حمید الدین فراهي څوک دی؟

ژباړه: زبیر افغان - محمداجمل ایوب الاصلاحي

0 46

نوټ: په عربي ژبه د امام فراهي د مفردات القران په نوم یو کتاب دی، دا ژباړه مې پر هماغه کتاب د اجمل ایوب له یوې اوږدې لیکنې څخه رالنډه کړه، نوموړي له  ډېرو معتبرو سرچینو د امام فراهي ژوندلیک ترتیب کړی دی، په هغو سرچینو کې ځینې د امام فراهي په خپل لاس لیکل شوې وې چې ځینو کسانو له هغه د خپل ژوند لیک غوښتنه کړې وه او ده ورته لیکلی و، نورې سرچینې د هغه د باوري شاګردانو دي لکه امین احسن اصلاحي، اختر احسن اصلاحي او داسې نور چې له هغه سره يې په یوه مدرسه کې کلونه کلونه یوځای تیر کړي دي.

نوم، نسب او د زوکړي ځای:

اصل نوم يې حمید الدین (خو په عربي لیکنو کې يې عبد الحمید لیکلی دی) د عبد الکریم زوی، هغه د قربان قنبر زوی، هغه د تاج علی زوی دی. کنیه يې ابو احمد ده، انصاري يې په لومړیو لیکنو د نسبت لپاره خپله کار کړی دی، اما وروسته يې ښايي له دې امله په فراهي اړولی وي چې نسب ته نسبت کول يې مناسب نه وي بللي. د ده پر یوه کتاب مفردات القران یې ژوندلیک راغلی دی چې همدا پاس خبرې يې په پوره وضاحت لیکلې دي. د ژوندلیک په یوه برخه کې راغلي:

«الفراهي» نسبة الی قریته التي کانت مسقط رأسه، واسمها «فریها» وهي من قری (اعظم کره) احد اضلاع الاقلیم الشمالي في الهند أُترابَرادیش.(مفردا القران مخ: ۱۵)

فراهي يې هغه کلي ته نسبت دی چې نوموړی پکې پيدا شوی دی، د کلي نوم فریها/فریه دی، د هند د شمالي ولایت اتراپردیش د اعظم ګړ سیمې یو کلی دی.

فراهي د (۱۲۸۰هـ) جمادي الاخر پر شپږمه د چهارشنبې په ورځ همدې فریه کلي کې پيدا شو.

لومړۍ زدکړې يې په خپله کورنۍ کې پر شیخ احمد علي وکړې، فارسي ژبه يې هم په خپل کور کې د سیمې پر مشهور استاد شیخ محمد مهدي زدکړه. نوموړي په فارسي ژبه کې شاعري هم کړې ده، پر یاد کتاب يې په ژوندلیک کې راغلي چې ده خپله یوه قصیده د عمه زوی شبلي نعماني ته ور کړه او هغه خپل استاد علامه محمد فاروق العباسي ته چې د فارسي ژبې ښه شاعر و، ور ښکاره کړه، هغه وویل: زه فکر کوم چې دا قصیده به د پخوانیو شاعرانو وي.

په (۱۴) کلنۍ کې له کلي اعظم ګړ ته ولاړ، هلته يې د خپلې عمه له زوی علامه شبلي نعماني د عربې ژبې زدکړه پيل کړه. په (۱۳۰۴هـ) کې له دې ځایه لکنو ته ولاړ، پر مشهور فقیه عبد الحی الانصاري اللکنوي يې درسونه ولوستل، دلته تر لنډ وخت درس ویلو وروسته يې د عربې ژبې په زدکړه پسې لاهور ته سفر وکړ، په لاهور کې يې د عربي ژبې له مشهور استاد علامه فیض الحسن سهارنپوري عربي ژبه زدکړه.

د شلو کلونو په عمر يې د انګریزي ژبې او نورو نویو علومو زدکړې ته ملاوتړله، د نوې فلسفې زدکړې ته يې زیاته توجو وکړه، ترڅنګ يې انګریزي ژبې ته هم ښه پاملرنه وکړه. د فلسفې مشهور استاد يې مشهور انګریز مستشرق(توماس ارنولد) و چې لس کاله د همدې فلسفې د پوهنځي استاد و، هغه د (الدعوة الی الاسلام) په نوم یو کتاب ولیکه چې خپله فراهي به کلکې نیوکې پر کولې. د هغه وخت د قوانینو د تدریس لپاره د حقوقو په نوم جوړ شوي پوهنځي کې يې دوه کاله درس ووایه بیا يې همداسې نیمګړی پريښود.

