د شر ښېګڼې

ژباړن: اخترمحمد ژوندون - لیکوال: عبدالبشیرفکرت بخشي

0 35

خیر او شر د یوې سکې دوه لوري دي، په مانا چې شر له ښګیڼو خالي نه وي او ددې برعکس هر خیر له ځانه سره شر هم لري. دا هم باید ووایو چې د خیر او شر معلومول هم اسانه او ساده خبره نه ده. لهٔ دې امله چې مطلق خیر یا شر نشته؛ نو حادثو او پدیدو ته د سپین او تور لهٔ زاویې کتل هم تېروتنه ده؛ ځکه ورته لیدلوری ټوله هستي او یا هم ارزښتونه پهٔ دوو متضادو قطبونه ویشي چې د شر او خیر قطبونه یې بللی شو چې د مابعدالطبیعه لهٔ نظره یو ډول ثنویت یا بنسټېزدوه ګونی لیدلوری رامنځ کیږي. شونې ده چې د دې ښکاره نمونه په زردشتي دین کې ومومو، هلته چې دوه متضاد قطبونه لهٔ یو بل سره غاړه غړۍ شوي؛ ځکه خو یې د هستي پهٔ اړه معادله پیل کړې ده. دا دوه لوري د یزدان او اهریمن پهٔ نامه لهٔ دوو خدایانو سرچینه اخلي. دا ډول لیدلوری روسته پهٔ مانوي دین کې هم رامنځ ته شو چې د تاریکیو او رڼایي پهٔ نامه یې د یوې تلپاتې جګړې لپاره لار هواره کړه. لهٔ دې سره بیا هم زردشتیانو د خیر خدای ته عبادت کاوهٔ او مانویانو هم رڼایۍ ته پر تیارې ترجیح ورکوله، تر دې چې جنت یې هم د نور ځمکه بلله. پهٔ دې ډول لیدلوري کې شر عدمي امر نه دی؛ بلکې وجودي او د خیر یو خپلواک قطب بلل کیږي. لهٔ دې سره ـ سره اصالت د خیر لوری (پهٔ عملي ډول) او حقیقت (پهٔ نظري ډول) دی. مولانا په دې اړه په زړه پورې خبرې لري چې د حاشیې پر ځای یې پهٔ متن کې د بیتونو راوړل غوره بولم: 

