د استعمار پیژندنه ولې ګرانه او امریکایان ولې ….؟

لیکوال:  داکتر تاج الدین ملت مل  

0 146

د استعمار پیژندنه ولې ګرانه

او

امریکایان ولې د داکتر اشرف غنی مخالفت کوی؟

د زوړ او نوي استعمار یو فرق دا هم دی چې نوي استعمارې هیوادونه په وروسته پاته ملکونو بیله کومه غرضه او بیله منظم پلان نه حمله نه کوی. دوي د وروسته پاتې هیوادونو د منابعو نه د اوږد مهال کار اخستلو لپآره د خپل یوه اوږد مهاله پلان شوی پروګرام په اساس قدم په قدم په مخه ځي او د دی کار لپآره اول لاندی دوه اقدامونه تر سره کوی:

۱–  د ذهنیتونو مغشویت :(Confusion)  استعمارچیان داسی پلمې پیداکوي چې د هغی ټولنې خلک په خاصه توګه روڼ اندی یی د استعمار راتګ ته په هرکلې ویلو وهڅوي، تر څو د خپل تهاجم څیره بدله او خلکو ته خپل تهاجم د دوي نه د دفاع او دوي ته د دیموکراسی او ازادی وسیله وښایی.  د مثال په توګه، شورویانو په افغانستان باندی خپل تهاجم افغانانو ته د نادری کورنې د غاصبانه تسلط نه د خلاصون او د یوه نوی مترقی نظام راوستل وښوده، امریکایانو بیا خپل تهاجم ته د طالبې شیطانې رژیم نه (چې د همدوي زیږندده وه) د خلاصون او د دیموکراسی آو مدنیت  راوړل وښودل.  همدا شان په عراق باندی دوي خپل یرغل د بعث د حزب او د  مرحوم صدام حسین د دیکتاتورانه رژیم ختمول ور ښکاره کول.

امریکایانو په افغانستان کې د خپل اشغال لپاره که د یوی خوا د روسانو په مقابل کې د افغانانو نه په ګټه جګړه سختول غوښتل، خو د بلې خوا یی د خپلې بلې مرحلې لپاره د امادګې په خاطرد دغه کار دپاره د دی پر ځای چې په ملې مترقې قوتونو اتکا وکړی، نو د هغوي برخلاف یی بیا په ارتجاعې مذهبې قوتونو(مجاهدینو؟) اتکا وکړه، دا ځکه چې دغه قوتونه د دین او مذهب په چوکاټونو کې له پخوا نه د همدوي او د دوي د منطقې د ګوډاګیانو له خوا داسی روزل شوی وه چې هغوي پردی پاله او د استعمارچیانو د لاس وسیله وي.  نو دوي د همدغې ستراتیژې له لاری بیا وتوانیدل چې د خپلو همدغو مخلصو نوکرانو، اسلام پاله(؟) ډلو او په سیمه کې د خپل یوه اجنټ هیواد (پاکستان) نه په استفاده په افغانانو داسی بدي ورځې راولې چې د دوي نه د نجات لپاره بل هر څه  ته په خوښی غاړه کیږدی.  نو دوي د خپل دغه پلان لپاره هم کار کړی وه، او بیا  یی طالبان را دمخه کړل او د هغو د یو څو ښو کارونو په کولو سره یی خلکو ته طالبان د دغو مجاهدینو د مصیبتونو نه د خلاصون وسیله ور وپیژندله چې دا د دی سبب هم شو چې زمونږ د هیواد یو شمیر لوستې عالمان او پوهان تر همدا ننه هم  طالبان د ازادی او خپلواکې ملایکې بولې.  خو دوي د طالبانو نه په ګټه د افغانستان امنیت او پرمختګونه داسی شنډ کړه چې ټول افغانان او حتا روڼ اندي یی هم پدی قانع کړل چې د طالبانو نه د خلاصون بله لاره بیلدی نه شته تر څو چې امریکایان زمونږ د نجات وسیله نشی.

