د پاکستان استخباراتي اداره بهرنۍ پالیسي اغېزمنوي؟

0 33

لیکواله: کرېسټين فېر 

ژباړه:  نوید احمد څرک

کله چې پاکستان د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره مسلکي لابېستان پیدا نه کړي، بیا په لویدیځ پلازمینو کې د غونډو او کانفرانسونو د اخلال په موخه له کرایه شویو شرارتیانو کار اخلي.

څو ورځې وړاندې زه په واشنګتن کې یو بحث ته بلل شوې وم، د تلویزیوني پروګرام مسئول ژمنه کړې وه چې بحث به د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه د رښتیني انځور په وړاندې کولو متمرکز وي. معمولا په دا ډول بحثونو کې له ګدون مخکې زه د بحث د نورو ګډونوالو په اړه پوښتنه کوم، خو دا ځل مې فرض کړې وه چې د بحث د تنظیم مسولین او چارواکي د باور وړ دي او هیله منه وم چې یوازې د حقایقو په بنسټ به بحث مخکې ځي. مګر کله چې د بحث خونې ته ننوتم او د بحث په دوه نورو ګډوانولو مې سترګې ولګېدې، نو سمدستي پښېمانه شوم. د بحث لمړی ګډونوال متقاعد امریکایي دیپلومات و چې سویلي اسیا سره یې اوږدې اړیکې درلودې او له تقاعد وروسته په واشنګتن کې پاکستان لپاره په لابېست بدل شوی و. دویم ګډونوال یو پاکستانی الاصله امریکایي و فزیک پوه و چې دا هم لابېست و او خپله ټوله شتمني یې په دې لګوله چې څنګه د یو شمېر هېوادونو په اړه په واشنګتن کې د سیاستوالو فکر اغېزمن کړي. نوموړي په واشنګتن کې د پاکستان په اړه د سیاسي تفکر د اغېزمنولو لپار د پخواني جنرال پرویز مشرف په استازیتوب کار کاوه. د بحث دواړه ګډونوالو په داسې نقطو ټینګار کاوه چې په تاریخي توګه ناسم وو. داکتر صیب ټینګار کاوه چې کشمیر د پاکستان برخه ده او ویل یې چې کشمیر هڅول شوی نه، بلکې مجبور کړل شوی و چې د جغرافیې او دیموګرافیکي انګېزو په بنسټ هند یا پاکستان سره ځان وتړي، دا خبره په حقیقت کې بالکل ناسمه او بې بنسټه ده. نوموړي په کشمیر کې د ریفرنډم په اړه په خپل احمقانه دریځ کلک ولاړ و، او زه یې نه پریښودم چې د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد تشریح او واضح کړم. د پروګرام کوربه هم زه پرینښودم چې په دې اړه د یو شمېر حقایقو سپیناوی وکړم. د بحث دوه ګډونوالو د آی ایس آی له البمه خپلې سیاسي سندرې غږولې. هر کس چې د سویلي اسیا د سیاست په اړه پوهاوی نه لري داسې فکر به کوې چې ګوندې ما د خپلو خبرو پر مهال د ناسمو مالوماتو د خپرولو هڅه کوله. له بحث وروسته د خپرونې پروډیوسر ته ناخوښي څرګنده کړه ځکه چې د بحث لپاره یې پاکستاني لابېستان په خپله خوښه ټاکلي وو. خو نوموړي استدلال کاوه چې هر څوک د حقایقو خپله بڼه لري.

کله چې له سټویډیو ووتم نو ذهن کې مې د بحث د کیفیت د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته شوې. کله مې چې د همدې پروګرام لړۍ په ماضي کې تعقیب کړه، نو پوه شوم چې همدا ښاغلی پخوا هم د همدې تلویزیون له لورې د داسې مختلفو موضوعاتو په اړه بحث ته را بلل شوی و چې په اړه یې کره او مستند مالومات او تجربه نه درلوده بلکې یوازې انتخاب شوې خبرې یې د بحث پر مهال کړې وې. زه دې پایلې ته ورسېدم چې دا بحث د همدې ښاغلي په وړاندیز چمتو شوی و.

