د قطر غونډه د حکومت او د طالب له انګله

0 34

سيد حسين پاچا  ـ

د ستانکزي، شاهين او د مطمئن په ذهن کې لا د جنون سخته هوا لګيږي

طالب د ملت، سيمې او د نننۍ عصري نړۍ له غوښتنو سره جوړ نه راځي، امريکا، روسيه، ناټو، اروپايي ټولنه او نوره نړۍ بايد له دوی سره په هر ډول معامله کې محتاط اوسي. هانګکانګ چې چين او ايران د برتانوي وتزاري امپراتوريو ترمينځ وېشل شوی وو بيرته ايرانيانو ته وسپارل شول، نو افغانانو ته هم ولې بيرته خپله خاوره نه پرېښوول کيږي؟ پنجاب د طالب پر سر څه غواړي؟

ولسمشر محمد اشرف غني :

د هغه افرادو له ټاکلو څخه دې ډډه وشي چې :

  • په واضح ډول د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو پر ضد غږيږي،
  • د نظام پر ضد عږيږي،
  • او د ولسواکۍ پروسې پر ضد غږيږي.

امريکا غږ :

نظرمحمد مطمئن :حکومت به منحيث جزء او د اشخاصو د قطر غونډه کې ناسته کوي نه د حکومت په استازيتوب او دا به طالبان هم ومني چې منحيث جزء حکومت ګډون ولري.

د لېونتوب خبرې :

نظر محمد مطمئن

حکومت جزء او طالب کُل بولي.

شيرمحمد عباس ستانکزی :

موږ به د افغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحل کړو.

سهيل شاهين :

په افغانستان کې دا اوسنۍ اداره چې ده منحيث حکومت موږ يې په رسميت نه پېژنو. که چېرې مو په رسميت پېژندلای، نو بيا جګړې ته څه اړتيا وه؟

زه ښاغلي خليلزاد ته حيران يم چې له دغسې خلکو سره څنګه چې يو يې دولت جزء او طالب کُل بولي، بل يې ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه منحلول غواړي يا په بله مانا حکومت وسيستم له مينځه وړي او درېيم يې حکومت په رسميت نه پېژني دغسې تعامل کوي. زياتره داسې اټکل کيږي چې ملا عبدالغني برادر د بلک واټر په مرسته نيول شوی، خو ولې هغوی له پاکستان سره د ګوانتنامو په وړلو کې ګوتې ماتې نه کړې او د پاکستان په واک کې يې ورکړ ؟ ښاغلی خليلزاد بايد دا روښانه کړي چې ولې امريکا هغه وخت له پاکستان سره له نرمښت کار واخېست او دا سړی (ملا برادر) يې د پنجاب په ولکه کې په لوی لاس پرېښووه؟ که د ملا عبدالسلام ضعيف په شمول يې نور لوړ پوړي طالب چارواکي ګوانتنامو ته وړلای شول، نو ولې ملا برادر نه شو وړلای؟ ايمل کانسي او د القاعدې غړي ان د عافيه صديقي پورې يې ورکولای شول، نو ملا برادر يې ولې نه شو ورکولای او ولې يې د کرزي د شلو سفرونو سره سره ورونه سپاره؟

نو دا درېواړه ښاغلي دې لږ پخپلو ګرېوانونو کې سرونه ښکته کړي چې که دوی کُل وي، يا دولت او سيستم له مينځه وړل غواړي او يا دا درېيم چې حکومت پر رسميت نه پېژني ولې يې ملا برادر په اته نيمو کلونو کې راخوشې نه شو کړای چې د ښاغلي خليلزاد په غوښتنه راخوشې شو؟ خليلزاد خو هغه وخت د يو امريکايي استازي په توګه هلته په سيمه کې وو، ولې هغه وخت داسې رول ونه شو لوبولای ان تر دې چې د کرزي شلو سفرونو هم هېڅ نتېجه ورنه کړه. پنجاب ته يې ملا ماته او غني ته اسمان وزمکه ګزوي.