د افغانستان د اشغال لپآره دوي په خپل هیواد (امریکا) داسی یوه حمله پلانګذاری او تطبیق کړه چې د هغې نه د داسی  یوی پلمې په توګه کار واځلې چې بیله هیڅ نوعه مقاومته باید افغانستان اشغال کړی.  که  د یوی خوا په افغانستان د دوي دغه یرغل ته د دوي پخوانې اجنټانو چک چکې ووهلې، او په افغانانو یی تر دی هم د لا غټو بمونو ر راورولو شعارونه ورکول، خو د بلی خوا مونږ ټول افغانان روڼ اندی هم د دوي راتګ د هغه بدبختیو نه د خلاصون وسیله وګڼله او ور ته مو د مخالفت پر ځای د رضایت سرونه وخوزول.  او دا نن چې هم په افغانستان کې حالات دومره ګډ وډ شوی دی چې مونږ روڼ اندی هم په خپلو کې هم نظر کیدای نشو دا دهماغه ذهنې مغشویت اثرات دی چې په کلونو به دوام وکړي.

۲-  بی ثباتې (Destabilization) :  د استعمار چیانو بله مؤثره وسیله په هدفې وروسته پاته ملکونو کی د بی ثباتې راوستل دی. دوي د دغه کار لپاره د څو نوعه وسایلو نه کار اخلې:
الف –  د با ثباته نظامونو ړنګول او پر خایی یی داسی جنجالې دولتونه رامنځ ته کول چې هغه باید تل د دوي د لاس وسیله وی.  چې مونږ او تاسو د دا رنګه دولتونو نمونې  په هغه دولتونو کی چې اول د شورویانو په لاس او بیا د امریکایانو په لاس په افغانستان کېپه تیرو پنځوسو کلونو کی او همدا راز په عراق او نورو هیوادونو کې منځ ته راغلل شاهدان یو.

ب –  په دی هیوادونو د نا اهله او پردی پالو مسلط کول او د هغعوي نه پلوی:  د نظامونو د بی ثباته ساتلو په خاطر د نا اهلو خلکو أپه اقتدار کې راوستل او د هغوي په اقتدار کی ساتل دي.  چې د دی کار لپاره د بن کانفرانس یو ښه مثال دی.  که دقیق زیر شوو نو د بن په لومړی غوره شوی ډله کې ټول هغه کسان (د داکتر صیب اشرف غنې په شمول) راټول کړای شوی وه چې غربیانو خپلو ګټو ته وفادار بلل، او دوي په خپل دغه انتتخاب کې تر ډیره حده دقیق او کامیاب هم وه.  تجربو ثابته کړه چې د بن کانفرانس په افغانستان ټول هغه جنګې جنتایتکاران او د غربیانو هغه تالې حټي حاکم کړل څوک چې د خپل هیواد او خلکو په نسبت د غربیانو او د منطقې د هیوادونو ګټو ته زیات وفادار وه، او پدی وسیله دوي د نظام د ضعیفه کولو او تخریبولو له لاری د جنګ د ادامې او د نظام د لا ضعیفوالې سبب شوه.

ت –  د بی ثباته نطامونو لپاره نور غوره او مؤثر وسایل په هغه ملکونو کې د غولونکې ولسواکې پلې کول (د ملې یوالې د ضعیفه کولو، او د ملې ارزښتونو د سپکولو په خاطر)؛ د ځوان نسل په پیسو باندی د روږدولو لپاره د بی مسؤلیته انجیویی سستم رامنځ ته کول، د اقلیتونو د تحریک کولو لپآره د فرار المرکزیت (Decentralization) پالیسی (د فدرالې سستم نظریه)؛ همدا راز د وابستګې یا  (Dependability)  د سیاست د پراختیا لپاره د بنیادی پرمختیایی پروژو مخه نیول او په عوض یی د غیر بنیادی عمرانې چارو مهم ښودل دي.  د مثال په توګه، هغه پیسی چې افغانستان ته د انتقالې بریښنا په راوړلو مصرف شوی په همدغو پیسو افغانستان ته دایمې طبعې انرژی د بندونو په رغونه او جوړونه تر لاسه کیدای شوه، خو دوي دا کار ونه کړ او پر ځای یی داسی برق چې تخریبول یی د دولت مخالفینو ته اسانه او امنیت ساتل یی هم ښورا مشکل او ګران کار دی، او د بلی خوا مونږ په دوامداره توګه دهغه د قیمت پری کولخورا دروند پیټې او دا چې سوچ یی د بل په لاس دی تر څو مونږ د تل لپاره هغو او دوي ته په ګدایی کولو مجبوروي. همدا راز د ملې تولیداتو د زیاتولو او په نتیجه کې یی خلکو ته د کار پیداکولو د صنعت د پرمختګ د مخنیوی په منظور، د دوي له خوا د ازاد بازار (Free Market )  د پالیسیو او سستم رواجول دي.

