د افراطیت او توندلارۍ اساسي چاره

اېمل پیاوړی

0 42

افراطیت او توندلاري هم د ونې او بوټي په مثال دي، داسې نه ده چې په یوه ورځ پېښېږي، بلکې په کرار کرار را پیداکېږي، پراخېږي، وده کوي او بالاخره په یو ناورین او بدمرغۍ بدلېږي. د بېلګې په توګه که موږ په خپلو کورونو، کلیو، کارځایونو کې وګورو نو ځینې خلک د نورو پر وړاندې خشن او له قهره ډک چلند کوي، همدا د افراطیت رېښې دي. که چېرې دغه چلند اصلاح او بدل نشي، نو په توندلارۍ او د ټولنې په بدمرغۍ بدلېږي.

زموږ کورونه، زموږ ښوونځي، زموږ مدرسې او زموږ دفترونه او کارځایونه د افراطیت د رېښو او پاللو اصلي ځایونه او مرکزونه دي، مګر ځینې یې غیر شعوري او غیر قصدي دي او ځینې یې شعوري او قصدي دي. مثلا په کور کې هیڅ مور او پلار نه غواړي چې اولاد یې بې لارې شي، مګر د ده چلند د دې باعث کېږي چې هغه ورځ تر بلې بې لارۍ ته اړ کوي. دا د غیرشعوري افراطیت مثال دی.

مګر په ځینو ځایونو کې په شعوري ډول د افراطیت پالنه کېږي، مثلا په جوماتونو او مدرسو کې په رواني او ذهني لحاظ هره ورځ په سیستماتیکه توګه خلک دېته مجبورېږي او لمسول کېږي چې په افراطیت لاس پورې کړي او بالاخره جنګ، تشدد، انتحار او انفجار ته مخه کړي. په ډېرو جوماتونو کې ملاامامان په ډېره بې بندوبارۍ د وعظونو په نوم زهر پاشي، خلک افراطیت، تشدد، توندلارۍ او بې لارۍ ته سوق کوي.

ولسونه، مدني فعالان، قومي مشران، حکومت، مسوولین او حتی امنیتي او کشفي ارګانونه ټول غلي دي یا خو د ځینو ملایانو دغه شرارتونه او رذالتونه نه شي درک کولی او یا ورته ارزښت نه ورکوي، مګر له همدې ځایه د افراطیت رېښې اوبه کېږي او ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او بالاخره د ټولنې د نظم او ثبات پر وړاندې تهدیدونه او چلنجونه زیاتېږي.

دا د قومي مشرانو، د محلې د خلکو، د واقعي دیني علماو او د حکومتي مسوولینو مکلفیت دی چې دوی باید د جوماتونو، ښوونځیو، کلیو، مدرسو او هر ځای له حالت څخه خبر وي او که چېرې د افراطیت لپاره شعوري او یا غیر شعوري کار کېږي د هغه اساسي مخه باید ونیسي، عاملین باید مجازات شي، تر څو نور ورڅخه عبرت واخلي او په راتلونکي کې دېته زړه ښه نه کړي چې دوی هم افراطیت ته مخه کړي، که چېرې په دې برخه کې اساسي اقدامات ونشي، نو خدای مکړه زموږ خلک به له دې بدې ورځې هم وګوري.

 

Comments
Loading...