همچنانکه هر کسی در معرفت     میکند موصوف عیبی را صفت

فلسفی از نوع دیګر کرده شرح   باحثی مر ګفت او را کرده جرح 

و آن دیګر در هر دو طعنه میزند   وآن دګر از زرق جانی میکند 

هر یک از ره این نشانها زان دهند   تا ګمان آید که ایشان زان دهاند 

این حقیقت دان نه حقاند این همه    نه به کلی ګمرهانند این رمه 

رانکه بی حق باطلی ناید پدید   قلب را ابله به بوی زر خرید 

ګر نبودی در جهان نقدی روان    قلب ها را خرج کردن کی توان 

تا نباشد راست کی باشد دروغ    آن دروغ از راست میګیرد فروغ 

بر امید راست کژ را میخرند    رهر در قندی رود آنګه خورند 

ګر نباشد ګندم محبوبنوش   چه برد ګندمنمای چو فروش 

پس مګو کین جمله دمها باطلاند    باطلان بر بوی حق دا دلاند 

پس مګو جمله خیالست و ضلال      بیحقیقت نیست در عالم خیال 

حق شب قدر است در شبانهان     تا کند جان هر شبی را امتحان 

نه همه شب ها بود قدر ای جوان     نه همه شب ها بود خالی از آن 

در میان دلقپوشان یک فقیر    امتحان کن وانکه حقست آن بګیر 

ګر نه معیوبات باشد در جهان    تاجران باشند جمله ابلهان 

پس بود کالاشناسی سخت سهل     چونک عیبی نیست چه ناهل و اهل 

ور همه عیبست دانش سود نیست    چون همه چوبست اینجا عود نیست 

آنکه ګوید جمله حقاند احمقیست    وانکه ګوید جمله باطل او شقیست 

د ویلو ده چې پهٔ هستي کې د متضادو قوتونو شتون د منلو دی، خو خبره پر دې ده چې ددې دوو برخو اصالت او اهمیت سره برابر نه دی. د باورنو او مفاهیمو په‍ عالم کې حق پر باطل باندې اصالت لري او د ارزښتونو پهٔ برخه کې بیا خیر پر شر رجحان پیدا کوي. دا هم باید ومنو چې شونې ده خير ځېنې وخت نامطلوبه پایلې لري هغه ډول چې شونې ده شر داسې څهٔ پیښ کړي چې خير پکې موجود وي. مانا دا چې خبره یا دروغ وي او یا هم ریښتیا او دا هم د ویلو ده چې ریښتيا پر دروغو غوره والی لري؛ مګر ځینې وخت د مصلحت لهٔ مخې دروغ پر هغو ریښتیاوو غوره والی لري چې بنسټ یې حیققت وي . د بیلګې پهٔ ډول هلته د ریښتیا ویلو توصیه نه کیږي چې لهٔ امله یې د یو بېګناه وګړي ژوند لهٔ خطر سره مخ کیږي، په همدې ډول ځینې وختونه، پهٔ ځانګړو شرایطو او وختونو کې پر دروغو تکیه کول جایز او اړین دي. لهٔ دې ښکاري چې باید لهٔ سپین او تور لیدلوري پرته لهٔ یوې بلې زاویې د شر پایلو ته وګورو او شر ته پهٔ ټولیز ډول سره د سلبي ابعادو لهٔ زاویې ونه ګورو؛ بلګې ځینې وخت یې ایجابي اړخ هم په پام کې ونیسو. 

هغه ډول چې یادونه مو وکړه، شر همیشه لهٔ ځان سره ښیګڼې لري. هیڅ داسې شر به نه وي چې د خیر برخه پهٔ کې نه وي او پهٔ یوه بله مانا خیر او شر د یوهٔ شي مخ او څټ دي. د خیر او شر توامیت شونی دی پهٔ دې دلیل وي چې خیر او شر نسبي دي او د دیني فلسفه کې یا دین پهٔ فلسفه کې «د شر د نسبیت تیوري » تعبیر ترې کیدلی شي. د شر د نسبیت تیوري پر دې ولاړه ده چې خیر او شر د تابعي پیښو او شیانو څخه پرته زموږ د زماني او مکاني وضعیت، شرایطو او انساني احوالو برخه ده. د بیلګې په ډول: د دې پوښتنې د ځواب پهٔ برخه کې چې «،وژنه» ښه ده او که بده؟ اړتیا ده چې د «وژنې» یا «قتل» ځانګړو شرایطو ا و احوالو ته پام وشي او ورسته بیا پهٔ سلبي یا ایجابي ډول سره خواب ورکړل شي. کهٔ «قتل» د ځان د دفاع پهٔ لاره کې وي، موجه دی؛ مګر کهٔ په دې بنسټ وي چې پر نورو دې تیری وشي تیروتنه ده.( البته پهٔ دې نمونه کې «ښه» او «سم» د یو بل مرادف فرض کړل شوي دي.) دا ډول لیدلوری پهٔ ښکاره سره د  معرفت او وجود تر منځ پوله نه پېژني او لهٔ دې مخې د شر د معرفتي نسبیت پر ځای وجودي نسبیت ته لار ور پرېږدي چې کولی شو لهٔ هغه څخه د « شر د هستيپېژندنې نسبیت پالنه» تعبیر واخلو. لهٔ ډې ټولو سره ـ سره بیا هم دا پوښتنه پر ځاي پاتې کیږي چې که چیري د خیر او شر ذات ثابت نه وي؛ نو ددې تفکیک پر کوم معیار کیږي چې څه شر دي او څه خیر؟ 

د خیر او شر پهٔ اړه د نسبیت نظریه شونې ده دا پایله ولري چې شر او خیر پهٔ یو بل کې ننوتي دي او نشو کولی چې د دوی ترمنځ یوه ښکاره پوله واچو(هغه څهٔ چې زموږ د پام وړ دي) او پر دې سربېره دا امکان هم شته چې وښايي یوه حادثه د یو شخص لپاره لهٔ ځانګړیو زماني ا و مکاني شرایطو سره مطلق شر دی، په داسې حال کې چې همدغه پیښه به یاد شخص یا نورو ته د متفاوتو شرایطو پهٔ نظر کې نیولو سره مطلق خیر وبلل شي. دا برخه چې یو ډول «مطلقه نسبیت پالنه» ده لهٔ تناقض سره مخ کیدای شي او پهٔ دې مقاله کې زموږ لهٔ موخې سره (چې هر شر لهٔ ځان سره ځینې ښګیڼې لري) جوړجاړی نه لري. فارسي ادبیاتو کې هم د شر پهٔ اړه د ذاتي باور لیدلوری و هغهٔ لیدلوري ته چې پر نسبیت ولاړه دی، زیاد لیدل کیږي. دې لاندې بیتونه ته وګوری:

نیک در هیچ حال بد نشود     ګل محال است که خار را مناند 

یا هم: 

ز بد ګوهران چشم نیکی مدار     کند بچهی مار هم کار مار 

یا هم: 

عاقبت ګرګزاده ګرګ شود      ګرچه با آدمی بزرګ شود 

یا: 

ز بدګوهران بد نباشد عجب    نشاید ستردن سیاهی ز شب 

به ناپاکزاده مدارید امید      که زنګی به شستن نګردد سپید 

ز بد اصل چشم بهی داشتن      بود خاک در دیده انباشتن

یا: 

