د ټولنې د ملا تیر/ خبیب علي

0 210

اته نهه تنه به وو، د سیند په غاړه د لويو ډبرو پر سر ناست وو. څه زما په عمر، څه رانه کشران، څه رانه مشران. د ډېرو یې ږیرې نوې نوې په مخ راغلې وې. زما او د هغوی ترمنځ تقریبا شپږ، اووه متره فاصله وه. اواز یې لږ لږ راتۀ، ما یې خبرې اورېدای شوې.

د ریس باچا سندره یې چالانه کړې وه، چرس او سګرټ یې یادول. فن او هنر خو هسې هم د پښتنو له کوڅو کډه کړې ده، دا نورې کيسې په کې لا نورې راپیدا شوې.

یوه یې د واسکټ جېب ته لاس کړ، سګرټ یې راوویست، بل ورته چرس ورکړل. د خیر کار و، ټولو په کې برخه واخیسته. پنځه دقیقې وروسته یې خولې د تمباکو او چرسو بد بویه لوګو ډکې کړې وې.

ما ځان سره کتاب وړی و، چې پرامې نیست، په دې کرښو مې سترګې ولګېدې:

ځوانان د ټولنې د ملا تیر جوړوي… پرمختګ او وده د زلمو کار دی. پېښو او پدیدو ته انعکاس دوی ورکوي… نوښتګر خیال ډېر کله د زلمو په افکارو کې زېږي. د ټولنیز شعور او احساس کچه دوی لوړوي.

کتاب مې دستي بند کړ او د کور پر لور راروان شوم. لږ مې د وطن په اړه فکر وکړ، لږ د خپلو خلکو په اړه. خپه شوم، مايوسه شوم. اندېښنو پسې واخیستم. په لاره مې د مولينا خادم دې بیت په روح او روان کې غزونې وکړې چې:

ما د قام خدمت ونه کړ های افسوس دی
په هغه نبوغ چې خاورې ایرې کېږي!

Comments
Loading...