دا څېرې د وياړلو او ستايني دي

حبيب الله غمخور

0 31

د هيواد ديو وتلی ليکوال ډاکتر عبداللطيف ياد صاحب

زموږ یوه لويه بدبختي دا ده چې د خپل ليکوال په ژوند ليک نه يو خبر اودا راته معلومه نده چې دغه  شخص چې اوس موږ اوتاسو ورته ليکوال وايو ،تردغه ځايه څنگه راورسيد ؟ له ماشوم توب نه تردغه وخته يې ژوند څنگه تېرسوی  .

دمرحوم بينوا صاحب یې کور ودان چې دهيواد يوزيات شمېر ليکوال یې په خپل عالی اوتاريخي اثر اوسنی ليکوال کي هيوادوالوته وروپېژندل ،چې له بده مرغه اوس یې ديوزيات شمېر ځاي تش دي .

خوترهغه راوروسته موږ دنوروغښتلو ليکوالو،شاعرانو او اديبانو څښتن سوي يو،ولي متاسفانه دهغوي دژوند په اړه دقيق معلومات نلرو .کتابونه یې لولونوم یې ترغوږو راسېږي خوو

زه تر خپله وسه کوښښ کوم د فيسبوک پاڼي له لاري اوبيا که وسول يوه ټولگه به ورنه چاپ کړو، خپلو ځوانانو اوځوانو ليکوالوته يوشمېر ليکوال وروپېژنم ، ترڅوپدې وسيله وکولاي شم خپل ځوان ليکوال دکتاب لوستلو اوليکلو ته وهڅوم .

يو له هغونه همدا ډاکتر لطيف ياد صاحب دي .

نوموړی هغه هڅاند اودنه ستړي کېدونکی قلم څښتن دي ،چې دکتابونو ،ځانگړو ليکنو اوڅېړنيزو اثارو په ليکلو ندي ستړی سوی . داهغه ليکوال دی چې همدا اوس دفيسبوک دپاڼي په مټ دگران افغانستان ،ليکوال ،وتلی تاريخي څېرې ،تاريخي ابادات ،ښارونه اومجسمې موږ اوتاسوته راپېژنی .

ډاکتر لطيف ياد هغه ليکوال دي چې دفيسبوک پاڼه یې په خپل علمی زيار اوزحمت په يوه تاريخي اوڅېړنيزو اوسنيو اولرغونواثاروپه کتابتون بدله کړې ده .

راسئ د خپلو شخصيتونو قدر دهغوي په ژوند کي وکړو.هغه ليکوال چې نور موږ ته راپېر ني خوموږ دده په اړوند دقيق معلومات نلرو غواړم تريوه برېده دروپېژنم .

مخکي لدېنه چې دډاکترصاحب ژوندليک وليکم غواړم ددې ليکوال په هکله دده ددوستانو اوتکړه ليکوالو نظر دده په هکله درسره شريک کړم .

دښاغلي ډاکتر لطيف ياد صاحب  په اړوند زموږ دهيواد پېژندلی سوي تاريخ پوه محمد اعظم سيستاني صاحب ليکي :

داکتر لطیف يادسابق عَضو مرکز تحفیقات بین المللی زبان پشتو در اکادمی علوم افغانسنان یک شخصیت علمی وبسیار پرکار در اکادمیعلوم بود.

او علاوه بر  زبان وادبیات پشتو  در زبان های اردو وانگلیسی نيز تسلط کامل دارد و با ترجمه کتاب ( حیات افغانی)وچاپ آن از طرف وزارت اقوام وقبایل در نیمه دهه ۸۰ قرن گذسته شهرت علمی خود را در حلقه های ادبی وعلمی تثبیت نمود و بعد از آن آثار ونوشته هایشمرجع مهم محصلان و محققان قرارگرفت .

داکتر لطیف یاد بعد از هجوم تنظیمهای ساخت پاکستان برکابل  خوشبختانه جان بسلامت برد ، ولی همکار او فرهادظریفی،عضواکادمی علوم در هفته  اول ورود مجاهدین حیات خود را از دست داد.

برای این محقق و دانشمند افغانستان عمر طولانی وصحت کامل آرزو میکنم .