ګر جان بدهد سنګ سیه لعل نګردد 

با طینت اصلی چه کند بدګهر افتاد 

یا: 

مکن کار بدګوهران را بلند   

که پروردن ګرګت آرد ګزند 

میامیز در هیچ بد ګوهری 

مده کیمیایی به خاکستری 

چو بدګوهری سر برآرد ز مرد 

کند ګوهر سرخ را رویزرد

بیا هم کهٔ چیرې د ارزښتونو  پهٔ اړه د نسبیت نظریه سمه وي؛ نو پهٔ نړۍ کې د هغو دینونو غوښتنې او داعیهيې تر پوښتنې لاندې راځي کومې چې د خدایپېژندنې، انسانپېژندنې، نړۍپېژندنې او …. پهٔ اړه لارښوونې لري. ددې مسئلې لهٔ درک څخه وروسته لیکوال غواړي داسې یو مفهوم را وړاندې کړي چې لهٔ اخلاقي فلسفې څخه اخیستل شوی دی او هغه «د اثر د ماهیت پېژندنې» اصل دی. ددې اصل پر بنسټ کهٔ څهٔ هم خیر او شر ثابت ماهیت یا ذات ولري، بیا هم د هغوی اثر ثابت نه دی. په دې مانا هر څهٔ چې ذاتا خیر وي داسې نه ده چې د هغهٔ اثر دی هم خیر وي او هر څهٔ چې پهٔ ذاتي توګه شر وي، اثر دي هم شر وي. د بیلګې پهٔ ډول، کهٔ چیرې د انسان وژنه ذاتا شر وبولو، بیا هم ددې عمل اثر ثابت شر نه دی. ځکه خو «د اثر د ماهیت پېژندنې» اصل چې د شرورو پر ځینو ذاتي برخو رامنځ ته شوی، د هستي پېژندني نسبیتي نظریه تر پوښښ لاندې راولي او ددې لپاره لار هواروي چې د خیرپېژندنې شر او د شرپېژندنې خیر را پهٔ ګوته ګړي. دا هغه ټکی دی، چې دغه لیکنه پرې تکیه کوي. 

خلک چې کله هم لهٔ شر سره مخ کیږي؛ نو د هغهٔ پر سلبي اړخ باندې انتقاد کوي، ځکه خو بې صبره کیږي او واوېلاوې پیل کوي دا پهٔ داسې حال کې ده کهٔ چېرې د شر ایجابي برخو ته وکتل شي، د شر تحمل اسانه کوي. دا خبره چې هر شر، خينې ښګینې لري، دې ته پام را اړوي چې د شر مثبتې برخې لهٔ پامه ونه غورځول شي.

بیدماغی این قدر سامان طراز کس مباد 

خانه باید سوختن تا آتشی پیدا کنم

ددې مسئلې لهٔ درکه ښکاری چې کرونا لهٔ ورته قاعدې وتلې نه ده؛ ځکه خو ویلی شو چې د کرونا شر ځینې ښګیڼې هم لري چې دلته یې ځینو هغه ته اشاره کوو: 

شر او ځانپېژندنه

شونې ده، ځينې فکر وکړي چې د کرونا پهٔ څېر پدیدو کې دین ته اړیتا نشته او پهٔ دې برخه کې یوازې پر علمي هڅو باور لري. لهٔ دې پرته چې ورته لیدلوری پهٔ خپله هم ځينو فرضیو باندې ولاړ دی چې تر ټولو مهمه فرضیه داده چې، متافزیکي رنګ لري نه علمي. د کرونا پهٔ څېر پدېدې سره مخ کېدل دا درس راکوي چې انسان باید څهٔ نا څهٔ لهٔ نني غرور او عجب څخه راښکته شي او خپلې اصلې څهرې ته وروګرځي. داسې ډېر کیږي انسان کله ـ کله پهٔ ایجابي او سلبي ډول سره لهٔ خپل اصلیت پورته منډه کوي او څومره هم چې انسان لهٔ خپل اصلیته لرې کیږي، لهٔ بدفهمي سره مخ کیږي. دلته ایجابي او سلبي قید پهٔ دې مانا ده چې، انسان کله لهٔ خپله اصله لوړ فکر کوي او کله هم تر خپل حیثیت ټیټ.  لهٔ انساني اصلیت څخه لوړ تصور شونی دی، چې د تکبر او لویي جامه کې را ښکاره شي او دا هغه اخلاقي رذیلت دی چې د انسان تګلاره د شر قطب ته ورکاږي. د بیلګې پهٔ ډول د دیني روایتونو پر بنست هغه څه چې ابلیس یې لهٔ سجدې کولو منع کړ او پهٔ پایله کې کفران او رجیمیت ته ورسید، همدغه د خودبیني او تکبر لهٔ رویه و. 