د لابېستانو همدا کار وي: دوی تل د لابي کولو لپاره د فرصت رامنځته کولو په لټه کې وي. کله چې پاکستان د مسلکي لابېستانو په پیدا کولو کې پاتې راشي، بیا په مختلفو کې پلازمینو کې له احمقو پاکستانیانو کار اخلي تر څو هغه غونډې او ناستې اخلال کړي چې د پاکستان چټل رول تر بحث او انتقاد لاندې نیسي. څو ورځې وړاندې په لندن کې یو علمي بحث هغه وخت د یو پاکستاني له لورې د اخلال سره مخ شو چې ما خپله وینا پیل کړه. کله چې نوموړي زه تورنه کړم چې له ښځو څخه کرکه لرم، نو ټینګار مې وکړ چې یاد کس باید له هال نه وایستل شي. د بحث ډیری ګډونوال زما خبرو اوریدو ته راغلي وو. ما تر هغه خبرې پيل نه کړې تر څو چې امنیتي مسولینو نوموړی کس له صحنې وایست. زه د نوموړي کس په دسیسه پوهېدم، تېر کال همدې سازمان زه د یو بحث لپاره مېلمه کړې وم، همدې احمق هڅه وکړه چې پروګرام اخلال کړي خو د امنیتي مسولینو له لورې وایستل شو. کله چې له صحنې وایستل شو، ما نورو هېوادونو ته د پاکستاني تروریزم د صادرولو په اړه خپل پریزنټېشن وړاندې کړ.زه وروسته خبره شوم چې همدې احمق څو ورځې مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مشر خبرې هم له خنډ سره مخ کړې وې. زه له دې هم خبر شوم چې یو شمېر کرایه شوي پاکستانیانو په دې وروستیو کې هڅه کړې چې د هغه بلوچانو په مخ تیزاب وشیندي چې په انګلستان کې د پاکستان د پوځ او استخبارتو جرمونه نړۍ ته بربنډوي. زما د شخصي تجربې او مشاهدې له مخې په لویدیځو پلازمېنو کې د پاکستان سفارتونه په منظم ډول داسې کسان ګماري چې علمي او ستراتیژیکي بحثونه پرې ګډوډ کړي. یوې غونډې ته د حسین حقاني د وینا پر مهال واشنګتن کې د پاکستان سفارت یو درجن مزاحمت کونکي استولي وو تر څو د حقاني د خبرو پر مهال شور او غوغا جوړه کړي.

کله چې پاکستان پلوه کسان ونتوانیږي چې د پاکستان پلوه بحثونو فرصت رامنځته کړي یا د پاکستان ضد بحثونو مخه ونیسي، نو بیا د پاکستان پوځ او استخبارات د پاکستان ضد څېرو شخصیت وژنه پیل کړي. آی ایس آی ځینې کسانو ته د د ژورنالېستانو جامه ور اغوندي او بیا مسولیت ورکوي چې درواغ او پروپاګند خپاره کړي. هغه کسان ګواښي چې د پاکستان په اړه د حقایقو راسپړل غواړي.

دا کوم تصادف نه دی چې د واشنګتن په څېړنیزو ادارو کې ډیر کم داسې کسان موندل کیږي چې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې تر انتقاد لاندې نیسي. د سټېمسن د مرکز یو لیکوال مایکل کرېپن له کوم سوچ پرته د درواغو د خپلو مقالو په بنسټ خلکو ته داسې فکر ورکوي چې هند او پاکستان د قضاوت په یوه تله وتلي. نور لیکوالان لکه دالتن او جورج پرکویچ په ۲۰۱۶ کې د پاکستاني تروریستانو له لورې په هندي ځواکونو له یرغل وروسته داسې مقالې لیکلې وې ګوندې دواړه هېوادونه د ستونزې برخه ده. دوی یادو پېښو ته په غبرګون کې د لمړي وزیر مودي د ځواب د کمرنګه کولو هڅه کړې وه. د ویلسن مرکز مایکل کروګمن له هر فرصت څخه په ګټه اخېسته هڅه کوي چې د پاکستاني دولت د جرمونو او تروریستي کړنو دفاع وکړي. د منځني ختیځ انستیتیوت نه یوازې دا چې زه، حسین حقاني او ښاغلی پانډی له خپرو غونډو او پروګرامونو بند کړي یو، مګر داسې ادعاوې کوي چې د پاکستاني حکومت ګټې تامینوي.

تر ټولو ناوړه ادارې هغه دي چې په د امریکا د عامو خلکو په پیسو د پاکستاني دولت د ناوړه کړنو دفاع وکړي. د بېلګې په ډول د امریکا د سولې انستیتیوت. د یو ایس آی پي موید یوسف په ناتمامه توګه زموږ د امریکا په پيسو د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي، نوموړي سره په دې کار کې د بش د ادارې یو چارواکی سټیو هډلي مرسته کوي. پاکستان څنګه دا ډول کسان تر خپل کنترول لاندې ساتي؟ د حیرانتیا خبره داده چې پاکستان دا ډول تش په نامه ژورنالېستان او سیاسی فعالان واشنګتن کې له پيسو پرته ځای په ځای کوي. څنګه؟ دوی دا ډول کسانو ته د لابیګرۍ په بدل کې د پاکستان ویزې ورکوي.

