د آسیا زړه – استانبول پروسه

حفیظ الله حفیظ

0 74

د آسیا زړه – استانبول پروسه Heart of Asia-Istanbul Process ؛ د افغانستان او ترکیې په سمیه ایز نوښت د ۲۰۱۱ کال د نوامبر میاشتې په ۲مه نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت په مرکزیت د ترکیې په استانبول کې د مرکزي آسیا، سهیلي آسیا، لویدیزې آسیا، منځني ختیځ او… هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران را ټول شول او د یوه باثباته او امن افغانستان لپاره یې د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د استانبول پروسه د یوه نوي سیاسي پلاتفورم په توګه را منځته کړه. په یادو سیمو کې پراته هیوادونه اوس د آسیا د زړه_ قلب آسیا- Heart of Asia په نوم یادیږي.

ددې (پروسې) تلپاتې ریاست د افغانستان په غاړه دی او دوراني ریاست یې هر کال یو د ۱۴ دایمي غړو لېخوا پر مخ وړل کیږي. ددې کنفرانس سکرتریت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ایزو همکاریو ریاست پر غاړه لري. همدارنګه دغه پروسه د ۱۲ همکار هېوادونو او ۱۷ سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو ملاتړ له ځانه سره لري.

د آسیا زړه ـ استانبول پروسه 14 دایمې غړي هیوادونه:

اذربایجان، افغانستان، ایران، پاکستان، ترکیه، چین ، هندوستان، روسیه، تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، سعودي عربستان،  ترکمنستان و متحده عرب امارات، .

د آسیا زړه ـ استانبول پروسه کې 1۷ نور هیوادونه، سیمهایز او نړیوال سازمانونه د همکار غړو په توګه غړیتوب لري چې په لاندې ډول دي:

استرلیا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، فنلنډ، جرمني، عراق، ایټالیا، جاپان، ناروي، پولنډ، هالنډ، هسپانیا، سویډن، انګلستان، امریکا. همدارنګه د ناټو، سارک، ملګري ملتونو، اروپایې اتحادیه، کریک، سیکا، د اسلامي همکاریو سازمان او… په ګډون ۱۵ ستر بنسټونه او مؤسسات هم د استانبول د پروسي غړیتوب لري.

د آسیا زړه ـ استانبول پروسه په حقیقت کې د افغانستان لپاره؛ د افغانستان د نږدې او لرې ګاونډیو هیوادونو او د سیمي د نورو هیوادونو او د نړئ د اقتصادي او نظامي قدرتونو د باور جوړونې ژمنتوب دی چې دوئ د یوه با ثباته ټیکاو لرونکي افغانستان لپاره په چالشونو(ننگونو) د برلاسۍ په موخه را ټوليږي. پدې مانا چې د سیمې ثبات د افغانستان په ثبات پورې تړلي دی په سیمه کې د ګډو ننګونو لپاره باید په سیمه کې ګډې همکارۍ تعریف شي. همدا ده چې ځینې ننګونې افغانستان، ګاونډیان، نږدې او لرې سیمهایز هیوادونه او په ټوله کې په نړئ باندې مستقیمې او یا غیرې مستقیمې اغیزې درلودلای شي. افغانستان چې د آسیا په زړه کې ځای لري او د ټولو پیراموني هېوادونو ارامښت او پرمختګ د افغانستان څخه د ننګونو)چالشونو( د لرې کولو سره تړلی دی. د آسیا زړه ـ استانبول پروسه؛ له پیله تر اوسه په متوالي توګه د افغانستان په کوربتوب)چورلیز محور( او د یو اصلی عضویت لرونکي غړي په همکارئ په مختلفو وختونو کې غونډې دایروي. د ننګونو د څېړنو او د سیمې هېوادونو د ګډو فرصتونو څخه ګټه اخیستنه لکه: د تروریزم، افراطیت، نشهیې توکو او نا امنیو پر وړاندې مبارزه، د زېربنایي او سوداګرۍ چارو پرمختګ او پانګونې ته زمینه برابرول، ددې پروسې له مهمو موخو څخه شمېرل کیږي.

ددې پروسې درې مهم او اساسي بنسټونه؛ سیاسي مشورې، د باور جوړونې اقدمات او د سیمهایزو سازمانونو تر منځ لازمه همغږي او همکاري ګڼل کیږي.

سیاسي مشورې: په سیمه کې د سیاسي اجماع د ایجاد او په سیمه کې ګډو ننګونو ته د رسیدو په پار په دوامدار ډول جوړیږي او په څلورو سطحو کې ترسره کیږي:

۱. د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانس: د وزیرانو په کچه کنفرانس چې هر کال د آسیا  زړه هیوادونو څخه په یو هیواد کې ترسره کیږي او افغانستان یې یو له کوربه هیوادونو څخه وي. په دغه کنفرانس کې د هیوادونو د لوړپوړو چارواکو په کچه تصمیمونه نیول کیږي.