ث –  د قوانینو سپکاوی او بی ارزښته کول:  دوي د ټولنو ثبات او نظم د قوانینو په موجودیت او تطبیق پوری تړلی وي. دا چې د خارجیانو د نیغ په نیغه او پټو مداخلو له لاری زمونږ په هیواد کې قوانین تر پښو لاندی کیږی او پدغه لاره کی د یو شمیر مجرمینو نه پټ او ښکاره پلوی هم تر سره کیږی.  پدی توګه دوي زمونږ په هیواد کې قوانین بی ارزښته کړي او د عامه نظم او دسپلین له منځه وړلو کې د دوي ښکاره لاس وهني د قوانینو سپکاوی، د ملت سپکاوي او شرمول دي.

که دغو ټولو پیښو ته دقیق متوجه شو نو دغه ټولي لاري د دی لپآره په کار اچول شوی چې په خلکو کې د ملې یوالې روحیه ضعیفه او د هغه ملک ملې ارزښتونه سپک او له منځه یوسی. د اشغالګرو د دغه کار په نتیجه کی چې په خلکو کی لاندي بدلونونه راغلې دي:

۱— د ډار خپرونه (انسانې مغزی ترور):  زمونږ په ولسونو مختلف النوعه ډارونه حاکم کړای شوي دي:  د تښتونو، سپکاوي، غلا، چور او چپاول نه نیولې تر وژنو او بی عزته کولو پوری خلک په ډار کی اچول شوي، چې د دغه ډار له امله د دوي ذهنې او دفاعې قوتونه هم منجمد شوی دی.  نه یی د حل په لارو فکر کولای شی او نه یی هم د حل د لارو د تطبیق توان په ځان کی ګوری.

۲ –  د درک نشتوالې یا کموالې:  زمونوږ په خلکو کی د مختلفو ذهنې فشارونو له امله اوس درک ضعیفه شوی د دوست او دښمن پیژندنه ورته ګرانه شوی ده.  زمونږ یو زیات شمیر اقلیتونو پوری اړوند جګړه مارانو او چورونکو په خپلو غیر انسانې ډول د نورو قومونو په وژنو داسی یو ډارونکې حالت قصدآ را منځ ته کړی چې د هغې نه په ګټه یی خپل ولسونه هم پداسی ډار کی اچولي او ساتلې دي چې دا دوي (دغه جګړه ماران او چورونکې ) دي چې دوي یی د نورو د یرغل نه ساتلې دي، چې له امله یی زیات شمیر ولسی خلک، حتا روڼ اندي هم خپل بقا د همدغو جنګ سالارانو په پناه کی لټوی.

۳ –  په خلکو کې د ملې او انسانې ارزښتونو ضعیفوالې:  د اوږدی مودی جګړی له امله د ورتپل شوو مصیبتونو او د ژوندی پاته کیدو د اولیتونو په خاطر په خلکو کې ملې، اسلامې، انسانې او افغانې ارزښتونه دومره ضعیفه شوی دي چې له امله یی هر نوعه سپکو کارونو  ته لاس اچول هیڅ شرم نه بلل کیږی.  د ملې یوالې له منځه وړل، د سپین ګیرو سپکاوی، د ښځو وهنه او پردیو ته جاسوسې هغه سپک اعمال وه چې زمونږ په ټولنه کی یی کله هم چا د کولو جرآت نه درلود، اما نن زمونږ سپین کیري او ښځي د عام ولسونو په محضر کی سپکي او بی عزته کیږي.  دغو ساختګې مشرانو نه یواځی دا چې ډیر بیشرمه کارونه وکړل تر دی بدتر لا داده چې په همدغو بدو کارونو افتخار هم کوي.  د دوي دغه اعمالو په ټولنه کې شرم، حیا او غیرت له منځه ویوړه.  مدنیتونه په شرم، حیا او غیرت ژوندی پاتې کیږی، هغه ملتونه (حصوصآ وروسته پاته ملتونه) چې هلته بی شرمې، شرم نه وي، او په خلکو کی یی غیرت نه وی، هغه د زوال خوا ته ځې.