د ویزو وږي تش په نامه اکادمیک او سیاسي اشخاص نه یوازې دا چې د پاکستان د ګټو په بنسټ غونډې جوړوي بلکې په واشنګتن کې د پاکستان له سفارته لارښونې هم تر لاسه کوي چې دا ډول غونډو ته د پاکستان د منتقدینو له ورتګ مخنیوی وکړي. د امریکا د ملي دفاع د پوهنتون چارواکو ما او ځېنې نورو ژونالېستانو ته ومنله چې زه او حسین حقاني د پاکستان د سفارت د غوښتنې او ټینګار په بنسټ له یادو غونډو منعه شوی یم. کله چې د نیشنل وار کالج کوم کس دې لارښونې ته پاملرنه و نه کړي، نو د پاکستان سفارت امریکایي چارواکو ته خپل غږ رسوي. د پاکستان سفارت هغه مهال د نیشنل وار کالج ته شکایت وکړ چې پوه شول زه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د زیانمولو په برخه کې د پاکستان په رول خبرې کوم. آیا دا په رښتیا د امریکا د نظامي زده کړو پوهنتون دی؟ د امریکایي پوځي او ملکي پرسونل هره ورځ د پاکستاني جنګیالیو له لورې وژل کیږی او امریکا سربېره پر دې هم د پاکستان د سفارت غوښتنو ته غاړه ږدي.

سره له دې چې زه له ډیر پخوا راهېسې د پاکستان په استخباراتي اداره نیوکې کوم، خو پخوا به زه پاکستان ته مسلسل تګ کاوه او په اسانۍ مې کولی شو چې ملکي او پوځي چارواکو سره ووینم. په داسې حال کې چې ما د پاکستان د پوځ ستاینه نه کوله، دوی ما ته د یو ناپییلي لیکوال په سترګه لیدل. مګر دا وضعیت په ۲۰۱۱ کې بدل شو. د آی ایس آی یو مامور، چې پخوا یې ما سره ډیره مرسته کوله، راته وویل چې زموږ استخباراتي اداره پس له دې هغه کسانو سره مرسته کوي چې په واشنګتن کې د پاکستان د ګټو لپاره لابي وکړي. په بل عبارت، هغه آی ایس آی پس له دې هغه کسانو سره مرسته او همکاري کوي چې د پاکستان سریندې ته نڅا وکړي، ما له دې کاره انکار وکړ.

د امریکا د ځېنې څېړنیزو او ستراتیژیکي ادارو یو شمېر کار کونکي پاکستان ته د لاسرسي په بدل کې په خپل درناوي او حیثیت سوداګري کوي. زه له دوی پوښتم چې د یوې پاکستانۍ ویزې ارزښت تاسې لپاره څومره دی؟ د آی ایس آی مشر، د پوځ مشر او یو نورو پوځي کومندانانو سره ستاسې د یوې لیدنې ارزښت څومره دی؟ تاسې دې کار لپاره د څو کسانو ژوند په خطر کې اچوئ؟ زه پوهېږم تاسې چې دې کسانو سره د ناستو پر مهال څه لیکئ، ټول درواغ دي. ما پخوا دوی سره د ناستو پر مهال ډير درواغ په پاڼو نوټ کړي چې اوس ترې المارۍ ډکه ده. زما اساسي پوښتنه داده چې تاسې ولې خپلې ارواوې او فکرونه په دې خلکو خرڅوئ؟ ښایي تاسې ته دا مهمه نه وي چې پاکستانی پوځ او استخبارات هره ورځ نه یوازې افغانان، هندیان او پاکستانیان وژني، تاسې باید خپل دید پراخه کړئ او ووینئ چې د پنډۍ اجرتي قاتلینو په زرګونه امریکایان هم وژلي. که تاسې دا نه وینئ، نو هغه سرې قالیني چې ستاسې مخې ته غوړول کیږي، پوه شئ چې دا د هغه زرګونه انسانانو په وینه رنګ دي چې د پاکستاني ادارو لخوا وژل شوي. تاسې د پاکستاني ادارو ننګه او دفاع د پیسو لپاره نه، بلکې د یوې ویزې لپاره کوئ تر څو پاکستاني جنرالانو سره د ناستو جریان د داستان په شکل واشنګتن ته له ستنېدو وروسته خپلو ملګرو او امریکایي چارواکو ته بیان کړئ.

Comments
Loading...