د سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه -دریم ګورهـ./ همایون دوست

د سیکهـانو تاریخ او دین ته کتنه
دریم ګورهـ.
ګورهـ عامر داس دیوجي ـ (۱۴۷۹ – ۱۵۷۴م.) 
نوم یی «قتري بالا» ؤ. دی د وسمهال امریت سار څیرمي ته د واړه سوداګر «تیج بهان بالا» کورنۍ کې (۱۴۷۹م. ) سترګی غړولی دي. د ژوندون تر شپیته کلنی پوری ټینګ دریځه مذهبي هندو ؤ، چې یوه ورځ په ۱۶۴۱م.( امپراتور شیرشاه سوری واکدارۍ وه)، ورور پوښتنی ته ورغی، هلته یی وریندار «بی بی امرو» ناروغ سرته نوی غوندی دعاوی کولی، چې ده ته ډیر په زړه پوری وه، واوریدل چې دا منتر نانک دیو دم و پوخ کړی، قتری هم ورورله کوره نیغ سیکانوټولنی ته لاړ همدم یی لیکو ته ورګډ شو، چې ایله ۷۳ کلنی کې (په ۱۶۵۲م.) د کاروان سر لاري لیکی ته ورسیده. ګورو انکد له ناڅاپي مرګه پس د هغه مشر زوی «داتو» خلافت مقام ته ځان نوماند کړ، خو د ټولنې لوی برخی غړو په پریکړه سپین ږیری «قتري بالا» د دغه کاروان سرته د «عامرداس دیوجي» تر نامه لاندی مخ ته کړای شو، ده د کاروان تګ لاری مخکښي مشری په سرد کشالو نه د کړکیچ پیښیدولو اندیښنو له امله خپل ناستځای له «قدور» نه په ورایه واټن «هاونداول» ته کډه کړ، دلته یی لنګر(خوړنتون) او «رب» تعال د ذکرولو له پاره ګورووادر( ګورو درګاه) ودان کړل، یو وار چې مغول اعظم «اکبر پاچا» په میلمه شو هغه ته یی هم همدی لنګر کې عوامو سره په ګډه د غرمنی ډوډۍ بلنه ورکړه، په همدی مهال یی پادشاه څخه د «وقف» په نامه د شاړو ځمکو په ضمیمه پراخه سیمه اجاره کړه، هغه یی په ۲۲ «دیرو» وویشله، هری دیری له پاره یی د ښځو په ګډون له مختلفو اقشارو استازو نه مبلغین وګومارل، هره دیره کې د ناستی کټونه کیښودل او خلک یی نانک بابا ښوونو او لاری ته دعوتول.
د ده نووښت ؤ چې خلکو په ډله ایزه خوښه ړمبی یو وچ ډاګ کنده کړ، بیا د ویالو په کیندولو سره همدا کنده د چینو اوبو سره ونښلوله، دغه ځای د «هرمندر» ډنډ په نامه ونوماوه، وسمهال په هر دینداره سیک واجب دی، چې لږ تر لږه ژوند کې یو وار یی اوبه وڅکی او په کې ولامبی، همدا دی چې نانک دیو په لاس کینول شوی د دین نیالګي باندی ایله د ګورو رامداس پیره کې د پسرلی تړم باد په سر کې غوټۍ په غړیدو کړه. نوموړی ګورو همدی ګورووادر ممبر نه خپلو خطبو کې د یو بني ادم له خوا په بل بني ادم باندی هر ډول ظلم په ستوغو ټکو وغنده، ده په شریعت کې نارینه ته د دوه یا ګڼوښځیزو سره نکاح تړلو او وادونو یو طرفه امتیاز ورکولو دود ناښوالو ټولو نیمګړتیاوی په رڼاوی کی، هر اړخیزه کره کتنه وکړه او نانک بابا په لارویانو باندی په یوی میرمنه باندی بنه (امباق)، وینځه یا کنیزه، راوستول د بلی میرمنی او ماشومانو په حق کې ظلم وګاڼه او په خپلو پلویانو یی د دغه دود په تر سره کولو باندی غوځ بندیز ولږاوه. برسیره په دي، ده په ټوله کې هندوایین د کاست جوړښت او په ځانګړتیا سره د «ساتی» دود ټول اړخونه په ټکولو، ټکولو وه رټل ٭( ساتی دود په اصولو، میړه د مړي سره به جوړه د هغه میرمن په ژوندینه د خدای په جات شمشان کې لولپه کیدله، یا به تلپاتي کوڼډه پاتیکیده). دا لومړی ځل و چې د سیک یوه مشر له خوا د دوو سترو دینونو ټولنیز واکمن قوانین وننګول شول.
یادوړ: پخپله د ده کړنلاره د ګورووادر پرانیستلو له کبله نانک دیو د هغو ښوونو سره اړخ نه لږوي چې هغه به په ټینګار ویل« اړینه نه ده چې د رب تعال لمانځلو له پاره ځانګړي مکان ته لاړ شی غوره معبد ستاسو زړه او ستاسو په زړه کې دي».