اندیشهی خود بینی از وضع ادب دور است

آیینه نمیباشد آنجا که حیا باشد

پهٔ سلبي برخه کې ناپوهي بیا پهٔ حقارت او کمښودنې پای مومي او دا هغه لیدلوری دی چې پهٔ عرفاني ایډیالوژي کې ډېر تر سترګو کیږي. کمښودنه او د حقارت احساس هغه څهٔ دي چې انسان خپل اصلیت ته پهٔ غیرواقعي ډول ګوري او ځان تر هغه څهٔ ورته کم ښکاري، کوم څهٔ چې ددهٔ اصل دی. هغه لاسته راوڼو او وړتیاوو ته پام کول چې انسان یې لري(نوعي یا فردي) لهٔ دې سره مرسته کوي چې د حقارت او کمښودنې لهٔ احساس څخه خلاص شو. نوعي لاسته راوړنې پهٔ تاریخي بڼه راښکاره کیږي او فردي وړتیاوې بیا د اشخاصو پهٔ ریښتني درک پورې تړلې دي. پهٔ ټوله کې لهٔ خپلو وړتیاوو سترګې پټول ددې لامل کیږي چې انسان دې ځان ته د کمۍ احساس وکړي، تر دې چې د حقارت ډېر احساس هم د کبر او لویي باعث ګرځي.

پهٔ همدې ډول دې ټکي ته رسیږو چې د « وباوو» ډېره خپرېدا پهٔ بېلابېلو هېوادونو کې دا راته وايي چې د مهار کولو رسۍ یې لهٔ لاسه وتلې ده او شونې ده چې د اسانه خپرېدو ځانګړنه یې وقایهوي تدابیر هم کمرنګه او حتا بې اغیزې کړي. د کرونا وبا لهٔ یو اړخه خورا قوي دښمن دی چې پهٔ اړه یې باید مبارزه وکړو او لهٔ بل اړخه یې د انسانانو علم او تدبیر تر پوښتنې لاندې راوستي دي. دا وبا هم علم تر پوښتنې لاندې روالي او هم پر علم باندې استناد واجبي کولی شي. د تأمل وړ خو داده چې، هغه انسان چې فکر لري او لهٔ معاصر مټو برخمن دی نشي کولی چې د ورته وبا پهٔ وړاندې بریالی شي، تر دې چې ډېر پرمختللي هېوادونه هم تر اوسه نه دي بریالي شوي چې د درملنې لپاره یې څه پیدا کړي. له‍ دې سره ـ سره د خاوروـابو پهٔ دې نړۍ کې دانسان ژوند یوازې لهٔ «وباوو» سره نه دی مخ، بیلکې لهٔ دې پرته ډېری داسې تهدیدونه دي چې انساني ژوند یې لهٔ ستونزو سره مخ کړی دی، د بیلګې په ډول؛ زلزلې، اورلګېدنې، اټمې جګړې، د خمکې ګرموالی او … اوس کهٔ چېرې د اټمي جګړې پهٔ اړه وړاندویه وکړو ـ هغه څه چې دانسان لهٔ وسه پوره ده او شونې ده چې رامنځ ته شي ـ او بل لور ته د طبیعي پېښو مخنوی هم زموږ لهٔ وسه وتلې خبره ده؛ نو د انسان کمزوري له ورایه ښکاري. دا طبیعي پیښې لکه: د لمریزي انرژي ختم کیډل، سختي زلزلې او داسې نور چې ضرور انساني وړتیاوې چلجولی شي. دا او دې ته ورته نورې نمونې راته وایي چې انسان لهٔ دې ټول علم او پوهې سره ـ سره بیا هم ناتوانه دی او دا هغه پاراډوکسیکاله برخه ده چې باید فکر پرې وشي. لهٔ دې مسئلې سره التفات شونیدی پر دې پای ومومي چې انسان هغه څه ته پام وکړي، کوم چې لهٔ وسه یې نه دي پوره او لهٔ دې لارې به ځان ته د واقعیت لهٔ زاویې وګوري، شاید ځان درک کړي او د کبر لهٔ ږدۍ را ښکته شي. 

شر او د ګمان ورکول(توهمزدایی) 

داسې ښکاري چې معاصر انسان لهٔ هر څه ډېر پر تکبر او لویي اخته شوی دی. پهٔ علمي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې او پر نړۍ او فضا باندې د انسان بېمخیني تسلط، ددې لامل شوی چې معاصر انسان لهٔ ځانګړي مقام څخه برخمن شي. هغه مقام چې ځان پهٔ کې ترې ورک دی او لهٔ علم پورته خیال کوي او پر خپل فکر او مټ یې باوري کړی دی. لهٔ دې زاویې انسان یوازې خپلې وړتیاوې ګوري او خپلې نیمګړتیاوې تر هیرې شوې دي. هر وخت پر ځان ویاړي او د خپلو اوږو ټپول یې زده کړي دي: 

