حکمتیار صاحب، زموږ څه تمه وه! او تا څه وکړل؟

هلال سمسور

0 1,031

کله چې له حکومت سره ستاسې د پلاویو خبرې روانې شوې، موږ او ټول ولس په ډېر دقت سره رسنۍ، د خلکو مجلسونه او ناستې تعقیولې، هر چا به ویل چې حکمتیار صاحب او حکمتیار صاحب…. که پخوا ستاسې مخالف هم وو، اوس بیا هم دې سولې ته خوشبین وو. ځکه له یوې خوا افغان ولس ویل چې د ټوپک یو فیر هم کمېږي دا د ولس په ګټه دی. بل دا چې ستاسې د کتابونو، علم او پوهې اوازې ډېرې وې، موږ ویل چې ښايي له نږدې څلور لسیزې تجربې وروسته به حکمتیار داسې څه وکړي، چې د هېواد په ګټه وي…

موږ ویل چې حکمتیار کابو څلوېښت کاله جګړه او شخړه تجربه کړه.‎! لومړی د محصلۍ په دوران کې د بوکسو او لغتو جګړه، بیا د داوود علیه رحمه پر ضد جګړه، بیا د کمونیستانو پر ضد جګړه، بیا د روسانو پر ضد جهاد او د جهاد په دوران کې له نورو تظمیونو سره شخړې او ناندرۍ.. بیا په کابل کې له نورو تنظیمونو سره جګړې، بیا له طالبانو سره جګړه او بالآخره له امریکایانو او له موجوده حکومت سره جګړه…

زه سل په سل په دې ایمان او عقیده وم، چې نور حکمتیار ښايي د تاوتریخوالي له ۴۰ کلنې تجربې وروسته خپل سیاست، کړه وړه، تګلاره او خبرې او هر څه بدل کړي. ښايی نور د [نرمۍ]، [خوږې ژبې] او [پستې لهجې]، [بل منلو] او [نورو ته د فرصت ورکولو] سیاست غوره کړي. د “یسروا و لا تعسروا بشروا و لا تنفروا” سیاست غوره کړئ. نور د غوره اخلاقو سیاست انتخاب کړئ، کټ مټ لکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم، چې نه یوازې هغه یهودي ماشوم ته یې څه نه ویل، چې نوموړي به یې اذیت کاوه بلکه یوه ورځ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم له اذیت کولو څخه غیر حاضر شو نو نبی کریم صلی الله یې کور ته ورغی او د هغه د ناروغۍ پوښتنه یې وکړه.

موږ ویل چې د حکمتیار صاحب نوې تګلاره به خامخا دا وي، چې نور دا ولس له تاوتریخوالي، شخړو، جګړو، ترخو خبرو، ناندریو ستړی شوی. دا ولس نور یووالي، اتحاد، ملهم او نږدې کېدو ته اړتیا لري. ښايي حکمتیار په ډاګه ووايي (هر چا چې له ما سره بد کړي، ما بلکل بښلي او که هر څوک را نه آزورده شوي وي. ما ته دې بښنه وکړي. زه نور د افغانستان یو سپېنږی یم. ټول افغانان ورورۍ، یو بل منلو، عفوې او بښنې ته رابولم. زه ځان یوازې په حزب اسلامي پورې نه تړم، بلکې زه ځان په هر ولایت او هر قوم پورې تړم، د افغانستان سلګونه زره یتیمان او کونډې ترحم ته اړتیا لري موږ باید د هغوی اوښکې پاکې کړو…

 تاسې چې په لومړنیو ویناوو کې دا خبره وکړه چې ښايي د حزب اسلامي لخوا ولسمشرۍ ته کاندید د نړۍ ځینو هېوادونو ته د منلو نه وي ځکه خو حزب اسلامي په خپله ټاکنو ته کاندید نه وړاندې کوي بلکې د بل مناسب کاندید ملاتړ به وکړي. په دې سره ډېرو سیاستوالو آفرینی درکړ.

په لومړیو میاشتو کې په جپو جپو خلک ستاسې لیدو ته در روان وو، دوی ټولو ما غوندې همدا فکر کاوه، چې نور حکمتیار په یوه ډلګۍ پورې تړلی شخص نه دی بلکې یو ملي مسلمان مفکر دی. هغه د ټول ملت یو با تجربه سپېنږیری دی. چا درته ژړل او چا د لاسونه ښکلول. کمونیست او مسلمان، عالم او آمي هرچا منډې دروهلې. ځکه هغوی همدا تمه درلوده.