زموږ بلی ليکوال  ښاغلی نبي شينواری ليکی :

دمحترم داکتر لطیف یاد په اړه به دومره ولیکم چی ترکومه ځایه چیمایی دلیکنو په اړه لوستی دی او تری متاثره شوی یم ــ   دا ذهنیتمی پر جوړ شوی چی داکتر لطیف یاد دهېو اد په تبجنو او دتاریخیداخلی او خارجی دشمنانو دناولو اوکرغیړنو هڅو  پر وړاندی چی دهېواددتاریخ اوعظمت څلی ورانوی لطیف یاد په پوره متانت حوصلیدتاریخی اسنادو اودتیر تاریخ دننیو واقعاتو یو منلی ملی تصور او تصویر وړاندی کوی دتاریخی واقعاتو دکمی او زیاتی په اړه خپل رسالت په ګوته کوی دپیښو انځور داجتماعی واقعیتونو پر بنیادتحلیلوی  دهېواد دټول تیر تاریخ ترهندوستانه تر اصفهانه مرویاوپنجدی پوری دتاریخی روایاتو او اوحقیقی قضاوتونو په رڼا کی کوی دپښتنو دتاریخ او دبرم او عظمت په اړه ژوندی تاریخ دی لطیفیاد دیو ریالیست تاریخ پیښلیکونو کره لیکونکی ادبیچاپیریال زبردست د نظر خاوند  داستعمار او دمتحاوزینو دکړنومخامخ ګوته نیونکی  داوسنیو ناخوالو پروړاندی ددریځ لرونکی ملیګرا شخصیت  اوکره کتونکی شخصیت دی  دپښتنو استعماریویش دبحرانو اوجګړو ددوام عامل  اودسیمی دمصیبتونو دتداوم سبب ګڼی  دهېواد دتاریخ یو نسبتا ښه انځورګر لیکوال دی دلیکنو ییزده کړه دهر چا لپار ګټوره بولم .

دافغانستان دوسله وال پوځ تاريخ ليکونکي تورن جنرال دولت وزيري ليکي :

داکتر عبدلطیف یاد د محمد طالب زوی په ۱۳۳۴ لمریز د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د دولت زو په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. د لومړنیو زده کړو وروسته په ۱۳۵۲ کی د لغمان روښان له فارغ او په ۱۳۵۳   کی د لوړو زده کړو له پاره هند ته لاړ او د لیسانس سند يې د پنجاب پوهنتون څخه تر لاسه کړ . په ۱۳۵۸ کی د علومو اکادمی د پښتوڅړنیز نړیوال مرکز کی په دنده پیل او په دی برخه کی يې وړخدمتونه تر سره کړل .

یاد صاحب ګڼ اثار لیکلی ا وژباړلی دي . حیات افغاني له اردو څخهپښتو ته ژباړه . خوشحال خان خټک د دوست محمد کامل مومند اثر له ارد څخه پښتو ته ژباړه . سکهان اود هغوی مذهبی لارښوونکیڅیړنیز اثر . د علامه حبیبی اثر اصل غلجیان انګلیسی ته وژباړه. پښتنی قبیلی( شجری) څړنیز اثر اوپه سلګونو مقالی يې هم لیکلی دي . یاد صاحب د هیواد ویاړ او د پښتو ژبې د چوپړ ځلاندهستوری او زموږ د ننګرهار روښانه لمر دی . اوږد ژود او هیواد ته په چوپړ کې ورته د لا بریالیتوبونو هیله کوم .

دډاکتر لطيف ياد لنډه ژوندليک

نوم : عبدال لطيف ياد

دپلار نوم : محمد طا لب

دزيږيدو کال : ١٩٥٨ زيږديزکال د اګست ١٧ نيټه  یې په يوه منوره کورنۍ کي سترگي دنياته پرانيستې .

کورنۍ او زوکړه:

ډاکتر  عبدل لطيف ياد د محمد طا لب زوى، د حا جي ملا جان لمسى،د عبدالسميع کړوسى او د مو مند اخونزاده کودى .د١٩٥٨ زيږديز کا لداګست د ميا شتې په ١٧ نيټه د افغا نستان دننګر هار ولايت د چپر هار ولسوالۍ د دولتزيو په کلي کې زيږيدلى دی  .پلار او نيکونه  يې د اسلامي علو مولوى او ستر عالمان تير شوي دي اودسيمې خلکو ددوي کورنۍ ته په هغه سيمه کې ددې لپاره چې ديني عالمان وو ځانګړى ارادت او درناوى درلود .

دياد صاحب ښاغلى پلار (والد) دافغانستان په بيلا برخو کې په عدلي محا کمو کې دنده درلودله او دغه دنده يې د ٥٠کلونوپه موده کې  په پوره امانتاوپاکۍ او رښتينولۍ اوديندارۍ سره سرته ورسوله . سر بيره پر دې په عربي ژبې ښه پو هيده او يوه مو ده د کا بل په عر بي دارالعلوم کې د تجويد اوعر بي ژبې استاد و.

