د قطر د ناستې نور اړخونه

0 86

د دوحې ځنډېدلې ناسته د پروفیسر سلطان برکات په نوم په قطر کې د شخړو او بشري څېړنو د مرکز مشر چې د دوحې انسټیټیوت برخه ده ور بللې وه. ښاغلی برکات قطري چارواکيو ته له ډېرو نږدې کسانو ګڼل کېږي چې د ماسکو او دوحې تر منځ د تودو اړیکو په برخه کې مهم رول لوبوونکی بلل کېږي.
هغه په وروستیو څو میاشتو کې له طالبانو سره خورا ډېرې تودې ناستې پالي او په نوي جوړ کړي ټویټري اکونټ کې یې چې تر دوه نیم زرو پالورز لري د طالبانو د هرې وړې او لویې پرمختیا په اړه خبر ورکړی. هغه په تېرو دوو ورځو کې په پښتنو ژبه هم د ناستې د ځنډېدو په اړه څو ټویټونه کړي او تر هغه څو ورځې له مخه یې په دري ژبه هم ټویټونه پیل کړي، خو تردې له مخه یې ټول ټویټونه په عربي او انګریزي ژبه کړي دي او ښکاري چې د منځني ختیځ، امریکا او روسیې په تړاو مسالې ورته په زړه پورې دي.
د افغانستان د ولسمشري ټاکنو ته په تېر نوامبر کې د ښاغلي حنیف اتمر د درېدو خبر ته یې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې خوښ دی یو ملګری او پخوانی شاګرد یې د افغانستان د ولسمشري د ټاکنو میدان ته را مخې ته شوی دی او د بري هیله یې ورته کړې. هغه په نړیوالو رسنیو کې د افغانستان په ګډون د ګڼو جګړو او شخړو په اړه لیکنې کړي او خپل نظر او طرحه یې وړاندې کړی دی.
د هغه له لیکنو ښکاري چې د سعودي د شاهي کورنۍ په اړه ښه تصویر نه لري او د ملک سلمان د کورنۍ او شهزاده محمد په اړه یې د الجزیرې ټلوېزیون نږدې هر خبر پر خپل ټویټر له نورو سره شریک کړی دی. د ښاغلي برکات پخوانیو کارونو ته په کتو سره هغه د افغانستان د شخړې د حل لپاره د دوحې په څېر د لویو ناستو تجربه نه ده درلودلې او داسې ښکاري چې دا یې لومړۍ تجربه وه چې ځینې فکر کوي نوښت او ټول پلان یې د قطر شاهي کورنۍ په غاړه لري. برعکس هغه تر ډېره لیکنې او څېړنې کړي او په کنفرانسونو او ناستو کې یې برخه اخیستې.
پر دې سر بېره په دوحه کې له طالبانو سره د ځنډېدلې ناستې په څنډو کې ځینې نور ټکي هم را برسېره شول چې ښيي د افغانستان په لانجې کې له امریکا سره یوې معاملې ته رسېدل اسانه، خو کورني اړخونه یې ډېر پېچلي دي. داسې ښکارېږي چې قطر کې یو ځل بیا داسې هڅه وشوه چې د طالبانو په څېر د افغانستان د قضیې د اصلي اړخ په واک هم ګونډې ووهل شي او پر کابل نرمه کودتا وکړي. پخواني ولسمشرپه ۲۰۱۲ کال کې وویل چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو په موخه داسې هڅې وشوې چې هغه د افغانستان د ملي حاکمیت او خپلواکي پر ضد وبللې او مخالفت یې ورسره وښود په او په خپل باور یې یوه لویه دسیسه یې په مناسب وخت کې شنډه کړه. هغه وویل چې طالبانو ته د اسلامي امارت په نوم داسې دفترپه دوحه کې پرانیستل کېده چې د یوه برحاله سفارت څېره یې درلوده او د طالبانو بیرغ پرې لوړ رپېده.
ښاغلي کرزي وویل چې هغه مهال په خورا احتیاط تر یوه ځایه مخ ته ولاړ او د امریکا د وخت له ولسمشره یې په دې تړاو لیکلی سند اخیستی و چې د روانې توطیې په ژورتیا له پوهېدو سره سم یې د امریکانو پر مټ دفتر بېرته له رسمیته بهر کړ. ښاغلي کرزي وروسته کابل کې ولس ته وویل چې که یې له امریکایانو لیک نه درلود کیسه د هغه په خبره ورانه وه. هغه مهال د افغان چارواکيو باور دا وو چې قطر، امریکا او اسلام‌اباد د خپلو ګټو پر اساس غوښتل چې افغانستان تجزیې ته برابر او په بهرني سیاست یې خپل نفوذ پراخ کړي.
ځینې وايي چې یوځل بیا قطر+ پاکستان او امریکا ورته هڅه په لږې ډیرې سپین سترګي او پراختیا سره وکړه او په هغه ليسټ کې یې د افغانستان د حکومت په وینا پراخ لاس وهلی چې افغان حکومت د دوحې ناستې ته ور استولی و. په دغه ۲۵۰ کسیز لیسټ کې په ۱۳ کټګوریو کې دحکومت، سیاسي ډلو، ښځو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنې استازيو ته ځای ورکړل شوی و چې د یوه ډیموکراټیک دولت لپاره له هره اړخه مناسب بلل کېده. دا لیسټ د حکومت نه، بلکې د ټول نظام په استازیتوب د ټولنې له هر قشر سره له شویو مشورو وروسته برابر شو چې د ځینو په خبره له پام وړ شمېر نومونو سره یې په خپله ولسمشر جوړ نه و او یو څه لوی ورته برېښېده، خو د افغان سیاستوالو چې ښاغلی سیاف او پخوانی ولسمشر پکې د یادولو وړ دي غوښتنه دا وه چې د سولې د روان بهیر په اړه د هر ډول نظر لرونکو کسانو نومونه دې د دوحې ناستې ته واستول شي. د اوسني او پخواني ولسمشر او ښاغلي سیاف هیله دا وه چې طالبان به د افغانستان د کړکېچ د حل په موخه دومره ډېرو خیر غوښتونکو ته خوښ شي او دا به یو نېک او دروند ګام وبولي، خو طالبانو اول د افغانستان د حکومت او سیاستوالو په دغه لیسټ رشخند وواهه او وروسته یې د قطر او پاکستان په اشاره دغه تاریخي فرصت ته لغته ورکړه.

سرخط

Comments
Loading...