۲. د لوړو مقاماتو ِغونډه)ناسته(: د وزیرانو د کنفرانس په تعقیب د سام یا Senior Officials Meetings) SoMs)  کنفرانس دایریږي چې د وزیرانو کنفرانس کې د نیول شویو تصمیمونو د پلي کیدو لپاره عملي اړخونه سنجوي.

۳. د سفیرانو غونډه)ناسته(: د هر هېواد د مرکز د هدایاتو سره سم د نویو ِغونډو دایریدو لپاره د نظرونو شریکول.

۴. د سیمې تخنیکي ګروپ ناسته: د کړیو ژمنو او د پورته یاد شویو ناستو کې د نیول شویو تصمیمونو او کړنلارو د پلي کولو لپاره تخنیکي ګروپونه د ضرورتو او شرایطو مطابق غونډې کوي.

د سمیه ایزې اجماع او د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د آسیا زړه هیوادونو پروسه په ۷ برخو کې د باور جوړونې اقداماتو باندې کار کوي.

  1. د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې د باور جوړونې اقدامات
  2. د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د باور جوړونې اقدامات
  3. د طبیعې پېښو مدیریت د باور جوړونې اقدامات
  4. د پوهنې او کلتور د باور جوړونې اقدامات
  5. د سیمه ایزو زېربناوو د باور جوړونې اقدامات
  6. د اقتصاد او سوداګرۍ د پرمختګ او د پانګونې د فرصتونو د باور جوړونې اقدامات
  7. د زراعت د پرمختګ د باور جوړونې اقدامات

تر دې مهاله ددې پروسې ۷ ناستې په بېلابیلو هیوادونو لکه: لومړنۍ ناسته) ۲ نوامبر۲۰۱۱( ترکیه-استانبول، دویمه ناسته)۱۴ جون ۲۰۱۲( افغانستان-کابل، دریمه ناسته)۲۶ اپریل ۲۰۱۳( قزاقستان-آلماتی، څلورمه ناسته )۳۱ اکتوبر ۲۰۱۴( چین – بیجینګ، پنځمه ناسته )۹ دسامبر ۲۰۱۵(، شپږمه ناسته )۳-۴ دسامبر ۲۰۱۶( هند-امریتسار، اوومه ناسته)۱ دسامبر ۲۰۱۷( آذربایجان-باکو؛ سږ کال به ددې پروسې اتمه ناسته د ۲۰۱۹ کال د دسامبر په ۸ – ۹ نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړیږي او افغانستان او ترکیه به یې په ګډه کوربه توب کوي. سږ کال به هم ددې پروسې محوریز ټکي )سوله، ګډون او هوساینه( همدارنګه له تروریزم او نیشه یې توکو سره مشترکه مبارزه، د افغانستان ثبات او امنیت، او اقتصادي وده او د همکاریو د ژمنو تازه کول دي. پدې ناسته کې به د اصلي غړو هېوادونو تر څنګ د ناظرو او همکارو هېوادونو او سیمه ایز او نړیوالو سازمانونه با صلاحیته استازي ګډون وکړي. ددې پروسې اهمیت پدې کې دی چې د تروریزم څخه د ملاتړ او متاثر شوي هېوادونو استازي شتون ولري. او ولسمشر غني به هم د ترهګرۍ، نیشه یې توکو او د سولې په تړاو د خپل هیواد او افغان دولت په نمایندګۍ خپلې اندیښنې او رسمي پالیسي د غونډې ګډونوالو سره یو ځل بیا شریکه کړي او په ګاونډیو هېوادونو کې د تروریستانو د خوندې پټنځایونو او فعالیت په اړه به د آسیا زړه هیوادونوـاستانبول پروسې توجه جلب او د اقداماتو او د لازمو همکارئ ِغوښتونه به وشي. همدارنګه به د افغانستان لېخوا د دوه نویو د باور جوړنې اقدامات(CBM) د ایجادولو غوښتنه هم وشي او په قوي وړاندوینې سره به د هیوادونو او سازمانونو د استازیو لېخوا به ومنل شي.

په اخېر کې به د سوله، ګډون او هوساینې (Peace, Partnership, Prosperity) تر عنوان لاندې اعلامیه خپره شي.

حفیظ الله حفیظ، په نړیوالو اړیکو کې ماستري ماسټري لری.

Comments
Loading...