۴ –  د عاطفې او خواخوږی له منځه تلل:  په ملک کې دوامداره زوروونو، سپکوونو او وژنوخلک د دغو ناوړه پیښو سره رږدی کیدو خوا ته ویوړل، او له امله یی په ټولنه کې عاطفه، همکاری او ملتیا او د زور او زیاتیو په وړاندی د ولسونو مقاومتونه ډیر ضعیفه شوي دي.  د مثال په توګه، که په یوه کلې کي په یوه کور په رڼا ورځ هم حمله وشی او ډزی وي نو نور ټول خلک تری پټیږی، خو چې کله ډزی ختمې او جنازه تیاره شی بیا په سلګونو ښکلې جامې اغوستي او په ډیره بی حیایی اوبیله شرمه هغه جنازه خښوي او بیا د یوه بل سره پس پسکي هم کوي.

۵-  د احساس وژنه:  احساس د انسانانو د ویښتیا او د مسؤلیتونو د درک او اجرا وسیله کیږي.  په هغو ټولنو کې چې د درک احساس، د مسؤلیت اخستنې احساس او د مسؤلیت د سر ته رسونې احساس له مڼخه لاړ شی هغه ټولنې د نابودی خوا ته ځې. نو اول زمونږ درک نیمګړې، ییا مو د مسولیت پیژندنې او اخستنې احساس مړاوی او بلاخرا په مونږ کې د مسؤلیتونو د سر ته رسولو اصل هم له منځه تللې دی.

۶ – د قانون د حاکمیت نشتوالې:  دغو لاس وهنو زمونږ قانون او قانونې صلاحیتونه هم مغشوش او بی ارښته کړي دي.

امریکایان ولې اوس د داکتر اشرف غنې مخالف دي؟

داسی څرګندیږی چې نن د داکتر صیب اشرف غنې د وطن جوړونې برنامې تر ډیره حده د امریکایانو د استعماری اهدافو سره سر نه خوری. د داکتر صیب ځنې اساسی پروژی دا ښایی چې دی د هیواد بنیادی رغونی ته مخه کړی دا چې دا کار د امریکایانو د استعماری پالیسیو خلاف عمل دی، ممکن دی مسلې د دوي تر منځ د اختلافاتو اساسی عوامل برابر کړي وي.  دا ممکن ده چې امریکایانو داکتر صیب غنې هم د نورو په شان د خپلو اهدافو لپاره یوه وسیله بلله، اما داکتر صیب اشرف غنې بیا د خپل وطن د ازادی او ابادی لپاره له پخوا ممکن د زړه نه علاقه لرله او د دی هدف لپاره یی د امریکایانو سره خپل ملګرتوب د خپل اساسی هدف لپاره یوه وسیله ټاکلې وه چې له همدی امله ممکن نن د دوي لاری هم سره بیلیږی، چې په همدی سبب به دی د هغو سره په یو نوعه پټه مجادله کې اخته وي.  دا چې په افغانستان کې د امریکی سفارت، او د امریکې د خارجه وزارت خاص استازی زلمې خلیل زاد، یو شمیر دیپلوماتانو، نظامیانو او د بلک واټر د مسؤلینو په ګډه د داکتر صیب اشرف غنې د انزوا او په وړاندی یی د ټولو وطن پلورونکو(عبدالله عبدالله او د نورو جنګې ډلو د مشرانو، چپاولګرو او پخوانې بی ارادی ولسمشر) د بیځایه راپارونو اخته دي، ممکن د دوي د ګټو او پلانونو د ټکر د مرحلی نه نمایندګې کوی.  خو د بلې خوا په دولت داری کی د داکتر صیب اشرف غنې ځنې غټې سهوي د دی شک پیدا کوی، چې دا بیا هم ممکن د استعمار د پټو دسیسو یو بل مغلق پړاو وی چې پری پوهیدل مونږ روڼ اندو ته هم ګران وی.

