د افغانستان تریخ تاریخ / کامله عزيزي

0 30

له ننه کابو سل کاله مخکې یانې په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان باچا غازي امان الله خان د خپل پلار له مرګه وروسته انګرېزانو ته ستره ماته ورکړه او د افغانستان د خپلواکې اعلان یې وکړ، دې اعلان له هنده تر لندنه انګرېز واکمنان سخت غوسه کړل او د خپلې واکمني لپاره یې سپکاوی وګاڼه.

انګرېزان مخکي لا پوهېدل چې دا شهزاده «امان الله خان» له خپل پلار او نیکه سره توپیر لري، دی د شخصي ګټو نه، بلکې د افغانستان او د افغانانو د پرمختګ لپاره کار کوي، د خپل پلار «حبیب الله خان» او نیکه «عبدالرحمن خان» په څېر زموږ سره د غلامي  تر حده دوستي نه کوي؛ نو ځکه يې ډېرې هڅې وکړې چې امان الله خان واکمني ته و نه رسېږي، خو د افغانستان د شاهي قانون په اساس دا شهزاده باچا شو، امان الله خان سمدلاسه له انګرېزانو په خبرو نه، بلکې په جنګ خپلواکي واخیسته او انګرېزانو یو ځل بیا د زړه په زور د خپلواکي مبارکي ورکړه او د همکاريو وړاندیز يې ورته وکړ.

د انګرېزانو امان الله خان ته ارادې لا خرابې شوې، د برېټانیا سلطنت او د هند وایسراد د امان الله خان پر ضد پټې او ښکاره منصوبې جوړې کړې او په خپل وخت کې یې عملي کړې.

د غازي امان الله خان له خوا د افغانستان د خپلواکي اعلان په نړیواله کچه ستره تاریخي کارنامه وه چې د اسیا لویه وچه یې د غفلت له خوبه را ویښه کړه او بیا په همدې ۱۹۱۹ م کال کې په افغانستان باندې د برېټانیې د لوی یرغل مقابله او هغوی ته ماتې ورکول یې بله مهمه او د ویاړ کارنامه وه، هغه د نوي افغانستان او شاهي ريژم لپاره نوې پالیسې جوړه کړه، امان الله خان د شاهي کورنۍ له غړیو د «سردار» لقب لرې کړ، د شاهي کورنۍ غړي یې په حکومتي چارو کې له لاسوهنې منع کړل، مکتبونه منظم شول، پوهنتونونه یې جوړ کړل، نجونې او هلکان یې د زده‌کړي لپاره خارج ته ولېږل، فابريکې جوړې شوې، له نړيوالو سره  یې اړيکې جوړې کړې، هغه مصر، ايټالیا، فرانسه، جرمني، ان لندن او ډېرو نورو هېوادنو ته یې سفرونه وکړل…

امان الله خان په ډېرو لږو کلونو کې افغانستان د خپلواکو او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودراوه، ټولو بهرنیو حکومتو او دولتونو په درنه سترګه ورته کتل، افغانستان د وقار څښتن شو.

امان الله خان غوښتل چې افغانستان ژر تر ژره د ترقي خوا ته بوځي او د نړیوالو سیال یې کړي، خو ده ځينې داسې کارونه وکړل چې هغه وخت افغانانو نه منل، دلته امان الله خان غلطي نه، بلکې لومړیتوب و نه‌ پېژاند، ده باید لومړی د افغانانو فکر او د انګرېزانو فرېب درک کړی وای او وروسته یې ځینې هغه کارونه کړې وای چې انګرېزانو ته یې خام مواد په لاس ورغلل او بیا یې د افغانستان په خام‌فکره ملایانو پاخه کړل، انګرېزانو له افغان ملایانو سره سره خپل خلک هم چې د امیر حبیب الله خان د وخت درباریان وو، افغانانو ته د ملایانو په جامه کې را ولېږل، څو د افغان «غیرتي» ولس وينه د خپل غازي پر ضد «جهاد» ته را وپاروي، دې «ملایانو» به په ونو کې خلک کې کېنول هغوی به نارې وهلې « باچا کافر دی، باچا کافر دی…» بیا به د کلیو ملکانو خلکو ته ویل چې دا ملایکې دي او له اسمانه دا اعلان کوي.