عشقری من خود خریدار غزلهای خودم 

آفرین ګفته به دوشِ خویش تپ تپ میزنم 

دا ډول انسان پر ځان د کمالیت ګمان کړی، هغه ګمان چې شونې ده پهٔ انساني وجود کې فرعوني شأن را ویښ کړي او لهٔ دې امله د خدايي دعوه وکړي دا ډول انسان ته ددې ښوونه پهٔ کار ده چې ته ډېرې نیمګړتیاوې لرې، دا ښوونه او مبتلا کېدل لهٔ دې سره مرسته کوي چې ورته انسان خپله بنسټیزه عاجزي هیره نکړي چې نن الله(ج) هغه عاجزي د شرلمر ته ایښې ده، ترڅو انسان خپله ذاتي نیمګړتیا ته پام وکړي، هغه نیمګړتیا چې ددهٔ او خدای ترمنځ پوله ټاکي او الهي کمال پهٔ خپلې هغې آینې کې وګوري چې لهٔ نقصانه مالامال ده. 

بیدل به سجود بندهګی توأم باش 

تا بار نفس به دوش داری خم باش 

این عجز که در کارګهی طینت تست

الله نمیتوان شدن، آدم باش

د پام وړ خبره داده چې، انسان تل هغه وخت انانیت او خودمحوري ته ملا تړلې لهٔ کومه وخته چې پر خپلو پښو درېدلی او لهٔ مصیبتونو او جنجالونه د مبارزې لپاره یې وسایل ترلاسه کړي؛ مګر هغه وخت چې هیڅ څهٔ یې لهٔ وسه پوره نشي او ځان کمزوری حس کړي، الله(ج) ته مخه کوي. ځکه خو د لاادریه برتراندراسل[۱۸۷۲ـ۱۹۷۰] دا باور چې وايي «څومره چې پهٔ ټولنه کې مصیبتونه او دردونه زیاتیږي، دین ته نېږدېکېدل هم زیاتيږي او ددې برعکس» له دې سره – سره شر نه یوازې دا چې د الحاد پټنځای دی، بلکې تر ډېره پورې هغه انسان چې الله(ج) ته یې ورپام هم نه وي دې ته را ګرځوي چې خدای ته مخه کړي.

شر او د مرګ ویره

د مرګ پهٔ اړه تصور پهٔ هغه لیدلوري پورې تړاو لري چې موږ یې د انسان پهٔ اړه لرو. د مرګ پهٔ اړه د فزیکالیست او الهيدان (هغه انسان لیدلوری چې بشر د جسم او روح ټولګه بولي) توپیر لري. لهٔ دې  ټولو سره ـ سره بیا هم مرګ لهٔ هر څه وړاندې ـ کهٔ هغه د وجود توقف وي (فزیکالیسم) او کهٔ یو بل حالت ته تغییر وي (الهي دانان) ـ یو ډول ذهني جګړه ده. دا جګړه لهٔ هغه وخت را پیلیږي کله چې انسان پیدا شي او پای یې هغه وخت وي چې ومري؛ ځکه خو هغه څهٔ چې موږ یې مرګ بولو، تر ډېره پورې د مرګ تصور یا پېژندنې دي، نه واقعي مرګ. زموږ د زمانې انسان نسبت ترې زمانې ته لهٔ دې پېژندنې او د مرګ لهٔ یادونې فاصله اخیستې او تل لهٔ هغې تیښته کوي. غزالی د شفیق بلخي پهٔ حوالې سره وايي: 

خلک درې خبرې کوي او په کړنو کې کله ـ کله ( نه تل) پر دې خبرو عمل هم کوي. دوی وايي چې موږ د خدای بندهګان یو، پهٔ داسې حال چې د آزادو او خپلواکو انسانانو پهٔ څېر کړنې کوي. همدا ډول وايي چې خدای(ج) متکفل او روزي ورکونکی دی؛ مګر زړونه یې لهٔ دنیا پرته پر بل څهٔ اطمنان نه ترلاسه کوي او د دنیا ناچیزه متاع راټولوي. بله دا چې دوی وايي مرګ حتمي دی؛ پهٔ داسې حال کې چې د تل پاتېو او نه مړه کېدونکو موجوداتو پهٔ څېر عمل کوي او دا د هغه څهٔ په تقابل کې واقع دي چې پهٔ ژبه یې وايي.

پهٔ عرفاني لیدلوري کې، ددې نړۍ ژوند ماهیتاً غفلت راوړونکی او لهٔ ځانه ورکه ده؛ ځکه خو مولانا وايي:

اُستن این عالم ای جان غفلت است 

هوشیاری این جهان را آفت است 

هوشیاری زان جهان است و چون آن 

غالب آید، محو ګردد این جهان 

لهٔ پیغمبر(ص) څخه روایت دی، چې فرمايي: الناس نیام فإذا ماتو انتبهوا. «خلک ویدهٔ دي، کله چې مړه شي را ویښ به شي.» شونې ده دا خبره پهٔ پیل کې جالبه ښکاره شي؛ مګر ددې لپاره چې درک کړل شي پهٔ کار ده چې څو لحظي يې پهٔ اړه فکر وشي او هغه ژوند را تداعي کړي چې تېر کړی مو دی. بیا به پر دې پوه شی چې تېر شوی ژوند خوبونو ته ورته دی او د خوبونو او تېر ژوند تر منځ ډېر تړاو پیدا کولی شی. 

