د سولې پروسه چا له ځنډ سره مخامخ کړه؟/ ضمیر ساپی

0 105

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، د امریکا په کمپ ډېوېډ ‌کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر سره لېدنه لغوه کړې او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې یې درولې دي.

هغه دا پرېکړه د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو د خونړي برید پر مهال د یوه امریکايي سرتیري او دولس ملکي وګړیو د وژلو په غبرګون کې کړې ده.

لکه څنګه چې په‌دې ټویټونو کې د ټرمپ ژبه ډېره تنده ښکاري او امر یې کړی چې له طالبانو سره د قطر په پلازمنې دوحه کې د بندو دروازو تر شاه پټې خبرې، ودروي.

که وسله‌وال طالبان د سولې په روانو خبرو کې رښتیني وای او په حقیقت کې یې د افغانستان د څلورو لسیزو بې‌هدفه جګړه پای ته رسول غوښتلای، له دې زرین فرصته به یې ښه ګټه پورته کړې وای.

خو وسله‌والو طالبانو له پیله د رښتینې سولې اراده نه‌لرله، ځکه دوی نه یوازې جګړه او سوله موازې پر مخ وړله، بلکې خپلې جګړې ته یې لا زور ورکړ او حقیقت دا دی چې سوله او جګړه هم‌مهاله پر مخ نه‌شي تلای، ځکه که اوربند نه‌وي د سولې مخالفینو ته د پروسې درولو لپاره ښه فرصتونه په لاس ورځي.

وسله‌والو طالبانو د خپلو مشرانو په امر په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان پر لویو ښارونو لکه کندوز، بغلان او فراه ډله‌ییز بریدونه وکړل، درنې چاودنې یې لا پسې درنې کړې، خونړي بریدونه یې لا پسې خونړي کړل او په ټوله کې یې د اوربند پر ځای د جګړې داسې دریځ غوره کړ چې د سولې په خبرو کې چنې زیاتې کړي، څو په مرسته یې زیات امتیازات واخلي.

د دې ډلې د مشرانو بله ستره تېروتنه دا وه چې د جګړې اصلي اړخ چې افغان حکومت دی، د سولې روانو خبرو په لړ کې په بشپړه توګه له پامه وغورځاوه او له امریکا سره یې د بندو دروازو تر شاه پټه پروسه دومره اوږده کړه چې نږدې لس میاشتې وخت یې ونیوه او که حقیقت ته هم وګورو طالبان بالاخره له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره کېناستل، خو د قدرت لالچ او غرور له اسمانه پر ځمکې وویشتل.

په افغان جګړه کې نه یوازې امریکا او طالبان خپلې ګټې لري، بلکې د دې جګړې په ډګر کې د سیمې او نړۍ هېوادونه لکه پاکستان، ایران، هندوستان، چین، روسیه، سعودي عربستان، قطر او اروپايي ټولنه خپلې سیمه‌ییزې او نړیوالې ګټې لټوي او یو بل خپل قدرت تمثیلوي.

د طالبانو مشرانو د نورو په غوښتنه او فرمایش د ناسم سیاست او د قدرت تر لاسه کولو په حرص کې د سولې روانه پروسه د افغان ملت له استازیو پرته، د بندو دروازو تر شاه په یوه درېیم هېواد کې دومره وځنډوله چې په دومره اوږد مهال کې د سولې هر دښمن خپله شومه دسیسه بریالۍ کولای شوه.

د دې خبرو د ناکامېدو بل عمده دلیل د طالبانو له لوري د اوربند نه اعلانېدل و. د سولې خبرو پر مهال پروسه هغه وخت د بریا پوړ ته رسېدای شي چې د جګړې په ډګر کې سراسري اوربند عملي شي، څو د هغه احتمالي پېښو مخنیوی وشي چې د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخوي، خو طالبانو یو خوا د جګړې په ډګر کې د امریکايي او افغان پوځیانو د تلفاتو پړه منله او بل‌خوا یې په قطر کې ورسره د سولې خبرې کولې.

هر وخت چې افغان حکومت او امریکا طالبانو ته د سولې زرغون څراغ ښوودلی، دې ډلې د داسې پیاوړتیا احساس کړی او د غرور ګراف یې لا پورته شوی چې ګواکې د جګړې اتلولۍ ته نږدې شوي دي، خو اصل داسې نه‌دی.

د سولې خبرو په د درېدو کې د نیوکې ګوته امریکا ته هم نیول کېږي، ځکه امریکايي استازیو له پیله تر پایه دوه موضوعات «له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د امریکا او د دې هېواد د متحدینو پر خلاف د افغان خاورې نه کارولو تضمین» لومړیتوب لاره او «بین‌الافغاني خبرې او سراسري اوربند» یې شاته اچولي وو چې د امریکا دې ناغېړۍ هم د سولې پروسه له ځنډ سره مخامخ کړه. امریکا باید څلور واړه موضوعات خپل لومړیتوب ګڼلي وای او هره موضوع یې د بل شرط بللی وای.

د طالبانو مشرانو له لومړي سره په دې اند وو چې امریکا په رښتینې ډول په افغان جګړه کې ماته خوړلې او داسې روحیه یې اخېستې وه چې امریکا به هم لکه د شوروي ځواکونو په څېر له پلان پرته افغانستان ته په ناڅاپي ډول شا کړي، امریکا به ورته د افغانستان واګې په زرین پتنوس کې ورکړي او دوی به یو ځل بیا د خپل جهالت دوره دلته پیل کړي.

خو د طالبانو دا دریځ چې د سولې مهم اړخ «افغان حکومت» ته یې پاملرنه و نه‌کړه یوه ستره تېروتنه وه، ځکه د امریکا او طالبانو په څېر افغان حکومت د سولې یو مهم اړخ دی چې له پامه غورځول یې پروسه له بن بست سره مخامخ کولای شوه، ځکه پر شخصي ګټو څرخېدونکې سوله لومړی هېڅ‌کله بریا ته نه‌شي رسېدای او که بریالۍ هم شي سوله به موقتي وي.

د سولې خبرو په درېدو کې د طالب مشرانو بله تېروتنه د دې ډلې ناخپلواکي او په تېره د اسلام‌باد، تهران او مسکو د فرمایشونو منل وو چې دې ډلې د هغوی په غوښتنه په قطر کې له امریکايي استازیو سره پرې چنې ووهلې.

نن یا دوه لسیزې وروسته د دې څلوېښت کلنې بې‌هدفه جګړې د پای ته رسولو لپاره له بین‌الافغاني سولې پرته بل غوراوی نه‌شته، ځکه د هرې جګړې پای «سوله» ده؛ نو د هېواد تر ویجاړۍ وړاندې باید د رښتینو «بین‌الافغاني سولې خبرو اترو» ته لبیک وویل شي، څو په هېواد کې د سولې او ارامۍ تږي هېوادوال خپل پاتې عمر په «سوله‌ییزه فضا» کې تېر کړي.

Comments
Loading...