د طالب ستونزه له امریکا سره نه ده

0 485

د دوحې له ځنډېدلې ناستې وروسته اوس ټولو ته د لمر په شان جوته شوه چې د افغانستان د کړکېچ کورنی اړخ تر بهرني اړخه ډېر پېچلی، ستونزمن او له لوړو ژورو ډک دی. هغو ساده‌ګانو چې فکر یې کاوو د افغانستان ستونزه په څو میاشتو کې پای ته رسېدای شي اوس به ورته ثابته شوې وي چې که سوله د جګړې هغومره ستونزمنه نه ده؛ نو ډېره اسانه هم نه ده.
څو میاشتې وړاندې یو شمېر بې‌تجربې ښاغليو د ولسمشر غني په هغې وینا پورې وخندل چې په افغانستان کې په بشپړ ډول د سولې د واکمنولو او د هرې کېدونکې پرېکړې عملې کول پنځو کلونو ته اړتیا لري. دوی کېدای شي د طالبانو له خوا د دوحې ناستې ته د تلونکي پلاوي پر سر د طالبانو په شاتګ ته کتلي وي چې د سولې اصلي مخالفت کوم اړخ کوي او څوک له زړه سوله غواړي او د دې هېواد د ابادې په موخه کوم اړخ شرطونه لري.

د همدې ساده پټانو به اوس ماغزه لږ په دې خلاص شوي وي چې که یوازې د یوه کنفرانس لپاره په څو کسانو د سولې را منځ ته شوي فرصت ته د جګړې اصلي دعوېدار لغتې ورکوي؛ نو د روغې جوړې په پلاوي به څومره طالبان مخ او څټ ته وخوځېږي او تر هغه وروسته د هغه او دغه د دې خوا او هغې خوا کولو پر سر به کوم اسمان ګزوي. ځینو ته د طالبانو دا منطق هم کېدای شي په زړه پورې وي چې وايي خپل مرکچیان هم په خپله ټاکي او د سیالې غاړې مرکچیانو ټاکل هم خپل حق ګڼي. دوی لکه چې په رښتیا هغه د ځینو په خبره خلايي مخلوق دی او د خپلې خاورې او خلکو په نرخ نه دې خبر.

طالبانو په خپل وروستي حرکت له یوې خوا ثابته کړه چې د امریکا پرتله اصلي ستونزه یې له افغانانو سره ده او له بلې خوا یې د خپلې ارادې تمثیل نندارې ته وړاندې کړ. دوی یو مهال استدلال کاوو چې په لومړي پړاو کې له امریکایانو سره خبرې کوي او په دویم پړاو کې به له افغانانو سره په داخلي مسالو بحثونه کوي. دوی ته اصلي اړخ امریکا برېښېده، خو د دوحې د ناستې لپاره د افغان حکومت له خوا په تیار شوي لیسټ د طالبانو اعتراض ثابته کړه چې د افغانستان د جګړې د حل کیسې کورنۍ اړخ څومره پېچلې او د طالبانو په ګډون هر افغان اړخ ته ځینې وړې کیسې څومره ارزښت لري. سره له دې چې طالبانو له افغان دولت سره د اوس لپاره خبرې رد کړي، خو دا په خپله د افغانانو تر منځ د مسالې پېچلتیا په ډاګه کوي او د دوحې پر ناستې وروستی جوړ شوی کړکېچ یې ښکاره بېلګه ده. په داسې حال کې چې طالبانو ځینې شته واقعیتونه منلي، خو لا هم د حکومت او نظام په ګډون په یو شمېر مهمو نورو واقعیتونو سترګې پټوي.

له ډېرو سره دا باور پر زياتېدو دی چې که د امریکا او طالبانو خبرې په روان کال کې یوې پایلې ته ورسېږي، له افغانانو سره به یې کیسه ډېره زړه خوړینوونکې، وخت نیوونکې او له ننګونو ډکه وي. طالبانو ان له زلمي خلیلزاد سره په خپله لومړۍ لیدنه کې ثابته کړه چې له امریکایانو سره یوې هوکړې ته رسېدل اسانه او د شته مسالو په اړه د اختلاف ټکي ډېر ستونزمن نه دي، خو د افغانستان تاریخ او مروج فرهنګ ته په کتو په یوه افغان د بل افغان خبره ښه نه لګېږي او نرمه کېدونکې خبره هم د جنګ په ژبه او جنګي ادبیاتو کوي.

ښکاره بېلګه یې په ماسکو کې د ملا عباس له پېغورونو او ترخو کلیمو ډکه بیانیه وه چې ډېرو فکر کاوو د روغې په پار نه، بلکې د جګړې د اور د تازه کېدو لپاره پر دي توري د ده په شونډو زمزمه کېږي.

سره له دې چې طالبان د اوس لپاره هلته او دلته د ښځو حقونو ته د درناوې خبره کوي او ملا عباس په درواغجنې سپین‌سترګي د طالبانو په واکمني کې د موسیقي د ازادي د شته والي دعوه هم وکړه، خو په اوسني افغانستان کې د بیان د ازادي، د میرمنو کار، حجاب، جامې اغوستل، د مېرمنو سندرې ویل، موسیقي غږول، په رسنیو کې د ښځو کار، د انټرنېټ کارېدلو ډول، د خلکو د شخصي ژوند کولو څرنګوالی، د خلکو د جامې اغوستل، یو شمېر تر خاورو لاندې څېرو ته د ورکړو القابو، قومي نزاکتونو او تر ټولو مهم له ژوندي ځوان نسل سره معامله به طالبان د سولې د خبرو په بهیر کې له ډېرو سرخوږیو او ننګونو سره مخامخ کړي.

دا مسالې کېدای شي ډېرو ته ساده خبرې ښکاره شي او په رښتیا هم چې له امریکایانو سره نه مطرح کېږي، خو له افغانانو سره به خامخا پرې چڼې ووهل شي چې دواړو غاړو ته ترې تېرېدل اسانه کار نه دی. طالب پلوي فکر کوي چې د چڼو په راتلو به هر څه صفر ته ور کته او د طالب له تصور سره برابر وضعيت به پر افغانه ټولنه واکمن شي، خو د ۲۱ پېړۍ په ډیموکراټیک افغانستان کې له اوسني وضعیته شاتګ به د هر څه د مرګ په مانا وي چې ممکن نه دي.

 

سرخط ورځپاڼه

Comments
Loading...