د مرګ پهٔ اړه انسانان هغه وخت ښه آکاهي تر لاسه کوي کله چې وګوري؛ نور مړه کیږي. کله چې یو انسان بل انسان ویني چې د احتضار پهٔ حالت کې دی؛ نو پر دې شهود او آګاهي برلاسی کیږي چې یوه ورځ به پر دهٔ هم ورته حالت راځي او بیا دا پوښتنه ورته دریږي چې « څهٔ ډول پیښه به وي؟» دلته ده چې انسان لهٔ یو ډول ذهني کشمکش سره مخ کیږي. لهٔ مرګه څخه د بشر خبرېدنه دا ډول وي او پهٔ ورته حالت کې تازه را برسېره کیږي او کهٔ چېرې لهٔ وړاندې موجوده وي؛ نو لهٔ حاشیې څخه متن ته را لویږي. دا یوه تصادفي مسأله نه ده؛ بلکې د انسانانو په وجودي حالت پورې تړلې ده؛ ځکه خو د شرارتونو یا د شر پهٔ حالتونو کې زیاته را ښکاره کیږي. د شر شتون پهٔ تېره بیا د وژونکو وباوو په شتون کې انسان لهٔ داسې حالت سره مخ کیږي چې ټول تفکر یې د «وژنې یا مرګ» پر محور را څرځي او دا د هغې نړۍ پهٔ اړه چې لهٔ مرګ وروسته به وي یا د قیامت او حساب کتاب مسألې لپاره د مقدمې حیثیت لري. 

شر او ازموینه

لهٔ شر سره د مخ کیدو پهٔ اړه اصولاً دوه ډوله لیدلوری لیدل کیږي؛۱) اومانیستی لیدلوری او ۲)الهی لیدلوری. هغه لیدلوري کې چې انسان یې بنسټ بلل کیږي، بشر پهٔ محوریت کې واقع دی او د شر رامنځته کېدل د خدای د ازموینې لپاره یو فرصت دی.(نه د انسانانو د ازموینې لپاره) پهٔ اسلام کې خدای «وسیع الرحمه» او «روف» دی او پهٔ مسیحیت کې مطلق خیرخواه بلل کیږي. اوس چې داسې ده؛ نو د کرونا په شتون کې خدای چیرته دی چې ددې مرګونو او وژنو مخه ونیسي او د ورته نړیوال افت څخه مخنیوی نه کوي.؟ دا خبره چې خدای د هر درد لپاره په ګټه نه دی د اومانیستي لیدلوري خبره ده چې لهٔ خدای څخه عملي انتظار لري. دا ډول لیدلوری د هر ډول شر ـ حتی اخلاقي شر هم ـ پهٔ تړاو هڅه کوي، چې د خدای اراده وپېژنې او پر دې ټینګار کوي چې خدای څرنګه لهٔ دې شر څخه بشر خلاصولی شي. پهٔ الهي لیدلوري کې بیا انسان نشي کولی چې خدای څخه ازموینه واخلي؛ مګر خدای خپل بندهګان تر ازموینې لاندې راولي او ددې ازموینې لپاره اړینه ده چې د شر څهٔ اندازه رامنځ ته شي. مولانا داسې یو حکایت وړاندې کوي چې پهٔ هغه کې یو یهودي حضرت علي ته وايي: کهٔ چېرې پر دې باور لرې چې خدای حفیظ دی؛ نو ځان له بامه ښکته را واچوه؛ ترڅو ستا پهٔ عقیده زما باور راشي. امیرالمومنین ورته وايي: بنده ته نه ده پهٔ کار چې لهٔ اړیتا پرته د حق ازموینه واخلي، دا خدای دی چې موږ څخه ازموینه اخلي؛ ترڅو موږ ځان وپېژنو. دا حکایت د مولانا پهٔ ژبه باید ولوستل شي:

