د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ په سمڅو کې ژوند کوي

0 58

دغو کورنیو چې شمېر یې لسګونو ته رسیږي په غرو کې ځانونو ته کورونه جوړکړي دي.

دا سمڅې په یوه وړه دښته کې په یوه غره کې جوړې شوې. تر ۵۰۰ کورنیو پورې په دغو سمڅو کې ژوند کوي. دا سیمه د موسی مېنه نومېږي.

ځینې سمڅې یې ورونه لري او نورې دروازې نه لري،  د لرګیو او ټیمانو ټوټې یې راټولې کړې دي او دروازه یې ترې جوړه کړې ده.

دا کورنۍ وایي  ډېرو ته یې دا ډول ژوند له نیکونو ورپاتې دی، غم، ښادي او د ژوند نورې ټولې چارې ټول په همدغو تیارو سمڅو کې کوي.

د دوی یو مشر ملک غلام الله وايي له پنځوس کلونو را په دیخوا داسې ژوند کوي .

هغه وايي: ”  زه پنځوس کلن یم، پلار او نیکه نه راته دا سلسله پاتې ده. موږ د انسانانو په رقم یوو خو بې ادبي دې معاف وي کله فکر کوو چې موږ انسانان نه یوو، ځکه دې سمڅو کې ژوند سخت دی.”

 دوی کلونه کلونه همداسي ژوند کړی او لاهم دوام ورکوي.

د مکتب خان په نوم د یوې سمڅې اوسېدونکي امریکا غږ ته ویلي : ”   زما نیکه دلته ژوند کړی، بیا مې پلار کړی او اوس یې موږ کوو. موږ تعلیم ونه کړ، اوس ارمان کوم، ځکه نو زما د کور ماشومان اوس یوې بلې ساحې بوربوړۍ ته لېږم، هلته یو مکتب دی هغه کې درس وايي دوه ساعته مزل کوي. که دلته یو مکتب جوړ شي د اوبو سستم راته جوړ شي نو دا به ښه شي.”

عصمت الله چې د بوربوړۍ ښوونځي په لومړي ټولګي کې درس وايي وايي: “زه یو خوانه یو نیم ساعت مزل کوم چې مکتب ته ورسېږم، که دلته راته ښوونځی جوړ شي نو بیا به ایله ژوند وکړم. “

د امریکا غږ خبریال وايي د ماشومانو او لویانو په څېرو کې یې د مایوسۍ نښې ښکاري، د ډېرو یې جامو او بوټونه پیوند-پیوند دي.وايي هیڅوک یې غم نه خوري. رالوی شي، زاړه شي او همدلته مړه شي.

ښایی داسې ډیرې کورنۍ د افغانستان په بیلابېلو سیمو کې ژوند کوي چې تراوسه یې په حال څوک نه دي خبر.

تر دې مخکې په بامیانو کې هم د داسې کورنیو راپورونه خپاره شوي وو چې په غارونو کې ژوند کوي.

Comments
Loading...