د سولې مړې خبرې بيا راژوندي کول غواړي، خو څه ډول ي

ضمیر ساپی

0 64

د وسله‌والو طالبانو د مرکچي پلاوي او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر منځ د افغان سولې خبرو اترو له ځنډېدو شاوخوا دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم ظاهراً دا خبرې نه‌دي پیل شوي.

خو یو څه چې د دې خبرو بیا پیلېدو ته یې تمې زیاتې کړي، هغه بروکسل، پاریس، مسکو، کابل او اسلام‌اباد ته د زلمي خلیل‌زاد د تازه سفر او د چین په بېجېنګ ښار کې د افغان سولې په اړه د یوه کنفرانس جوړېدل دي.

که څه هم په ښکاره به د دې دور خبرو پیل د پخوا په پرتله لږ څه توپیر ولري، خو اړینه دا ده چې په ټپه ولاړې او مړې خبرې بیا راژوندۍ شي او تر ټولو مهمه بیا دا چې دا ځل دا خبرې څه ډول پیل شي، له پخوانیو تېروتنو څه درس واخېستل شي، پر دې لاره له پرتو خنډونو څه ډول مخنیوی وشي او په ټوله کې څه ډول یو هر اړخیز او ټول منلي تړون ته لاره اواره شي؟

که د تېرو دورو خبرو ته وګورو امریکايي او طالب استازیو ظاهراً تر ډېره په څلورو موضوعاتو؛ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان خاورې نه کارول، د بین‌الافغاني خبرو پیل او د سراسري اوربند ټینګولو، چنې ووهل شوې، شاوخوا ۱۰ میاشتې وخت یې ضایع کړ او پایله له صفر سره ضرب شوه، ځکه د دې خبرو اصلي لوری چې افغان حکومت دی له پامه غورځول شوی و.

همداراز، د تېر ځل بله ستره تېروتنه دا وه چې طالب پلاوي غوښتل د جګړې له لارې پر امریکايي لوري فشار راولي او په مرسته یې د میز پر سر زیات امتیاز تر لاسه کړي، خو د طالب مشرانو دا تګلاره ناسمه وه هغه وو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د لسو میاشتو خبرې د یوه ټویټ په خپرولو سره په ټپه ودرېدې.

اوس ظاهراً طالب استازي هم ډېر زیات لېواله دي چې له بن بست سره مخامخ شوې خبرې بیا پیل شي، ځکه د دوی مرکچي پلاوی، څه موده وړاندې مسکو، تهران، اسلام‌اباد او بېجېنګ ته هم په همدې موخه پر له‌پسې سفرونه ورکړل.

که دا ځل دا پروسه پیلېږي، باید ټول منلې وي. هغه داسې چې افغان حکومت دې په‌کې له پامه نه غورځول کېږي، ځکه یوه خبره څرګنده ده چې که دا پروسه له هر پړاوه تېره هم شي او هر ډول موافقې ته ورسېږي، په پای کې بیا هم ټول اړخونه افغان حکومت ته رجوع کوي؛ نو مخکې له دې چې وخت او انرژي ضایع شي، غوره به وي چې افغان حکومت د اصلي اړخ په توګه په دې پروسه کې ورګډ شي.

د دې پروسې له پیل سره سم یوه مهمه موضوع چې ټولې خواوې باید پرې موافقې ته ورسېږي، هغه په ټول هېواد کې سراسري اوربند دی چې دا بنسټیزه موضوع کولای شي، ټوله پروسه بریا ته ورسوي او افغان حکومت دا ځل د سولې پروسې لپاره اوربند خپل اساسي شرط هم ګڼلی دی چې معقوله او پر ځای غوښتنه یې بللای شو.

اوس د ګاونډیو په ګډون د سیمې ټول هېوادونه او نړیواله ټوله په دې پوه شوې چې په افغانستان کې سراسري سوله نه یوازې د دې هېواد د ملي ګټو لپاره ګټوره تمامېدای شي، بلکې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د امن، پر مختګ، سیاست، اقتصاد، ټرانزیټ، سوداګرۍ او نورو مهمو برخو له بریا سره مستقیمه مرسته کولای شي.

نو اوس چې د افغانستان د سولې پروسې ګټه د افغانستان له حدودو اوښتې او د دې تر څنګ په دومره مهمې سمه‌ییزې او نړیوالې موضوع بدله شوې، باید د بریا لپاره یې هم داسې مېکانېزم جوړ شي چې د ټول افغانستان، سیمې او نړۍ خېر په‌کې نغښتی وي.

خو تر ټولو مهمه دا ده، مخکې تر دې چې د افغان سولې بهیر که په کور دننه یا په کوم بل هېواد کې پیلېږي، باید افغان حکومت چې د دې پروسې مهمه برخه ګڼل کېږي، په کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړیواله کچه اجماع جوړه کړي، داسې اجماع چې د هرې برخې وګړي، په تېره ځوانان، لوستي او نالوستي، ښځې، مدني فعالان، د ولسواکۍ، جمهوریت، مذاهبو، د بیان او رسنیو ازادۍ، د ښځو او اقلیتونو د حقونو پلویان په‌کې خپل ځان خوندي وویني.

امریکا، پاکستان، روسیه، چین، ایران، ملګري ملتونه، هندوستان، قطر او د سیمې او نړۍ هېوادونه چې د افغانستان د سولې بهیر مهم لوبغاړي دي، کولای شي دا پروسه هم ناکامه او هم بریا ته ورسوي او دا بنسټونه او هېوادونه د خپل سیاسي نفوذ له لارې د دې وړتیا هم لري چې وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي او له خپل نفوذ څخه په استفادې دا ډله یوه معقول او ګټور تړون ته چمتو کړي.

په همدې موخه دې کورني، سیمه‌ییز او نړیوال لوبغاړي د افغانستان ۴۰ کلن ناورین په ختمېدو کې ځانونه مسوول وبولي، ځکه د دې ناورین غځول د ټولو په زیان او ختمېدل یې د ټولو په ګټه دی او په څنګ کې دې افغان حکومت او وسله‌وال طالبان، مخکې تر دې چې ډېر ناوخته شي، نېغ په نېغه خبرې پیل کړي.

په دې صورت کې د فردي هڅو پر ځای په ګډه کار کول، ډېر مثمر تمامېږي، خو که سیمه‌ییز او نړیوال لوبغاړي په یوازې ځان او د افغان حکومت له مشهورې پرته، له طالبانو سره د سولې هڅې کوي، پایلې به یې د افغان حکومت او عام ولس غوښتو پر خلاف وي او په دې سره به په افغانستان کې وضعیت نور هم پېچلی شي او نه به د سولې دا فرصت بیا په لاس راشي.

نو غوره ده چې له دې زرین فرصت څخه دې د شخصي ګټو، سیاسي قدرت ته د رسېدو او سلیقوي چلند پر ځای سمه ګټه پورته شي، څو افغانستان له دې لارې په رښتینې ډول د سیمې هېوادونو په مرکز او وصل ټکي بدل شي.

همداراز، افغانان نه یوازې د یوې وسله‌والې ډلې سوله‌ییز راتګ غواړي، بلکې د یوه داسې سیاسي نظام او سولې تړون د لاسلیک غوښتوونکي دي چې په پایله کې یې د دوه لیسزو لاسته راوړنې، اساسي قانون، مدني او فردي خپلواکي او د بنسټیزو حقوقونو خوندیتوب روښانه وي او په ټوله کې ټولو افغانانو ته په یو ډول وکتل شي.

Comments
Loading...