “عادي” خلکو په څېر برخورد کاوه او د “اروپایانو په څېر جامې” یې اغوستې.

۶۷ کلن چېنېک یلېنېک وايي، استخباراتي پولیسو یې کور څاره او ښايي ټېلېفون یې هم ثبتاوه.

بل کلي ته د کارمل لېږد او فعالیتونه یې

د جنورۍ په پای کې د کارمل د اوسېدو ځای معلوم شو او استخباراتي پولیسو هغه او کورنۍ یې سمدستي د سکلېنې تېپلېڅې په نوم یوه کلي ته ولېږدول.

اسناد ښيي چې څو ورځې وروسته استخباراتي پولیسو د کارمل د مشکوکو وژونکو په اړه معلومات ترلاسه کړل. په هغوی کې یې یو کلکاني نومېده چې له اسنادو سره سم “شاوخوا ۴۰ کلن، لوړ، غنمرګی سړی وو چې تور ویښته یې لرل او بد برخورد به یې کاوه.”

کارمل په لیک کې د شوروي چارواکو ته ویلي ول چې که ولسمشر شي نو افغانستان له مشکلاتو بهر کولای شي.

هغه مهال د کارمل کورنۍ د عادي خلکو په څېر ژوند کاوه، دوه بچي یې د کلي ښوونځي ته تلل او یو یې د سیمې د فوټبال ډلې لوبغاړی وو.

اسناد وايي چې کارمل به د استخباراتي پولیسو “په اجازه هره اوونۍ یو ځل له کوره ووت او د ‘زیار ناد هرونوم’ په نوم کلي ته به یې سفر کاوه.”

اسناد ښيي چې کارمل له هغه ځایه په فرانسه، پخوانۍ یوګوسلاویا او پخوانۍ غربي جرمني کې د پرچم جلاوطنه غړو ته ټېلېفونونه وکړل.

کارمل په هغه کلي کې درې میاشتې وخت تېر کړ او پیسې ورسره خلاصې شوې وې.

د شوروي اتحاد مشرتابه ته لیک

هغه مهال یې د چېکوسلواکیا چارواکو او د شوروي اتحاد د کمیونسټ ګوند مرکزي کمېټۍ ته لیکونه واستول چې پکې یې په پراګ کې د اوسېدو غوښتنه وکړه او پر تره کي او د هغه پر مرستیال حفیظ الله امین یې انتقادونه وکړل.

کارمل په لیک کې د شوروي چارواکو ته ویلي ول چې که ولسمشر شي نو افغانستان له مشکلاتو بهر کولای شي.

تر دې وروسته کارمل بلې سیمې ته انتقال شو او د روسیې مورخ او تحقیقاتي خبریال ولادیمیر سنېګېریوف وايي، تر هغه وخته د کارمل درې مشکوک وژونکي ښايي وژل شوي ول.

اسناد ښيي چې استخباراتي پولیسو معلومه کړه چې په چېکوسلواکیا کې د افغان سفیر محمد یاسین بنیادي دوو زامنو د کارمل وژنې لپاره وسلې اخیستې وې چې وروسته یې له سفارته ټولې کړې.

د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه زیاتوي چې د ۱۹۷۹ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې نوی ولسمشر کړ.

 

mashaalradio.com

Comments
Loading...