د داعشیانو تر منځ تازه اختلافات

نوید احمد څرک

0 63

د افغانستان داعش ډله چې د خراسان ډلې ترنامه لاندې یې فعالیت کو او له ابو بکر البغدادي سره یې بیعت درلود، په یوه تازه خپره شوې ويډیو کې یې د شیخ ابي ابراهیم القریشي الهاشمي سره بیعت وکړ او نورې ډلې یې منحرفې وبللې.

داعش خراسان ډلې په یوه ویډیو کې پښتو او دري ژبو باندې خپلو وسله والو باندې غږ کړی چې تر دې وروسته دې د ابوبکر او البغدادي خلیفه نه ګڼي او ابي ابراهیم به د داعش د خیالي خلافت مشر وي.

افغانستان کې د داعش ډلې مشران په تیرو څو کلونو کې یا د ملي امنیتي او دفاعي  ځواکونو له لوري وژل شوي او یا نیول شوي دی.

مولوي خادم، حافظ سعید، عبدالله اورکزی او ځینې نور د افغان ځواکونو له لوري نیول شوي او یا وژل شوي دي.

داعش خراسان ډلې اعلان کړی چې د داعش تر بیرغ لاندې دې ټولې وسله والې ډلې د شیخ ابي ابراهیم سره بیعت وکړي او تر دې وروسته دې د هغه د اوامرو اطاعت وکړي.

دې ډلې خبرداری ورکړی چې د داعش هغه ډلې چې له ابې ابراهیم سره بیعت و نه کړي، دوی به یې له منځه یوسي.

داعش خراسان ډلې د کابل او ننګرهار وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي او دا بریدونه یې د طالبانو (ایران او پآکستان) ملیشو کار بللی دی.

دوی په یو ویډیو کې ښکاره ویلي چې طالبان مرتدین دي او د پاکستان او ایران د ګټو لپاره یې جګړه ته دوام ورکړی.

دې ډلې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته د لعین تړون نوم ورکړی او خبرداری یې ورکړی چې د امریکا او طالبانو پروړاندې به جګړې ته دوام ورکړي.

ویډیو کې په ښکاره لومړی د داعش له خلافت بغاوت شوی او خراسان ډلې خپل مشر ځان لپاره ټاکلی او دغه راز د طالبانو پروړاندې د جګړې امر شوی دی.

که څه هم داعش ډله د افغان ځواکونو له لوري سخته ځپل شوي، وژل شوي او نیول شوې، خو لا هم ځینو سیمو کې فعالیت لري، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې طالبانو ناامنه کړي او داعش ته یې د فعالیت بستر برابر کړی دی.

له دې ډیډیو پيغام ښکاري چې یواځې طالبان نه دي چې جګړه کوي او وضعیت یې خراب کړی دی، د طالبانو له کبله افغانستان کې ډيرو نورو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره شوې چې کولی شي د طالبانو له سولې وروسته دا ډلې سره راپورته کړي.

دا انديښنه شته چې سخت دریځي طالبان به سولې ته لاړ نه شي او زیاتره به د داعش په لیکو کې وسله پورته کړي، تاسو به لیدلي وي چې د داعش ډلې جوړښت تر ډيره د طالبانو څخه و، هغه طالبان چې د طالبانو له ډلې سره مرور شوي او یا په ګټو وران شوي و.

Comments
Loading...