د سولې په درشل کې ولې د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې؟

0 114

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په خپل نوي راپور کې، تېره جولای میاشت ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اړولو خونړۍ میاشت یاده کړې چې په وینا یې شاوخوا ۱۵۰۰ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې. که له یوې خوا د سولې په هکله خبرې اترې یو هیله بخښوونکي پړاو ته رسیدلي، خو په ورته وخت کې په هېواد کې جګړې لاپسې زور اخیستی او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچه یې هم خورا لوړه کړې. دا چې د سولې په دې هیله بخښونکي پړاو کې ولې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې؟ په نړیوالو، سیمه ییزو او کورنیو لاملونو یې په دې تحلیل کې شننه شوې.

نوي جګړه ییز تاوتریخوالي ته لنډه  کتنه

دا چې د افغان سولې په اړه د طالب مشرانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د ناستو او غونډو وروسته هیله بخښونکي او ښه پرمختګونو په اړه راپورونه مخې ته راځي، خو بلخوا په ورته وخت کې د جګړې ډګر کې تاوتریخوالي هم زور اخیستی. د یوناما د نوي راپور پر بنسټ د ۲۰۱۹ میلادي کال لومړی نیمايي دویمه ربع کې د اولې هغې په پرتله د تاوتریخوالي په برخه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۲۷ سلنه زیاته شوې ده. د یاد راپور پر بنسټ د ۲۰۱۹ کال په لومړی نیمایي کې شاوخوا ۳۸۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له دې جملې څخه د طالبانو په پرتله حکومت پلوه ځواکونو ډېره مرګ ژوبله اړولې.

د ملکي مرګ ژوبلې بیروني لاملونه

د افغان سولې په برخه کې د پخوا په پرتله اوس د سیمه‌ییزو او نړیوالو قدرتونو ګټې ډېرې څرګندې شوي،  او هر هغه هېواد چې د افغان سولې په برخه کې د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو سیالانو په پرتله ځان منزوي وګوري، په افغان سوله کې د نه همکارۍ ګواښونه کوي، او بلخوا غواړي خپلې سیمه‌ییزې ستونزې د افغان سولې سره غوټه کړي ترڅو خپلې ستونزې د افغان سولې په بدله کې هوارې کړي. د بېلګې په توګه امریکا د کشمیر په مسئله کې د هند او پاکستان ترمنځ درېیم ګړیتوب ته په دې توګه لیوالتیا وښوده چې پاکستان به د افغان سولې علاوه د امریکايي ځواکونو وتلو کې له یاد هېواد سره مرسته کوي او همدارنګه امریکا ته د پاکستاني لوري د وروستي سفر اجنډا مهم اړخ چې افغان سوله کې همکاري یادېدله، په دې شرط وه چې ګواکې یاد هېواد به د کشمیر په مسئله کې د امریکا پاملرنه او مرسته راجلب کړي. که څه هم په لومړیو کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ښکاره توګه د کشمیر په مسئله کې پاکستان سره د مرستې ټتر وواهه، چې په دې اړه هند نه یوازې خپل پراخه غبرګون وښود، بلکې ولیدل شول چې هند لوري ته کشمیر په اړه یې وروستۍ پرېکړې وکړې، او پاکستان هم یادې پرېکړې د افغان سولې موضوع سره تړلې وبللې، او په افغان سوله کې یې د نه همکارۍ ګواښونه وکړل. په دې توګه یو ځل بیا افغان سوله د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو ښکار شوه او په افغانستان کې پراخه تاوتریخوالي ته لاره هواره کړه، چې په پایله کې ملکي مرګ ژوبله هم ورسره لوړې کچې ته ورسېده.

