د افغانستان پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون

میوند پوهیار

0 54
“طالبان به هغو کړیو ته چې امریکا او متحدین یې ګواښ سره مخ کوي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او یا بل ډول قانوني اسناد ورنکړي چې هغوي پرې وکولی شي افغانستان ته ننوځي”.
طالبان او امریکا وروسته له اتلس میاشتو وتوانیدل چې په خپل منځ کې توافق ته ورسیږي. دواړه (بیګانه) لوري پر دې توافق ته ورسیدل چې افغانستان ته به سوله راولي. یاد تړون په درې برخو کې پر دې موضوع بحث کوي چې امریکا به افغانستان په دې شرط پریږدي چې طالبان او یا هره بله کړۍ د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د متحدینو په مقابل کې و نه کاروي او طالبان به د هرې بلې کړۍ چې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ کوي، مخه ونیسي.
د امریکا او طالبانو د قرارداد د دوهمې برخې په دوهمه ماده کې راغلي چې:
“طالبان هر هغه چا ته چې د امریکا یا د هغه متحدینو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي واضح پیام استوي چې په افغانستان کې ځای نلري او خپلو غړو ته دستور ورکوي چې له دغسې کړیو سره همکاري ونکړي”.
پورته ماده کې طالبان داسې بریښي لکه چې د افغانستان د خاورې ساتونکي او صاحبان وي. ځکه دلته د افغانستان جمهوري نظام هیڅ نه دی مطرح شوی. امریکا د قرارداد پر سر کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني او د دوي بل لوری طالبان دي خو دلته یې برعکس عمل کړی دی. د همدې برخې په درېيمه ماده کې پر یادې موضوع لا تاکید کوي.
“طالبان د هرې هغې کړۍ چې وغواړي د افغانستان څخه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ وکړي، مخه نیسي او هغوی ته به د نیرو د جذب، د روزنې او تمویل اجازه ورنکړي او له هغوي څخه به کوربتوب ونکړي”.
 پورته ماده کې طالبان امریکا او متحدینو ته یې ډاډ ورکوي چې دوی به د هرې بلې کړۍ مخه ونیسي چې د امریکا او متحدینو لپاره یې د افغانستان له لوري ګواښ وکړي. د امریکا هدف د افغانستان خاوره ده که طالبان او د طالبانو نورې شورشي ‌‌‌ډلې دي. که د افغانستان خاوره وي، بیا نو د حقوقي له پلوه داسې مانا لري چې ګوندي طالبان د افغانستان دولت په واک کې لري او امریکا ته د هر ډول ګواښ ځواب ویونکي دي.  د همدې برخې په پینځمه ماده کې طالبانو د امریکا له لوري سم مشروعیت اخیستي او وایي چې طالبان ښايي د ویزې، پاسپورت او نورو اسنادو توضیح کولو اجازه هم لري.
“طالبان به هغو کړیو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ کوي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او یا هیڅ ډول قانوني اسناد ورنکړي چې هغوي پرې وکولی شي افغانستان ته ننوځي”.
د قانون او حقوقو له پلوه ویزه، پاسپورت او نور د سفر قانوني اسناد یوازې یو مشروع حکومت چې د خلکو له خوا ټاکل شوی وي، د خلکو تر منځ مشروعیت ولري، او په نړیواله ټولنه کې وپیژدل شي یا د ملل متحد له خوا مشروعیت ومومي، کولی شي چې د سفر کولو اسناد د خپل سفارت له لوري دهیواد مسافرینو او مراجعینو ته ورکړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون کې جمهوریت او امارت کلمې ګنګې پاتې دي، د دې تړون په درېیمې برخې په دوهمه ماده کې ټاکل شوې ده چې:
“امریکا او طالبان غواړي له یوبل سره مثبت روابط ولري او هیله من دي چې د افغانستان د نوي اسلامي دولت چې د مذاکراتو څخه وروسته ښايي جوړ شي،  د امریکا سره یې روابط مثبت پاتې شي”.
د افغانستان د نوي اسلامي دولت مانا څه ده؟ د افغانستان جمهوري دولت که د افغانستان إسلامي امارت. دا موضوع باید تفسیر شوې وای، که یې هدف دا وي چې راتلونکی معلوم نه دی، ګوندي امارت شي یا جمهوریت. خو دا هم کیدای شي چې امریکا د طالبانو حکومت ړنګ کړ او د طالبانو د غوښتنې پر اساس یې په قرارداد کې دا خلا پریښي وي. د همدې برخې په درېیمه ماده کې لیکي:
“امریکا هڅه کوي چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د افغانستان د نوي دولت سره اقتصادي مرسته وکړي او په کارونو کې یې مداخله ونکړي”.
په دې ماده کې بیا نوی دولت بې نومه راغلی دی او د مرستې کولو ژمنه پکې شوې ده. د طالبانو دولت د امریکا له لوري ړنګ شو، مرګژوبله یې ورته واړوله، مالي تاوان یې ورورساوه او أفغانستان یې پرې ټوټه ټوټه کړ اوس یې ورته د نوي دولت د رغیدو وروسته د اقتصادي مرستې وعده هم کړې ده.
زما په فکر، یا خو طالبان لیوني دي چې په دومره اسانه یې له امریکا سره په څلورو پاڼو تړون لیک بسنه وکړه او یا امریکا لیونۍ ده چې  وروسته له دومره مصرف څخه طالبانو سره توافق ته ورسیدل. او یا خو نه طالبان (پرديپالي) پر أفغانستان مهربانه دي او نه امریکا چې د أفغانستان د سولې لپاره توافق وکړي. امریکا د نړۍ زبرځواک ځان بولي، دا څنګه امکان لري چې د یو زبر پیاز (طالب) سره دې توافق وکړي. بله اندیښنه داده چې ګوندي طالبانو امریکا پر شا کړې وي او یا هم امریکا طالبان د خپلو استازو په توګه أفغانستان کې ټاکلي وي او افغانان بیا د غم په ټغر کښینوي. له دې توفق لیک څخه دا مالومیږي چې په دالو کې څه تور شته.
د أفغانستان اوسني دولت ته په دې نازکه وخت کې څه کول پکار دي؟
په شپږمه پیړۍ کې د غوریانو او غزنویانو ترمنځ د شخړو نتیجه دا وه چې چنګیز پر افغانستان داسې څه وکړل چې تاریخ لا هیر کړي نه دي. په نهمه پیړۍ کې مغلیانو د افغانانو د بې اتفاقۍ په نتیجه کې پوره سل کاله اشغال وکړ او افغانستان یې له سختو شرایطو سره مخامخ کړی وو. په دولسمه پیړۍ کې میرویس نیکه د افغانستان ټول قومونه راټول او په قدرت کې یې شریک کړل چې د احمد شاه بابا د دورې تر پای یې ښه نتیجه ورکړه، خو کله چې احمد شاه بابا مړ شو، انګلیس په هند کې شاه شجاع سره لکه چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره تړون وکړ، توافق ته رسیدلي وه او افغانستان یې څه کم نیمه پیړۍ اشغال کړی وو. بیا روس ورته کارونه وکړل. اوس امریکا او طالبانو ورته لوبه روانه کړې ده. د افغانستان خلک او اوسنی حکومت باید له تیر تاریخ څخه پند واخلي. دا ښه خبر ده چې عبدالله ته حکومت کې ځای ورکړي او دوستم تش په نامه مارشال کړي، ښه دی که امارتي حکومت پر ځان ومنو؟
Comments
Loading...