د ټولټاکنو په ورځ د کرزي صیب غیابت!

ډاکټر عطاالله زیارمل

0 153

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ټولټاکنو په ورځ په رسنیو کې ولې و نه لیدل شو چې خپله رایه ورکړي؟ په داسې حال کې چې له نوموړي څخه ډېره تمه کېده چې د هېواد په دې نازکو او حساسو شرایطو کې د ډیموکراسي او جمهوریت په ننګه درېدلی وای هغه چې دی د ځینو په اند د همدې ډیموکراسۍ باني بلل کېږي.

د نوموړي د غیابت په اړه ممکن ډېر دلایل وي خو دغه لاندې دلایل یې تر نورو ممکن ډېر ژر د سړي ذهن ته لاره پیداکړي.

اول: دا چې ښاغلی کرزی د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو مخکې هم دې ته پوره چمتوالی نه و نیولی چې د ټولټاکنو له لارې دې راتلونکي ولسمشر ته د قدرت واګې په سمه توګه تسلیم کړي. هغه له همغه وخته په ټولټاکنو باور نه درلوده نو ځکه یې داسې شرایط برابر کړل چې د ټولټاکنو پایلې ان په دوهم پړاو کې هم لانجمنې شي او بیا د همدې جنجالونو له امله نوموړي ته شرایط برابر شي‌ چې خپل قدرت ته دوام ورکړي، خو له نېکه مرغه چې په هغو جنجالونو کې د چا وینه و نه بهېده او په سوله ایز شکل دې ته زمینه برابره شوه چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي او دا دی دا پنځه کاله په ډېر زړه چاودون تېر شول. په واک کې د رقیبو ټیمونو د مخالفتونو له امله ډېر وخت کابینه نه جوړېده او کله چې جوړه شوه بیا داسې څېرې په کې راغلې چې ځینو یې مسلکي او کاري تجربې نه درلودې او یا هم د ځینو نورو لاملونو له امله له خپلو پوستونو څخه برطرفه شول او پر ځای یې د زیات وخت لپاره سرپرستان په کار بوخت شول او لا هم بوخت دي.‌

دوهم:‌ کله چې ښاغلی کرزی په دې وپوهېده چې د ملي یووالي حکومت تر یوه حده ځینې کارونه ښه پر مخ روان کړي دي چې ممکن د ولس باور تر لاسه کړي او په ځانګړې توګه اقتصادي محاصرې ته د پای ټکی کېښودل و چې د ملي یووالي حکومت رنګه یې یو څه ښه کړه. د تاریخ په اوږدو کې د اقتصادي راکړې ورکړې لپاره یوازې په یوه ګاونډي هېواد باندې تکیه کېده او بله لاره د هیچا په ذهن کې ممکنه نه ښکارېده نو د همدې حکومت په هڅو نه یوازې دا چې دغه اقتصادي محاصره ماته شوه بلکې خلکو ته یې ثابته کړه چې افغانستان د اسیا زړه نه بلکې یوه څلور لارې هم ده. د دغه نوي تعریف له مخې د ټولو ګاونډیو هېوادونو د وصل کېدو نژدې او اغېزمنه لاره هم وبلل شوه.‌ له دې آخوا د دې حکومت له خوا د اوبو د مدیریت هڅې پیل شوې چې په ولس کې پر حکومت د باور او اعتماد کچه لوړه شوه نو همدا وجه وه چې نوموړي د لویې جرګې لپاره دا ځل غږ پور ته کړ او غوښتل یې چې پر ملي یووالي حکومت باندې فشار راوړي او د خپل نفود په لرلو سره داسې کسان لویې جرګې ته لاره پیدا کړي چې د شته حکومت مشروعیت وننګوي او له اساسي قانون سره یې په ټکر تورن کړي او له دې لارې د ځان د بیا مطرح کېدو زمینه برابره کړي.

دریم: کله چې د ملي یووالي حکومت د سولې لپاره کوښښونه پیل کړل نو نوموړي د خپلو ملګرو سره د موقت حکومت نغاره وډنګوله او په همدې موخه یې ځینو ګاونډیو هېوادونو ته هم مسلسل سفرونه وکړل او غوښتل یې چې د هغوی ملاتړ را جلب او یو ځل بیا ځان مطرح کړي. کله چې طالبانو له افغان حکومت سره نېغ په نېغه له مذاکراتو کولو مخ واړاوه نو نوموړي پر ځای د دې چې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ وکړي برعکس له خپلو ملګرو سره د حکومت د دریځ د کمزوري کولو په منظور یې له طالبانو سره په مسکو کې مخامخ خبرې وکړې، له نېکه مرغه هغو خبرو نتیجه ور نه کړه او چال یې و نه چلېده.

په وروستیو کې یې د ټولټاکنو مخالفت د دې لپاره پیل کړ چې ګواکې ټولټاکنې د سولې مخه ډب کوي او باید لومړی سوله وشي.‌ داسې یې ګڼله چې ممکن د طالبانو له خوا ملا برادر ورباندې باور وکړي او د سولې په نتیجه کې د ګډ حکومت یا موقت حکومت لپاره پر ده باندې یو ځل بیا خلک راټول شي ځکه چې نوموړی د حکومت کولو تجربه لري او هم له طالبانو سره پخوانۍ زړې اړیکې، نو دا ځکه چې طالبان یې تل ورونه بللي او ویل کېږي چې ملا برادر هم له ډېر پخوا څخه له کرزي صیب سره نژدې اړیکې لرلي، هغه څوک چې په طالبانو کې د ډېر نفوذ څښتن دی.‌ په هرصورت،‌ کله چې د سولې خبرې تر پرېکړه لیک پورې ورسېدې نو د کرزي صیب په شمول د ډېرو کسانو وزرونه جګ شول چې په دې منځ کې ډاکټر فاروق اعظم هم خپلې مشورې په خپله سینه کې نورې نشوای پټولای او د ځان د مطرح کېدو لپاره یې خپل اخلاص طالبانو ته وښوده او خپلې رغنده (!) مشورې يې پر هغوی ولورولې.‌ په دې منځ کې یو ناڅاپه د ټویټ له لارې ټولې خبرې لغوه شوې او په نتیجه کې په ډېرو کسانو یخې اوبه تویې شوې، نو ممکن همدا لاملونه به وي‌ چې ډېری مخور (!) کسان په ټولټاکنو کې د رایو صندقونو تر شا و نه لیدل شول او خپلې رایې یې د جمهوریت په ننګه او ملاتړ و نه کارولې.

Comments
Loading...