زده کړې :

ډاکتر ياد صاحب راته ليکی

زه د څلورو کلونو وم چې پلار مې راته دقران کريم زده کړه پيل کړه .ددې برسيره يې د پښتو ژبې د کتا بونو سره اشنا کړم ،په تيره بيا د رحمان بابا ديوان خو يې تل زموږ په کورکې  د تبرک په تو ګه ساته .د کو چنيوالي سره مې دعلم او پو هې سره مينه وه اودپښتو او پارسي ژبې دشاعرانو او ليکوالو کتا بونه او شعري ديوانونه مې لو ستل ،په تيره بيا دتاريخي مو ضو عاتو سره مې ځانګړې مينه درلودله .

ددي لپاره چې زما پلار د افغا نستان په بيلا بيلو ولا يتونو کې دنده درلودلهنو ما خپلې لو مړنۍ زده کړې د افغانستان په لا ندنيو ښو نځيو(پرايمري سکولونو)او ليسو(هاى سکولونو) کې سرته رسولي دي .

١- دهرات ولايت د سيفي هروي په لو مړني ښوونځي(پرائمري سکول) کې .

٢-دننګر هار ولايت ددخوږيا ڼيوولسوالۍ د ملکيار هوتک په ليسه(هاى سکول) کې. ٣-دننګر هار ولايت د سره رود دميا فقيرالله جلال ابادي په ليسه کې.

٤-دجلال اباد دښار د حضرت ميا عمر څمکني په ښوو نځي کې.

٦- د کابل د رحمان با با په ليسه کې.

٧-دلغمان ولايت دروښان په ليسه کې.

لوړې زده کړې :

ما خپلې لوړې زده کړې دهندوستان هيواد په لاندنيو پو هنتونونو کې بشپړې کړي دي :

١-د بي .اى ډيګري مې په تاريخ کې د هند د پنجاب پو هنتون چنديګر د ګورنمينټ کالج نه اخيستې ده.

٢-د ايم .اى ډيګري مې په تاريخ کې دډهلي پو هنتون دډاکټر ذاکر حسين د کالج نه اخيستې ده.

٣-دايم. فيل ډيګري مې په تاريخ کې د هندوستان د ډهلي پو هنتون نه اخيستې ده.

د پي. ايچ .ډي ډيګري مې د تاريخ په څانګه کې د ډهلي د پو هنتون نه تر لا سه کړې ده او خپل ددکتورا تيزس مې دشيرشاه سوري پر ريفورمونو باندې ليکلى دى.

دندې :

١-دافغا نستان د علومو اکيډيمۍ د پښتوڅيړ نودنړيوال مر کز کې دريسرچ او څيړنو د څانګې مشر وو . په دغه موده کې يې ډيرپښتو کتا بونه ليکلي،ژباړلي او ايډيټ کړي دي .

٢-ديوې لنډې مودې لپاره يې دهند دجواهرلال نهرو په پو هنتون کې د پښتو په ديپارتمنټ کې دپښتو ژبې تدريس کړى دى .

دژبوسره اشنايې :

١- پښتو مې مورنۍ ژبه ده چې ډيرې ليکنې مې پرې کړي دي.

٢- فارسي چې پرې په  بشپړ ډول پو هيږم او ليکنې مې هم پکې کړي دي .

٣-اردو : چې هم يې لو ستلاى شم اوليکنې مې هم پکې کړي دي.

٤ انګريزي (دپيرنګيانو ژبه) چې خپلې ټولې لوړې زده کړې مې په همدې ژبه کې کړي دي .

همداراز په هندي، عربي او روسي ژبودومره پو هيږم چې خپلې ستونزې ور باندې حل کولاى شم .

په پښتو ژبې چاپ شوي کتا بونه او مقالې یې :

١-پښـتنې قبيلې:

چې دلرو او برو  پښتنو دقبيلو او ددوى د نسب د شجرو څيړنه ده. دغه کتاب په کابل کې د اريا نا په مطبعه کې ،کوئيټې اوپه پيښور کې ددانش دڅيړنويې ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديزکال کې چاپ شوى دى .پردې کتاب مې له سره نوې کتنه کړې ده چې ډيرې برخې يې د کتابتون دفيسبوک پر سايټ او د خيبر ډاټ اورگ په سايټ،دبينوا پر سايټ او هم په ويکيپيډيا کې پر ليکه شوي دي .

٢-خوشال خان خټک :

دا په اصل کې د ارواښاد دوست محمد خان کا مل مومند له خوا په اردو ژبې ليکل شوى و.ما دغه کتاب پښتو ته ژباړلى و او په کابل  کې داريانا په مطبعه او په پيښور کې ددانش د څيړندويې ټولنې له خوا په ٢٠٠٦ زيږديزکال کې چاپ شوى دى.