اداري او تعلیمي دندې:

له زدکړو تر فراغت وروسته پر ګڼو دنده ګومارل شوی دی، لومړۍ دنده يې په کراچي کې د عربي او فارسي ژبې تدریس و، تر نهه کاله زیات په همدې دنده بوخت پاته شو.

د ۱۳۲۴هـ مهال په عليګړ کې د عربي ژبې استاد شو په همدې وخت کې يې له یهودي مستشرق (جوزف هوروفیتس) چې دی هم د عربي ژبې استاد و، عبراني زدکړه.

تر دوه کاله وروسته(۱۳۲۶هـ) د الله اباد په پوهنتون کې د عربي ژبې استاد وټاکل شو، دلته يې شپږ کاله تیر کړل، بیا د اللجنة العربیه للعلوم الشرقیه غړی شو. د ۱۳۳۲هـ مهال چې په مدینه منوره کې د یوه پوهنتون د جوړیدو خبره مطرح شوه نو د ده او علامه شبلي نعماني نومونه د استادانو په حیث ورته وړاندیز شول.

په حیدراباد دکن کې يې هم اداري او تعلیمي دندې تر (۱۳۳۲هـ) کاله پورې مخته وړې دي.

فراهي په حیدراباد کې د جامعه عثمانیه له بنسټګرو څخه ګڼل کیده، ده وړاندیز ورته کړی و چې شرعي علوم دې په عربي ژبه تدریس شي او له شرعي علومو پرته نور په اردو. په حیدراباد کې يې د قران کریم تدریسي اونیزه غونډه در لوده چې لوی علما او څېړونکي به ورته راتلل، ګڼې پوښتنې به يې کولې او ده به يې ځوابونه ور کول. تر (۱۳۳۷هـ) په حیدراباد کې پاته شو، تر دې وروسته يې له خپلې دندې استعفا وکړه که څه هم د نورو کسانو ورته خوښه نه وه او خپلې سیمې ته ولاړ.

خپلې سیمې ته تر راتلو وروسته فراهي د اصلاح المسلمین مدرسې اداري چارو ته اوږه ور کړه چې د جمعیة اصلاح المسلمین له لوري په (سرای میر) کې جوړه شوې وه. په اعظم ګړ کې جمعیة اصلاح المسلمین د مسلمانانو د عقایدو اصلاح کولو او بدعاتو ختمولو لپاره هلې ځلې کولې، په همدې لړ کې يې دا یاده مدرسه د دې لپاره تاسیس کړه چې علماء د همدې کار لپاره وروزل شي او تر فراغت وروسته همدې کار ته اوږه ور کړي، وروسته د مدرسې نوم یوازې الاصلاح شو. دغې مدرسې له نورو دینې مدرسو څخه بیل نصاب درلود، فراهي خپله ټوله توجو پر همدې متمرکزه کړه، د ژوند په وروستیو درو کلونو کې يې درې ورځې په همدې مدرسه کې لویو استادانو او طالبانو ته د قران کریم تفسیر کاوه.

د ۱۳۳۲هـ مهال چې د ده استاد شبلي نعماني وفات شو، شاګردانو يې د هغه د فکر ځلولو لپاره د موسسة دار المصنفین جوړولو تکل وکړ، ټولو په یوه خوله فراهي د ادارې رییس او سلیمان ندوي مدیر وټاکل.

لیکنې:

چاپ شوي اثار يې:

۱: اسباق النحو، دا په اردو ژبه د نحو و صرف د زدکړې کتاب دی، دوه ټوکه دی چې د ده په ژوند کې لومړی وار چاپ شوی، ده بیا زیاتونې پر کړې، په ځینو بابونو کې يې بیاض همداسې سپين پاته شوی او لیکوال پکې زیاتونې نه دي کړې، تر ده وروسته يې د اختر احسن اصلاحي په نوم شاګرد زیاتونې پر وکړې او په ۱۳۵۷هـ کې يې بیا چاپ کړ چې د هند په ګڼو مدرسو کې اوس هم لوستل کېږي.

۲ـ اسالیب القران: دغه کتاب يې د قران کریم د اسلوبو، جملو د استعمال او معاني په اړه لیکلی دی چې الحمیدیه ادارې په ۱۳۸۹هـ کې چاپ کړی دی.

