د افغان ماشومانو وضعیت

0 27

د ستراتېژیکو او سیمهییزو څېړنو مرکز

په افغانستان کې د بل هر قشر تر څنګ ماشومان هم زیات ځوریدلي او کړیدلې دي، مګر څرنګه چې ماشومان د خپل ځان لپاره د لویانو په څیر اهتمام او توجه نشي کولای، تر څو خپل حق وغواړي، او ځان ته مناسب چاپیریال برابر کړي په همدې خاطر باید لویان، شخصیتونه، ادارې او دولتونه د ماشومانو حقونه د خپل کاري پلان په لمړیتوبونو کې ونیسي او توجه ورته وکړي. په افغانستان کې نږدې ۱۴ میلیونه کوچنیان (له ۱۸ کلونو کم ) ژوند کوي، ۶ میلیونه کوچنیان یې په خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي، او هرکال نږدې ۱ میلیون ماشومان نوې زېږی. د دوی سالمه روزنه، روغتیا ته لاسرسی، او تفریحی چاپیریال کې اوسېدنه د دوی بنسټیز حقونه دي. د جوزا لمړۍ نېټه په هیواد کې د ماشومانو د ورځې په نوم لمانځل کيږي، له همدې امله مو د اوونۍ په تحلیل کې، په وطن کی د ماشومانو  خواشینونکي حالت باندې شننه کړې.

د یونسیف لخوا خپاره شوي ارقام د افغان ماشومانو د خواشینونکي حالت څرګندونه کوي

یونسیف اداره چې له ۱۹۴۹ کال راهیسې په افغانستان کې د کوچنیانو د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو… په برخه کې فعاله ده په خپلو وروستیو راپورونو کې پر خپله پاڼه یو شمیر ارقام خپاره کړیدي، دغه ارقام په لاندې ډول دی:

  • په هرو ۱۸ ماشومانو کې یو تن یې نشی کولای خپله لمړنۍ کلیزه وویني.
  • ۴۶٪ سلنه ماشومانو چې عمرونه یې له ۱۲-۲۳ میاشتو دي خپل بنسټیز واکسینونه ندي پوره کړي.
  • په درېیو کې یوه  نجلۍ له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږی.
  • په هرو ۵ ماشومانو کې ۲ یې مکمل ذهني او جسمي انکشاف نه کوي.
  • په هرو ۴ کې ۱ کوچنی کم وزنه دی.
  • له ۵ کلونو کم ۱.۳ میلیونه کوچنیان د سوء تغذي درملنې ته اړتیا لري.
  • نږدې ۵۰٪ سلنه د چښلو اوبه په غایطه موادو ککړې دي.
  • نږدې له ۴ میلیونه زیات خلک اوس هم په ازاده هواء کې حاجت پوره کوي.
  • ۳.۷ میلیونه کوچنیان چې ۶۰٪ سلنه یې نجونې دي؛ ښوونځی ته نه ځي.
  • له ۱۵ کلونو څخه کمو نجونو یوازې ۱۹٪ سلنه یې لیک لوست کولای شی.
  • افغانستان لا هم د نړۍ له هغو ۳ هیوادونو څخه دی چې له پولیو( فالج) څخه رنځ وړي، په ۲۰۱۷ کال کې ۱۴ د پولیو پېښې په دې هیواد کې ثبت شوې دي. چې په وروستیو دوه کلونو کې پرې یو څو نورې هم ور اضافه شوې.
  • ۳۱٪ بالغی نجونې کم خونه دی.

په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت

جګړه د بدبختیو زېږوونکې یوه داسې عمل دی چې د یو هېواد په څو نسلونو یې ناوړه اغېزې پاتې کيږي. افغانستان چې څو لسیزي پرله پسې د جګړو ډګر دی دا هېواد یې له جدې اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان کړی دی، ددې تر څنګ پر له پسې جګړو، ددې هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې حالت ته دومره تاوان و اړولي چې زموږ هېواد ته د سولې راتګ او ټیکاو هم ټکنی کوي. جګړې که د هېواد په هر ټولنیز پاړکي خپل اثر پرېښی؛ خو تر ټولو زیات زیانمنیدونکي قشرونه ماشومان دي چې له یوې خوا یې جګړو له سره د سر پرست سیوری اخیستی او بې برخلیکه پاتې شوې دي او له بلې خوا یې په ښوونه او روزنه کې د اوږد ځنډ له امله د ټولنې ثبات ننګولی دی، په افغانستان کې جګړې، خراب اقتصادي وضعیت، د مکتبونو نشتون او په سختو کارونو کې د ماشومانو ښکېلتیا هغه څه دي چې دلته بحث پرې شوی دی

