د ملا عبدالکبير او د کوټې شوری د يو چارواکي خبرې

0 255

د اسلامي امارت د چارواکيو بدوي ژبه

د ملا فاضل، ملا عبدالکبير او د کوټې شوری ژبې يو له بل سره په ټکر ((مغايرت)) کې دي

د امارت د چارواکيو دا ډول زشته و بدوي ژبه له انساني کرامت او د امارت له پالېسيو سره سمون نه خوري

نوټ : ملا فاضل او ملګرو يې پخپلو کړووړو او بدوي ژبه له اسلامي ارزښتونو عدول کړی چې ((ادع الی سبيل ربک بالحکمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هی أحسن)) بله دا چې کړه وړه يې له کړو ژمنو سره سمون نه خوري. د نبي عليه الصلوة والسلام اخلاق وسيرت خو داسې نه ايجابوي لکه ملا فاضل چې پخپله کړې اوږده وينا کې څه ويلي دي. ملا فاضل دې يو ځل (پلا) خپل ځان په دغه هېنداره د ((لم تقولون ما لاتفعلون)) کې وويني چې په دغه ترازو او هېنداره کې څنګه برېښي؟ زما نغوته او نيوکه له مشرتابه نيولې تر ټولو لوړپوړو چارواکيو، مفتيانو، قضاتو او شيوخو (علماو) او هم د افغانستان د علماو شوری ته متوجه ده چې د ديني (اسلامي) ارزښتونو په رڼا کې پرې بحث وکړي. د الله تعالی پېغمبر او نه راشده کليفه ګانو له چا سره داسې ژبه نه ده کارولې لکه د کوټې شوری دغه چارواکي چې کارولې. د لاسليک خبره هم له کره لاسوندونو سره سمون نه خوري، بلکې ملا برادر ته تېلېفون شوی وو چې د عباس ستانکزي پرځای به يې خپله کوي. دا به ډېره ناځواني وي چې د قطر او دومره لګښتونو سره سره د خلکو غولونې (تېر ايستلو) لپاره د قاضي حسين احمد غوندې ژبه وکارول شي چې ((زه ستاسې ملګری يم ستاسې پر ضد څرګندونې د عامو خلکو ارامولو لپاره دی)). حال دا چې حکومت او قطر خو له لګښتي پلوه له يوې مرجع خړوبه کيږي.

د ملا عبدالکبير خبرې :

د اسلامي انقلاب کامبيابي به دا وي چې ”په نظام کې بدلون راشي“. که چيرته موږ هلته ورشو نظام به هماغه وي چې ورسره کښېنو، نو بيا خو به مو حال د هماغه مخکېنيو خلکو په شان وي. هغه خو ډېره ناکامه تجربه ده چې موږه مخکې ليدلې ده. نو اسلامي امارت به چې له ناکامې تجربې نه وروسته راغلی وي دغه ناکامه تجربه به بيا نه تکراروي. خدای ناخواسته چې هغوی به په افغانستان کې د مذاکراتو په نتېجه ((پايله)) کې يو مخلوط نظام به راولي. هغه نظام به د اسلامي امارت له افرادو، له کمونيستانو او د غربيانو نه يو جوړ مرکب نظام وي. زه تاسې ته په دې کې ډاډ درکوم چې اسلامي امارت به د نظام په سر باندې له چا سره معامله نه کوي. سوچه اسلامي نظام به راځي.

له کابل او مسکو نه چې څومره خلک يعنې افغان سياستوال ورغلي دي. تاسې دغه مجمعت (هيئت) اورئ چې په پای کې دوی ټول د طالبانو دغه بلنه مني چې ”راتلونکی نظام به اسلامي نظام وي“. يعنې دا حکومت به اسلامي حکومت وي. تاسې په مذاکراتي غونډه کې ګورئ چې طالبانو دغه خبره پر خلکو باندې منلې ده چې ”طالبان له خپل موقف نه په شا نه دي تللي او نه به ځي“. دغه ناکامې تجربې د هغوی په مخ کې دي، نو له هغې ناکامې تجربې نه په ګټې سره به بيا دغه شيان دوی نه تکراروي.

تاسې دغه حاضر علمای کرام بايد په دې پوره مطمئن او پوره ډاډ درته حاصل وي چې ستاسې له لورې چې نور وړاندې (مخته) زموږ څومره کسان دي او ستاسې ليدنې ورسره کيږي هغوی ته ډاډ ورکړی شي.