۳: امثال آصف الحکیم: د اصف ځينې کیسې دي چې ده د طالبۍ په دوره کې له انګلیسي عربي ته ترجمه کړې وې، دا کتاب د ده تر مرګ وروسته چاپ شوی دی.

۴ـ امعان في اقسام القران: د لیکوال په ژوند کې دا کتاب دوه پلا چاپ شوی دی، لومړی وار په لکنو کې چاپ شو چې حجم يې کوچنی و، بیا لیکوال سمونې و زیاتونې پر وکړې، نو د ۱۳۲۹هـ مهال په عليګړ کې بیا احمدیه مطبعې چاپ کړ.

۵: تحفة الاعراب: په اردو ژبه د نحوې په اړه یوه قصیده ده چې ۱۲۸ بیتونه لري، د لیکوال په ژوند کې چاپ شوې ده.

۶: د طبقات ابن سعد د یوې برخې فارسي ترجمه چې د مفید په نامه مطبعې له اګرې د ۱۸۹۱م مهال چاپ کړې ده.

۷: د بدء الاسلام رسالې فارسي ترجمه چې علامه شبلي نعماني په عربي لیکلې وه، دا هم په اګره کې د ۱۸۹۱م مهال مفید مطبعې چاپ کړه.

۸: التکمیل في اصول التاویل: د اصول التفسیر په اړه ارزښتناکه رساله ده چې لیکوال بشپړه کړې نه ده، حمیدیه ادارې له لوري په ۱۳۸۸هـ کې چاپ شوې ده.

۹: جمهرة البلاغه: د دې کتاب په اړه اټکل کېږي چې ښايي له ۱۳۲۲هـ څخه لیکوال د هغه لیکلو ته مټې رانغښتې وي، د لیکوال تر مرګ وروسته حمیدیه ادارې په ۱۳۶۰هـ کې چاپ کړ.

۱۰: خِرَد نامه:د سلیمان علیه السلام د یوشمېر امثالو یا متلونو منظومه فارسي ترجمه ده چې لیکوال په حیدراباد کې د ۱۹۱۶م مهال چاپ کړې ده.

۱۱: دلائل النظام: دا کتاب يې د قران کریم د سورتونو ترمنځ پر اړیکه یا ربط لیکلی دی، ده په دې کتاب کې هغه اسلوب په ګوته کړي دي چې څنګه د قران کریم سورتونه يو له بل سره تړلي دي. حمیدیه ادارې په ۱۳۸۸هـ کې چاپ کړی دی.

۱۲: دیوان العربي: شیخ بدر الدین اصلاحي له حمیدیه ادارې د ۱۳۸۷هـ مهال چاپ کړی دی.

۱۳: الرأي الصحیح فیمن هو الذبیح: دا کتاب د اسماعیل او اسحاق علیهما السلام په اړه دی چې څوک ذبح شوی دی. لومړی ځل د لیکوال په ژوند کې د ۱۳۳۸هـ مهال چاپ شوی بیا د حمیدیه ادارې په ۱۴۱۴هـ کې دویم وار چاپ کړی دی.

۱۴: رسالة في عقیدة الشفاعة والکفارة: دا کتاب په انګریزي ژبه لیکل شوی دی، د نصاراوو پر ځینو علماؤ يې ردونه کړي دي، دا کتاب يې علامه سید سیلمان ندوي ذکر کړی دی.

۱۵: فاتحة نظام القران: دا يې د خپل تفسیره( نظام القران وتاویل الفرقان بالفرقان) سریزه ده، د ۱۳۵۷هـ مهال حمیدیه ادارې چاپ کړې ده.

۱۶: في ملکوت الله: د ملتونو د زوال او پرمختګ الهي طریقې يې پکې بیان کړې دي چې څنګه یو ملت ته الله د پرمختګ چانس ور کوي او بل نسکوروي، د اسلام د سیاسي نظام په اړه يې هم خبرې کړي او نیمګړی پاته شوی دی. د ۱۳۹۱هـ مهال حمیدیه ادارې چاپ کړی دی.

۱۷: القائد الی عیون العقائد: په ۱۳۹۵هـ کې حمیدیه ادارې چاپ کړی دی.

۱۸: مفردات القران: د قران کریم په اړه لیکل شوی  کتاب دی.

