د افغانستان اړیکې دوه اړخیزه شوې دي

غفور احمد جاوید

0 65

که څه هم له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو اړیکې د متقابلو ګټو پر بنیاد را څرخي، خو بیا هم کله ناکله د درېیمې نړۍ هېوادونه د خپلو ناکامه سیاستونو له امله له هېوادونو سره د یو اړخیز سیاست پر بنسټ مخ ته ځي چې بدبختانه څلورو لسیزو جګړو له افغانستانه هم دغه یو چانس هم واخیست.
کله چې نړیوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ړنګولو هڅه وکړه او له هغه وروسته یې د حامد کرزي په مشري حکومت را منځ ته کړ؛ نو له افغانانو سره دا فکر پيدا شو چې له امریکا سره زموږ اړیکې یو طرفه دي او هر هغه څه چې امریکایان غواړي هماغسي به کېږی. زموږ ډېر سیاستوال هم یوازې دې د امریکا رحم ته منتظر وو، دوی نه د فساد ضد مبارزه جدي نیوله، نه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تقوې مساله، نه د سولې پروسې مدیریت او نه هم نور مسايل.
خو د دې ټولو په منځ کې موضوع هغه مهال لا پسې ګنګس شوه چې له امریکا سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي اړیکې کړکېچنې شوې. کرزي د دې پر ځای چې دا مسايل د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې حل کړي، پر ځای یې په یو اړخیزه توګه له زوره د کار اخیستو هڅه کوله. دغه وضعیت د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو خرابېدو او د افغانستان پر ځای پر بدیلو لارو فکر کولو ته امریکا اړ يسته. دغه مهال له امریکا سره د افغانستان اړیکې یو طرفه شوې او دا وضعیت د دې لامل شو چې د همدې یو اړخیزه اړیکو نوم ورته وکارول شي.
کله چې ولسمشر غني واک ته ورسېد، خوشبختانه دې معادلې تغییر وکړ. که څه هم داسې فکر کېده چې د معادلې په بدلون سره به ولسمشر غني لوبه وبایلي او هېواد به یو ځل بیا بحران ته ولاړ شي، خو ولسمشر غني په ټولو برخو کې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو سره په اړيکو کې يې په دوه‌طرفي ټینګار وکړ او همدا وضعیت د دې لامل شو چې لومړی یې په خپله په کور دننه د ډېرو مسالو حل ته لومړیتوب ورکړ او وروسته یې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د اړیکو دوه اړخیزه کولو ته هم پام وکړ. د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې یې دا دوه اړخیزه اړیکې ښې پاللې دي که یې له امریکا په ښکاره ملاتړ کاوه، د افغانستان د ملي ګټو د خطر پر مهال یې په امریکا ښکاره انتقادونه هم وکړل او د اړیکو تر منځ د بېلانس ساتل د دې لامل شول چې ټول مسايل ښه مدیریت شي او له ډلې یې ځینو عمده هغو ته لاندې اشاره کوو؛

امنیتي مسوولیت؛
په ۲۰۱۴ کال کې کله چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ نو په افغانستان او نړۍ کې وېره دا وه چې ګواکې افغان ځواکونه به څنګه وکولای شي د شته ګواښونو مخنیوی وکړي. دا چې له یوې خوا د نړیوالو ځواکونو وتل او له بلې خوا د سیمه‌یزو استخباراتو په مټ د طالبانو حمایه کول او پلان دا و چې افغانستان پر دوو سیاسي جغرافیو ووېشي. سره له ټولو افغانستان په سوله‌یز ډول د سیاسي لېږد د کولو په حال کې هم و چې د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې او مدیریت له امله دا باورنه غلط ثابت شول او برعکس د افغانستان د سیاسي ټوټه کېدو مخنیوی وشو.
پر افغان امنیتي او د فاعي ځواکونو تر بل هر وخت زیاته پانګونه وشوه. د دې ټولو لامل دا شو چې اوس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې ځان ۹۷ سلنه عملیات په خپله مدیریت کوي، روحیه یې تر بل هر وخت پیاوړې ده او په نړیوالو ځواکونو د افغانستان تکیه کمه شوه.
افغانستان نړیوالې ټولنې ته ثابته کړه چې یو سالم مدیریت کولای شي له یوه لوري دوی له لوړو لګښتونو را وګرځوي او بله دا چې د افغانستان په ظرفیت هم پانګونه وشي. هماغسې وشول او نن د نړیوالې ټولنې ملاتړ او باور د دې لامل شوی چې افغانستان د جګړې او سیاست په ډګر کې دوښمن ته ماتې ورکړې او له ولسمشر غني سره د امریکا د ولسمشر وروستۍ ټلیفيوني مکالمه او بیا د هغه ناڅاپي راتګ په دې ډګر کې د بریا لپاره لوی دلیل دی.

