د غدار ټاپه

محمد سمیع صادق

0 64

د پاکستان له جوړېدو سره جوخت یو مهر هم منځ ته راغی پر کوم چې د «غدار» کلیمه کيندل سوې ده. دا ټاپه د پاکستان د خواصو او عوامو له خوا پر ټولو هغو سیاستوالو، روشنفکرانو او فعالانو لګول کیږي چې د حق غوښتنې دعوې خو لا لیري پرېږدئ که یې برملا یا په پټه خوله د حق خبره هم کوم ځای وکړه او یا یې د ملک د چارو چلوونکو له خوښي پرته کومه وړه کړنه تر سره کړې وي. د دغه هیواد خپل تاریخ  دومره قدامت نه لري لکه څومره اوږد چې یې د خاینانو دا نوملړ دئ. راځئ چې د غدارۍ په تور پر ځينو نامتو تورونو څېرو یو ځغلنده نظر وځغلوو.

په دې فهرست کي د سر سړی حسین شهید سهروردي دئ. هغه د متحد هند په پير کې د بنګال لوی یا لومړی وزیر وو . سهروردي له پاکستان سره د شرقي بنګال په یو ځای کولو کې کلیدي رول ولوباوه. د هند د براعظمګي تر وېش وروسته ښاغلی سهروردي له ګاندي سره درې میاشتې په کلکته کې ځکه پاته سو چې له ګاندهي سره د مسلمان ضد بلواوو په آرمولو کې مرسته وکړي. پاکستان ته له راستنېدو سره سم هغه «غدار» اعلان کړل سو. 

په دې لیست کې دوهم مقام خان عبدالغفار خان خپل کړی دئ. د ده ګناه بیا دا وه چې د هند د نیمه وچې تر تقسیم دمخه هغه د انډين نېشنل کانګریس ګوند یو مهم غړی و. د نوموړي بله خطا پاکستان دا بلله چې هغه د هند د وېشل کېدو مخالفت کړی و. په ۱۹۴۸ م کال کې که څه هم باچا خان له پاکستان سره د وفادارۍ لوړه وکړه خو بیا هم د هغه له نامه سره د غدار وروستاړی تل مښتی او مل پاته سو. خان له ۱۹۴۸ م څخه تر ۱۹۶۳ م پوري د خپل عمر اوږده عرصه د پاکستان په زندانونو کې د غدر په تهمت کې تېر کړل. د همدغه غدار له نامه سره د پښتنو دې ستر مشر په ۱۹۸۸ م کال کې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.  

غلام مرتضی شاه سید چې په يوازي سر یې د سندهـ صوبه د پاکستان حیاتي برخه وګرځوله هم په خپل وار سره د غدار لقب ګټلی دی. نوموړي د خپل ژوند ۳۰ کاله د پاکستاني بندي خانو په تورو تېارو کې خاورې کړي دي. ده د همدې قيد و بند په حالت کې په ۱۹۹۵ م کې د پاکستاني پولیسو په توقیف کي ساه ورکړه. 

د پاکستان د بنسټ ايښوونکي محمد علي جناح خور چې په دې ملک کې د ملت د مور په نامه پېژندل کېده هم د غدارۍ له توره خوندي پاته نه سوه. جنرال ایوب خان چې په پاکستان کې یو بدنامه نظامي دیکتاتور تېر سوی دی د ۱۹۶۵ م کال د ټاکنو پر مهال آغلې جناح د خپل وطن پر وړاندي د امریکا او هند لپاره د جاسوسۍ په تور په خاینتوب تورنه کړه. 

د خاین خطاب یوازي تر افرادو پورې محدود نه دئ پاته سوی بلکې دې ځانګړتیاو سیاسي ګوندونو ته هم سرایت کړی دئ یعني پر یوه بسته سیاسي ډلې د غدر ټاپې وهل سوي دي. د پاکستان د ۱۹۷۰ م په عامو انتخاباتو کې په بلوچستان او شمال غربي سرحدي صوبې (اوس خیبر پښتونخوا) کې نېشنل عوامي پارټۍ د پارلمان د اکثرو چوکیو په ګټلو سره په دواړو صوبو کې حکومت تشکیل کړ مګر د هغه وخت ملکي یا غیر نظامي زورواک ذولفقار علي بوټو په بلوچستان کې د نېشنل عوامي پارټۍ حکومت ړنګ کړ او د دغه ګوند مشران لکه نواب خیر بخش مري، عبدالولي خان، سردار عطاالله مېنګل او غوث بخش بزنجو یې د پاکستان پر خلاف په دسیسو تورن کړل. له دې وروسته پر دغه ګوند د تل لپاره بنديز ولګيدی او مشران یې د خیانت په تور تر ځورونو او څارنو لاندي راغلل. 