له لږو تبليغاتو وروسته افغانانو د خپل غازي پر ضد وسله را واخیسته او دا ډله ورو ورو زیاته شوه انګرېزانو یې مشر حبیب الله کلکانی مشهور په «بچه سقاو» و، وټاکه او دوی د خیر په غونډۍ ورته کېناستل.

د دې انګرېزانو له ډلې ويل کېږې چې یو یې ډېویډ جونز و چې ځان یې په «بغدادي پیر» مشهور کړی و، ده د افغانانو په زړونو کې تر ډېره وخته ځای نیولی و، ان ملنګانو به خلکو ته د خوړو یا پیسو په بدل کې دا زمزمه کوله؛

د پير بابا مې لوی زیارت دی

هی سر تر پایه، کلا جنت دی

هی ټول نېکان پکې اوسېږي

پير بغدادی مې ډېر یادېږي

غازي امان الله خان تر کورنۍ جګړې جلاوطني غوره وګڼله، په ۱۹۲۹م کال دی له خپل وطنه ايټالیا ته ولاړ، یو فرانسوي خبریال لیکي؛ ما امان الله خان ته وویل چې تا خو د اروپا او نورو هېوادونو پرمختګ هم وليد ایا افغانستان تاته ضرورت نه درلود؟

هغه وویل ولې یې نه لاره، خو چا کار ته نه پرېښودم، ما مکتبونه جوړ کړل خلکو ویل چې دلته ماشومانو ته د کفارو خبرې ور زده کوي، ما قضا وټاکله دوی ویل د قضا لپاره شپېته دورې بس دي…

ملایانو په لاوډسپېکر کې وویل چې امان الله خان کافر دی ملکانو یې خلکو ته وویل چې دا الهي ناره وه ستاسې غازي کافر دی، ما فکر وکړ چې ملایان خو عالمان دي زه به ورته ووایم چې په وسایلو خو څوک نه کافرېږي، خو خبر شوم چې په پل‌خيشتي او نورو  جوماتونو کې زما پر ضد را پارېدلي دي… خبریال لیکي امان الله خان له دې خبرې وروسته و ژړل بیا یې له ځانه سره وویل؛ وطنه! ما وبښه، وطنه! و مې نه شوای ساتلای.

امان الله خان له يو دېرش کاله جلا‌وطني وروسته  همالته  په «ایټالیا» کې سا ورکړه.

لوی خلک چې نه پالې وطنه درته ووایې

هر څو که دا ستا تر هر یو سیند هوښیار وم ووتم

که افغانانو هغه وخت دا وړې ستونزې له امان الله سره په جنګ نه، بلکې په  خبرو حل کړې وای اوس به د افغانستان د سولې یوه پېړۍ کېده، خو اوس د دې خپلواکي کليزه هر کال په بي‌امنیتي کې نمانځله کېږي، افغانان تل په ماضي پسې ارمان کوي، د راتلونکي لپاره هیڅ پلان نه لري.

سل کاله ووتل خو د افغانانو له سره دا فکر نه ووت، اوس هم  په دې نه پوهېږي چې دا وطن څوک  جوړوي او څوک یې ورانوي؟

سل کاله وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې هماغه ډرامه  تکرارېږي، خو دا ځل د برېټانویانو تر څنګ د امریکا، پاکستان او نورو هېوادونه له لوري، که دا ځل هم موږ هماغسي ويده پاته شو سل کاله وروسته به هم په افغانستان کې همدا حال وي. زه فکر کوم چې هېګل دا خبره یوازې د افغانانو لپاره کړې ده «له تاریخه موږ یو څه زده کوو، هغه دا چې موږ له تاریخه هیڅ نه زده کوو.»

Comments
Loading...