دا چې حقیقت به څه وی، وخت به یی ثابته کړی.  خو لکه چې وایی (افغانان کرایه کیدای شی خو اخستل کیدای نشی)، زیات شواهد داسی ښایی چې دا ممکنه ده چې داکتر صیب اشرف غنې یو د دغه شان خاصو افغانانو څخه وي.  په هر حال، افغانان باید د ده د دغه موجوده هلي ځلي چې په هیواد کې یی په ډیر هوښیاري جنګې جنیاتکاران او چپاول ګران ګوښه کړل، د ملې یوالې په اساسی بنیادونو( د ملې امنیتې قواو جوړښت او پاکوالې، د انتخاباتو له لاری د قانونې نظام رامنځ ته کول، تر ډیره حده د قانون حاکمیت، د لوي جرګې رابلل او د هغو فیصلو ته درناوی، د هیواد په ځوان نسل کې د اصلې ملې ارزښتونه رغونه ( د استقلال د سلمې کلیزی په بی ساری توګه لمانځنه، د دارالمان د ماڼې بیا رغونه، ځوان نسل ته د غازی امان الله خان او ملې بیرغ  پیژندګلوي)؛ د اقتصادی خپلواکې د یوی برخې په توګه د نور یو شمیر هیوادونو سره د افغانستان د اقتصادی لارو خلاصول، او په تیره بیا زمونږ ځوان نسل ته د یوه مستقل او په ځان بسا هیواد د روحی ورکولو په برخه کې د هیواد د اساسی خپلواکې لپاره د هیواد د جغرافې د تعریف بدلول د «افغانستان په وچه کې یوه راګیر هیواد دی» نه ؛ «افغانستان د سیمې او نړی یواقتصادی څلورلاری هیواد دی»  ته بدلون، هیوادوالو ته د اوبو د ارزښت او مهارولو فکرورکول؛ او په دولت داری کی ښځو او ځوانانو ته خاصه پاملرنه هغه څه دي چې پخوا ډیر کمو مشرانو دغه نوعه کارونه کړي دي.  چې د ده دغه بنیادی کارونه د ده په اړه هغه دویمې شکونه راکموي.  نو ټول افغانان باید د ده د دغو قربانیو درناوی وکړی او د ده د ټولو پروژو نه په جدی او هر اړخیزه توګه پراخه پلوي وکړي.

حل لاره او د افغانانو دندي:

که دغو مصیبتونو ته غور شو، نو واضح ده چې زمونږ دافغانانو ستونزي ډیري زیاتي، ژوري، اوږد مهاله او څو اړخیزه دي.  او برعکس زمونږ د دولت او خلکو امکانات هم ډیر کم او بی نظمه دي.  دا د هیواد د بادرکه، با مسؤلیته او په وطن میینو افغانانو دنده ده چې د تیر په څیر دغه طلایی فرصت یو ځل بیا له لاسه ورنکړی.  افغانان باید په ډیر اخلاص او جدیت سره د دولت سره په هر اړخیزه همکاریو کې د یوی اوږد مهاله ملې ستراتیژی او پلان په جوړولو سره د هیواد د یو ابدی او با ثباته استقلال او پرمختګ په لاره کې اساسی او بنیادی کارونو کې خپل ځای پیدا او خپلې ونډی جدی وګڼې او هغه په سمه توګه تر سره کړي.  پدی برخه کی اقلآ  پراخه او مؤثرعام پوهاوي باید هر روڼ اندی خپله دنده وبولې او د هغې په برخه کی ژر تر ژره لاس په کار شی.

د میزان ۱۶، ۱۳۹۸ ل

Comments
Loading...