دولتداري او پیغمبري

مجید قرار

0 59

د اسلام د مکي او مدني دور تفاوت ته ډېر خلک ګوته نیسي. فرضاً د عدم تشدد د فلسفې مسلمان پلویان د اسلام په مکي دور استدلال او استناد کوي، هغه وخت چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم جهاد په ژبه کاوه، مسلمانان یې صبر، تحمل او زغم ته را بلل او ټول تمرکز یې د پیغام په خپرولو و. سزاګانې یې چا ته نه ورکولې، جنګونه یې نه کول، سنګسارونه، رجمونه، لاسونه او پښې غوڅول او ګواښونه یې نه کول.

دغه راز، د الحاد میلان لرونکي بیا د دې دوو دورو تفاوت ته د کمزوري اسلام او قوي اسلام له زاویې ګوري، چې ګواکې د اسلام نرم احکام یواځې د هغه وخت لپاره دي چې اسلام کمزوری وي، پلویان یې قتل، بلوسه او تشدد نشي کولای نو بیا مکي اسلام ته ورته د عاجزۍ لاره غوره کوي او چې کله زور پیدا کړي بیا له تشدده ډک دیانت دی.

اخوانیان او معاصر اسلامیستان بیا د دواړو دورو د تلفیق لپاره وایي چې د دې دوو دورو تفاوت د حالاتو سره د اسلام تطابق او انعطاف پذیري ښیي. د دوی په نزد، همدغه د اسلام د کمال یو دلیل او همدا د دې ثبوت دی چې دا دین د هر مکان او هر زمان لپاره مناسب او مطابق دین دی.

زما په نظر دا تفاوت یو بل ډېر غښتلی اړخ هم لري چې هغه په وخت او ځای پورې هومره نه، بلکې د یوې اتهاریټۍ په توګه د اسلام په حیثیت پورې اړه لري.

په مکي دور کې اسلام دولت نه و، په مدني دور کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو دولتدار و، دولتداري قوانین، سزاګانې، قیود، مالیات، جنګونه او د یوه ځانګړي هویت رامنځته کول ایجابوي. دولتونه د نړۍ په تاریخ کې داسې سترو ماشینونو ته ورته دي چې د انسان په تفکر چلېږي خو کړه وړه یې د یوه انساني فرد له کړو وړو تفاوت لري. دولتونه حریص، په سیالۍ او رقابت ښکېل، سخت زړي او جنګونو ته مائل کاینات دي. د یوه دولت کړه وړه د یوه فرد د کړو وړو په اخلاقي معیارونو تلل ډېر معقول کار نه دی. مثلاً پیغمبر صلی الله علیه وسلم د یوه دولتدار په حیث د عبدالله ابن ابي السرح د قتل حکم کړی و، خو کله چې ده ته مخامخ کړای شو، ویې نه واژه، حال دا چې زړه یې غوښتل ووژل شي، صحابه وو وروسته ورته وویل چې د خدای رسوله، تا به اشاره کړې وه، او موږ به وژلی و، هغه ورته وویل چې “ما كان لنبي أن يعمل بخائنة الأعين”. پیغمبران د سترګو په اشارو کارونه نه کوي.

څه موده مخکې د احمدشاه بابا د جګړو په اړه همدا بحث رامنځته شو چې ولې احمدشاه بابا د خلکو پر هېوادونو برید کړی.

خبره د دولتونو په کړو وړو کې ده. دولت، که اسلامي وي، که احمدشاهي وي، که عیسوي یا بل دولت وي، جګړه مار کائن دی. د ښو واکمنیو دولتونه که پر نورو د تجاوز میلان نه لري، د خپل ځان د دفاع او مصؤونیت لپاره دې چارې ته اړتیا لري. پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې په مدینه کې دولت جوړ کړ، نو د بقا یواځېنۍ لاره یې دا وه چې باید دولت یې پراخ کړی وای.

دغسې د حدودو موضوع را واخلئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم تر وروستي بریده هڅه کوله چې حد تطبیق نشي، که به څوک حد ته برابرېده هم، د حد د تطبیق په مخ کې به یې خپله شبهې ورته را پیدا کولای، دا د هغه شخصي عاطفه او اخلاق و، خو چې کله به یو څوک د دولت قوانینو ته برابرېده بیا یې حد تطبیقاوه. مثلا، د زنا په موضوع کې د څلورو شاهدانو شرط او بیا د شاهدانو شرایط دومره سختول خپله دا معنا لري چې هغه د یوه کس د مجرم ثابتېدلو په مخ کې شرایط ډېر زیات سختول او پېچلي کول. د شاهدانو شرایط یې دومره سخت کړي چې که همدا نن دوه کسه د کوټه سنګي په چوک کې بربنډ سره را تکیه نه کړي د څلورو شاهدانو هغسې شاهدي ورکول په بل هر صورت کې ناشونې دي.
هغه دولتي قوانین په شدت تطبیقول خو نور یې مسلمانانو ته امر کاوه چې یو د بل په ګناهونو پرده واچوي، یو د بل راز وساتي، او خپله یې هم سترګې پرې پټولې.

لنډه دا چې د پیغمبر صلی الله وسلم د دولتدارۍ حیثیت او د هغه روحاني او نبوي حیثیت په خپل ځان کې هم ښکاره تفاوت لري. د مکي او مدني دور تفاوت د کمزورتیا او زور، یا د محیط په مقابل کې د بدلون خبره هومره نه وه، لکه د یوې اتهاریټۍ په توګه د هغه د حیثیت خبره چې وه.

د نن دور یوه شایعه تېروتنه دا ده چې ډلې او افراد د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغو کړنو تقلید کوي چې هغه به د یوه دولتدار په حیث ترسره کولې. مثلا، موږ چې وایو جهاد د ډلو کار نه دی، یا د حدودو تطبیق، یا مالیاتو را ټولول د ډلو کار نه دی، او د افرادو خو له سره نه دي، هلته هم د فرد او نظام د حدودو او صلاحیت خبره ده.

دغه راز، د امر بالمعروف په مسأله کې یو ملت یا یوه ټولنه د یوه فردي ناصح، یا فردي نېکوکار انسان رعیت نه، بلکې د یوه دولت رعیت ده. هیڅ فرد نشي کولای د یوه منکر کار په مقابل کې سوک او څپېړه شي. ځینو خلکو دغه حدیث شریف چې: من رأی منکم منکراً فالیغیره بیده ناسم تعبیر کړی او په لاره روان وي، خولې او لاسونه غورځوی. دا ناسم او ناوړه تعبیر دی چې په خپله د فتنې سبب کېدای شي.

Comments
Loading...