۱۹: نظام القران وتاویل الفرقان بالفرقان: د قران کریم په اړه ستر تفسیر دی چې لاندې ټوکونه يې چاپ شوي دي:

ا: د فاتحې او بسم الله تفسیر، له فاتحة نظام القران سره یو ځای په ۱۳۵۷هـ کې چاب شوی دی.

ب: د الذاریات سورې تفسیر، له اعظم ګړه مطبعه معارف چاپ کړی دی خو تاریخ نه لري.

ج: د التحریم سورې تفسیر، فیض عام مطبعې له عليګړه په ۱۳۲۶هـ کې نشر کړی دی.

د: د القیامه سورې تفسیر، بیا هم د فیض عام مطبعې چاپ کړی دی چې تاریخ نه لري، دویم چاپ يې په ۱۴۰۳هـ کې حمیدیه ادارې کړی دی.

هـ: د المرسلات سورې تفسیر، دا معارف مطبعې چاپ کړی خو تاریخ نه لري.

و: د عبس سورې تفسیر، له تاریخ پرته معارف مطبعې چاپ کړی دی.

ز: د الشمس سورې تفسیر، په ۱۳۲۶هـ کې فیض عام مطبعې چاپ کړی دی.

ح: د التین سورې تفسیر، له تاریخ پرته معارف مطبعې چاپ کړی.

ط: د العصر سورت تفسرچې په ۱۳۲۶هـ کې فیض عام چاپ کړی دی.

ی: د الفیل سورت تفسر چې په ۱۳۵۴هـ کې معارف چاپ کړی دی.

ک: د الکوثر سورت تفسیر، بیا هم له تاریخ پرته معارف چاپ کړی دی.

ل: د الکافرون سورت تفسیر په ۱۳۲۶هـ کې فیض عام مطبعې چاپ کړی دی.

م: د اللهب سورت تفسیر، معارف له تاریخ پرته چاپ کړی دی.

ن: د اخلاص سورې تفسیر، دا یو ټوک يې په اردو هغه مهال لیکلی دی چې کراچي کې اوسیده، ښايي له ده ځینو طالبانو غوښتنه کړې وي او د هغوی غوښتنې ته د ځواب په پار يې دا ټوک په اردو لیکلی وي چې حمیدیه ادارې په ۱۳۷۸هـ کې خپر کړی دی.

۲۰: نوای پهلوی: د فارسي اشعارو دیوان يې دی، د لیکوال په ژوند کې د (دیوان حمید) په نوم له حیدراباده شمسي مطبعې په ۱۹۰۳م کې چاپ کړی دی.

ناچاپ اثار:

۲۱: احکام الاصول باحکام الرسول: دا کتاب له قران کریم څخه د رسول الله د اجتهاد او استنباط په اړه بحث کوي. له اصل څخه نقل شوې ورقې يې ۹ کېږي.

۲۲: الازمان والادیان: شریعت د میاشتو، ورځو او معینو وختونو له تعین څخه هدف چیش دی؟ د همدغه حکمت په اړه يې خپل مالومات لیکلي دي. دا یوه وړه ۲۲ مخه رساله ده.

۲۳: اسباب النزول: ۹ مخه رساله ده.

۲۴: الاشراق في الحکمة الاولی من حقائق الامور ومکارم الاخلاق: د دې رسالې هم له اصل څخه ۴ ورقې نقل شوې دي.

۲۵: اصل الفنون: دا رساله په اردو ژبه د مدرس لپاره د تدریس لارښوونې دي چې ۸ ورقې کېږي.

۲۶: الاکلیل في شرح الانجیل: ۱۰ مخه رساله ده.

۲۷: اوصاف القران: دا رساله دوې مسودې لري چې ټولې ورقې يې ۲۵ کېږي.

۲۸: تاریخ القران: ۱۰ مخه رساله ده.

۲۹: تزکیة الروح: دا رساله ۳ ورقې ده.

۳۰: تعلیقات في التفسیر: د قران کریم د لوست مهال چې يې پر هغه غور کړی دی نو دا تعلیقات يې پر بیاض ورته کښلي دي، د ده شاګرد امین احسن اصلاحي راغونډ کړي، له همدې نسخې څخه ګڼو کسانو نقل کړي دي او د امین احسن نسخه يې له کورنۍ سره خوندي ده.

