د امریکا او طالبانو غاښ‌چیچی د وینو سمندر لا توپاني کوي

0 36

-ضمیر ساپی
له هغه وروسته چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازیو تر منځ د شا او خوا یو کال پټې خبرې د ځینو دلایلو له کبله د ټرمپ ټویټونو ودرولې، د افغان جګړې دواړو لوریو امریکا او طالبانو یو ځل بیا یو بل ته غاښونه وچیچل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد په دفاع وزارت یا پنټاګون کې د سپټمبر یوولسمې پېښې د اتلسمې کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته په وینا کې ګواښ وکړ هر څوک چې امریکا ته په بده سترګه وګوري او یا هم ګواښ ورته پېښ کړي، امریکا به یې پر ضد بشپړ ځواک وکاروي او له منځه به یې یوسي.
ټرمپ پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي ګوت‌څنډنه وکړه، که هر څوک له هره ځایه امریکا ته ګواښ پېښوي؛ نو امریکا به ورپسې ورشي او همالته به یې وځپي او یادونه یې وکړه چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر داسې ګواښ هم کړی و، کولای شي د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې وګټي، خو نه غواړي چې لس ميلیونه افغانان ووژل شي، تازه یې بیا طالبانو ته د سختو ځپوونکیو ګوزارونو اشاره کړې ده.
د طالبانو ګواښوونه
طالبانو ته د امریکا ولسمشر ټرمپ ګواښونو او د سولې خبرو د درېدو په مقابل کې هغوی هم په یوې خپره کړې اعلامیه کې امریکا ته غاښونه وچیچل او ګواښ یې وکړ چې په جګړه کې به د سر او مال زیان ورته واړوي.
بل خوا د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانکزی په قطر کې تازه ګواښ کړی که امریکا جګړې ته دوام ورکول غواړي، طالبان سل کاله نور هم جګړې ته دوام ورکولای شي.
په دې ګواښونو او غاښ‌چیچیو سره دواړو خواوو د سولې خبرو بریا ته رسېدو پر ځای، یو ځل بیا د پوځي ځواک هغه ګزینه غوره کړه چې په تېرو اتلسو کلونو کې یې پایلې یوازې تدریجي عام‌وژنه او د ملت جوړونې پر ځای ملت ورانونه وه.
امریکا له پیله تر دې دمه ظاهراً د دې لپاره په افغانستان کې جګړه کوي چې افغان خاوره یو ځل بیا لکه د سپټمبر ۱۱مې پېښې په څېر د دوی او متحدانو پر خلاف و نه کارول شي او طالبان ظاهراً د خپلې جګړې دوام دلته د بهرنیو ځواکونو شتون بهانه کوي.
که وګورو د دې جګړې د ختمېدا لپاره له ۲۰۰۹ مېلادي کال را وروسته د سولې په نوم خبرې لږې چټکې شوې. د سولې خبرو په تړون کې کله دواړه خواوې دومره سره نږدې شي چې ټول جګړه ځپلی ولس د ارامې نفس واخلي او له ځان سره په خوشالې ووایي چې د لسیزو ناشونی خوب یې لکه چې بالاخره رښتیا شو.
خو لکه د طالبانو پخوانيو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور د مرګ خپرېدو او په ښارونو کې د درنو چاودنو تر بریدونو وروسته د څو کلونو خوارې هسې په سیند لاهو شي، د سولې خبرو په ټپه درېدو سره بیا جګړه زور واخلي او دواړه غاړې یو بل ته د پخوا په پر تله د شدیدو بریدونو ګواښونه وکړي. د څو کاله جګړې وروسته بیا یو بل ته غاړه غړۍ شي او د سولې خبرو نغاړه بیا وډنګوي، خو پایله یې بیا لکه د بسوګۍ واده په څېر شي.
د جګړې بیه څوک پرې کوي؟
امریکا د «ترهګرۍ ضد او طالبان د بهرنیو ځواکونو ضد» جګړې ادعا کوي، خو د دې نه اټکلېدونکې جګړې اصلي قربانیان عام ولس دی، ځکه که لنډه محاسبه وشي هر څه روښانه کېږي.
ټولو ته روښانه ده چې جګړه د ښار او کلي په هغه سیمه ده چې ولس په کې مېشت دی؛ نو په کومه سیمه کې چې جګړه وي، ښکاره ده چې بیه یې د هماغسې سیمې خلک او په تېره ولس پرې کوي، ځکه ولس بې‌ دفاع دی او د ځان د دفاع لپاره هيڅ چمتوالی نه‌ لري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما په یوه تازه راپور کې وايي، د روان کال د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر وروستۍ پورې یانې یوازې په شپږو میاشتو کې ټولټال ۳۸۱۲ ملکیانو ته تلفات اوښتي چې ۱۳۶۶ شهیدان شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان دي او زیاتوي د دې کال په دویمه ربع کې د ملکي تلفاتو په برخه کې ۲۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
یوناما په یوه بل خپور شوي راپور کې زیاته کړې، یوازې د تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال په لړ کې نږدې ۱۰۰۰ افغان ماشومان شهیدان شوي چې ډېره برخه یې په ښارونو او کلیو کې د چاودنو او بمباریو قربانیان دي.