اصلي بڼه يې دلته کتلای شئ :

***       ***       ***

سمه (رغول) شوې بڼه

کوټې شوری طالب چارواکی :

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،

مسلم مولوي صاحب،

ښه يې،  جوړ يې، په خېر يې، کور کې خيريت دی؟

شپې و ورځې په خير …؟

مولوي صاحب مستقبل مې راوغوښت. مولوي صاحب شهاب هم راسره دغه دی ناست دی چې هغوی ته مې هم دغه خبرې ورولېږلې. ان شاء الله چې ملا منان اخوند او د عاليقدر اميرالمؤمنين ملا صاحب مرحوم ورور دغه دي چې ورسره کېناستم يو ساعت. که دې لا اجازه وي، نو دغه خبرې نورو ملګرو ته هم ورولېږه! علماو او متدينو خلکو ته يې هم وکړئ چې دا ستا وظيفه ده. نور موږ د راډيو په اعلان او په دې باندې له کفارو سره موږ يو څه دغسې کړي (ايښي / منلي دي) چې دا خبرې به په يو وار مه رسوا کوئ.

دا يوه خبره – خبره چې دوی وايی :

موږ پرړه ولو (کوو) چې ټرمپ دا وويل چې ((استخبارات به پاتې وي)) او يا يې دا وويل چې ((موږ به کومک يو)) چې موږ هغه پرړې ولو. طالبانو هم ورته ويلي وو چې موږ ورته وويل چې د يو ولسمشر په توګه يې دلته راسره دا پرېکړه کړې ده او هلته داسې خبرې کوي؟

هغه دوی دا وويل چې :

((موږ د خره غول (خرشنه) خوړلي دي)). ((هغه هر څه د خره  غول (خرشنه) چې وخورو، هغې ته يې غوږ مه راباسئ. نو موږ به هغه کوو او هغه خبرې به زموږ ورسره وي)).

نو خبره دا وه چې ملا منان اخوند وو، علاؤ الدين اغا وو. د استخبارات وزير اميرالله اخونزاده صاحب وو، دا خلک راغلي وو. موږ د امارت هغه د حلقو مشران او يا د وزيرانو په شکل خلک چې وو. د لس کسيزې شوری خلک وو، که د شل کسيزې شوری خلک وو چې کشران دا ټول يې سره راغوښتي وو، نو بيا يې بېسده ډوډۍ کړې وه. ډوډۍ يې هم په تبخو کې راکړه. خټکي په کې وو، انګور پکې وو. د پسو خچکي وو ، نو بيا له سهاره تر غرمې پورې دا مجلس شروع وو.

مولوي ملوک صاحب او د سترې محکمې شيخ صاحب او مولوي شيخ داد محمد صاحب او مطلب بعضې (ځينې) هغه شيوخ هم راغلي وو چې د امارت تر محاکمو او عدليو پورې يې تعلقات (تړاو) درلوده. زموږ خليفه جهاني صاحب هم راغلی وو. بيا دا خبرې وشولې چې څلور مادې ملا منان اخوند اعلان کړلې :

لومړۍ ماده :

  • د ملا برادر اخوند دسخط او د ملا برادر اخوند خط او مکتوب يې چې راوړی وو،

هغه مکتوب او خبره دا وه چې مطلب يوه ماده يې دغه وه چې :

((له کفارو سره مو داسې ماده ليک کړی دی، داسې پرېکړه مو ورسره کړې ده چې کفارو داسې سوال راباندې کړی دی چې :

((تاسې ولې موږ په دا ملک کې نه پرېږدئ؟))، سفارت خو به نو پرېږدئ. دا سفارت زموږ چې دلې په افغانستان کی دی، سفارت بايد زموږ پاتې وي)).

د سفارت په برابر مونږ ورته داسې جواب کړی دی :

موږ چې يوځلې خپل امارت و خپل پروګرام او خپل ملک سره قايم او برقراره کړو، نو بيا به تاسې له موږ څخه خواسته کوئ، نو بيا به موږ دا مشوره کوو چې زموږ ملک ستا سفارت مني که يې نه منې؟ که ملک سفارت منئ (منلو)، نو سفارت به دې دلته  پاتې وي. که دې ملک نه منئ (منلو)، نو نن چې دې دا کومه ډله ده له هغې سره به دې سفارت هم وځي. دا پرېکړه چې امريکايانو پر دغه پرېکړه لاسليک او قناعت پرې کړی دی.

دويمه ماده :

دويمه ماده يې دا ده چې مثلاً :

د کفارو هغه متحد ملکونه (ملاتړي هېوادونه) چې دي او خود (خپله) کفار چې دي دوی او د افغانستان په برابر به بيا نه زموږ متحده يوملک په دې کاريږي چې د افغانستان په خاوره به يو چا ته د يرغل جای (ځای) ورکوي او يا دوی به خپله ورباندې يرغل پرې کوي او نه به يې شخصې (خپله) کفار او مونږ کوو. دا دوی مادې وې چې دا دسخط (لاسليک) يې ورسره کړی دی.

درېيمه ماده :

درېيمه ماده يې په طالبانو باندې داسې کړې ده چې طالبانو هم ورسره قناعت کړی (منښته کړې) چې له افغانستانه به موږ توغندی يا طياره نه درالوځوو چې امريکې پرې وولي (خطر وي). دېخوا ته نور ملکونه زموږ په اختيار کې دي.

