د مادې او معنا تر منځ اړيکه

سپين روان نورزی

0 46

د معرفت په ټولنپوهنه کې تل پر دې خبرې کېږي چې مادې ته معنا ارزښت ورکوي، که معنا ته ماده ارزښت ورکوي؟ موږ په دې پسې ډېر نه ګرځو چې څوک په حقه دي، خو زما له انده ځينې معنويات دي چې مادې يې درنې کړې دي او ځينې ماديات دي چې معناوې يې درنې کړې دي.
څه موده وړاندې په خواله رسنيو کې دا خبره ډېره لاندې باندې کېده چې د «ډاکټر فوزيې» په نوم يوې مېرمنې قران‌کريم ته اور اچولی، د دې مېرمنې په دې کړنه لومړی زه او بيا هر مسلمان خپه شوی او هر سړي له خپله انده پرې تبصره کړې او د دې دا کار د غندنې وړ دی، يا تر دې وړاندې څو ځلې کله چې د بهرنيانو له خوا قران‌کريم ته سپکاوی شوی، په غبرګون کې يې له نورو کړنو سره په خوا کې ډېرې لويې مظاهرې او لاريونونه شوي او ډېرو عامو خلکو ته پکې زيانونه هم اوښتي دي.
دا رښتيا ده کله چې يو مسلمان د خپل سپېڅلي کتاب سپکاوی ويني، په هيڅ صورت ورته د منلو وړ نه وي، خو دا مو هېره کړې چې زموږ دا کار عقلاني دی، که عادتي، ځکه په دې سپېڅلي کتاب کې زموږ لپاره معنا مهمه ده که ماده؟
په نړۍ کې انساني افکار په عمومي ډول په دوو برخو ويشل کېږي؛
ماټرياليسټان «پر ماده يقين لرونکي»، ايډياليسټان «پر معنا يقين لرونکي.»
لومړۍ ډله ادعا کوي چې له مادې پرته بل څه نه‌شته، يانې هغه څه چې په پنځو حسونو ثابتېدای شي، شته او له هغو ور ها خوا بل شی نه‌شته.
په مقابل کې يې دويمه ډله ادعا کوي چې له محسوسو او ملموسو شيانو سره په خوا کې نور شيان هم شته چې د فردي تجربې په اساس احساسېږي، خو ټول‌شموله يې نه شو احساسولای.
مسلمانان يا ټول مذهبي انسانان په دويمه ډله کې راځي، ځکه ايمان بايد پر غيبو ولرو او دا ومنو چې ځينې شيان شته چې د هغو احساس په پنځو ظاهري حواسو امکان نه لري.
قران‌کريم ولې د مسلمانانو لپاره دومره سپېڅلی او قدرمن دی، ځکه په دې کې هغه هدايات او احکام خوندي شوي چې د خدای «ج» له لوري انسانانو ته په دې موخه رالېږل شوي چې د هغو په چوکاټ کې ژوند وکړي.
که چېرې په مساوي حجم دوه کتابونه راوړو، خو د يوه په مخ د الهي کلام ايتونه نه وي او په دويم کې يې وي، موږ ته به هغه سپېڅلی، د قدر وړ او مقدم وي چې د الهي کلام په ايتونو ښکلی شوی وي، ځکه دلته د کتاب ماده مهمه نه ده، بلکې اهم شی پکې معنا ده.
کله چې په دې موضوع کې تر مادې معنا مهمه شوه، موږ ولې دومره ډېر د مادې تر اغېز لاندې راځو او معنا مو هېره کړې ده؟
موږ په ټولنه کې ډېر داسې کسان لرو چې شپه او ورځ هغه احکام او هدايات تر پښو لاندې کوي چې دغه اسماني کتاب ته يې ارزښت او درنښت ورکړی، خو موږ ورپسې نه ګرځو، ولې په هغو پسې منډې وهو چې قران سوځوي.
لومړی کس د قران‌کريم معنويت ته سپکاوی کوي، دويم کس د قران‌کريم ماديت ته سپکاوی کوي، په داسې حال کې که چېرې له دې پاڼو دا معنويت لرې کړو، هيڅ ارزښت به و نه لري.
که موږ د دې کتاب معنويت ته رښتينی احترام وکړو او ټول، هدايتونه، حکمونه او امرونه يې په ځان پلي کړو، داسې کس به هيڅکله پيدا نه‌شي چې د دې کتاب ماديت ته سپکاوی وکړي، ځکه په دې قضيه کې معنا لومړيتوب لري‎.

Comments
Loading...