دایمي امنیت او استقرار / بصیر عاصم

0 115
سیاسي او اقتصادي انزوا او د نړیوالو فشارونو پایلي بلاخره پاکستان ته دې مجبور کړ چې د امریکا سره د سولې تر نامه لاندي خپله اتلس کلنه د طالب په مټ د افغان ټولوژنه پروژه د امریکا د مالي مرستو د سختو اقتصادي ستونزو  او د سیاسي انزوا د خلاصون په هیله پر امریکا وپلوري خو د افغان ولسمشر ښاغلی غني د سولې په اړه ورستۍ څرګندونې ښيي چې ددې سودا قیمت تر هغه ډېر لوړ دی چې افغان ولس او دولت یې هیله لرل. خو په هر صورت که دا سودا په کم قیمت هم کیږي او پاکستان خپلي ملېشې (طالبان) له افغان وژني راګرزوي د افغانستان  دایمي ثبات به  تضمین کړي ؟
موږ باید دا په زهن کې وساتو چې په ننۍ نړۍ کې د قوي ملتونو دوستان ډېر دي خو د ضعیفو ملتو دښمنان . که د قوي افغانستان چې د دایمي اسقرار او امینته برخمن وي د افغانستان په داخل کې د نظام پر تقویي باور لرل او د اداري فساد چې د افغانستان د اوسنی امنیتي حالت پر خرابولو کې نژدې ۹۰ فیصده رول لري پر ضد قاطع  عمل کول په کار دی ، یوازې د پاکستاني  ملېشو (طالبان)  په راضي کیدلو کې د قوي افغانستان  فکر کول د یو سالم فکر او تعقل له محوره هغه وتلی جنون دی چې هیڅکله به  پکښي د افغانستان د ثبات او برم تصور حقیقت ونه شي موندلای . او بیا داسي دایمي دښمن لکه پاکستان چې د مځکي پر وجود ولري د افغانستانه به د مداخلي فکر نه د سیاسینو او نه د واکمنو سرټمبه پوځي جنرالانو له مغزو ووځي ، دوی چې د هند په لوی پوځي طاقت ، پوخ نړیوال سیاسي اعتبار کې د کشمیر د فتحي خوب پرېنښوده نو د ضعیفه افغانستان د مداخلې او پنځمي صوبې فکر به یې څنګه له مغزو ووځي؟
ځیني وخت خلګ حقایق ویني خو د خپل نفسي هیلي او شخصیت پرستۍ په هوس کې د خپل وجدان په وژلو  نورو ته نور څه د حقایقو پر خلاف ورښيي . پخوانی ولسمشر ښاغلی حامد کرزی به په وار وار ویل که تریاک ورک نه کړو موږ به ورک کړي خو دده له خولې مي هیڅکه وانه ورېدل که فساد ورک نه کړو موږ به ورک کړي. که وزیر بامسولیته اهل او ایمانداره وګمارو  رشوت خور ریسان مامومرین به نه وي ، که د پوځ افسر اهل او ایمانداره وي پوځیانو ته به ښه پلان ورکړي اعاشه ، تخوا  به پر وخت ورسیږي ، په لوږي نس به په هفتو نه جنګیږي ، زخمیان به یي عاجل تداوي کیږي.
په تیر کې د افغانستان دولت له امریکا پر پاکستان د نظامي فشار بیا بیا غوښتنه کول خو هغوی په دې ښه پوهېدل چې اصلي ستونزه چیري ده ، هغوی پوهیدل چي دافغانستان زړه کابل ته دبمونو لارۍ که د نظام د داخله د ترهګرو سره مرسته ونه شي امکان نه لري ، هغوی پوهېدل که په قضا کې فساد نه وي ترهګر به ولي د څو لکو کالدارو په بدل کې د څو میاشتو له بنده ورسته په عزت رخصتېدل او بیا به د جګړې ډګر ته ستنېدل. امریکا پوهیدل چې د هند په ۲۰۰ میلوني مسلمانانو کې پاکستان ولي ونه شو کړای پر ممبي د ترهګریز برید د پاره یو مسلمان پیدا کړي ځکه هند هغه علتونه له مینځه وړي وه چې پاکستان په افغانستان کې استفاده ځیني کوي ، په پوځ او استخباراتو کې یي تر سرتیري بیا تر افسره د اهلیت او مسلکیت پر بنیاد ګمارل شوي دي نه د احزابو او واسطو پر اساس.
پر امریکایانو که له یوې خوا پر پاکستان سیاسي فشار غورځاوه خو له بلي خوا یي په وار وار افغان دولت ته د فساد پر ضد د قاطع او جدي اقداماتو غوښتنه کول خو د افغان دولت بې تفاوتي وه چې پایله یي د ترهګرۍ پر خلاف د دواړو متحدینو پر خرابو سیاسي اړیکو ودرېده . حقیقت دادی چې د فساده خلاص افغانستان  د ترهګرۍ د مرګ په مانا او د افغانستان د دایمي ثبات په مانا دی . نه امریکایان  د افغانستان ګټو غم اخستي دي نه د افغانستان د امنیت. نړۍ به هله د سیال په سترګه را ته ګوري چې د یو قوی دولت درلودنکي شو او قوی دولت جوړونه د اداري فساد په شتون کې ناممکنه ده او بیله قوی دولته د امنیت تصور لا جنون دی او هغه څه به وینو چې دا څلویښت کاله مو ولیدل.
Comments
Loading...