        1  –  د مکتب نه محروم ماشومان

د ګڼو عواملو لکه ناپوهي، رواجونو، ناامني، فقر، د نږدې مکتوب نه شتون، ټیټ کیفیت لرونکې ښوونځیو او استادانو… له امله نږدې ۴ میلیونه ماشومان ښوونځی ته نه ځي. هر افغان باید مسؤولیت لري، چې هر کال ښوونځي کې د خپلو اولادونو د شاملولو په وخت کې د هغوی کوم همزولي له مکتب محروم دي ، د هغوی مور او پلار ته قناعت ورکړي او ښوونځی کې یې شامل کړي، که مور او پلار یې نه درلود، باید کم تر کمه د یوه بې سرپرسته ماشوم سرپرستي په لاس کې واخلي او د خپل اولاد غوندې سرمایه ګذاري پرې وکړي. ملي تجاران، سیاسی شخصیتونه، مخور اشخاص، دینی عالمان خصوصي او دولتي ښوونځیو مالکان باید په ګډه دا ملي ماموریت په غاړه واخلي که دوی دا کار ونکړي، همدغه کوچنیان به بیا دوی او ټول هیواد ته درد سر وي. او د دوی اولادونه به ترې په ارامه ساه وانخلي.

          2  – جنګ او ماشومان

جنګ او ناامني هغه پدیده ده چې  زیاتره ماشومان یې  په لمړي ځل تجربه کوي، نو په همدې خاطر یې ویره د لویانو په نسبت زیاته ده، د ماشومانو د ساتلو د ادارې د راپور په اساس تېر کال نږدې ۴۰۰ ماشومانو په مختلفو حادثو کې خپل ژوند دلاسه ورکړی، همدارنګه یوازې په ننګرهار کې په لسګونه تعلیمی ادارې د مسلحو مخالفینو له خوا هدف وګرځیدلې. همدارنګه د دولت او مخالفینو تر منځ د تفاهم او پوهاوی د نه شتون له امله د غزنی، هلمند، ارزګان په ګڼ شمیر ولسوالیو کې حتی یو ماشوم هم په تعلیم او تربیه ندی بوخت، او په کال کې حتی یو تن هم د کانکور په آزموینه کې ګډونه نه کوي د وروستیو راپورونو پر بنسټ نږدې ۳.۵ میلیونه افغان ماشومان د ناامنیو له ا مله ښوونځی ته نشی تللای. دا چاره په آینده کې د یوې  بې سواده ټولنې بد زیری د ځان سره لري، کوم چې کیدی شي د افغانستان دښمنانو ته د خوښۍ زیری وي، خو افغانانو ته تر دې بد خبر نشته.

          3- کاریګر ماشومان

په نوره نړۍ کې د ماشومتوب دوره  د ترحم، مینې ورکولو، او سرمایه ګذارۍ دوره وي، په دې دوره کی ماشومان د لویانو لخوا تقدیر کېږي، اړتیاوې یې پوره او تعلیم ته هڅول کېږی، هغوی هیڅ هم د سختیو او مشکلاتو په نوم څه نه پیژني، لویان یې کوښښ کوي خپله یې وزغمي، مګر په افغانستان کې بدبختانه زیاتره ماشومان له لس کلنۍ مخکې د کور مسؤولیت په غاړه اخلي، کار کوی او زحمتونه ګالي، د المان غږ راډیو د یوې سروې پر بنسټ نږدې ۱.۹ میلیونه ماشومان دافغانستان په مختلفو ولایتونو کې کار کوي، لامل یې هم روانه جګړه ده، دغه ماشومان ډېر ځله د فاسدو اشخاصو د شهوت رانیولو ښکار ګرځي، په مخدره توکو معتاد کېږي، په جرمونو اخته کیږي، او کله کله خو د انساني قاچاق او ترهګرۍ چارو موخه هم ګرځي. زیاتره ماشومان چې کار ته مجبورېږي د خښتو په بټیو، مال څرولو، مستري سره شاګردۍ، د ډبرو سکرو په کانونو، په بازار کې پلاستیکي کڅوړو خرڅولو کې بوخت دي. تر ټولو بد خبر خو لا دا چی د عدلیې وزارت او کورنیو چارو وزارت د راپورونو پر بنسټ نږدې ۱۰۰ زره ماشومان په مخدره توکو روږدې دي.

            4- اجباری ودونه 

که څه هم غربی میډیا په دې هکله د مبالغې نه ډک راپورونه خپروي، او خلکو ته دا فکر ورکوي چې شاید د دوی خپاره شوې ارقام نادرست او یو اړخیز وي، مګر مونږ او تاسې چې په سیمه کې وګورو دغه چاره لا هم پای نه لري، ا و کوچنۍ نجونې په مسلسله توګه ودېږي، دغه چاره په هغه لرې پرتو سیمو کې کېږي چېرته چې له یوې خوا سواد  کچه ټیټه وي او له بلې خوا دیني پوهې کچه هم ټيټه وي، ولور لا هم د پلار حق ګڼل کېږي، او کله چې پلار د عاید بله سرچینه ونه مومي، نو خپله کوچنۍ لور شتمن زاړه یا هم ځوان ته په نکاح ورکوي، او په دې توګه یو شمیر ګلالي ماشومان د لویانو له بیرحمۍ او ظلم سره لاس او ګریوان کېږي.