که څه هم له پیله تر دې دمه د افغان ولس د مرګ‌ژوبلې حساب ډېر ستونزمن دی او دا ویل ډېر سخت دي چې په دې جګړه کې څومره افغانان شهیدان شوي، خو دا ښکاره خبره ده چې د هرې پېښې لومړی قرباني عام وګړی دی.
داسې کره مالومات هم نه‌شته چې څومره افغان سرتېري شهدیان شوي، ځکه دا شمېر کله هم پخوا نه‌ ده خپره شوې، خو د ۲۰۱۹ کال په جنوري کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، له ۲۰۱۴ کال تر دې دمه ۴۵ زره افغان سرتېري شهیدان شوي دي.
بي‌بي‌سي په یوې تازه څېړنه کې موندلې چې د تېرې اګسټ میاشتې په لړ کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۷۴ افغانان وژل شوي او زیاتوي دوی په دې میاشت کې ۶۱۱ امنیتي پېښې تایید کړي چې ۲۳۰۷ کسان پکې وژل شوي او د لږ تر لږه ۱۹۴۸ کسانو د ټپي کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
که پورتنیو ارقامو ته وکتل شي، د دې جګړې نیمه بیه څه چې له ۸۰ سلنې پورته یوازې عام ولس پرې کوي، ځکه په هره پېښه کې تر ټولو زیاته برخه تلفات همدوی ته اوښتي او لا هم په دې نه اټکلېدونکې جګړه کې خوندي نه ‌دي.
د تش په نوم امریکا-طالب جګړه هغه چاړه ته ورته ده چې څټ نه‌ لري، دواړه تېزې خواوې یې د ولس مرۍ ته سیخې دي او هره ورځ د دې ملت په وینه یې دواړه خواوې سرې کېږي.
د روانې جګړې نور زیانونه
د واټسن انسټیټیوټ د مالوماتو له مخې، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان، پاکستان، عراق او سوریه کې امریکا پر جګړه ۵٫۹ ټرېلیونه ډالره لګښت کړی دی.
که امریکا د ډېر کم ځاني زیان تر څنګ دومره زیات مالي زیان ليدلی، خو افغانانو نه یوازې په دې جګړه د سر او مال بیه پرې کوي، بلکې دې جګړې دومره ځپلي چې ټول ولس که هغه په داخل د هېواد کې دي یا له هېواده بهر دی، دې ځپونکې جګړې یې روانې حالت دومره ځپلی چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د ارامې بستر نه‌شې موندلای.
په کابل ښار کې د روانې ناروغانو یوه ډاکټره وايي، ځینې ناروغان ورته کیسه کوي چې د ښار په منځ کې د چاودنو غږونه او بیا د رسنیو له لارې د دې خبرونو اورېدولو ورته داسې ستونزې پیدا کړي چې دننه روح یې ځورېږي او ان د امیندوارو مېرمنو د راتلونکي ماشوم په روان یې هم خورا منفي اغېزه کړې ده.
له دې عیني پېښو داسې څرګندېږي چې په هېواد کې د پردیو د پیسو او وسلو په زور د بهرنیو استخباراتو او داخلي غیر دولتي لوبغاړیو جګړه هغه معصوم ماشوم چې لا یې دې نړۍ ته سترګې نه ‌دې غړولې د مور په رحم کې د دې جګړې بیه پرې کوي او زموږ بل نسل هم له دې جګړې کړېږي.
د روانې جګړې نامالومه موخه
که د نړۍ سترو جګړو ته وګورو، هرې یوې ځان ته یوه موخه او هدف لاره، خو زموږ په هېواد کې روانه جګړه چې مخینه یې نږدې نیمې پېړۍ ته رسېږي، یوازې افغانان پکې شهیدانېږي، ورځ تر بلې زور پیدا کوي او د قربانیانو ګراف یې لا نور لوړېږي، خو نه مقتول پوهېږي چې د څه لپاره یې وینه نذرانه کېږي او نه قاتل په دې خبر دی چې دا څلوېښت کاله پرله‌پسې د افغان پر مرۍ د څه لپاره د پردیو چاړه سره کوي؟
ډونالډ ټرمپ درېیم امریکايی ولسمشر دی چې افغان جګړه پر مخ وړي او ملا هبةالله هم د طالبانو درېیم مشر بلل کېږي چې په هېواد کې یې جګړه اتلسم کال ته وغځوله او د امریکا په تاریخ کې یې د تر ټولو اوږدې جګړې په نوم ثبت کړه، خو تر څو به د بشري جنایت ننداره روانه وي؟
پر دې خاوره ظاهراً جګړه د امریکا-طالب په نوم پر مخ وړل کېږي، خو تر شاه یې د سیمې هېوادونو استخبارات، کورني او سیمه‌یز غیر دولتي لوبغاړي لوبېږي چې هر یو یې د ځان لپاره ښه پانګه او ګټه بولي.
څومره چې امریکا طالب ته او طالب امریکا ته غاښونه چیچي، په هماغه کچه یې زیان ملکیانو ته رسېږي، ځکه پر افغان جګړې نور تېل هم پاشل کېږي او له دې سره هم‌مهاله په سیمه کې د امریکا سیالان لکه روسیه، ایران او چین پیاوړي کېږي او په غیر مستقیم په افغانستان کې د جګړې غیر دولتي لوبغاړي د خپلو موخو لپاره پیاوړي کوي چې دا هڅې په افغانستان کې د وینو روان سمندر لا توپاني کوي.
که د روانې جګړې خنډ هر هېواد او هره ډله وي، باید همدا اوس سره کېني او خپلې ستونزې له ډېر ناوخته کېدو مخکې حل کړي، ځکه هېڅ جګړه تلپاتې نه‌ وي او دا جګړه بالاخره هم پای مومي، خو مخکې له دې چې ولس یې د قربانې ستره بیه نوره هم پرې کړي، غوره به وي چې ټولې غاړې سره کېنې او د خوار ولس وینه چې له دوی سره کټ مټ یو رنګ لري، تویونه یې بنده شي.

Comments
Loading...