عامر داس

عامر داس دیوجی


دا هغه مهال ؤ چي د کابل واکمن میرزا حکیم د پښتنو په مرسته کابو پرته له مقاومته پنجاب په یوه برید سره خپلی واکداری سیمي ته ونغړاوه، په ۱۵۶۶م. اکبر پاچا د اګری نه لوی لښکر په لاهور مارش کړ، میرزا حکیم یی، سره د پښتنو په څټ له اباسین پوروهل، اکبر له بل هر چانه ښه د هندوستان په ولسونو باندی د پښتنو ډوب سیاسی اغیز او پوځی پیاوړتیا نه باخبر پادشاه ؤ. پلار یی همایون پادشاه سره د ټول مغولي ټبر همدی پښتنو له هندوستان نه شړلی وو، نؤ ځکه په پښتنو کې د بایزد انصاری په مشری ټوکیدلی ازادی بخښونکو روښانی غورځنګ ګواښ سره د مبارزی د لارو چارو په لټون دوه میاشتي د پاسه له یو کاله څخه په پنجاب کې تم شو. د خلکو سره په لیدو کتو بوخت وو، چي یو لویه ډله بتکړیانو (هندو روحانیون) ګوروعامرداس کړنلاری د خطرناکو پایلو خبرداری په پلمه ورنه د کتني غوښتنه وکړه، دوی په اصل کې خپل د غوسی او ګیلو ډک زړونه په تشول، د دوی د خبرو منځپانګه داسی وه چې « جناب عالي ټولواک صاحب: هر سړی د یو دین نه پیروی په چوکاټ کې خدای خپل عبادت له پاره پیدا کړی او هر بنده یی مکلف کړی چې خپل دین له ټولو اصولو او مراسمود پولو نه ده باندی پښه ونغزوی عمری ورته ژمن او وفاداره وی،؛ لاکن دلته نږدی زموږ په ویرغاوی کې، په «هاونداول» کې عامرداس زموږ د زرګونو کلنو مروجو دودونو څخه سرغړوی، دغه مرتد غواړی چې زموږ د دین سټه له بیخه نسکوره کړی، د ده په چاپیریال کې د الهې (بت) څرک نه لیدل کیږی، چې زموږ د خدایانو د شتون ممثله ده، ملا نشته چې ماښامني لمونځ کې زموږ مړی وستای، روح ته یی دعا وکړی، ساتنه او پالنه یی وکړی، د هغوی سپیڅلو ارواګانو له خوا نه د نجس ذات خبیثه ارواګاني وشړی، ده د متون سرودنو په بدیل د انسان په لاس لیکل شوی منترونه او تراني وایی، خلک یی د وید (هندوانوکتاب) په تقدوس بې باوره کړی، هغه د کاستو (طبقاتو) ترمینځ پولي ړنګی کړی او برهمن، ډم ، جټ او جولا یی په یوه دسترخان کینولی، ټول په یوه دیګ کې له پاخه شوی پخلي نه، سره په ګډه ډوډۍ خوری، دوی خو خدای یو شان پیدا کړی نه دی، نؤ څنګه کیدای شې چې یو شان اوسی؟ د ده له لاسه مو دین په خطر کې دي. په ټینګاردرنه غوښتنه کوو، عذر او زارۍ کوو چې لطفاً په ډیره بیړه، بی له ځڼډه یی مخه ونیسه، که نه د لویو خدایانو په غضب به ککړ شو، اخیر زمان به شی، ټول به تباه کړی، زموږ په فتوا عامر داس کافر دي. ده پرته د هندوانو څخه ځان سره بیشماره شریف مسلمانان هم د ګمراهي ګړنګ ته راکښلي ، غوره به وی چې په ټوله دنیا کې ستا د دین (اسلام) وړانګی خپری شي، خو د دغه بی ایمانه او منافق د مزخرفو ناروا ښوونو زغم نه لرو، موږ تاسو عالی جناب ته د دغه خاین دین له پاره د اشدی سزا ورکړی وړاندیز کوو… ». د پڼډت تورونو په دی کاته کې د مغول درباری ملایان هم همغږی شول او پادشاه اړ ایسته چې یو پلاوی دې نوموړی ګورو د سپیناوی په موخه لاهور کې د ده حضور ته راولي. ( پخپله اکبر پادشاه د هندوی له مورنه پیدا شوی مسلمان ؤ، مرتد پلار یی شیعه شوی سني مذهبه ؤ).
پلاوی ته عامرداس د عمر ډیروالي له کبله د راتګ څخه ډډه وکړه او په ځای یی خپل باوری کس «جیتها» چې زوم یی هم کیده، د استازی او وکیل په صفت محکمي ته راولیږه، ده مازی دومره سپارښتنه په کړی وه چې ځه او هر سپین او ریښتیا ووایه، خدای دی مل دي . جیتها هم بیا قاضي له خوا براُت واخیست.
عامرداس د امامت ترڅنګ د یو وړکې دوکانګي د سوداګرۍ له لار خپلې کورنۍ ته خرڅه موندله.
ده په ۱۶۷۴ د سپتمبر په لومړی نیټه د دی فانی دنیا نه سترګی پټی کړی.
په ځای ګورو «رامداس» کیناست.
لړۍ روانه ده…

Categories: مقالې

Tags: