د سولې او امنیت په ټینګښت کې د ادبیاتو ونډه

لیکنه: میلاد احمد حیران

0 133

 ه سوله او امنیت کې ژوند کول د هر وګړي حق دی، د دغه حق د تر لاسي په پار لومړی باید هر وګړی په خپله هڅه وکړي چې د ژوند کولو لپاره یو ارامه او سوکاله چاپیریال رامنځته کړي. له وګړو وروسته دغه د حکومت او دولت دنده ده چې د خلکو د هوساینې لپاره کار وکړي.

له وګړو او دولت پرته یو بل څه هم شته، هغه د یوې ژبې ادبیات دي البته که په نظم کې وي او یا په نثر کې.

له ښه مرغه چې دې برخې ته د پښتو خورا ډیرو لیکوالو او شاعرانو پام کړی او په هر شعري فورم کې یې جګړه بدمرغه او ورانوونکې پدیده را پېژندلې او په وړاندې یې سوله او امن د ژوند واقعي نوم معرفي کړی.

که څه هم الله تعالی د جنت بې شمېره نعمتونه بیان کړي، خو زموږ ادیبان او شاعران دغه ټول نعمتونه یوازې له یو څیز سره پرتله کولای شي چې هغه سوله او امن دی.

لکه څنګه چې محمد علیم بسمل وایي:

د خلکو به جنت حورو غلمان لپاره خوښ وي

زما بیا په دې خوښ دی چې جګړه به پکې نه وي

دغه ادیبان خپل د انسان دوستۍ‌حس د قلم په ژبه د کاغذ تر سپین مخ پورې په داسې شکل رسوي چې هغوی ته د خپلو ناوړه کړنو د پېژندلو احساس ورکړي.

دغه ادیبانو او لیکوالو د شعر او نثر په خوږه ژبه د ټولو متشدیدو او سخت دریځو کړیو څخه دا غوښتنه کوي چې خلک په ارامۍ او سوکالۍ پریږدي تر څو د الله (ج) له لویې ډالۍ ( ژوند)  څخه په ښه توګه ګټه واخلي.

Comments
Loading...