زه والله په دې باو وم، چې که تر اوسه افریقایان نلسون منډيلا د نړۍ نمونه شخصیت بولي، یا هندیان نړۍ ته ځان د ګاندي لمسیان معرفي کوي، چې په نرمۍ او بښنې سره یې د معاصرې نړۍ زړونه مات کړي. نور به افغانان هم نړۍ ته ځان د حکمتیار وطندار معرفي کوي.  نړیوال به د نلسون منډېلا او ګاندي ترڅنګ د حکمتیار نوم هم اخلي…

ما ویل چې د حکمتیار په راتلو سره به په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې د ځوانانو زرګونه روزنیزې حلقې جوړې شي، په ځوانانو کې به د فکري او دیني جذبې د روزلو هڅې پیل شي. دیني مدارس به وغوړېږي. په قومي او ژبني تعصباتو به ځوانان شرمېږي، ځوانانو کې به د اسلام او افغانستان ساتلو ویښ فکر را ژوندی کېږي، نور به د آی اس ای او نورو استخباراتو جلب او جذب کمزوری شي، بیا به طالبان را یاد شول چې ممکن دا ظالمان ستاسې د غوره فعالیتونو مخه ډب کړي. مګر ستاسې د شخصیت او علمیت او تجربې ته په کتلو سره به مې دا اندېښنې لرې شوي.

زه والله دېته انتظار وم، چې څنګه حکمتیار صاحب راشي هغه مهال به د حزب اسلامي کارت اخلم او ځان به حزبی معرفي کوم.ځکه دا به یو تنظیم وي. زما سل په سل دا ګمان ؤ، چې نور به نه یوازې د حزب اسلامي خورې ورې ډلې ټپلې نه وي بلکې ډېر نور تنظیمونه به هم په حزب اسلامي کې جذب شي.

خو، حکمتیار صاحب تا څه وکړل!!؟؟

خپل تنظیم مو سره را ټول نه کړ، ارغندیوال او د هغه ټیم مو په را خپل نه کړ. بلکې په حکومت کې د هغه په نوم ثبت شوی تنظیم مو هم برمته کړ. د حزب اسلامی نور مخور او پخواني مشران مو نور هم ورټل.

یوه ورځ له عبدالله عبدالله سره په رسنیو کې ناندرۍ وهئ بله ورځ له عطامحمد نور سره کنایې او زور ازمایئ او دریم ورځ امرالله صالح سره ښکر په ښکر وې. یوه ورځ افغانستان آزاد بولئ بله ورځ یې اشغال. یوه ورځ د حکومت او اشرف غني دوام د نجات کلۍ بولئ بله ورځ د حکومت د سقوط ډنډوره وهئ.

کله چې ټاکنې پیل شوې، دوستم او خلیلي غوندې کسانو ځانونه تر چوکۍ لوی وبلل او د ټاکنو لپاره یې له خپل ټیم څخه یو شخص معرفي کړ. خو په خپله څلوېښت کلنه  مبارزه کې په دې ونه توانېدی چې د خپل تنظیم څخه داسې یو کس پیدا کړئ، چې په ټاکنو کې ستاسې استازی شي!

ټولو ته معلومه ده، چې ځینې افغانۍ رسنۍ د پردیو استخباراتو لپاره کار کوي، تاسې چې [ظهور] نه کړی دوی به د یو بېکاره او منفي خبر د پیدا کولو لپاره ډېر زحمت ایست خو تاسې جناب چې کابل ته راغلی، د هغوی کار مو اسانه کړ. هره ورځ ستا له خولې داسې خبرونه خپروي، چې یا د پاکستان په ګټه دی، یا د ایران په ګټه دی، یا هم د افغانانو د مایوسۍ باعث کېږي.

یو ته تاسې یاست او بل مو پتلون کړی زوی، چې د تنظیم مشري هم خپله کوې، سکرتریت هم خپله کوئ او ویندويي هم خپله کوئ، ایا چا مشوره در نکړه، چې دا د یو مشر له شخصیت سره نه ښايي!؟

جناب حکمتیار صاحب، څلوېښت کاله په پاکستان کې پاتې شوی او په شعوري او لا شعوري ډول مو د پاکستاني پلانونو خدمت وکړ خو لا هم پوهه نه شوی چې پاکستان د افغانستان دښمن دی، لا هم هغه څه کوئ چې آی اس آی یې تمه لري.

یوه بله، افغانستان زموږ خاوره ده او دا حکومتي نظام که ښه دی او که بد. د همدې ولس دی. تذکره واخلو، که ښوونځی جوړوو نو باید په حکومت کې یې رسمي کړو. که برق مصرفوو نو بېل یې ورکړو. که څوک دا کار نه کوي، نو هغه به زورواکی وي. متاسفانه تاسې په دې سپینه ږیره زورواکي ته ملاتړلې. پوهنتون مو د تحصیلات عالي له جواز پرته روان کړی او تنظیم مو د عدلیې وزارت له جواز پرته روان کړئ!! له تاسې مو نورو ته د عملي درس ورکولو تمه وه.

حکمتیار صاحب، یو ځل بیا دا وایم چې پورتنۍ لیکنه مې د کینې، دیکتې او نفرت له مخې نه بلکې یوازې او یوازې ستاسې له شخصیت څخه د مایوسۍ له کبله کړې. متاسفانه څومره مې چې تاسې لوړ شخصیت بللې هغومره ټیټ کس وئ.!! افسوس.

Comments
Loading...