څلورمه ماده :

څلورمه ماده دا ده که ژوند وو له خير سره چې د افغاني مذاکراتو قناعت (منښته) طالبانو ورسره کړې چې دوی پرې ډېر ټينګ وو، خو هغه په دې شرط سره منلې چې که اشرفغني يا که کرزی راسره غږيږي، نو د اداري او د ملک په سطحه (کچه) نه، چې موږ يې نه منو. نه يې [دا] ملک دی او همداسې د نورو افغانانو په څېر د يو ګوند [جهت / لوري] په شکل به راسره غږيږي. که يې خوښه وي يا غواړي چې خبرې وکړو، نو پر دغه لېول (سطحه / کچه) ورسره غږيږو. مذاکرات ورسره کوو، خو امريکايانو بيا دوی ته پېشنهاد کړی وو. زموږ او د دوی د مهالوېش اندازه درې طريقې اېښې وې چې په هغه دريو طريقو کې يې يوه ورسره منلې ده او هغه امريکايانو هم قناعت ورسره کړی دی.

زما په فکر دا نو د پينځو، شپږو،څلورو او پينځه نيمو مياشتو په شاوخوا کې به وي، خو هغه دوی پېشنهاد ورته کړی دی چې که زموږ يوه اډه له يو جای څخه بل جای ته انتقاليږي يا زموږ خلک له يو ځای څخه بل ځای ته ځي هغه ضمانت طالبانو ورته کړی دی چې د افغاني مذاکراتو له شروع مخکې يې دوه قيده ورته اېښي دي :

لومړی قيد :

يو قيد زموږ دا دی چې د زاړه امارت وخت کې چې زموږ او د کفارو نظر پر هغه واوښت چې کفارو پر موږ د کومو ملکونو بنديزونه لګولي دي د هغو بنديزونو لاسليک يې ورسره کړی دی چې هغه بنديزونه به پر تاسې باندې خلاص وي.

تر افغاني مذاکراتو مخکې هغه لاسليک ورسره کوي  چې د افغاني مذاکراتو دوی ورته ډېر ټينګ وو. موږ ورته وويل، ښه (هو)، افغاني مذاکرات هم ورسره کوو. يوځل چې دې ملک ته امارت بيرته جوړ شو، زياتي دې خلک ټول تر امارت لاندې راځي.

دوی دا ورته ويلي که د مذاکراتو ضرورت وي، نو بيا دا مذاکرات يې په هغه شان ورسره منلي دي چې دغه لاسليک به تر هغو مذاکراتو مخکې راکوئ چې هغه بنديزونه به پر موږ باندې ازاديږي. طالبانو هم هوکړه ورسره کړې ده.

دويم قيد :

بل يې دغه قيد ورسره اېښی دی چې پينځه زره (۵۰۰۰) کسه بنديان به له مذاکراتو مخکې ايله (خوشې) کيږي. کله چې مذاکرات شروع شول، نو د مذاکراتو د شروع په وخت کې به بيا هغه شخصًا د امريکايانو بنديز وي، نو هغه امريکايانو وويل چې هغه کله مذاکرات شروع شول، نو زموږ به ډرون هم ختم وي، چاپې به مو هم ختمې وي او هر څه به مو ختم وي چې هغه يې په خوله ورته ويلي دي. نو ان شاء الله چې هغه کارونه تر دې سره راغلي. نور جزئيات ډېر دي. ډېرې بوټ بوټ ((جزء جزء)) خبرې دي چې هغه به بيا له نزدې سره کوو چې زياتي واټس اپ هم زما پر خبرو دومره وخت واخېست.

مسلم صاحب السلام …

اصلي بڼه يې دلته کتلای شئ :

مشوره :

له ملا فاضله رانيولې تر کوټې شوری چارواکي پورې دې يوځلې د خپلې توافقنامې هغه انګرېزي متن او دواړو ملي ژبو ((پښتو او دري)) ته هم سر ورښکاره او ځان پرې پوه کړي. هلته خو د امارت اسلامي کليمه نه ده منل شوې، نو نظام به مو څوک څنګه په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ومني؟ ان تر دې چې خليلزاد په ښکاره ويلي چې امارت چا ته د منلو نه دی؟ نو بيا ولې داسې هيله وشي؟ داسې برېښي چې ملتاني دوړن لکه چې هسې پر يخ تېر ايستلي او هسې وړيا يې د سُراب په تمه او هيله کې اچولي چې بيا يې د بل ځل لپاره په لږه ګرانه بيه په نړيوالو څارګري مارکېټونو پر يو چا وپلوري.

علماء بايد هوښيار اوسي او دومره ساده توب ورته هېڅکله په کار نه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

Comments
Loading...