د ملکي مرګ ژوبلې کورني لاملونه

په داسې حال کې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ترڅنګ بین الافغاني خبرې اترې هم ترسره شوې، او په پایله کې ژمنه وشوه، چې حکومتي ځواکونه او طالب لوری به د ملکي وګړو مرګ ژوبلې کچې راښکته کولو کې کوټلي ګامونه اخلي، خو په وروستیو کې ولیدل شول چې تاوتریخوالي لاپسې زور واخیست او د روانې جګړې زیاتره قربانیان ملکي وګړي وي. د سولې په دغه روان درشل کې د تاوتریخوالي زیاتېدل ځکه د حیرانتیا خبره نه ده، چې د نړۍ په سطحه دا ثابته شوې، چې کله هم د دوو لوریو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي تاوتریخوالی ورسره زور اخلي، او هر لوری کوښښ کوي چې خپل اړخ ځواکمن وښيي او  زیات امتیازات ترلاسه کړي. افغان دولت او افغان طالبان هم د تاوتریخوالي کچې لوړولو په ترڅ کې غواړي چې ځان ځواکمن وښیي او ډېر امتیازات ترلاسه کړي. مګر افغان طالبان امتیازات او دوه ډوله امتیازات ترلاسه کول غواړي، یو دا چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، او د جګړې ګټلو امتیاز واخلي، بل دا چې د افغان حکومت نه منلو باندې ټینګار، او د افغان حکومت سره خبرې اترې نه کول، ترڅو د هېواد په سطحه شته کمزوری نظام له منځه ولاړ شي او د هغې په ځای د طالبانو د خوښې اسلامي امارت رامنځ ته شي. نو ځکه یې په اوس وخت کې جګړې ته زور ورکړی. بلخوا افغان حکومت چې د سولې په نسبت ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي، د لنډ مهالي حکومت رامنځ ته کېدل د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او شته نظام پر وړاندې زیاتی ګڼي. خپلو چاڼیزو او هوايي عملیاتو ته یې د پخوا په پرتله ډېر زور ورکړی، چې د میدان وردګ، لوګر او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو په پرتله ډېره مرګ ژوبله اړولې. د افغان حکومت لخوا د وروستیو عملیاتو پراخوالی ښایي له دې امله وي ترڅو خپل ځان ځواکمن وښيي او افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو کولو او په ترڅ کې د قدرت غځولو امتیاز ترلاسه کړي. دا چې د دواړو لوریو لخوا د یادو شویو امتیازاتو غوښتلو په پار په هېواد کې جګړې لاپسې زور اخیستی، د دواړو لوریو وسله والو ترڅنګ د جګړې ډېری قربانیان ملکي وګړي وي. د ملکي وګړو مرګ ژوبلې زیاتوالی بل لامل په هېواد کې د بهرنیانو په مرسته هغه کورنۍ ډلې دي چې خپلې ګټې یې په جګړه کې نغښتي او کله چې د سولې په هکله هیلې راپورته شي هغوی غواړي چې په ملکي خلکو خپلې حملې زیاتې کړي ترڅو د سولې په هکله خنډونه جوړ او جګړه دوام ومومي، لکه یوه اونۍ وړاندې په فراه ولایت کې د ملکي مسافرو یو بس په نخښه شو چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي وو او پړه یې هیڅ وسله والې ډلې په غاړه وانخیسته، او ټول قربانیان یې عام وګړي ؤو. بله ستره وېره چې د سولې په وړاندې ستر خنډ او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالي ستر لامل ګڼل کېږي، داعش وسله واله ډله ده، چې اکثره حملې د ملکي وګړو په وړاندې ترسره کوي. همدارنګه په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه، چې ولسي وګړي پکې برخه لري، او د طالبانو لخوا په ټاکنیزو کمپایني غونډو وروستۍ حملې او ولسي وګړو ته سخت ګواښونه هم د ملکي مرګ ژوبلې په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راوستی.

پایله

دا چې د سولې په درشل کې جګړې لاپسې زور اخیستی، افغان مشران باید د بهرنیو هېوادونو پر ځای د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ درېیم ګړي توب  ته راودانګي، ترڅو د افغان سولې راتلل شونې او افغان وژنه ودریږي.  دا ځکه چې په کراتو کراتو ولیدل شول چې بهرني هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر وړاندې افغان سولې ته ارزښت نه ور کوي، او آن دا چې ډېری هېوادونه په افغان سوله کې تر هغو ریښتینې همکاري نه ترسره کوي چې د هغوی داخلي ستونزې حل و نه مومي. دا کار بیا د افغان سولې پروسې لاغځولو په معنی ده او کله چې د هغوی ستونزې حل نه شي نو نه یوازې د درېیم ګړي توب څخه لاس اخلي، بلکې د افغان سولې په اړه سپک او بې مسؤلیته ګواښونه هم ترسره کوي او په ښکاره توګه د افغان سولې په وړاندې خنډونه جوړوي. د هغو وسه والو ډلو په غښتلي کولو کې خپله ونډه لوبوي، چې د تاوتریخوالي په دوام کې یې ګټې نغښتې وي، او هغوی خپلې ګټې د ملکي وګړو په وژلو او ټپي کولو سره په آسانه توګه ترلاسه کوي. طالبان او افغان حکومت باید د مخامخ خبرو اترو له لارې سوله افغانۍ کړي، او د نورو هېوادونو لاسونه ترې لنډ کړي. سوله او خبرې اترې یو بل ته د څه ورکولو او منلو په معنی دي، نو د جګړې دواړه لوري (طالبان او افغان حکومت) باید همدې اصل ته په کتو نه یوازې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي، بلکې په یو ګډ کور کې یو د بل شتون ومني، ترڅو د څو لسیزو جګړو ستړی افغان ولس د نورو ولسونو په څېر د هر اړخیزې سولې شاهد واوسي.

Comments
Loading...