ښاغلي غني د سولې مصلحتي شوری په ټاکنه کې نه يوازې د ستانکزي، شاهين او د مطمئن جنون ته ځواب ويلی، بلکې د عمرانخان په شمول يې د ډېرو بې سروبوله وړانديزونو، هوسونو، خيالونو او شومو پلانونو ته داسې منطقي ځواب ويلی، لکه نننۍ پرمختللې نړۍ يې چې د خپلې مُډرنې تېکنالوژۍ له برکته د خپلو ځانونو د دفاع لپاره د ورته ممکنه ګواښونو لپاره له دفاعي سيستمونو نه کار اخلي.

زما په اند دوی ته به دا ښه وي چې لږ پخپل ګرېوان کې سر کښته کړي او خپل ځانونه د منطق واستدلال په هېنداره کې وويني چې دوی څومره منطقي غږيږي او څومره پر منطق برابر دي؟

طالبان لا د خپل جنون او هوس په خيالونو کې ډوب دي. د دوی تياره او منجمد ذهنيتونه لا دولت وحکومت او سيستم جوړونې ته تيار نه دي او حکومت ته لا تراوسه د خپلو مدرسو له عينکو (سترګيو) ګوري. مدرسه مدرسه ده او حکومت حکومت دی.

ښاغلي خليلزاد ته د امريکا د يو افغانی الاصله امريکايې استازي په توګه دا په کار وه چې لومړی خپله اداره په دې وپوهوي چې لومړی تر هر څه مخکې د دوی ملاتړی پاکستان په دې وپوهوي چې ترڅو به طالبانو دغسې په تياره او له حقيقته لېرې د جنون وخيالونو په هوس کې له نړۍ، سيمې او ګاونډ او له حکومت جوړولو او حکومت کولو سره ناباندي ساتي؟ پاکستان د هيرا منډي او دېته ورته نورې د بدکارۍ منډيانې زغملی او ساتلی شي او له خپلو مدرسو او جوماتونو سره کليساوې زغملی شي، خو طالب له خپل حکومت سره خبرو ته نه شي جوړولی او تر څو به پاکستان په سيمه کې يعنې په افغانستان، ايران وهندوستان کې د اسلامي ملېشو يا ډلو ټپلو په نومونو چې په افغانستان کې طالبان، حقانيان وداعشيان، په ايران کې جندالله او په هندوستان کې بيا د جيش محمدي او لشکر طيّبه او داسې نورو ډلو ټپلو په پلمه چې نيمايي پوځي بڼه لري خپلې لاسوهنې ته دوام ورکوي او طالب به ترکله د پنجاب ناروا او تپل شوې جګړې ته مذهبي رنګ ورکوي؟ طالب اوس هغه پرېښته نه ده پاتې چې ولس ته ورپېژندل شوي وو او خپل هغه ملی واسلامي مشروعيت او اصالت يې نور په ولس کې له لاسه ورکړی.

دا د ښاغلي خليلزاد يو اخلاقي مسووليت هم دی چې د ملا عبدالغني برادر د هغه وخت د نيونې جريان افغان ولس ته روښانه کړي او د افغانستان حکومت بايد رسمًا له سپينې ماڼۍ د دې وضاحت وغواړي چې د ملا برادر په ورسپارلو کې ولې له پاکستان سره نرمښت شوی او خواخوږي ورسره شوې؟ ولې دا نور ورکړل شول او دی وساتل شو؟ ان تر دې چې مشرف خو تل له آغلې کلينټن سره د ليدنو او د خپل واک په وخت کې دا ويل چې ((امريکا بايد د حقاني شبکې پر سر له پاکستان سره ګوتې ماتې نه کړي))، نو ملا عبدالسلام ضعيف، اکبر آغا، ملا معتصم او په قطر کې د ګوانتنامو زندانيان او داسې نور به د خپلو ځانونو په تړاو څه فکر کوي چې ولې د مور وميرې سلوک ورسره وشو؟

دغه درېواړه سرتنبه ګان چې يو نظام جزء بولي او طالب کُل، بل نظام فلجوي او درېيم هډو نظام وحکومت سره اشنا نه دی دې نورو خپلو ملګرو ته څه ځواب لري؟ زما په اند دوی نظام وحکومت يوازې تر خپلو لونګيو کچې ته راټيټ کړی او بس. نظام نظام دی، حکومت حکومت دی برابره خبره ده چې څوک پکې پګړۍ ولونګۍ پر سروي او که لوڅ سر ګرځي، خو د نظام وحکومت او د يو نظم تابع وي، خو د دغه درېواړو سرتنبه ګانو له روح و روانه له حکومت ونظام سره د نابلدتيا بوي راپورته کيږي.

سپارښتنه :

زما سپارښتنه افغان ولسمشر ته دا ده چې طالب لا اهل شوی نه دی او لا لارې ته نه دی راغلی. له دوی سره د روغې جوړې پر ځای ښه به دا وي چې د نظام او حکومت پر سمونې (اصلاح) او د نظام وحکومت پر لا سمونې او جوړونې تمرکز وشي او ولس له تاسې څخه د ((يو دولت ساز)) او ((ښه مدير)) په توګه دا غواړي چې د نظام وحکومت پر سيستم رغونې پاملرنه وشي چې يوه غښتلې او مرکزي حکومت جوړ شي او د نظام وحکومت پر ساتنې او لا سمبالښت لپاره يې بنسټيزه رغونه وشي. ګوندې تر هغه وخته به ناامپړه وناپوه (جاهل) طالب هم يو څه لارې ته راغلی وي او دېته به جوګه شوی وي چې څنګه د خپلې مدرسې له کونجه له حکومت سره د روغې جوړې خبرې وکړي. تر هغې چې طالب اهل شوی نه وي له طالب سره خبرې د وخت ضايع ده او طالب اوس د دې جوګه نه دی او نه روغې جوړې پر لارو چارو پوهيږي. حکومت حکومت دی او د مدرسې کچې ته راټيټ نه شي، بلکې مدارس د حکومت تر چتر لاندې خپل ځانونه، ژوند او راتلونکې سمه او تضمين کړي. خدای مه کړه چې بيا د تېر وخت د نجيب زاړه يادونه راتازه شي او طالب لا تر اوسه هماغه د جهالت په خُم کې ډوب دی او د نظام وحکومت او د مدرسې توپير لا نه شي کولای.

زما سپارښتنه ولسمشر ته دا ده چې يو ځل دې بيا د مطمئن، ستانکزي او د شاهين خبرې له خپل ژور اکاډميک نظره تېرې کړي چې دوی څه غواړي؟ يو څوک چې تا جزء ګڼي، بل دې دفاعي وامنيتي ځواکونه ړنګوي او بل دې نظام يعنې حکومت واداره پر رسميت نه پېژني، نو تاسې به له دغسې جهالو څه د خير تمه وکړئ؟ ايا تاسې له دغسې جهالو لا د خپل اساسي قانون د ساتنې، د بشري وښځو حقوقو د درنښت او منښتې تمه لرئ؟ له نجيب سره هم دغسې ژمنې شوې وې، ولې د هغو ټولو ژمنو باوجود يې هم سر ولاړ او هم نظام ړنګ شو او طالب لا اوس هم هماغه خوبونه ويني چې نظام ړنګ کړي او دا د بل چا موخه ده چې د خپلو موخو لپاره نه تاسې، نه مو نظام او نه افغان ولس زغملی شي. طالب لا د اعتبار وړ نه دی.

په درنښت

سيد حسين پاچا

امريکا غږ : ماښامنۍ

https://www.pashtovoa.com/a/4865385.html

https://www.pashtovoa.com/a/4866489.html

Comments
Loading...