٣-داودي تاريخ  :

داپه اصل کې دهند دلودي او سوري او دبينګال د سيمې د کرلاڼي پښتني واکمنانو تاريخ دى چې ما د انګريزي ژبې نه پښتو ته ژباړلى و او په کابل کې د اريانا په مطبعه کې او په پيښور کې ددانش خپرندويې ټولنې له خواپه ٢٠٠٧ زيږديز کال کې چاپ شوى دى .

٤-حيات افغاني :

داکتاب په اصل کې ١٤٦ کلونه وړاندې دانګريزانز دوخت پښتون مورخمحمد حيات خان له خوا چې د بنو په سيمه کې ددوى له خوا ډپټي کميشنر و په اردو ژبې ليکل شوى واو په اصل کې د پښتنو تاريخ دى چې ما له اردو ژبې نه پښتو ته ژباړلى او په کابل کې داريا نا په مطبعه او په پيښور کې په ٢٠٠٧ زيږديز کال کې د دانش دخپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى دى .

٥-په هند کې پښتني ريا ستونه او نوابان:

که څه هم ددې څيړنې يوه برخه په هندوستان کې د افغانستان د سفارت په اووه نيزې ( ميزان )کې چاپ شوى وه.خو زه غواړم چې هغه ديوه جلا کتاب په تو ګه چاپ کړم.

همداراز مې په هندوستان کې مې دلاندنيو کتا بتونونودعربي اوفارسي  ژبو ډيرې خطي نسخې فهرست کړي دي چې ټول يېپه ډهلي کې دنور د مايکروفلم د مرکز له خوا  چاپ شوي دي :

١-په ډهلي کې دانجمن ترقي اردو دکتا بتون دفارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

٢- دډهلي دهرديال دکتا بتون دعربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

٣-دهند دجا معه مليه پوهنتون د ډاکټر ذاکر حسين دکتابتون دفارسي او عر بي خطي  نسخو فهرست.

٤-دهند دعليګر دپو هنتون دمولانا ازاد دکتا بتون د فارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

٥-دډهلي پوهنتون  دکتا بتون دعربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

٦-دډهلي د جا معه همدرد د پو هنتون دکتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

٧- د حکيم سيد ظل الرحمن د کتا بتون دعربي او فارسي خطي  نسخو فهرست.

٨- دهند دګجرات ددرګاه عاليه چشتيه-احمد اباد کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

٩-دهند دګجرات ددرګاه عاليه مهدويه– پالن پور دکتا بتون دفارسي او عربي خطي  نسخو فهرست.

١٠-دډهلي دايوان غالب د کتابتون د فارسي او عربي خطي نسخو فهرست.

١١-دعليګر د مزمل الله خان د کتابتون دعربي او فارسي خطي  نسخو فهرست.

١٢- دلکهنو دنا صريه کتا بتون د عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٣-دحضرت پير محمد شاه ددرګاه د کتابتون دعربي او فا رسي خطي نسخو فهرست.

١٤-دراجا محمود اباد  دکتابتون د عربي او فا رسي خطي نسخو فهرست .

١٥- دهند دپنجاب ايالت دپټيالې دښار دعمومي ارشيف عربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٦- دډهلي د مظهر جان جانان د کتابتون دعربي او فارسي خطي نسخو فهرست.

١٧- دهند دګجرات دا حمد اباد دښار د درګاه پير محمد شاه د کتا بتون د فارسي او عر بي خطي  نسخو فهرست.

همداراز زماډيرگڼ شميرمقالېاو ژباړې په پښتو او دري ژبو په افغا نستان کې د هيواداو انيس په ورځپا ڼود زيرې په اووه نيزې،،دژوندون ،کابل،جرګې،الفت په مجلو او په هند کې د قومي آوازپه ورځپا ڼه، ټونک،قند پارسي مجله او دهندد ډهلي پو هنتون د فارسي ډيپارتمنت په  تحقيقات فارسي مجله کې چاپ شوي دي.

ناچاپه کتابونه :

١-حيات حا فظ رحمت خان :

چې په هند کې د پښتون نواب حا فظ الملک نواب خان بړيڅ دژوند او کارنامو په اړوند په اردو ژبه ليکل شوى او ما پښتو ته ژباړلى دى .

٢- شيرشاه او دهغه عصر:

داکتاب کالکارنجن کننګو ليکلى دى او ما داردو نه پښتوته اړولى دىاودشيرشاه سوري په اړوند ګټور معلو مات پکې را غونډ شوي دي .