۳۱: حجج القران: د لیکوال له ډېرو مهمو کتابونو یو همدا دی چې تکمیل شوی نه دی، اما لیکوال خپله تګلاره د کتاب په لومړي سر کې روښانه کړې ده او مهم بحثونه يې هم لیکلي دي. دا کتاب درې مقالې لري چې هره مقاله يې درې بابونه لري، لومړۍ مقاله يې د منطق، فلسفې او علم کلام په نقد کې کښلې ده، دویمه مقاله يې د علم په تاسیس او د قران کریم د احتجاج پر اسلوبو لیکلې ده او درېيمه مقاله د الهي ربوبیت، اخرت او رسالت پر اثبات د قران کریم د دلایلو او حججو په اړه لیکلې ده. له اصل څخه رانقل شوې نسخه يې ۱۶۸ مخونه لري.

۳۲: حکمة القران: دا هم د لیکوال له مهمو کتابونو بلل کېږي، له اصل کتابه رانقل نسخه يې ۲۷ مخونه لري.

۳۳: الدر النضید في النحو الجدید: دا کتاب يې په ۱۳۱۵هـ کې پیل کړی و، دوې قلمي نسخې لري او ټول مخونه يې ۴۴ ته رسېږي.

۳۴: دلائل الی النحو الجدید والمعاني والعروض والبلاغة: دغه رساله يې سید سلیمان ندوي د فراهي په ژوند لیک کې ذکر کړې ده.

۳۵: الدمدمة والشمقمة: دا د هندو مذهب پر تزکیه النفوس یو کتاب دی چې ده غوښتل ترجمه يې کړي، هغه کتاب د هتهـ یوک په نوم دی چې فراهي تر ۳۲ فقرې ترجمه کړی دی، وروسته يې د قران کریم په رڼا کې تزکیة الروح کتاب ولیکه.

۳۶: الرائع في اصول الشرائع: دا رساله يې ۲۳ ورقې ده، بیا ۳۴ ورقې له کتاب الله سره اړوند بحثونه نور هم پر اضافه شوي دي.

۳۷: رسالة في اصلاح الناس: دا ۵ ورقې ده، امین احسن اصلاحي اردوته ترجمه کړې او د ۱۹۳۶م مهال يې په الاصلاح مجله کې خپره کړې ده.

۳۸: الرسوخ في معرفة الناسخ والمنسوخ: دا ۸ ورقې رساله ده.

۳۹: سلیقة العروض: دا کتاب يې پوره کړی نه دی، ده غوښتل چې د عروضو په اړه غلط فهمي ایسته کړي او اصلاحات راولي، ۲۱ ورقې ورڅخه نقل شوې دي.

۴۰: الطارق والبارق: دا يې د خاطرو او افکارو یوه ټولګه ده.

۴۱: العقل وما فوق العقل: دا هم ۴ ورقې رساله ده.

۴۲: فقه القران: دا بیا ۶ ورقې رساله ده.

۴۳: فلسفة البلاغة: دا رساله يې د جمرة البلاغه د تمهید لپاره لیکلې ده چې ۶ ورقې لري.

۴۴: القسطاس:  دا رساله يې د نویو علومو په اړه کښلې ده، ۱۴ ورقې لري.

۴۵: قید الاوابد: د خاطرو ټولګه ده.

۴۶: لوامع الافکار: د خاطرو ټولګه.

۴۷: مسائل النحو: ۸ ورقې ده، د رسالې په لومړۍ صفحه کې د رسالې نوم تر نوم لیکلو وروسته يې لیکلي: من المفضل للزمخشري.

۴۸: المنطق الجدید: ۱۸ ورقې ده.

۴۹: مظام القران وتاریل الفرقان بالفرقان: د تفسیر هغه برخه يې ناچاپ پاته شوې ده، په دې برخه کې يې د بقرې سورت هم دی چې ۶۲ ایاتونه په ۵۶ فصلونو کې تفسیر کړي دي، د ورقو شمېر يې ۱۲۴ ته رسېږو، د ال عمران سورې تفسیر يې تر ۳۱ ایته رسولی دی.

۵۰: النظام في الدیانة السلامیه: دا د حکمة القران جز دی، خو د موضوع اهمیت ته په کتو يې مستقل کتاب ترې جوړ کړی.

۵۱: النظر الفکري حسب الطریق الفطري: دا رساله يې ۶ ورقې لري.

مړینه:

 امام فراهي د قران کریم د تلاوت مهال په جمادي الاخر ۱۳۴۹هـ کال وفات شو.

Comments
Loading...