د فساد پر وړاندې مبارزه؛
د فساد پر وړاندې مبارزه په هېواد کې یوه تر ټولو مهمه برخه ده، ځکه نړیواله ټولنه غواړي هغه پيسې چې د دوی له خوا د افغانستان بیارغاونې لپاره ورکول کېږي باید حیف او میل نه شي او تر څنګ یې د ولسمشر غني سټراټېژي دا ده چې فساد ضد مبارزه کولای شي په هېواد کې عواید لوړ او په بهرنیو مرستو تکیه کمه کړي یا بشپړ له منځه یوسي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره فساد پر ضد مبارزه کې افغان حکومت په امنیتي او نورو سکټورونو کې د اصلاحاتو راوستو جدي اقدامات وکړل چې دا له یوې خوا د ملي عوایدو د زیاتېدا سبب شو او له بل لوري د نړیوالې ټولنې د باور بیا خپلولو لپاره لوی ګام دی.
د سیګار ادارې په وروستي راپور کې افغانستان له ۷۶ معیارونو ۵۷ یې پوره کړي او دا له نړیوالې ټولنې سره زموږ د ژمنو د عملي کېدو مهمه برخه ده. سیګار ویلي، افغان حکومت د فساد ضد مبارزه کې زیات پرمختګ کړی دی او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د اصلاحاتو تر ټولو لویه بېلګه کورنیو چارو وزارت دی چې په لوجسټیک او د جګړې مدیریت کې یې د فساد د مخنیوي لپاره جدي او اغېزناګ ګامونه پورته کړي دي.

سوله؛
د هېواد له مهمو لومړیتوبونو يوه هم سوله ده، پخواني ولسمشر کرزي دغه ټوله پروسه یوازې په امریکا او پاکستان پورې تړلې وه او په دې برخه کې یې په خپله د افغان حکومت نوښت او ابتکار ډېر کم وو، خو ولسمشر غني دا فکر بېخي تغییر کړ او په لومړي ځل یې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره بین الافغاني مذاکرات شروع کړل چې د مذاکراتو په پایله کې هغه کابل ته راغی او ورپسې ولسمشر په کابل کنفرانس کې د افغانستان د سولې تګلاره وړاندې کړه چې سمدستی یې د لومړي ځل لپاره د کوچني اختر په شپو ورځو کې اوربند اعلان کړ او د نړیوالې ټولنې له لوري د دې اوربند ملاتړ وشو. طالبانو هم دا اوربند ومانه.
که څه هم د سولې لپاره ورستیو کې هڅې ووېشل شوې او په دې برخه کې یو شمېر هېوادونو او سیاستوالو هڅه کوله پروسه د ځان په ګټه واړوي، خو کله چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د ممکنه توافق په اړه خپل شرایط وړاندې کړل او دا شرایط یې د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې وړاندې کړل او د دې لپاره یې پراخه ډیپلوماسي او لابېنګ وکړ، نه یوازې دا چې د سټیج پر سر یې هره ورځ نړیواله ټولنه او په تېره بیا امریکا باندې توند انتقادونه وکړل، بلکې یو وار بیا یې د سیمې هېوادونه، اسلامي هېوادونه، نړیواله ټولنه او د امریکا متحده ایالتونه قانع کړل چې د سولې پایله هغه وخت مثبته کېدلای شي چې مشري او محوریت یې د افغان حکومت په لاس کې وي. همدارنګه تېرو دوو لسیزو نړیوالې مرستې او سرښندنې هم بې‌ځایه نه‌شي او پروسه به هم واقعي پر مخ ولاړه شي.
دا مسایل د دې لامل شول چې یو وار بیا د امریکا متحده ایالتونه د سولې پروسې د مدیریت او محوریت په اړه فکر وکړي او بالاخره دې نتیجې ته ورسېدل چې دا بهیر یوازې او یوازې د افغان حکومت په مالکیت او رهبري کامیابېدای شي. دا هر څه د ولسمشر غني د سالم مدیریت په پایله کې تر لاسه شول.

اقتصاد؛
اقتصاد د هېوادونو په اړیکو کې ډېر زیات مهم دی، ځکه کله چې مشترکې ګټې را منځ ته کوې؛ نو له اقتصاده به کار اخلې او همدې ټکي ته په کتو ولسمشر خپل بهرنی سیاست اقتصاد‌محوره کړ او په دې برخه کې یې د مرکزي اسیا هېوادونو سره د سوداګري او ټرانزیټ مسایل شروع کړل. د منځنۍ او سویلي اسیا نښلول، د چابهار له لارې له هند سره د افغانستان نښلول، په هېواد کې د پانګونې د فرصتونو را منځ ته کول او دې ته ورته نورې ټرانزیټي او د انرژي پروژو د افغانستان جغرافیي موقعیت لوړ کړ اوس په سیمه او نړۍ کې افغانستان ته د مهم اقتصادي شریک په سترګه کتل کېږي.

پایله؛
پورته ټکيو ته په کتو اوس ویلای شو چې افغانستان د خپل بهرني سیاست په برخه کې د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او اوس د افغانستان د مسایلو په اړه یوازي افغانان تصمیم نیولای شي او نوره نړۍ مجبوره ده د افغانستان د مسايلو په اړه د افغانستان مشري، رهبریت او مشوره ومني. که چېرې داسې و نه کړي، طبیعي خبره ده چې د هغوی ټول پروګرامونه به لکه د د تېرو تجربو غوندي ناکام وي.

Comments
Loading...