٣-افسانه شا هان يا تاريخ افغاني:

ليکوال يې د مغولي واکمن جهانګير دوخت مورخ محمد کبير دى .دهند د لودي ،سوري او دبينګال د کر لا ڼي پښتنو په اړوند ګټور معلومات پکې دي.اصلي کتاب د لندن په بړيتيش ميوزيم کې خوندي  دى .ماته زما يو ه دوست ددغه کتاب مايکروفيلم ما ته استولى و او ما دغه کتاب د نو موړي مايکرو فيلم دمخې نه وژباړه .

٤-تاريخ شا هي يا تاريخ سلا طين افا غنه :

ليکوال يې پښتون مورخ احمد يادګار دى چې  د لودي او سوري پښتنو په اړوند ګټور معلومات پکې را غو نډ شو يدي .

٥- شرح احوال واثار تاريخي علامه عبدالحى حبيبي په فارسي ژبه(تاليف)

٦-هندوئېزم(هندومت)تخقيقي اثر دى چې همدااوس يې ٦٥ برخې د کابل نات په سايټ کې خپرې شوي دي او دا لړۍ روانه ده .

٧- دهند د ستر اسلامي سکالر (عالم) ارواښاد علامه مولانا علي ميا د کتاب المر تضى د دوه څپرکو (چيپټرو) تر جمه .

٨– د ملا نصرالدين ټوکې ټکالې :

چې د فيسبوک پر مخ راغلى وخولا چاپ شوى نه دى .

٩- سکهان او ددوى مذ هبي لا رښوونکي .دا دسکهانو دلسو ګوروګانو(مذهبي لارښودونکو) تاريخ دى چې د ګورونانک نه پيل شوى دى او د ګورو ګو بند سينگ پر حالاتو پاى ته رسيدلى دى.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

مه دغو لاندنيو هيوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى وم او ځينو ته هم يوازي دليدلو لپاره چې نو مونه يې دادي :

هند،پاکستان،تايلينډ،روسيه ،اوزبيکيستان ،هنګري ،پولينډ،تا جيکستان،سينګاپور.

ددې برسيره مې دهند دګجرات د بروډا د پو هنتون مهاراجا سياجي د کالج دعربي او فارسي دژبې استاد ډاکتر وجيه الدين کتاب چې غزليات نا شناخته جلال اسير اصفهاني نو ميږي ايډيټ کړى دي .

په علمي غونډو او سيمينارونو کې ګډون :

ما په افغا نستان او هندو ستان کې په لا ند نيو سيمينارونو او علمي غو نډو کې ګډون کړى دى .

١ په کابل کې د خوشال خان خټک په نړيوال سيمينار کې.

٢- په کا بل کې د زرغونې ياد په سيمينار کې.

٣-په کابل کې دراحت زاخيلي په سيمينار کې.

٤- په کا بل کې دبا چا خان د لو مړي تلين په نړيوال سيمينار کې.

٥-په کا بل کې د شير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٦-په هند کې دشير شاه سوري په نړيوال سيمينار کې.

٧- دهند درا جستهان په ټونک کې د فارسي _عربي خطي نسخو په سيمينار کې.

٨- دهند دپنجاب په پټياله کې د پنجابي مورخينو په سيمينار کې .

٩- دلويديزې استراليا د پو هنتون په هغه سيمينار کې مې گډون کړى و چې دافغانستان په اړوند جوړ شوى و.

بهرنيو هيوادونو ته سفرونه:

ما دغو لاندنيو هيوادونو ته سفرونه کړي دي چې ځينو ته د علمي کارونو لپاره تللى وم او ځينو ته هم يوازي دليدلو لپاره چې نو مونه يې دادي :

هند،پاکستان،تايلينډ،روسيه ،اوزبيکيستان ،هنګري ،پولينډ،تا جيکستان،سينګاپور،آستراليا

د٢٠٠٢زيږديز کال راهيسې د لويديزې آستراليا دمرکز دپرت په ښار کېژوند کوم  .

دې هڅاند ليکوال په سلگونو نوري علمی اوڅېړنيزي ليکنې هم دډله ايزورسنيو له لاري  له خپلو هيوادوالو سره شريک کړي دي .

زه ورته دزړه له کومي دژوند په ټولو چاروکي دلازياتو برياو ،غښتلی قلم ،پراخي حوصلې اوروغتيا سره مل اوږ دژوند ورته غواړم .ياد صاحب افغان ولس مو په علمی هڅو وياړي راته ژوندی اوسئ .

Comments
Loading...