          5- د تغذیې د حالت خرابوالی

که څه هم ډیرې لاسته راوړنې لرو، او د عامې روغتیا وزارت د تغذیې ریاست د کوښښونو په پایله کې د سوء تغذیې او کم قد سلنې ښکته شویدي، مګر بیا هم نږدې هر پنځم ماشوم د تغذیې ستونزې لري، په دې هکله د یونیسیف تازه راپورونه خورا خواشینونکی دي. سوء تغذي د ټولو ناروغیو مور ده، او ضعیفه ماشوم له یوې وړې ناروغۍ له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ناخوالو ټول لامل یوازې فقر ندی، بلکه زیات وس لرونکې کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د سمې تغذیې په هکله لازم معلومات او پوهه نه لري. مختلف غیر صحي خواړه ماشوم ته ورکوي. همدارنګه په ازاده هواء کې د قضاء حاجت کولو له امله د هضمي ناروغیو کچه زیاتېږي، او ناروغ خوارځواکۍ او کم خونۍ ته بیایي.

د نړۍ ماشومان

په  نوره نړۍ کې ماشومان  لپاره ځانګړي قوانین ټاکل شوي لکه  که په لویه لار کې موټر ته لاس ونیسي، موټروان مجبور دی چې موټر ورته ودروي، که داسې ونه کړي کوچنی حق لري، چې د موټر ښیښې ورماتې کړي، او پولیس ته زنګ ووهي، همدارنګه ماشومان  د حفاظت په خاطر په موټرو کې په لمړی سیټ کې ناستې ته نه پریښودل کېږي. مکتبونه او وړکتونونه جبري دي. تر ټولو ستر او پوه استادان لمړني ښوونځي کې مقرریږي، هلته ماشومانو سره لکه د لویانو په درنښت چلن کېږي تلویزیونونه په مکرره توګه له تکړه ماشومانو سره مصاحبې کوي، او سیاسیون په خپلو پروګرامونو کې له ماشومانو سره ناستې کوي او ډول ډول  پروګرامونو سره ماشومان تشویقوي. په ښوونځیو  کې تقریبآ ټول ماشومان ته انټرنټ لاسرسی لري، زیاتره عملي تجربې تاریخی ځایونه او  شخصیتونه په انټرنټ  کې تعقیبوی. همدارنګه ماشومانو لپاره جلا ټرانسپورټی سیستم دی، په ځینې ښوونځیو کې حتی د ډوډۍ خوړلو او استراحت لپاره هم ځایونه جوړ شوي دي.

د ښه کېدو لپاره هيلې

افغانستان له دې ټولو ناخوالو سره سره ډير با احساسه وګړي او ادارې هم لري، زیاترو یې په شخصي مصرف وړکتونونه، مدرسې، د حفظ حلقې، یتیم خانې او نورې ادارې جوړې کړیدي تر څو بی وزله ماشومان وروزي، په دې هکله، عامې روغتیا وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، نړیوال روغتیایی سازمان، یونیسیف، سیف ده چلډرن ادارې د کوچنیانو د ساتنې په هکله ګټور پروګرامونه بللای شو. د طالبانو لخوا دهغوی د کنټرول لاندې سیمو کې واکسین کوونکو ته د واکسین اجازه ورکول مثبت ګام دی، همدارنګه د افغانی سرې میاشتې لخوا په زړه کې د سوري لرونکو ماشومانو درملنه په وړیا ډول یو ستر ګام بللای شو. همدارنګه د یونیسیف نړیواله اداره بیا په ټول هیواد کې کوچنیانو ته واکسین، د چینجیو ګولۍ، د کم خونۍ ګولۍ، تدریسی توکي ورکوي. همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو لپاره ځانګړې روغتونونه د ماشومانو د مړینې په کمولو کې ستر رول لرلی دی. د دې ټولو نا خوالو سر بېر چې په کمیت کې موجودې دي، د کیفیت ستونزه لا هم پر ځای او پراخه ده. له نیکه مرغه په افغانستان کې نېږدې۱۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، دوی ته سالم درسي چاپیریال برابرول د هیواد د آبادۍ بنسټ جوړوي.

پایله

ماشومان د ملتونو آینده او اساس دی، هر څوک چې زړېږی باید ټولنې ته ګټور ماشومان وړاندې کړي، د اولاد روزل، د ښوونځیو او مدرسو سره مرسته، هغوی ته مثبت نظر ورکول، د یتیمو او بېوزله ماشومانو کفالت او هغوی ته د تعلیم زمینه مساعدول د هر مسؤول مسلمان او افغان دنده ده. همدارنګه د جنګ ښکیلې خواوې هم باید د دغه معصوم مخلوق حقوق اداء کړي، او هغوی چې د خدای ج لخوا معاف دي، په هیڅ ډول باید مکلف نکړای شي، او نه هم ووېرول شي. دولت او مخالفین دواړه باید د روغتونونو، مساجدو، مدارسو  ترڅنګ د ماشومانو مکتبونه او وړکتونونه هم د شنو ساحو په حیث قبول کړي، او هیڅ طرف باید ترې د فوځی پناه ګاه یا فعالیت ځای په ډول ګټه پورته نکړي.

Comments
Loading...