کی رسد مر بنده را که با خــدا                 
   آزمایش پیش آرد ز ابتــــــلا
بنده را کی زهره باشد کز فضول                
   امتحان حق کند، ای گیج گول
آن خدا را می‌رسد کو امتحـــان              
     پیش آرد هر دمی با بنـــدگان
تا به ما ما را نمــــاید آشـــکار               
   که چه داریم از عقیده در سرار
هیـــچ آدم گفت حق را که ترا                
    امتحان کردم درین جرم و خطا
تا ببـــینم غایت حلمت شــــها           
      آه کرا باشد مجـــــال این کرا
عقل تو از بس که آمد خیره‌ســر          
       هست عذرت از گنــــاه تو بتر
آنک او افراشت سقف آســــمان          
      تو چه دانی کردن او را امتحان
ای ندانسته تو شر و خــــــیر را            
    امتحان خود را کن آنگه غیر را
امتحان خود چو کردی ای فــلان       
        فارغ آیی ز امتحـــــان دیگران
چون بدانســتی که شـــکردانه‌یی      
        پس بدانی ک‌اهل شـــکرخانه‌یی
پس بدان بی‌امتحـــانی که الــــه         
      شـــکری نفرستدت ناجــایگاه
شیخ را که پیشـــوا و رهــبرست             
گر مریدی امتحان کرد او خرست
امتحـــانش گر کــنی در راه دین          
    هم تو گردی ممتحن ای بی‌یقین
جرات‌و جهلت شود عریان‌و فاش          
    او برهنه کی شـود زان افتـتاش
گر بیاید ذره سنجــــد کـــوه را             
 بر دَرد زان کُه ترازوش ای فتـی
کز قیاس خود ترازو می‌تنــــــد         
    مرد حـــق را در ترازو می‌کنـد
چون نگنجد او به میزان خــــرد       
      پـس ترازوی خــــرد را بر دَرَد
امتحان هم‌چون تصـرف دان درو       
      تو تصرف بر چنان شــاهی مجو
چه تصرف کرد خواهد نقشـــها         
   بر چنــــان نقــــــاش بهر ابتلا
وسوسه‌ی این امتحان چون آمدت        
    بخت بد دان ک‌آمد و گردن زدت
چون چنین‌وسوا‌س‌دیدی زود زود        
   با خدا گرد و در آ اندر ســجود       
سجده‌گه را تر کن از اشـک روان        
   کای خدا تو وا رهانم زین گمان

د یوهٔ دینداره انسان لهٔ لیدلوري نړۍ د ازموینې محل دی او پهٔ دې برخې کې ډېر آیتونه او روایتونه نقل شوي دي. کيرکیګارد [۱۸۱۳-۱۸۵۵] د «ایماني الوتنې» د مفهوم پهٔ رامنځ ته کولو سره، ایمان یو ډول اخته کېدل بولي او بلژپاسکال[۱۶۶۲-۱۶۲۳] هم پر خدای باندې ایمان یو ډول شرط تړل بولي چې محتمله ګټه یې ددهٔ پهٔ باور پر احتمالي تاوان، برتري لري. پهٔ دې دوه ډوله لیدلوري کې مومن انسان پر دې باور وي چې خدای لهٔ موږ ازموینه اخلي او ایمان ورته د ازموینې معادل ښکاري. اوس ویلی شو چې ازموینې تل اختیاري نه وي، څومره ډېرې دي هغه ازموینې چې انسان پهٔ کې هیڅ رول نلري، چې د وباوو ځپرېدل لکه کرونا لهٔ همدې ډلې څخه دي. دنیاوي ازموینې پهٔ ځانګړې ډلې او طیف پورې اړه نه لري؛ ځکه ټول انسانان تر پيغمبرانو پورې لهٔ دې ازموینې تیر شوي دي. د پیغمبرانو ډیری مخالفانو دا خبره کوله چې، انبیاء نه باید د ورته مصیبتونه او شرارتونه ښکار شي؛ ځکه خو به یې کهٔ کله پیغمبر لیدهٔ چې پهٔ فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي، باور یې نه کاوهٔ چې ایمان پرې راوړي او د انبیاوو دا فقر او تنګلاسي یې لهٔ خدای څخه ددوی لرې توب او بدبختي بلله. پهٔ هم دې ډول بې اولادي او یا هم د پیغمبر د اولادونه مړینه د دوی لپاره د تکذیب دلایل ښکارېدل. دا ډول قضاوتونه ځکه رامنځ ته کیږي چې فرض پر دې و، هغوی چې خدای غوره کړي دي، باید ټول لهٔ مصیبتونه او دردونه خلاص وي؛ ځکه ازموینه پهٔ ورته حالت کې مانا نه لري. دا پهٔ داسې حال کې ده چې د قرآن لهٔ نظره الهي پیام راوړنکي لهٔ سختې ازموینې سره مخ وو د بیلګې پهٔ ډول د زوی قرباني کول، چې نور انسان نه دي ورسره مخ شوي. هغه ازموینې چې عادي انسانان ورسره مخ دي تر ډېره يورې اسانه دي او دا بیا پهٔ ټولو انسانانو باندې یو ډول نه وي. پر ځينو سخت وي او پر ځینو بیا هومره ستونزمن نه وي. مړه کېدل، پهٔ ناعلاجه ناروغیو اخته کېدل، ولادي بدشکلي او ځینو نور هغه شرور دي چې خدای پرې خپل بنده ګان ازمايي. ددې لپاره چې دې ډول ازموینو څخه په نره تېر شو، پر خدای توکل او پر ځپلو مټو تکیه کولو ته اړتیا ده: 

گفت: آری، گر توکّل رهبر است       این سبب هم سنّت پیغمبر است
گفـــــت پغمبر به آواز بلنـــد            با توکل زانوی اشــــــتر بـبند
رمز الکاسب حبیب‌الله شـــــنو        از توکلّ در سبب کاهل مشـــو

اسلام مسلمانان دې ته رابولي جې د مصیبتونو پهٔ وړاندې صبر او شکیبایی وکړي او پهٔ دې برخه کې د حضرت نوح(ع) نمونه د یوې دینيتاریخي الګو پهٔ څېر وړاندې کوي، هغه ډول چې نوح هم د خپل قوم پهٔ وړاندې او د خپل زوی د غرق کیدلو پهٔ صورت کې بیا هم صبر وکړ. پهٔ اسلام کې صبر او شیکیا پاتې کیدل پهٔ دې مانا نه دي چې افتونو او شرورو ته غېږه ورکول شي؛ بلکه د غیرعادي او ناملایمو حالتو څخه د وتلو یوه غوره لار ده. 

لهٔ شر څخه تشه نړۍ هیڅ خوند نه لري؛ ځکه دې ډول نړۍ کې هغه څه نه وي چې انساني وړتیاوې چلنج کړي. د بیلګې پهٔ ډول نن چې د المپیک لوبې ترسره کیږي او پهٔ هغو کې لوبغاړي لهٔ ډول ـ ډول موانعو او پولو څخه تیریږي، ترڅو خپلې موخې ته ورسیږي، هغه لوبغاړی د تقدیر او جایزې لایق بلل کیږي چې تر نورو یې ښهٔ عمل کړی وي او د لارې پر سرخڼدونه یې ښه رفع کړي وي یا پهٔ ښهٔ ډول ترې تیر شوی وي. شرور هم هغه خنډونه دي چې لهٔ انساني مادي او معنوي اړیتاوو څخه ازموینې اخلي او په دې ډول سره بریالي او نا بریالي سره تفکیک کړي. پهٔ همدې بنسټ د یوهٔ مومن انسان لهٔ لیدلوري د شر شتون پهٔ نړۍ کې بې فایدې نه دی؛ ځکه لهٔ دې نړۍ تېرېدنه دا وایي چې باید ازموینې سره مخ شې؛ نو د شر پهٔ شتون کې خیر هم پټ وي چې تر ډېره پورې زموږ ترپامه نه راځي. 

پایله

پهٔ ټولیز ډول سره هیڅ مطلق شر پهٔ نړۍ کې نشته او د کرونا ویروس هم لهٔ دې قاعدي څخه د باندې نه دی؛ ځکه ویلی شو چې لهٔ ځان سره ډېرې ښیګڼې لري او دا هغه ښګیڼې دي چې په ورځيني ژوند کې د انسان ورپام هم نه وي. ځانپېژندنه، د ازموینې په بڼه د ژوند درک، لهٔ ځانه د تکبر او منیت ګمان لرې کول او لهٔ مرګ څخه خبرېدنه ځینې هغه ښګیڼې دي چې د کرونا په شر کې پټې دي. شونې ده چې دا څلور ښګیڼې د یوهٔ انسان لپاره ستر اخلاقي او معرفتي تغییر رامنځ ته کړي. 

سرچینې
قرآن کریم

ابوحامد، غزالی: بت، مکاشفة القلوب

چارلز تالیافرّو:۱۳۸۲هـ‌ش،  فلسفه‌ی دین در قرن بیستم، ترجمه‌ی انشاءالله رحمتی، فصل «خدا و کثرت ارزش‌ها»، تهران: دفتر پژوهش و نشر سهروردی

عبدالقادر بیدل: دیوان بیدل به اهتمام اکبر بهداروند

سنایی غزنوی: حدیقة‌الحقیقه و شریعة‌الطریقة، الباب الأول

سید البطلیموسی، أبی محمد عبدالله بن محمد: 1988 م، الحدائق فی المطالب العالیة، ج1، الطبعة الأولی( عراق: دمشق- دارالفکر)

لسان الغیب شمس‌الدین محمد حافظ: دیوان حافظ
مولانا جلال‌الدین محمد بلخی:‌ مثنوی معنوی
حکیم ابوالقاسم فردوسی طوسی: شهنامه‌ی فردوسی
صوفی غلام نبی عشقری کلیّات صوفی عشقری، به اهتمامِ حیدری وجودی
عبدالبشیر فکرت: ۱۳۹۸، عقل و ایمان، چاپ اول (افغانستان: کابل- انتشارات سعید)نظامی گنجوی: خمسه (خردنامه)
۱۱Abdul Bashir Fekrat: Boundary Situation and Religious Faith 

Comments
Loading...