د ۱۹۷۰ م کال په همدغو انتخاباتو کې د شیخ مجیب الرحمن عوامي لیګ ګوند په ښکاره او په لوی اکثریت د پاکستان عام انتخابات وګټل خو مغربي پاکستان چې ځان یې تر شرقي پاکستان برتره باله د بنګالیانو و دې انتخاب ته غاړه نه کښېښووه او د عوامي لیګ ۷۶ و پارلمان ته بریالي غړي یې د غدارۍ په تور بې صلاحیته اعلان کړل چي په دې ډول د واک ګدۍ د غربي پاکستان د پيپلز پارټۍ و ذولفقار علي بوټو ته وسپارل سوه. د دې کړني پایله د پاکستان په ټوټه کېدو سره تمامه سوه.

نواب اکبر بګټي د بګټي قبیلې په استازیتوب په کال ۱۹۴۷ م کې د پاکستان سره د  بلوچستان د الحاق په حق کې رایه ورکړه. نوموړی په مختلفو ادوارو کې د بلوچستان له خوا د پاکستان د پارلمان غړی، د یادې صوبې وزیر اعلی او د همدې صوبې والي پاته سوی وو. په ۲۰۰۳ م کي هغه د پاکستان د نظامي دکتاتور پرویز مشرف پر وړاندي د بلوچستان د خلګو د حقونو د دفاع لپاره ودرېد خو زورواک جنرال مشرف پر نوموړي د غدار د لېبل لګولو وروسته په کال ۲۰۰۶ م کي په خپل پلرني ټاټوبي کي ترور کړ. 

د اسفند یار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل پارټۍ په پاکستان کي د مقتدر قشر له لوري په یو خاین ګوند مطرح ده. د نورو مسایلو تر څنګ دغه ګوند د کالا باغ د اوبو بند د جوړولو تل مخالفت کړی دی چي د دې حزب په وینا د دغه بند اغیزي به پر خیبر پښتونخوا منفي وي. له کال ۲۰۰۸ م څخه تر ۲۰۱۳ م پوري، کله چي په خیبرپښتونخوا کي د دوی حکومت وو، د دغه ګوند پر مشرانو مرګوني بریدونه وسوه چي  د چارو د شنونکو له نظره د پاکستان د چارو چلوونکو له لوري وه خو نوم د تحریک طالبان پاکستان يادېدی.د ګوند مشر او مخکښ غړی بشیر احمد بلور له همدغه ګوند څخه په همدغسي مبهمو حالاتو کي ترور کړل سو. 

د محمود خان اڅکزي په قیادت کي پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ هم يوه غداره ډله ګڼل کیږي ځکه چي د پښتو د حقوقو لپاره ئې له بېلا بېلو دریځونو څخه آواز اوچت کړی دئ او پر دې سربېره ئې پر پاکستاني فوج او اسخباراتي کړیو په وار وار نیوکي کړي دي چي د افغانستان په داخلي چارو کي دي له کرغېړنو لاسوهنو څخه لاس واخلي.  

اوس تازه د غدارۍ په دې لیست کي يوه نوې ډله کښل سوې ده چي  پي ټي ايم PTM نومیږي. د دې تحریک ټول غړي او مشران، سره له دې چي دوه مشران ئې د پاکستاني پارلمان غړي دي، و پاکستانی ټولني ته د مقتدرو حلقو له خوا غداران ور پېږندل کیږي. په دې وروستیو کي د ذکر سوي خوځښت مشر منظور پښتین د پاکستان د ریاست پر خلاف د بغاوت کولو په قضیه کي پولیسو نیولی او په بند کي اچولی دئ. پښتین د ماورايې عدالت، د محکمې له دخالته پرته یا د فوج  په لاسونو د عوامو د خپل سرو وژنو او د خفیه ادارو له خوا د خلګو د تښتوونو پر خلاف پر پاکستاني فوج سختي نیوکي کړي دي. 

په داسي یو ملک کي چیري چي باچا خان، مجیب الرحمن، عبدالصمد خان، اکبر بګټي، عطاالله مېنګل، عبدالولي خان او دوی ته ورته نور د خپل قام اتلان غداران ګنل کيږي هلته دا لقب ګټل یو وياړ دئ. 

_________________

سرچینه: بېلابیلي ورځپاڼي

Comments
Loading...